د رڼا سرچینې (۳۱) د بخیلۍ عاقبت
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۳۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د توبې سورت له ۷۵ تر ۷۷ آیت شأن نزول څېړو.
"ثعلبه بن حاطب" د مدینې له اوسېدونکو څخه وو، چې د رسول الله (ص) په ځینو جنګونو کې یې هم برخه اخیستې وه. له دې سره، خو په ډېرو تاریخي سرچینو کې هغه د مدینې له منافقینو څخه یاد شوی دی. له هغې جملې څخه هغه د تبوک په غزوې کې، د افواهاتو د خپرولو ترڅنګ، د اسلامي ځواکونو مورال هم کمزوری کولو.
له دې سره، ثعلبه یو غریب سړی وو، چې تل به له بې وزلۍ کړېده او د ډېر غم او غصې له امله، په کور کښېناست او د ورځې به یې یوازې یوځلې خواړه یعني د وربشو یوه ډوډۍ او یو څو وچې خرما د خپلې مېرمنې او ماشوم لپاره وړلې. حتی ځینې ورځې به همدومره یې هم نشو چمتو کولای او د خپلې مېرمنې او ماشوم سره له مخامخ کېدو څخه د مخنیوي لپاره به په جومات کې ناست او فکر به یې کاوه.
یوه ورځ د جماعت له لمانځه وروسته یې خپله ستونزه له رسول الله (ص) سره شریکه کړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د هغه د شتمن کېدو لپاره دعا وکړي. رسول الله (ص) چې ثعلبه یې ښه پېژانده، وفرمایل: ای ثعلبه! په لږ مال راضي کېدل او د خدای شکر کول، له هغه ډېرو شتمنیو څخه ډېر غوره دي، چې د هغه د شکر کولو وړتیا نه وي. بیا یې وفرمایل: آیا زما طریقه ستاسو لپاره مثال نه دی؟ په خداي قسم! که وغواړم، کولای شم غر د ځان لپاره په سرو او سپینو بدل کړم.
ثعلبه په هغه ورځ نا هیلي کورته ستون شو، خو بله ورځ بیا تر نورو مخکې جومات ته ولاړ او یو ځل بیا یې خپله غوښتنه تکرار کړه. رسول الله (ص)، هغه بیا قناعت ته راوبللو او د ثعلبه د شتمن کېدو له دعا یې ډډه وکړه. له دې سره، هغه لا هم پر خپلې غوښتنې ټینګار کولو. په درېیمه ورځ هم هغه، پیغمبر ته راغی او وویل: په هغه خدای قَسَم چې ته یې په حقه رالېږلی یې، که خدای ماته مال راکړي، زه به یې ټول حق ادا کړم. د هغې د ټینګار په ليدلو سره، رسول الله (ص) دعا پيل کړه او وفرمايل: اې خدايه! د ثعلبه لپاره هغه څه چمتو کړه، چې هغه يې خوښوي!
د رسول الله (ص) له دعا څخه تراوسه ډېر وخت نه و تېر شوی، چې د ثعلبه یو بډای خپلوان چې له ډېرې مودې راهیسې ناروغ وو، مړ شو او ثعلبه ته ډېر میراث ورسېد. ثعلبه د هغه ډېرې شتمنۍ سره یې چې ترلاسه کړې وه، ډېری پسونه وپېرل او په مالدارۍ یې پیل وکړ. ډېر وخت نه و تېر شوی، چې د هغه مېږو بچي وکړل او دومره زيات شول چې په مدينه کې د هغه د ټولو مېږو ساتل ممکن نه وو. له همدې امله، ثعلبه د مدینې په شاوخوا کې آبادۍ ته مخه کړه او په خپل مادي ژوند کې دومره ډوب شو، چې نور یې په جماعت او د جمعې په لمانځه کې ګډون نه کولو.
له دې موضوع څخه ډېر وخت نه و تېر شوی، چې د زکات د اخېستلو امر د خدای له لوري صادر شو. زکات په نهو شیانو فرض وو، چې یو یې پسه دی. البته، هغه څه باید په ډېره کچه شتون ولري، لکه څنګه چې په احکامو کې ویل شوي او مالک یې باید بالغ، عاقل او آزاد وي او وکولای شي په هغه مال کې تصرف وکړي. زکات چې د پاکوالي معنی لري، زکات ورکوونکی، له بخل، حرص، تولید او ذخیرې څخه پاکوي.
له دې حکم وروسته، د مدينې مسلمانان چې د زکات حکم پر دوی هم شاملېدو، يو په بل پسې راغلل او خپل زکات يې ادا کړ. له دې وروسته، رسول الله (ص) خلک واستول چې له مدینې بهر ولاړ شي او د هغو کسانو مالونه پاک کړي، چې د زکات وړ دي. هغوی دوه مسلمانان ثعلبه او د بني سلیم یوه کس ته د صدقې او زکات راټولولو لپاره واستول. هغوی ثعلبه ته ورغلل او د رسول الله (ص) د لیک په ښودلو سره یې له هغه څخه د زکات غوښتنه وکړه. ثعلبه په خپګان سره وویل: آه د ژوند له سختیو! پیغمبر ته ووایئ؛ ثعلبه تراوسه دومره بډای شوی نه دی، چې د خپلو مېږو زکات ورکړي.
مامورین چې د هغه له ښه مالي وضعیت څخه خبر وو او په کلیو کېد هغه لسګونه مېږې لیدلې وې، په حیرانتیا سره یې وویل: ثعلبه ته د مدینې یو له بډایو مالدارانو څخه یې، ولې داسې څه وايي؟ ثعلبه په خپګان سره وویل: د مېږو رمه مو لیدلې او فکر کوئ چې دا ټول زما دي، نا، داسې نه ده! که داسې هم وي، د دې دومره مېږو ساتل لګښت لري! ښه خواړه، ډېره ساتنه او نور کارونه چې ماته ډېر سخت دي. زه څنګه دا ډول سختۍ وګالم!
یوه مامور خبرې وکړې او وویل: موږ د خدای د رسول له خوا دنده لرو، او باید هغه حق او حقوق چې ستا پر غاړه وي واخلو او خپل اهل ته یې وسپارو. پوه شه چې د زکات ورکړه ستا له شتمنۍ څه نه کموي، بلکې د هغه له طهارت او پاکۍ سربېره، ستا په مال کې برکت هم راځي او په آخرت کې به تاسو ته ستر ثواب هم نصیب شي. ثعلبه خپل غږ ټیټ کړ او په نرمۍ سره یې وویل: یوه پوښتنه لرم، ځواب ورکوئ؟ وویل: څه پوښتنه؟ ووایه. ثعلبه په موسکي ډول وپوښتل د زکات او جزیه توپیر څه دی؟ یوه مامور په حیرانتیا سره وپوښتل: یعني ته نه پوهېږې!
ثعلبه په داسې حال کې چې پر خپلې ږېرې یې لاس وهلو، وویل: غیر مسلمانان د اسلامي حکومت په پناه کې دي، او مالیات ورکوي چې جزیه نومېږي، سمه ده که نه؟ مامورینو د هغه خبره تأیید کړه. ثعلبه دوام ورکړ: ښه نو زکات هم د جزیه ورور دی، موږ مسلمانان شوي یو چې د جزیې له ورکړې وبښل شو او د زکات په ورکړې سره، زموږ او د غیرمسلمانانو ترمنځ کوم توپیر پاتې کېږي؟!
یوه مامور وویل: دا څه خبره ده، ښکاره ده چې ته نه د جزیې په مفهوم پوه شوی یې او نه هم د زکات په مفهوم او یا ممکن پوه شوی یې، خو دنیا پرستي تاسوته د حق او حقیقت د بیان اجازه نه درکوي. خو پوه شه زکات د بېوځلو او کمزورو کسانو حق دی، چې خدای د بډایو کسانو پر غاړه ایښې ده او جزیې پورې هېڅ تړاو نه لري! ثعلبه د مخالفت په ډول خپل سر وخوځاوه او وویل: نه! زه دا خبرې نه منم.
هغه دوه ماموران، د بني سلیم یوه کس خوا ته ولاړل او د زکات غوښتنه یې وکړه. هغه سړي په ورین تندي، خپل ترټولو غوره اوښان د زکات لپاره خوښ او دوی ته ورکړل. بیا بېرته د ثعلبه خوا ته راغلل چې هغه دا ځل هم د زکات له ورکړې ډډه وکړه او په سپین سترګۍ سره یې وویل: لاړ شئ او پیغبر ته ووایئ ثعلبه زکارت نه ورکوي!!
دوی مدینې ته راوګرځېدل او د پیغمبر خواته راغلل او د ثعلبه او د بني سلیم د یوه کس چلند یې بیان کړلو. پیغمبر(ص) د دوی د خبرو په اورېدو سره، خوشینی شو او وفرمایل: وای ثعلبه! وای ثعلبه! بیا یې د بني سلیم د هغه کس لپاره د خیر دعا وکړه.
دلته، د سورت توبه له ۷۵ څخه تر ۷۷ آیت نازل شو او دا حقیقت یې څرګند کړ چې ځیني کسان د بېوځلۍ او کمزورۍ پر وخت دومره ایمان ته نږدې کېږي، چې هېڅوک نه پوهېږي هغوی به یوه ورځ د منافقانو په لیکه کې وي.
خدای تعالی په دې آیتونو کې فرمایلي دي: وَ مِنْهُمْ مَنْ عاهَدَ اللّهَ لَئِنْ آتانا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَ لَنَکُونَنَّ مِنَ الصّالِحینَ / فَلَمّا آتاهُمْ مِنْ فَضْلِهِ بَخِلُوا بِهِ وَ تَوَلَّوْا وَ هُمْ مُعْرِضُونَ / فَأَعْقَبَهُمْ نِفاقاً فی قُلُوبِهِمْ إِلى یَوْمِ یَلْقَوْنَهُ بِما أَخْلَفُوا اللّهَ ما وَعَدُوهُ وَ بِما کانُوا یَکْذِبُونَ :
د هغوی ځینو کسانو له خدای سره ژمنه کړې وه چې: که خدای له خپل فضل څخه موږ ته روزي راکړي، یقینا به صدقه ورکړو؛ او صالحان (او شکر کوونکي) به و اوسو/ خو کله چې خدای په خپل فضل سره دوی ته ورکړل، بخیلي یې وکړه او سرغړونه یې وکړه او مخ یې وګرځولو! دې عمل، د نفاق روح، د دوی په زړونو کې ټینګ کړ تر هغه ورځې چې له خدای سره لیدنه وکړي. دا د دې لپاره دی چې له الهي ژمنې څخه یې سرغړونه کړې؛ او د دې لپاره دی چې دورغ یې ویل.
د دې آیتونو له نازلېدو وروسته، د ثعلبه یو خپلوان چې د آیت له مفهوم څخه خبر شوی وو، د هغه خوا ته راغی او د آیت د نازلېدو کېسه یې ورته بیان کړه. ثعلبه په خپګان سره د پیغمبر(ص) خواته راغی او هغوی څخه یې وغوښتل چې یو څه مال له ده څخه د زکات په ډول ومني. حضرت رسول(ص) وفرمایل: خدای، زه ستاسو د زکات له اخیستلو منعه کړی یم. کله چې ثعلبه له داسې چلند سره مخ شو، خفه شو او پر سر یې خاورې واچولې. پیغمبر وفرمایل: دا ستاسو د کړنو پایله ده. ما امر وکړ خو تا پیروي ونه کړه او د خدای له امر څخه دې سرغړونه وکړه. ثعلبه په ناهیلۍ سره کور ته ستون شو او همداسې په خپلو کارونو بوخت وو، تر دې چې پیغمبر(ص) له دې نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د ابوبکر د خلافت پرمهال، د هغه خوا ته راغی او خپله غوښتنه یې بیان کړه، چې ابوبکر د پیغمبر په پیروۍ سره، د هغه غوښتنه ونه منله. عمر او عثمان هم د هغه د صدقې له اخیستلو ډډه کوله، بلاخره ثعلبه د عثمان د خلافت پرمهال د کفر په حالت کې ومړ.
ژباړه: زماني