نوښتونه(۷۵ )
دغه ټپ پټۍد طبیعی والی په ترڅ کې د چټکه وینې بندولوخاصیت هم لری
د تهران پوهنتون د بایو کیمیا او بایو فیزیک تحقیقاتو مرکز څیړاندي د ژورو زخمونو د ترمیم لپاره د طبیعی بیکټریا ضد نویو ټپ پټیو په جوړولوکی بریالی شول . دغه ټپ پټۍد طبیعی والی په ترڅ کې د چټکه وینې بندولوخاصیت هم لری . دغه پروژه د ازمښت ځای مطالعاتو و حیوانی او همدراز ټولې لازمې ایمنی او تشخیصي ازمښتونه په بریالیتوب سره تیر کړي دی .
د دغه پروګرام استاد پروفیسر علی اکبر صبوری وایی پوستکې د بدن د تر ټولو ستر غړی په توګه د دی توان لری له بدن او همداراز د هغه له جوړونکیو برخو د میکروبی او مکانیکی تاوانونو په وړاندی ساتنه وکړی . له دی امله د پوستکی یا زخمونو تاوانی کیدا په طب کی نن سبا یو ستر مشکل بلل کیږی . په تیره بیا د سختو ټپونو جوړیدا چی څه د پاسه ۱۲ اونۍ وخت اخلی او زیاتره بیا ستنیدا سره یو ځای دی . دغه زخمونه د شوګر ، توموری ناروغیو او فیزیولوجیکی عفونتونو په شان د بیماریانو له امله رامینځته کیږی . همداراز د زخم په ځای کی د باکتریاګانو شتون او درملنې په وړاندی مقاوم عفونی زخمونو رامینځته کیدا تل یو اساسی مشکل دی چی د انفیکشن د رامینځته کیدا ، د بافتی تاوان زیاتیدا او د زخم په ځای د بد بوی سبب کیږی چی د هغه د له مینځه وړلو لپارعه له اینټی بیوتیک استفاده د خارښتونو او حساسیتونو په شمول جدی عوارضو سبب کیږی . په دې اساس د طبیعی میکروبی ضد پټیو جوړول چی د پوستکی له سلولونو سره غږمله وی ، د خلکو د ژوند د کیفیت په ښه کولو او سلامتیاکی ضروری چاره ده .
د تهران پوهنتون د دغه لوی استاد په وینا جوړی شوی ټپ پټۍد الژیناتو او کیتوسان طبیعی پلیمرونو په اساس دي .د دغوټپ پټیو جوړونکي ترکیبات د زخم په جوړولوکې ډیر مهم رول لري .
د ډاکټر صبوری په وینا د زخم د جوړیدا دوهمه مرحله چی التهابی فاز بلل کیږی ، له پوګون او سره کیدا سره یو ځای وی او په دغه مرحله کی د سپینو ګلوبلونو په شمول مختلف عوامل عمل کوی چی د زخم په ځای کی باکتریاګانې له مینځه وړي . د دغې مطالعې په نتیجه کې له نایسین د طبیعی بیکټریا ضد عامل په توګه استفاده وکړه چی په دغه پړاو کې د زخم په ترمیم کې ډیره مرسته کړی ده .
د بیکټریا په له مینځه وړل کیدا او د زخم د ځای صفا کیدا سره ټپ په دو پایزو مرحلو تکثیر او ودې کی ورداخلیږي او فیبرو بلاستونو ، کلاجن جوړولو او د نویو وینو رګونونو په جوړولو سره پوستکی د خپل جوړیدا مراحل بشپړوی او په همدې خاطر له الژیناتو او کیتوسان څخه د هیډروژل د اصلی زمینې په توګه استفاده کیږی . الژینات د ژوندسازه پلیمر په توګه د دې توان لری چی په تاوانی جوړښتونوکې د نویو وینه رګونو جوړیداښه کړی او د کلاژن بافت جوړیدا بهیر چټک کړی ، همداراز د مطلوب پوګون د وړتیا په دلیل د دې وس لری د ټپ عفونی ترشحات جذب کړی او د زخم ځای ته کنټرول شوی درمل رسونه ترسره کړی .
د تهران پوهنتون د دغه استاد په وینا دغه پروګرام په څو مطالعاتي فازونو لکه بایو فیزیکي ، جوړولو ، طراحۍ وغیره او په نهایت کې د حیواني مطالعاتو فاز سره ترسره شوی چی ټولو لازمې مولفې په بریالیتوب سره ترسره کړي دي . د دغه فاز له تاییدیدا وروسته په بل پړاو کې له دقیقو جاجونو وروسته ټول ازمښت ځای او تشخیصی پړاونه په بریالیتوب سره ثبت کړی دی .
د دغې پروژې یوه بریا چی طبیعی ټپ پټۍ د الژیناتو د پلیمر په اساس دی ، تازه د SCIENTIFIC REPORTS په معتبرې نړیوالې مجلې کی چاپ شوی چی د هغه له خپریدا وروسته په څو میاشتو کې لسو نړیوالو مقالو په هغه استناد کړی دی .
په یوه بله بریا کی ایراني څیړاندي بریالی شول چی د کینسر د اپریشن لومړنۍ اله چی په بشپړه ایرانۍ ده ، تولید کړی چی تراوسه یې شل الې درملیزو مرکزونو ته سپارل شوي دي او د دغه محصول د صادراتو لپاره هم اقدامات ترسره شوی دي . د تهران پوهنتون د سرطان د الیکټرونیک پوهنکور مشر محمدعبدالاحد په وینا د دغه الې د جوړیدا بهیر اته کاله وخت اخیستې دی .
د تهران پوهنتون د سرطان د الیکټرونیک پوهنکور مشر محمدعبدالاحد په وینا په دې اړه په نړیوالو مجلو کې ۱۱ مقالې چاپ شوي دي .
چشمی لنزونه د هغو کسانو لپاره چی په هر دلیل نه غواړی له عینکو استفاده وکړو مناسب دي .خو په دوی کی زیات کسان د سترګو له وچیدا سره مخامخ کیږی . په همدې دلیل یوشمیر څیړاندو د علی خادم حسینی په ملګرتیا یوازمښتی لنز ابداع کړی چی د دغی چارې مخه نیسی .
معمولا د سترګې وچیدا هغه وخت ترسره کیږی چی د وکړی د سترګی اوښکی مایع په لینز روانه شی او هغه لاندې نفوذ نه کوی . په نتیجه کی اوښکی په لینز باندی تبخیر کیږی او د سترګې د هغې برخې لپاره چی لنز لاندی وی ، کافی رطوبت لری . دغه مشکل په سترګه کی د مصنوعی اوښکی قطرو په اچولو سره له مینځه ځی ، خو څیړاندو د هغه د درملنی لپاره مختلفی رودی ابداع کړی دی ، لکه هغه لنز چی په بریښنا سره چارج کیږی ، یا یو ایمپلنت چی په سترګه کی د اوښکی غده تحریکوی .

که څه هم دغه ټولی رودې خپلې ګټې او تاوانونه لری خو په کیلی فورنیا تراسکی انسټی تیوټ کې څیړاندو یو ساده اوزار ابداع کړی دی چی کارونکی د هغه د فعالولو لپاره زیاتې هحې ته اړتیا نلری . د دغو څیړاندو د هلوځلو نتیجه هغه لنز دی چی پکې میکروکانالونه موجود دي . هر کانال د اوښکو د راغونډولو لپاره مخزن لری . دغه کانالونه په تاو راتاو شکل تنظیم شوي دي او هر یو اوښکه له نږدې د لنز له مرکزه راغونډوی او د هغه خلې سره نږدې یې خالی کوی . البته د لنز مرکز چی د سترګی کسې پکی پروت دی کاملا شفاف پاتی کیږی .
مهم ټکی دا چی په دغه لنز کی د کارونکی د سترګو رپولوپه وخت د اوښکی د انتقال وړتیا فعالیږی . دا په دې معنا نده چی هروخت کارونکی په طبیعی توګه سترګه ورپوی د دغه لنز میکرو کانالونه فعالیږي .
همداراز ټاکل شوی ده چی دغه لنز په حیواناتو او بیا په خپله خوښه په انسانانو وازمویل شی . د ایرانی څیړاندي او د تراساکی انسټی تیوټ د مدیر علی خادم حسینی په وینا د دغې پروژې تحقیقاتي ټیم داسې خلاقانه رودې کارولی دي چی د میلیونونو انسانانو لپاره راه حل برابروي .د دغه تحقیق نتیجې په سمال ژورنال کی خپاره شوي دي .
پای