د پاکستان او افغانستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان د بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې ددواړو هیوادون وځینو مهمو بدلونونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/*/
په فارسي ژبو هیوادونو کې د نوروز عالم افروز نړیوال جشن
*/*/*/*/
د افغانستان د موقته حکومت دمرستیال د ملګروملتو د چارواکي په څرګندون وغبرګون
*/*/*/*/
د ایران او پاکستان د خارجه وزیرانو په وروستیو بدلونونو مشورې
*/*/*/*/
او د پاکستان سیاسی دنګل ترینګلتیاوې، په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځيني مهم بدلونونه وو،نو اوس مو هم رابولوو د ځينو موردونو په باب دتحلیلی برخې آوریدو ته ..
****************************
دوستانو تیره اونۍ افغانستان د ایران د ټاټوبي د تمدني حوزې او له نورو فارسي ژبو هیوادونو سره یوځاي د نوروز او پسرلي جشن ولمانځۀ. په کابل کې د نورو ز جشن لمانځل او ددغه ښار په سخي زیارت کې د جنډې لوړولودستورې د آیت ا...سید محسن حجت په شتون سره ترسره شوې. د دود او دستور په اساس،د جنډې لوړلو او ملی او دینی دستورې د بلخ ولایت به مزارشریف ښار کې او دحضرت امام علی علیه السلام سره م په منصوب؛سختي زیاتر په لویدیځي صحن کې د پسرلي د لومړنۍ ورځې سهار نهه بجې ترسره کیږي. دغه دستورې د امیر شیرعلی خانه له پړاوه وروسته چې خلک وتوانیدل د سلطنتي اوسیاسی حاکمیّت له اندیښنو لیرې پخپل ملی او دیني دستورو کې ولمانځي،دود شوي دي.د نوروز جشن او د جنډې لوړول،د افغانستان د ولس لپاره په حقیقت کې د ورورولۍ، برابرۍ،د ملی وحدت او اسلامی اخوَت،د تل پاتې ایماني او اعتقادي پيوندونو د پياوړتیا، د پتمنۍ او ژوند دقدرونې او د ښکلا او تاندوالی لپاره یوه پلمه ده . که څه هم اعلان وشو چې د طالبانو موقته حکومت د نوروز له دستورو او لمانځلو سره مخالف دی ، خو ددغې ډلې چارواکو ددغو ګونګوسو په ردولو سره اعلان کړی دی، که څه هم له نورو ز جشن لمانځلو سره څه خاص پخلا نه دي، خو د نورو ز له لمانځنې سره مخالف هم نه دي. نوروز د ژوند او نوي والي او نوي شونې پیغام راوړي او د افغانستان ولس امیدوار دی چې په نوي لمریز کال کې او د پسرلي د موسم په رارسیدا سره د دوي ډیری مشکلات هم حل شي.


تیره اونۍ یو بل ښه خبر چې په مختلفو ټولنو کې وڅرخید،په افغانستان کې د ملګروملتو د نمایندګۍ د پلاوي دمرستیال په څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د لومړي وزیر د مرستیال څرګندونې وې چې اعلان ئې وکؤ، طالبان د انجونو د زده کړې مخالف نه دي. د مولوی عبدالکبیر او مارکوس پوټزل په کتنې کې له شپږن صنفه په لوړو سویو او پوهنتونونو کې د انجونو د زده کړې لپاره د طالبانو د اجازت موضوع مطرح شوه چې طالب چارواکي اعلان وکړ، چې دغه ډله ورسره مخالفه نه ده . د افغانستان حکومت له دې مخکې هم اعلان کړی ؤ ،د شرائطو تر برابریدا پورې ، د میرمنو او نجونو د کار او زده کړې محدودیّتونه دوام لري.. په وروستیو میاشتو کې د سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونو او اورګانونو مختلف پلاؤ کابل ته په سفرونو سره هڅه کړې څو طالبان د انجونو د زده کړې ددوام او د میرمنو د کارروزګار کولو اجازت ورکولو ته وهڅوي .د طالبانو ځینو څرګندونو ته په پام سره،داسې ښکاري،په دې باب څه نښې نښانې په رابرسیره کیدا دي . ځکه طالبان هم دې نتیجې ته رسیدلي دي ، چې له زده کړې د انجونو په محرومولو سره د افغانستان د خلکو یو نسل له سختیو او سترې علمی او اجتماعي ستونزې سره مخامخ کیږي. پر دې سربیره اسلام هم نه یوازې د انجونو دزده کړو مخالف نه دی ،بلکې اسلامی ټولنه پوهې او پرمختګ ته هڅوي.

د ملګروملتو د ماشومانو دملاتړ بسپنې(یونیسف) په یوې اعلامیې کې وئيلي د ي، په افغانستان کې په میرمنو او تنکیو انجونو کې ناوړه خواړۀ او خوار ځواکي تر پنځوس فیصدو پورې زیات شوي دي.د یونیسف ادارې د جنوبی آسیا سیمه ایز دفتر د خوړو د چارو مرستیالې زیواموریرا په وینا،په افغانستان کې د له خوار ځواکۍ سره دمخ شوو میّندو او تنکیو انجونو شمیر څه دپاسه اته لکه کسانو ته رسیږي .هغې د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت نادعلی ولسوالۍ له سفر وروسته په یولړ څرګندونو کې ووئيل، یونیسف اداره له دغو میرمنو اوا نجونو او دهغوی له بچیانو څخه دملاتړ لپاره یوسل شپږ اتیا میلیون ډالرو ته اړتیالري. موریرا مرستندویه هیوادونو او اورګانونو ته په خطاب کې ووئيل، ددوي مرستې په میرمنو اوماشومانو کې د مخه نیونکی بحران مخه نیول کیدلی شي. د ملګروملتو دغه مقام زیاته کړې ده یونیسف اداره دمئیندو او د هغو ماشومانو لپاره بډائ شوي خوراکي موادو برابرولو ته دوام ورکوي.په همداوروستیو کې له ملګروملتو او د بشری حقوقو نورو اورګانونو سره اړونده ادارو او موسیسود روغتیائي چارو او د ناوړه خوړو له نظره د افغانستان د ولس د ډ يرو بدو شرائطو په باب په کرتو خبرداري ورکړي او له نړیوالې ټولنې ئې غوښتي دي ،د خپلو مرستو په دوام سره دې په افغانستان کې د انساني بحران د رابرسیره کیدا مخنیوي وشي.
د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی مولوی مفلح په دې باب وائي، لویدیځي ټولنې یوازې په افغانستان کې په شتون سره پخپلو ګټو فکر کوي، او اوس چې له دغه هیواده تللی دي ، د افغانستان د ولس په رټلو او خرابولو پسې شوي دي . ځکه د افغانستان خلک له پرَدیو سره مبارزه کوي او د تاریخ په اوږدو کې ئې هیڅ یوه بهرَني ته په افغانستان کې د شتون اجازت نه دی ورکړی. اوس چې امریکا او دهغې متحدان د افغانستان له دوه لسیزې نیواکه وروسته په بې شرمئ سره له دغه هیواده وتلي دي،د دوي په رټلو او غچ اخستلو پسې دي.
تیره اونۍ په پاکستان کې ځیني مهم او مختلف بحرانونه رامینځةشوي دي. تیره اونۍ د ایران د اسلامی جمهوریت او د پاکستان اسلامی جمهوریت خارجه وزیرانو د وروستیو سیمه ایزو بدلونو په اړه سره مشورې کړي دي.د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د پاکستان د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر بلاؤل بهټو زرداري په ټيلیفوني تماس کې دترټولو وروستیو دوو اړخیزو او ځينو سیمه ایزو موضوعګانو په باب مشورې او د نظر تبادله شوې ده. بلاؤل بهټو زرداري په دغو خبرو کې امیر عبداللهیان، دایران حکومت او ولس ته د نوروز د نیکمرغه اختر په مناسبت مبارکی وئیلي او هیله ئې ښودلې ده ، ددواړو هیوادونو ترمینځ ګډې سرحدي پروژې زر ترزره افتتاح شي څو دواړه هیوادونه ئې له ګټو استفاده وکړي. بلاؤل بهټو زرداري د ایران داسلامی جمهوریت او عربستان داړیکو عادي کیدا د اسلامی نړۍ او سیمې په ګټه او ډیر مهم ګام وبالۀ.د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر هم د پاکستان لوړپوړو چارواکو ته د اسلامی ایران د ولسمشر ابراهیم ریئسي د تاؤدۀ سلام په رسولو او د نوروز د نیکمرغه اختر او دغه راز د پاکستان د ملی ورځې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ټينګار کړی دی،نوروز د ایران او پاکستان په کلتوري اوتمدني حوزې کې ګډ اختر دی او د دواړو هیوادونو د اقتصادي او کلتوري اړیکو د ژورتیا لپاره یو مناسب ظرفیّت دی. امیر عبداللهیان د تهران او اسلام ابادد مناسباتو مخ په پراختیا بهیر خوښي وښودله.هغه د پاکستان په کوربتوب ددواړو هیوادونو ترمینځ د وروستي ګډ اقتصادي کمیشن بریالۍ ترسره کیدا مهم وبلله او زیاته ئې کړه ،د مصوبو د تعقیبونې کمیشن غونډه به ډيره زر په تهران کې ترسره شي. امیر عبداللهیان د ایران او عربتسان موافقې ته په اشارې سره د سیمې د هیوادونو ترمینځ داړیکو پراختیا د سیمې د ثبات او پراختیا لپاره رغنده عامل وبالۀ. د ایران اسلامی جمهوریت تل په ټولو سویو په تیره بیا د انرژۍ په سویه له پاکستان سره داړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د سولې د پایپ لاین له لارې زرترزره دګیسو د منتقلونکي پروژې پر بشپړ تیا ټينګار کوي.

تیره اونۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو موضوع ددغه هیواد یوه ترټولو مهمه داخلی ترینګلتیاوه چې په نهایت کې د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د نیول کیدا د فیصلې په لغوه کولو سره اعلان وکړ، دعمران خان د فساد د دوسیې په باب د محکمې ناسته د مارچ تر دیرشمې نیټې پورې ځنډول شوې ده د سپریم کورټ ودانۍ ته د عمران خان په واریدیدا سره .د هغه د نیولو لپاره له هڅو سره په یووخت، له امنیتی ځواکونو سره د هغه د پلویانو اخ وډب،د عدالت شاوخوا سیمې د جنګ په ډګر بدلې کړې، چې لږترلږه ۲۵کسان پکې ټپیان شول او د پولیسو دګاډو پشمول کابو دیرشو ګاډو ته تاوانونه هم واوښتل .له ټولنیزو رسندویو څخه د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په غوښتنې پسې،ددغه هیواد ملاتړي د سپریم کوټ د ودانۍ ګیر چاپیر سیمې کې غونډ شول . له بل پلوه کابو شپږ زره پولیس هم د عدالت په داخل او شاوخوا کې دیره شول،څو نظم اوضبط وساتي او د عدالت ودانۍ ته د عمران خان د پلویانو د واریدیدو مخنیوی وکړي.داسې چې د تحریک انصاف د مشر دحقوقي ټیم یو غړي چوهدري فیصل فرید ووئيل،محکمې د مالی فساد له دوسیې سره اړونده دعمران خان د نیول کیدا فیصله لغوه کړې ده.عمران خان د هغه د نیول کیدا هڅه د انګلستان کار او د هغه دبدناموولو په لړ کې بللی دی څو په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه د بریالیتوب مخه ونیسي.
د پاکستان د سیاسی چارو یو کارپوه او شناندی اکرم عارفی په دې باب وائي،په داسې حال کې چې پاکستان له ډيرو اجتماعي او اقتصادي مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی،د سیاسی تاؤتریخوالي رامینځةکیدا او ورته د لمن وهل ،ځیني پوښتنې راولاړوي او د ا ښئ چې د پاکستان د مهمو ګوندونو لپاره په هره بیّه د ځائيګي ساتل په لومړیتوب کې لري. داپه داسې حال کې دی چې دپاکستان خلک تمه لري ، دده هیواد مهم ګوندونه په ملګرتیا او یوزړتوب سره د پاکستان د مشکلاتو دحل لپاره ګام پورته کړي.
= د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب داونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ،سرلوړي او بریالی ووسئ.
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************