افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کېد افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
ویلای شو چې تېره اونۍ د ایران د اسلامي جمهوریت او افغانستان اونۍ وه. د افغانستان د روغتیا وزیر "قلندر عباد" تهران ته په خپل سفر کې، د روغتیا په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو د قدردانۍ په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د ایران له لوري له موافقې سره سم ، د افغانستان د طبي برخو محصلین به په ایران کې بشپړوونکې دورې ترسره کړي.
" عباد " چې د سحر نړیوال ټلویزیون د "چراغ سرخ" په خپرونه کې ګډون کړی وو، ټینګار وکړ چې د ایران د روغتیا له وزیر سره په خبرو کې پرېکړه وشوه، چې افغان فارغ شوي محصلین دې د ایران له تجربو او تحصیلي پروګرامونو او هم د نرسنګ، طبي انجینیرۍ او درمل جوړونې په برخه کې، د ایراني استادانو څخه ګټه پورته کړي.
هغه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د روغتیا د وزارت په بلنه تهران ته سفر کړی وو، د روغتیا په برخه کې د تهران او کابل ترمنځ د لا زیاتو ملګرتیاوو د پراختیا هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې ایران د روغتیا په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري، چې د نړۍ ډېری هېوادونه له دې څخه بې برخې دي. موږ هم غواړو چې افغانستان د روغتیا او درملو په برخه کې د ایران په څېر پرمختګونه ولري.
قلندر عباد په کابل کې د سرطان د ځانګړي روغتون په جوړولو کې د ایران مرستې ته په اشارې سره وویل، ایران تل په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري کړې ده. ټاکل شوې وه چې دغه روغتون لس کاله وړاندې فعال شي، خو له بده مرغه چې د تېر حکومت د نه همکارۍ په ګډون، د بېلابېلو لاملونو له امله بشپړ نه شو، خو د اوو مياشتو په موده کې وتوانېدو چې د دغه روغتون چارې بشپړې او پرانېستل شي او هیله لرو چې د ایران پلاوی هم د دغه روغتون په پرانیست غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د روغتیا او درملنې وزیر له دې مخکې خراسان رضوي ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو، د مختلفو طبي ظرفیتونو په شتون سره، د متخصصینو حضور او د ایران له خوا د ځانګړو او معتبرو طبي خدمتونو په وړاندې کولو سره، افغانستان نورو هېوادونو ته اړتیا نه لري. هغه ټینګار وکړ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ایران د روغتیا او درملنې په برخه کې ډېرې ښې تجربې ترلاسه کړي او موږ په دې لټه کې یو چې له دغو تجربو څخه د افغانستان د خلکو لپاره په مختلفو برخو کې استفاده وکړو.
په تېره اونۍ کې د افغانستان د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزیر او د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي په کابل کې، مکې ته د افغان حاجیانو د لېږلو او په ایران کې د مېشتو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې "خلیل الرحمن حقاني" او "حسن کاظمي قمي" په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د هغوی لپاره د لازمو آسانتیاوو د رامنځته کولو، د حج د فریضې د ادا کولو لپاره د کډوالو د لېږلو او همدارنګه، په ایران کې د افغانستان د کډوالو وزارت اړوند د نوې ادارې د کار د پیل په اړه، د نظر تبادله وکړه. په دې کتنه کې د ايران سفير ډاډ ورکړ چې د ايران اسلامي جمهوريت د پخوا په څېر، له افغان کډوالو سره مرسته او همکاري کوي.
تېره اونۍ د افغانستان د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د افغانستان او ایران تر منځ مهمه لاره "اسلام کلا" به ۲۴ ساعته پرانیستې وي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د کابل او تهران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې په موخه، د شوې هوکړې په پایله کې د "اسلام کلا" مهمه لاره د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه شوې.
دغه هوکړه د ایران اسلامي جمهوریت ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له سفر وروسته، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا، د کاري ساعتونو د ډېرولو او د اسلام کلا په لاره کې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو په لړ کې وشوه. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د تېر کال د کب میاشتې په نیمایي کې خراسان رضوي ته د خپل سفر او د دغه ولایت له والي سره د کتنې پر مهال، د اسلام کلا لارې د ۲۴ ساعتونو د خلاصېدو غوښتنه کړې وه.
د خراسان رضوي د والي له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، پخوا د اسلام کلا پولې ته د تګ راتګ منځنۍ کچه هره ورځ ٥٠٠ موټر وو. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د اسلام کلا لارې کاري ساعتونه شپږ ساعته وو.
تېره اونۍ د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، پاکستان ته سفر او هلته یې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ. "امیر خان متقي" په پاکستان کې په یوه خبري غونډه کې وویل: دغه هېواد د ایران د اوبو حق ته ژمن دی او نه غواړي چې د دغه هېواد لپاره ستونزې جوړې کړي.
هغه د ایران د اوبو حق په منلو سره وویل: افغان لوری د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق په رسمیت پېژني او هیله لري چې سږ کال ډېر باران وشي، ترڅو د اوبو د زېرمو په ډېرېدو سره، د افغانستان او ایران اړتیاوې پوره شي.
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه«غلام حسین ناصري» په دې اړه وایي: د ایران اسلامي جمهوریت له څلورو لسیزو راهیسي، په هرډول شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او همدارنګه د څه د پاسه پنځه میلیونه افغان کډوالو کوربه توب کوي. نو له دې امله، طالبان باید دګاونډیتوب احساس له مخې، د ایران د اوبو د حق په اړه د ۱۳۵۱ کال د هوکړې د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي، تر څو د دغه هېواد د پولو په اوږدو کې خلک د اوبو له نعمت څخه برخمن شي، د دې مسئلې له پامه غورځول به د سیمې د چاپېریال د زیان لامل هم شي. "
په تېره اونۍ کې پاکستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو، چې
چې ډېری یې د تحریک انصاف د مشر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر "عمران خان" نیول کېدو تر اغېزې لاندې وو. د عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وروسته، د عمران خان د دوو اونیو موقتي ضمانت هغه مهال صادر شو، چې د پاکستان سترې محکمې د هغه نیول غیرقانوني اعلان کړل.
عمران خان په داسې حال کې چې د سترې محکمې د غونډې د بیا پیلېدو په تمه وو، خبریالانو ته وویل: هغه د سه شنبې په ورځ د محکمې له ودانۍ څخه وتښتول شو. د تحریک انصاف ګوند مشر د خپل ځان د نیولو په اړه وویل، زه په سترې محکمې کې ناست وم، دوی زما د نیولو لپاره هېڅ دلیل نه درلود، دوی زه له دې ځایه وتښتولم او کله چې زه یې بوتلم، نو وروسته له هغه وو چې ماته د نیولو حکم وښودل شو.
هغه زیاته کړه: آیا دا د ځنګل قانون دی؟ پوځیانو زه وتښتولم. پولیس چېرته دي؟ قانون چېرته دی؟ نږدې داسې ښکاري چې دلته پوځي حکومت اعلان شوی وي. د عمران خان د نیولو په اعتراض کې تېره اونۍ، لږ تر لږه یوولس کسان ووژل شول او لسګونه نور هم ټپیان شول. دپوليسو د چارواکو په وينا، د تحريک انصاف د مشرانو په گډون، د ٢٥٠٠ څخه ډېر کسان هم نيول شوي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله، په ضمانت د عمران خان د خوشې کېدو په اړه ویلي وو، که هغه له سترې محکمې څخه ضمانت ترلاسه کړي، نو موږ د هغه د ضمانت لغوه کېدو ته په تمه یو او بیا هم هغه نیسو.
په تېره اونۍ کې د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته، د هغه ډېر سیاسي خپلوان او د هغه په مشرۍ د ګوند لوړپوړي غړي هم ونیول. د پاکستان د ځايي سرچینو په وینا، "شاه محمود قریشي" چې له څلورو کلونو راهیسې د عمران خان" په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر وو، د شپې له خوا ونیول شو.
د دغو سرچینو په وینا، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند دوه نور مشران "اسد عمر" او "فواد چودري" هم نیول شوي دي. دا نیول په داسې حال کې ده، چې د عمران خان پلویانو د هغه د نیولو په غبرګون کې، په لاهور کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پر کور برید وکړ.
مظاهره چیانو په ختیځ ښار لاهور کې پر پوځي ودانیو برید وکړ او د پوځ د یوه جګپوړي جنرال کور ته یې اور ورته کړ. د مظاهره کوونکو له خوا پر نورو دولتي ودانیو هم بریدونه شوي او سوځول شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد رضا منافي په دې اړه وايي: داسې ښکاري چې په پاکستان کې سیاسي سیالۍ د دوو مهمو ګوندونو، پیپلز ګوند او د مسلم لیګ نواز ګوند له خوا، د بل ګوند د له منځه وړلو مرحلې ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي اسعارو د ارزښت راټیټېدل او د عمران خان د نیولو پر ضد پراخو اعتراضونو دا وښودله، چې د سیاسي سیالیو له ډګر څخه د هغه د لرې کولو هڅې، د پاکستان لپاره دروند سیاسي، ټولنیز او اقتصادي لګښت لري. د پاکستان د سترې محکمې د مداخلې له امله، په پاکستان کې سیاسي کړکېچ کم شوی دی.
په تېره اونۍ کې د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت د کمیسون مشر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د تهران او اسلام آباد د اړیکو د پراختیا لپاره، پارلماني ډیپلوماسۍ یو عامل وباله او ټینګار یې وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ د سولې او دوستۍ سرحدونه، د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
"وحید جلال زاده" د پاکستان د اساسي قانون د تصویب د پنځوسمې کلیزې د نمانځنې په مناسبت، په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، د پارلماني پلاوي په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ او د همدې غونډې په څنډه کې له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره هم وکتل.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیسیون د مشر په وینا، دا یو مهم کنفرانس وو، چې پاکستانیان هڅه کوي پکې د پارلمان رول، ګډون او په سیمه کې د بشپړېدو بهیر نندارې ته وړاندې کړي. د هغه په وينا، له پاکستاني چارواکو سره په دې ليدنه کې، د دواړو ګاونډيو هېوادونو د پارلماني او اقتصادي اړيکو په اړه خبرې وشوې.
"جلال زاده" زیاته کړه: له نېکه مرغه د ایران او پاکستان د ولسونو تر منځ ډېر ښه مشترکات شتون لري، خو د دغو اړیکو او مشترکاتو له امکاناتو څخه باید په ګټوره توګه کار واخیستل شي، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو کچه، د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او د ولسي اړیکو له کچې سره سمون نه لري، نو په دې برخه کې باید ډېر کار وشي. هغه ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان د سولې او ملګرتیا ګډې پولې لري، نو موږ باید د سولې او ملګرتیا له دغو پولو څخه د متقابلو اقتصادي ګټو د ترلاسه کولو لپاره استفاده وکړو.
تېره اونۍ، د پاکستان پارلمان د "زما اساسي قانون - زما د آزادۍ تضمین" تر سرلیک لاندې، د دغه هېواد د اساسي قانون د پنځوسمې کلیزې د لمانځلو لپاره د یوه نړیوال پارلماني کنفرانس کوربه و.
ژباړه: زماني