Mar 04, 2023 15:21 Asia/Kabul
  • ایران په تېره اوونۍ کې

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي: د ایران د پرمختګ په مخ کې د خنډ د جوړولو لپاره د دښمنانو هلې ځلې له ماتې سره مخ شوي دي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د پنجشنبې په ورځ د دې په بیانولو چي دښمن نه غواړي د ایران ولس خپلواکه، ازاده او د ارادې څښتن ووسي،د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د دښمنانو دسیسو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دښمن هڅه وکړه په تپلې جګړې، د منافقینو په فتنې، ګواښونو او د ظالمانه بندیزونو په لګولو سره، د ایران د ولس د چټک خوځښت مخنیوي وکړي، لیکن بریالی نه شو، او په راتلونکې کې به هم بریالی نه شي.

رئیسي همدارنګه د دښمن وروستي څو اړخیزې جګړې ته په اشارې سره، چي د مخکنیو تجروبیاتو پر بنیاد طرحه شوې وه، وویل: دښمن داسي فکر کاوه چي په سړکونو او واټونو کې د بلواو په رامینځ ته کولو سره، کولایشي د ایران د ولس د خوځښت مخنیوي وکړي او یا یې هم کمزورې کړي لیکن ارزونه یې ناسمه وه او ناکامه شوه.

د اسلامي ایران ولسمشر په دوام کې د ایران  له پرمختګونو څخه په یادونې سره، د ایران د اقتصادي ودې او د بهرني سوداګریو د کمزوري کولو لپاره د دښمن هلو ځلو ته اشاره وکړه او جوته یې کړه: د ایران اقتصادي وده، مثبت لورې ته روانه ده او له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره مو سوداګري ۴۰ سلنه وده کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی د صهیونیست د رژیم د چارواکو وروستی خبرې، د نړیوالو حقوقو او د ملګرو ملتونو د منشور سره په ټکر کې وباله.

امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنیت شورا پړاویز مشر ته په یو لیک کې ولیکل: د روان میلادي کال د فبرورۍ په یوویشتمې باندې د صهیونیست د رژیم د لومړي وزیر خبرې چي یې ویلي وه، مونږ به د ایران د سوله ایز ایټمي تاسیساتو او بېخ بناوو باندې فوځي برید وکړو، د ملګرو ملتونو له منشور او له نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې دی.

د ایران د استازی په لیک کې ټینګار شوی چي د ملګرو ملتونو د امنیت باید خپل مسئولیت ته په کتو سره، په ښکاره توګه د صهیونیستي چارواکو جنګ غواړې وېناوې چي نړیوال ثبات او سوله ګواښي، وغندي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په جنیوا کې د بشري حقوقو د شورا په غونډه کې په ټینګار سره وویل: د بشري حقوقو شورا له خپل اصلي مسئولیت څخه په لیري کېدو سره، د لوېدیځو هیوادونو لپاره په یوه سیاسي اړم باندې بدل شوی دی.

حسین امیر عبداللهیان د دوشنبې په ورځ د بشري حقوقو د شورا په دوپنځوسمه غونډه کې وویل: له غوصې نه ډک یو اړخیز اقدامات په همهغه اندازه چي غیرقانوني او غیر انساني دي، په نښه شویو هیوادونو کې په سیسټماتیک ډول د بشر اساسي حقوق تر پښو باندې کوي؛ د امریکا حکومتونه د یو بل پسې د دغه ډول کړچار د غوره کولو د امله باید ځواب ویونکی ووسي؛ البته د یو نیم اروپایي هیوادونو په شمول هغو هیوادونو چي په دغو یو اړخیزو غضبناکو اقداماتو کې یې د امریکې ملاتړ کړې هم باید د خپل ناسم کړچار ځواب ورکړي.

د ایران خارجه  وزیر د لوېدیځوالو یواړخیزو اقداماتو ته په اشارې سره، ویلي چي په یادو هیوادونو کې هیڅ یو هیواد په ایران کې د بشري حقوقو د مسالې په هکله د خبرو لپاره اخلاقي صلاحیت څخه برخمن نه دي،

دا چي لوېدیځ هیوادونه د ایران د خلګو له بشري حقوقو څخه د دفاع ادعا کوي، دا له ریا ډکه او یوه تشه ادعا ده، ځکه چي همدغو هیوادونو د ایران خلګ له درملو، زده کړو او د ژوند له هوساینو څخه محروموي.

په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیال د ایران د پوه بنسټو شرکتونو له لورې د یوه میلیارد ډالرو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړ.

سید محمد حسیني د جمعې په ورځ وویل: په تیرو یوولسو میاشتو کې د ایران د پوه بنسټو شرکتونو له لورې د یوه میلیارد ډالر په ارزښت جوړ شوي محصولات نړیوالو بازارونو کې پلورل شوي دي.

هغه همدارنګه دې ته په اشارې سره، چي ایران له ګاونډ هیوادونو، روسیې، چین، هندوستان او جنوبي امریکا سره، کارنده اړیکې لري، زیاته کړه: چین ته د ایران د ولسمشر وروستی سفر او شانګهای تړون کې غړیتوب د ایران لپاره زیاتې لاسته راوړنې درلودلې دي.  په داسي ډول چي یو شمېر هیوادونو په ایران کې د پانګونې لپاره تیاري ښودلې ده.

د ایټمې انرجیو د نړیوال آژانس سرمنشي له ایراني چارواکو سره د لیده کاته په موخه تیره ورځ تهران ته راغی.

ټاکل شوې ده چي د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس سرمنشي رافائل ګروسي، تهران ته په خپل دوه ورځنۍ سفر کې د ایران له جګپورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند بهروز کمالوندي د ګروسي له سفره مخکې رسنیو ته ویلي وه: دا سفر او دا لیده کاته باید د دواړو لورو لپاره ګټوره وي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي هم په ټینګار سره، یادونه وکړه چي دغه سفر کولایشي د برجام د ایټمي مذاکراتو غوټه خلاصه کړي لیکن باید وویل شي چي مونږ  غیر معمول چارې چي سیاسي وي او په فشار سره وي، نه شو زغملای.

د ایران خارجه وزیر د سې شنبې په ورځ په جنیوا کې د ایټمې وسلو د له مینځه وړلو په زمینه کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې وویل: په نړیواله کچه د ایټمي وسلو او د ډله وژنو وسلو له مینځه وړل یوه داسي اړتیا ده چي د سیمه ایز او نړیوال امنیت او سولې د پیاوړې کېدو په لړ کې د مشخصو اقداماتو پرته نامناسبه ښکاري.

 حسین امیر عبداللهیان همدارنګه د دې په بیانولو سره چي اسلامي جمهوریت د برجام د موافقې په لړ کې نتیجې ته تر رسېدو پورې کار ته دوام ورکوي، جوته کړه: امریکا باید د تر سره شویو اوږدو خبرو اترو د راغونډولو او د نتیجې د رایستلو لپاره د فیصلې توان ولري.

د ایران خارجه وزیر د خپلو وېناو په یوه برخه کې د دې په بیانولو چي د ایران اسلامي جمهوریت د اکراین د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی، ټینګار وکړ: ایران د جنګ، ګواښ او د یواړخیزو بندیزونو د قربانی په توګه د ټولو هیوادونو د ځمکني بشپړتیا، د ملګرو ملتونو منشور ته د درناوی، نړیوال حقوق او په نړیوالو اړیکو کې له زور او ګواښ د نه کارولو غوښتونکی دی.

د ایران ولسمشر د عراق له دفاع وزیر سره په کتنه کې په دې باندې په ټینګار سره چي عراق باید د خپلو ګاونډیو په ضد د ګواښونو او دسیسو په مرکز بدل نه شي، جوته کړه: ایران په فوځي او اقتصادي ډګر کې د بیارغونې لپاره د عراق له هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عراق له دفاع وزیر سعید رضا العباسي سره په کتنه کې، د دواړو هیوادونو پولې سوله ایزې وبللې او وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د عراق امنیت خپل امنیت بولي او په دغه هیواد کې د سولې، امنیت او ثبات له پیاوړتیا څخه ملاتړ کوي.

د عراق د دفاع وزیر ثابت محمد سعید رضا العباسي هم په دغه لیدنه کې د پردیو او داعشي عناصرو د یرغل پر مهال د عراق له ولس څخه په ملاتړ کې د ایران له بې سارې مرستو څخه په مننې سره، وویل: بغداد به د دې اجازه ور نه کړي چي فرصت غواړي عناصر د دواړو هیوادونو په پولو او ټاټوبو کې ناامني  او ګواښ رامینځ ته کړي.

د ایران خارجه وزیر په ایران کې د یو شمېر ښځینه زده کوونکو شکمنې مسمومېدو ته د ځینو لوېدیځو چارواکو غبرګون، د ایران په ضد د څواړخیزې جګړې دوام وباله.

په وروستیو ورځو کې د ایران په یو شمېر ښارونو کې، یو شمېر ښځینه زده کوونکي مسمومي شوي دي چي په دې اړه د امنيتي او نورو مسلکې ارګانونو پلټنې او ګروېژنې رواني دي څو د مسمولیت لامل معلوم کړای شي.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ په یوه ټوییټ کې ولیکل: د ایران ستر ولس د مګرمچ اوښکې ښه پېژني..... په هیواد کې مسئول ارګانونه په پوره جدیت سره، تعقیبونه کوي او په پوره ځیړتیا سره، د پیښو ټوله اړخونه چیړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم د جمعې ورځ د بوشهر د ولایت د دشتي ولسوالۍ خلګو سره په کتنه کې د زده کوونکو د مسمومیت د مسالې د څېړلو لپاره د ایران داخله  او استخباراتو وزیر انو د ځانګړی حکم د صادرولو خبر ورکړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د امریکا د سمندري ځواکونو په ملګرتیا سره، د عمان په سمندر کې د برتانوي ځواکونو له لورې په وسلو باندې بار د ایراني کښتیو د نیول کېدو په هکله ادعاوې دروغ وبللې.

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل: هغه هیوادونه چي د سعودي یرغلګر ائتلاف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو په استولو سره، د یمن د ولس د وژلې او د هیواد د ورانی لامل ګرځېدلي دي، په نورو باندې د تورونو په لګولو سره، د ځان د سپینولو هڅه کوي.

هغه زیاته کړه: هغه هیوادونه چي د تاریخ په اوږدو کې د جنګ د جوړولو اصلي عاملان پاته شوي او د نړۍ کړکېچنو سیمو ته د وسلو تر ټولو لوی صادروونکي دي، هڅه کوي په درغو ادعاګانو او د ناسمو خبرونو په خپرولو سره، د نړۍ عمومي ذهنیت بې لارې کړي او تیروتنې ته پوري باسي.