May 30, 2016 12:10 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هنداره کی
    ایران د اونۍ په هنداره کی

په تیره اونۍ کی د ایران د اسلامی شورا نهمه دوره پایته ورسیدله، او د پارلمان د نوې دورې مسؤلیت، د اسلامی شورا په لسمه دوره کی، د خلګو منتخبو نمایندګانو ته وسپارل شو، چی د شنبې له ورځې څخه یی، رسماً خپل کار پیل کړ.


 


د رهبرۍ د خبرګانو شورا، پنځمې دورې هم، تیره اونۍ د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په پیغام سره، په کار پیل وکړ.


ایران په تیره اونۍ کی مطلب، دغو دؤو پیښو ته په کتنې سره پیلوؤ:


 د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د تیری پنشنبی په ورځ د خبرګانو شورا په پنځمه دوره کی د ؤلس د نمایندګانو او رئیس په کتنه کی، په اساسی قانون کی له خپلو وظایفو څخه ورتیر، دغه ارګان؛ یو ستر او اغیز شیندونکئ ارګان وباله.


د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د جوړیدو څرنګوالی ته په اشارې سره، چی د خلګو په وسیله له انتخاب شویو او د باور وړ عالمانو، او  له دینی او علمی نظر خاوندانو څخه جوړ ارګان دئ؛ زیاته کړه: دغه لوړ پوړې او متعالی ټولګه، د نظر د تبادلې؛ غږملتیا او اغیز شیندونکی فعالیت له ظرفیت برخمنه ده.


حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د دغه اړخ د اهمیت په بیانولو کی، د مختلفو مسایلو په هکله یو ډول فکر کول، د نظر وړ مسایلو په باره کی تمرکز کول، د دریځونو او غوښتنو اعلانول، او د خلګو د غوښتنو او د خبرو اترو ډول ته بڼه ورکول، د خبرګانو د جرګې له ظرفیتونو څخه وبلل، او ډاګینه یی کړه: د اسلامی نظام په هیڅ یو ارګان کی په ټپه دریدل او حرکت نه درلودل، جایز نه دي.


د ایران د اسلامی انقلاب لارښود، د رهبرۍ د خبرګانو جرګې د انقلابی لارې او هویت په بیانولو سره، ټینګار وکړ: د نظام د پایښت او پرمختګ، او د انقلاب د هدفونو د عملی کیدو یواځنۍ لاره، د هیواد حقیقی اقتدار، او جهاد کبیر ، یعنی له دښمن څخه پیروی نه کول دي.


 حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، همداراز د اسلامی شورا د لسمې دورې په افتتاحیه مراسمو کی، په یو پیغام کی ټینګار وکړ: ستاسو انقلابی او قانونی دنده داده، چی پارلمان؛ د استکبار د بی باکو زیات غوښتنو، دوکو او دسیسو په وړاندی یو ټینګ سنګر، او د مؤمنو او انقلابی خلګو د تکیې ځلانده ځای جوړکړئ.


د اسلامی انقلاب معظم لارښود، څرګنده کړه: د سیمې او نړۍ طوفانی شرایطو، او د سلطې نظام او د هغه د پیرو کارو، نړیوالو ماجراګانو؛ اسلامی ایران، له پخوا څخه د لا پیچلو حالاتو سره مخامخ کړئ دئ.


دوی،له دغو شرایطو سره  د مقابلې لپاره د ایران اقتدار او قدرت، د ټولو مسؤولانو هوښیارتیا، ټینګ هوډ، او د عمل ابتکار په لاس کی لرلو ته اړمن وبلل.


د ایران د اسلامی شورا لسمه دوره، د شنبې په ورځ، د پارلمان د سنی رئیس له ویناؤو وروسته، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د پیغام په لوستلو؛ د پارلمان د نمایندګانو د لوړې په مراسمو، او د ایران د داخله وزیر، او د ؤلس مشر په ویناؤو سره پیل شوه.


د ایران ؤلس مشر، ښاغلی ډاکتر حسن روحانی هم، پدغو مراسمو کی؛ مقننه قوه، د خلګو د حاکمیت؛ او د ټول ؤلس د څارنې سمبول و باله. ده وویل: د ایران خلګ په څه د پاسه تیرو سلو کالو کی، تل د پیاوړی او کارنده پارلمان په لټه کی ؤو، چی د ملی ګټو  او اسلامی اصولو په چوکاټ کی، د قانون تنظیمولو قدرت ولری.


د ایران پارلمان؛ ۲۹۰ څوکۍ لری.


 تهران؛ په تیره اونۍ کی، د هند او افغانستان له دؤو هیوادونو څخه، د یو شمیر مقامونو کوربه ؤ.


د افغانستان ؤلس مشر، او د هند لمړی وزیر، تیره اونۍ په تهران کی، په لوړه کچه یو لړ خبرې اترې وکړې. د چابهار د لارې د درې اړخیزې ټرانزیټی موافقې په شمول، د همکارۍ د یو شمیر سندونو لاسلیکول، د دغو مذاکرو له لاسته راوړنو څخه ؤو.


د افغانستان ؤلس مشر او د هند لمړی وزیر همداراز د معظم لارښود سره کتنه درلوده.


د ایران په تیره اونۍ کی، بل راپور دغو دؤو سفرونو ته په کتنې سره پیلوؤ.


 د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ د هند دلمړی وزیر«نارندرا مودی» په کتنه کی، د ایران او هند ترمنځ د کلتوری؛ اقتصادی او وګړنیو اړیکو، ډیرې پخوانۍ او تاریخې سابقې ته په اشارې سره، د دؤو هیوادونو د همکارۍ زمینې ډیرې پراخې وبللې، او څرګنده یی کړه: د ایران اسلامی جمهوریت له هند سره د همکارۍ له پراختیا څخه، چی په نړۍ کی له نویو رامنځته شویو او مخ په ودې اقتصادونو له جملې څخه دئ؛ هرکلئ کوی، او د دؤو اړخیزو موافقو په اجرا کی کاملاً جدی دئ.


دوی همداراز، د ټرور یزم سره د تش په نامه مبارزه کی، د لویدیځوالو او امریکایی ائتلافونو په هیڅ یوه کی، په نه برخه اخیستو کی، د هند د دولت درست سیاست ته په اشارې سره، څرګنده کړه: له ټروریزم سره رښتنې او جدی مبارزه؛ کولای شی د ایران او هند د همکارۍ یوه بله زمینه وی.


 د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ همداراز د افغانستان د ؤلس مشر، محمد اشرف غنی، په کتنه کی څرګنده کړه: ایران؛ د خپل ګاونډی هیواد، افغانستان، امنیت او پرمختګ؛ د ځان د امنیت او پرمختګ په شان ګنی. دوی ډاګینه کړه: د ایران او افغانستان ترمنځ د مهاجرینو؛ د دؤو هیوادونو د سرحدی سند د اوبو د موضوع، ټرانسپورټ او امنیت شان مسایل، ټول د حلیدو وړ دي، او باید دغه ټول مسایل په جدیت سره، او د یو زمانی جدول په چوکاټ کی، وڅیړو او حل یی کړو.


د هیرمند په اوبو پوری مربوط مسایل، ۱۹ می میلادی پیړۍ ته، چی افغانستان، د بریتانې تر استعمار لاندی ؤ، ور ګرځی. په ۱۹۷۳ م کال کی د دؤو هیوادونو ترمنځ یو سند لاسلیک شو؛ چی په اساس یی د ایران ونډه؛ په هره ثانیه کی ۲۶ متر مکعبه ، یا په کال کی ۸۵۰ میلیون متر مکعبه اوبه وټاکلې شوې. په اوس حال کی دواړو هیوادونو؛ د هیرمند سند په اوبو پوری د مربوط تړون په هکله، ژمنه اعلان کړې ده، او ټاکل شوې ده، په نږدی راتلونکی پدې زمینه کی یو پلاوئ، خبرې اترې پیل کړی.


هماغه ډول چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د اشرف غنی په کتنه کی څرګنده کړه: د ایران او افغانستان ترمنځ، د مهاجرینو؛ اوبو؛ ټرانسپورټ او امنیت په شان مسایل، ټول د هوارۍ وړ دي، او باید دغه ټولې موضوعګانې، په جدیت سره؛ د یو زمانی جدول په چوکاټ کی وڅیړو، او حل یی کړو.


 تیره اونۍ، د تپلې جګړې په دوره کی، د تیری ګر دښمن له نیواک څخه د خرمشهر د آزادولو له کالیزې سره برابره وه،


د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د بعثی تیری ګرو له نیواک څخه د خرمشهر ښار، د آزادولو د ۳۴ مې کالیزې سره په یو وخت، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د افسری پوهنتون د محصلینو د روزنې په مراسمو کی، د ډول ډول وسایلو او توطئو څخه د استفادې با وجود، د اسلامی انقلاب د ماتې لپاره، په وروستیو ۳۸ ؤ کالو کی، د استکبار جبههې ناکامې هڅې ته په اشارې سره، دغه مسئله؛ په خدای باندی په توکل سره، د مجاهدت او مقاومت له منطق څخه په پیروۍ کی، څرګنده بیلګه وګنله. دوی ټینګار وکړ: د ایران ملت هماغه شان، په ډګر کی شتون لری، او ګن شمیر ځوانان دیته چمتو دي، چی خپل ځانونه د انقلاب په لاره قربانی کړی. حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د استکبار د جبهې په وړاندی مقابله کول، نا برابره جګړه وبلله، او ویی ویل: پدغه نا برابره جګړه کی، د ښکیلو خواؤ هر یوه، داسی توانایۍ او قدرتی سرچینی لری، چی مقابل لورئ تری محروم دئ. د اسلامی نظام د قدرت سرچینه، د خدایتعالی ج په قدرت باندی توکل، په بریالیتوب باندی باور، او د مؤمنو انسانانو د ارادې قدرت دئ.


 د کیمیاوی وسلو د کنوانسیون، د ملی سرچینو، ۱۴ سیمه ایز کنفرانس، تیره اونۍ د ایران د اسلامی جمهوریت په کوربه توب، په تهران کی د آسیا لویې وچې څخه د مختلفو هیوادونو د نمایندګانو په حضور کی تر سره شو.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقی او بین المللی چارو مرستیال، سید عباس عراقچی، او د کیمیاوی وسلو د منعې سازمان د نړیوالو همکاریو د برخې یو مدیر«کسرات سواکسام» د دغه کنفرانس د افتتاحیه مراسمو له وینا کونکو څخه ؤو.


عراقچی پخپلو ویناؤو کی، د کیمیایی وسلو د کنوانسیونونو، منجمله د کنوانسیون د تنظیمولو، او همداراز د هغه د اجرا د موادو د برابرولو په مذاکرو کی د ګډون کولو په شمول، د ایران اصولی دریځونو ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: د وسلو په توګه؛ له کیمیایی موادو څخه استفاده کول، د ایران د اسلامی جمهوریت له نظره؛ تل غندل شوی دي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت بین المللی او حقوقی مرستیال، د ایران په خلاف د اته کلنې تپلې جګړې په اوږدو کی، د جنګیالیو او غیر پوځیانو په ضد، د کیمیایی حملو په ترسره کولو کی، د صدام رژیم د جنایتونو مخینې ته په اشارې سره، څرګنده کړه: د ایران په اسلامی جمهوریت کی، د کیمیایی وسلو د قربانیانو سل زره کسیزې ډلې ته پام سره، د بهرنیو چارو وزارت؛ د نورو داخلی ارګانونو سره په غږملتیا کی، د دغو ګرانو کسانو د حقوقو رښتنی کیدل، تل د چارو په لمړیتوب کی راوستی دي، او انتظار لری؛ چی د کیمیاوی وسلو د منعې سازمان هم، په جدې توګه دغه موضوع د خپل کار په اجنډا کی را ولی. ده زیاته کړه: په سوریه او عراق کی د ترهه ګرو ډلو په وسیله، له کیمیاوی وسلو څخه د کار اخیستو دوام ثابتوی؛ چی ترڅو پوری چی صهیونیسټی رژیم، د کیمیاوی وسلو له کنوانسیون سره یو ځای نه شی ، او د کیمیاوی وسلو لرونکی هیوادونه، خپلې ټولې ډیپو ګانې له منځه یو نه سی، نړۍ به د دغو وسلو د استفادې د خطر سره مخامخه وی، ځکه نو؛ د کیمیاوی وسلو د منعې سازمان باید، پخپل ټول توان سره، د موجودو کیمیاوی وسلو د نابودولو د کنوانسیون د نړیوال کیدو د پرځایښت لپاره، هڅه وکړی.


 ایران،د سینما دهنر  په ډګرکی په یو ځلې بیا ځلیدو سره، د فرانسې د کن د فیلم له فیسټیوال څخه د جایزې په تر لاسه کولو باندی بریالئ شو.


د « فروشنده» فیلم ایرانی لوبغاړی، شهاب حسینی، د فیلم فیسټیوال د زرین نخل کپ، د نارینه ډیر ښه لوبغاړی، او د فیلم د ډیر ښه متن او سناریو جایزه، ایرانی مشهور ډایرکټر، اصغر فرهادی، د فروشنده فیلم لپاره، ترلاسه کړه.


د ایران د اسلامی جمهوریت د دولت ویاند، د فرانسې د فیلم کن له فیسټیوال څخه د جایزې لاسته راوړل، د ایرانیانو ویاړ وباله.


د ایران د دولت ویاند، محمد باقر نوبخت، د ایران د محصلینو خبری آژانس، ایسنا، سره په مرکه کی، دغه جایزه په نړۍ او د هنر په ډګر کی، د ایرانیانو لپاره یو ویاړ وباله. نو بخت د دی ټکی په بیانولو سره، چی دولت تل د اسلامی او اصلی ایرانی هنر ملاتړئ دئ؛څرګنده کړه: انتظار لرلای شو چی ایرانی هنر مندان، د دغه ډګر په لا لوړو څوکو ودریږی، او لا زیات، د ایران د ملت د سولوړۍ سبب وی.