د ړنا سرچینې ۳۹ د ایمان اظهار
په دغه برخه کې به انشاالله الرحمان د نسا د مبارکې سورې د ۹۴ ایت شان نزول وڅېړو.
د خدای ګران پیغبر (ص) ټول خلګ اسلام ته رابولي، هغه حضرت لکه څرنګه چي د خلګو او د مکې د بت پرستانو د هدایت لپاره زیات کوښښ کاوه، د اهل کتاب د هدایت لپاره یې هم هڅې کولې، د قرآن په تعبیر سره، د انسانانو په هدایت باندې حریص وو، دا د انسانانو لپاره د هغه حضرت د رحمت یوه ځلوه وه، د اسلام ګران پیغمبر (ص) د نورو مذاهبو له پیروانو سره په سوله ایز ژوند او هغوی سره په ګوزارې باندې پاملرنه کاوه، او هڅه به یې کاوه چي په نوې پنځېدلې اسلامي ټولنه کې وحدت او همپالنه رامینځ ته کړي.
په هغه وخت کې یهود لږکیو د مدینې او د هغه په چار چاپېر کې استوګن وو، یهودو هم د نورو لږکیو په شان د اسلام د ګران دین او د هغه د پیغمبر د ازاد فکره لیدلوری په سیورې کې د خپلو مذهبي او عبادي مراسمو په تر سره کولو کې ازاد وه،
البته د اسلام ګران پیغمبر (ص) یهودیانو ته الهي پیغام وړاندې کول او هغوی ته د اسلام بلنه ورکاوه، لیکن په زور سره یې په هغوی اسلام نه تپل او هغوی یې د خپلو باورونو د پرېښولو لپاره نه مجبوره کول.
حضرت نبی اکرم (ص) تل هڅه کاوه چي د یهودو زړونه د اسلام له معارفو چي له الهي وحیي نه سرچینه اخیسته، بلد کړي او د هغوی په زړونو کې نرمښت راولي.
یهودیانو د اسلام د ګران پیغمبر د بلنې په ځواب کې به ویل: اې محمده (ص)! خلګ څه ته رابولې؟ رسول اکرم ص به فرمایل: د خدای په وحدانیت او زما په رسالت باندې شهادت لپاره، زه هغه کس یم چي د راتلو په هکله یې په تورات کې خبر ورکول شوی او او عالمانو تاسو ته خبر ورکړي چي له مکې نه د ظهور نه پس مدینې ته هجرت کوم.
پیغمبر اکرم ص د اسلام د لویو ارمانونو د پوره کولو لپاره، له قبیلوي او قومیتي شخړو نه یوه پر امنه فضا ته ضرورت لرل، په دې خاطر د مذهبی اقلیتونو لپاره یې یوه هوکړه لیک تنظیم کړ. دا هوکړه لیک په یو ډول سره، لومړی اساسي قانون بللایشو چي په مدینه کې د مختلفو مذاهبو د سوله ایز ژوند لپاره تنظیم شوی وو، د دغه تاریخي سند بندونو ته په مراجعې سره، د یهودیانو اصولو ته احترام په پوره توګه ښکاره کیږي، د دغه سند په خاطر له یهودیانو سره د مسلمانانو په څېر چلند کېده، او مسلمانانو هم یعودیانو ته د خپلو متحدینو په سترګه کتل او د خپل ولس یوه برخه یې ګڼل، او په دې همدې چوکآټ کې یې ورسره ښه سلوک کاوه، په دغه سند کې د دومره زیاتو امتیازاتو او د برابری په وړاندې یوازې له یهودیانو څخه په مسلمانانو د برید د نه کولو او په مدینې باندې د دښمنانو د یرغل په صورت کې د ښار په دفاع کولو کې د ونډه اخیستلو غوښتنه شوې وه.
یهودیانو هم د سوله ایز ژوندانه د دغه تیار شوی سند زیاتو امتیازاتو ته په کتو سره، سملاسي د هغه لاسلیکولو ته تیار شول، ځکه چي د نبی اکرم ص له لورې په دغه چمتو شوی سند کې، یهودیانو په خپل مذهب کې ازاد وه او د مسلمانانو په څېر له ټولنیزو او امنیتي حقوقو نه برخمن وه، د اسلام د ګران پیغمبر په دغه ښه اقدام سره، دا هیله کېده چي په اسلامي سیمو کې سوله او ثبات رامینځ ته شي او کومه ستونزه پیدا نه شي، لیکن د یهودیانو او د اسلام د ګران پیغمبر تر مینځ د یاد سند د لاسلیکېدو نه دومره وخت هم نه وو تیر شوی چي یهودیانو د یاد سند په ټولو بندونو پښه کېښوده، او خپلې ژمنې یې ماتې کړي، حضرت نبی اکرم ص زیاته هڅه وکړه چي یهودیانو سره له مقابلې څخه په ډډه کولو سره، سوله او ثبات برقراره شي، په دې خاطر حضرت نبی اکرم ص یهودیانو ته د مدینې هغه هوکړه لیک ور په یاد کړ او هغوی ته بلنه ورکړه چي د لاسلیک شوی تړون ژمنو ته راستانه شي، لیکن یهودیان چي د اسلام له پرمختګ نه په غوصه وه او سپین سترګیتوب یې له حد نه اوښتی وو، حضرت نبی اکرم ص، سره یې دښمني څرګنده کړه او هغوی ته یې د جنګ ګواښ وکړ.
د خیبر شېرازه سیمه چي پراخې کروندې په کښې وې او څو کلي هم په کښې شاملېدلې، د یهودیانو وه، یهودو په دغو سیمو کې هره ورځ د اسلام په ضد نوې نوې دسیسې او خوځښتونه تر سره کول او مشرکان به یې د مسلمانانو په ضد راپارول او جنګ لپاره یې هغوی سره اقتصادي مرستې کولې، د اسلام ګران پیغمبر د یهودو د دغو تېروتنو په وړاندې له هر ډول اقدام نه مخکې لومړی هغوی ته یو لیک واستول او نصیحت ورته وکړ، لیکن د خیبر یهودیانو چي زیات شتمن وو، مضبوطې قلاوې درلودلې او په ټولو سیمو کې یې نفوذ کړي وه، مغروره شوي وه او د حضرت نبی اکرم ص د خبرو اورېدو او په سوله ایزه توګه د مسائلو هوارولو ته چمتو نه شول. په دې خاطر د اسلام ګران پیغمبر د حدیبیې له سفره وروسته او مشرکانو سره د سولې له تړون وروسته، د هجرت په اووهم کال کې مسلمانانو د شپې په پټه خیبر ته روان شو او یهودیان یې په ناخبری کې ګیر کړ، یهودیان مجبوره شول چي خپلو قلاو ته ولاړ شي او هلته پناه واخلي، کله چي حضرت نبی اکرم ص د خیبر قلاوو ته ورسېدل، اسمان ته یې لاسونه پورته کړ او وفرمایل: اې خدایه! ته یې خدای د اسمانونو او د هر هغه څه چي تر اسمانونو لاندې دي، او خدای یې د ځمکې د پاسه او د هر هغه څه چي ورباندې قرار لري، زه له تا نه د دغو اباتیو او د هغوی د استوګنو اود هر څه چي پکښې دي، ښېګڼه غواړم او د هغوی له بدیو او د هر هغه بدی چي پکښې دي، تاته پناه وړم.
مسلمانانو د خدای په فضل سره، د خیبر د سیمې قلاوې ونیولې او د دغې لویې فتحې وروسته، اسلام ته د یهودیانو د مشرف کېدو زمینه برابره شوه، حضرت نبی اکرم ص د بشیر بن سعد په مشری ۳۰ کسان منجمله اسامه بن زید یې د فدک سیمې ته چي بنی مره قبیله په کښې وه، واستول، اسلام ته د فدک د سیمې د یهودو رابلل د دې کار هدف و، د فدک د سیمې یهودیانو چي په خیبر کې د یهودو له ماتې او د اسلام په زور باندې خبر شوی وو، د اسلام راوړلو لپاره تیاري وښوده، د فدک د سیمې یهودو د مسلمانو دغه ۳۰ کسیزې ډلې هرکلی ته استازي واستول څو له جنګ نه مخکې ورته د اسلام د منلو په هکله خبر ورکړي، مرداس بن نهیک فدکي هم یو له دغو استازو څخه وو، هغه د جنګ له ویرې نه خپل اولادونه او خپله میرمنه یې غر ته بېولي وه، بیا په داسي حال کې چي د خدای په یووالې او د رسول الله ص په نبوت باندې اقرار کول له غره څخه راکښته شو، مرداس په داسي حال کې چي «لااله الا الله، محمد رسول الله» یې په لوړ ږغ سره ویل د مسلمانانو له دغه ۳۰ کسیزې ډلې سره مخ شو او هغوی ته سلام وکړ، لیکن اسامه په دې فکر چي دا یهودی له ویرې نه او په دروغ سره اسلام راوړی دی، له هغه نه سر غوڅ کړ او د هغه پسونه یې په غنیمت ونیوه.
اسامه په داسي حال کې چي له خپل دغه کار نه زیات خوښ وو مدینې ته راستون، پیغمبر اکرم ص چي د مرداس د وژلې نه خبر شوی وو، د اسامه په لیدو سره، خپل خپګان څرګند کړ او وفرمایل: څرنګه دې داسي کس چي د خدای په یووالی او زما په نبوت اقرار کړی وو، ووژل؟ اسامه وویل: دغه کس د ځان د ساتلو او د خپلو شتمنیو په خاطر په ظاهر کې اسلام راوړی وو، حضرت نبی اکرم ص ورته وفرمایل: ته چي د هغه په زړه خبر نه وې، ایا د هغه زړه دې را ایستی وو او د هغه په دروغ پوهېدلئ وې؟ شاید په حقیقت سره یې اسلام راوړی وو. په دغه وخت کې د نسا د مبارکې سورې ۹۴ ایت نازل او مسلمانانو ته خبرداری ورکړ چي د جنګي غنیمت او د ورته شیانو په خاطر دې د هغو کسانو د خبرو انکار نه کوي، چي اسلام راوړي، د اسلام د منلو لپاره د هغوی خبره کفایت کوي. په ایت شریف کې راغلې:« یا أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا إِذا ضَرَبْتُمْ فی سَبیلِ اللّهِ فَتَبَیَّنُوا وَ لا تَقُولُوا لِمَنْ أَلْقى إِلَیْکُمُ السَّلامَ لَسْتَ مُؤْمِناً تَبْتَغُونَ عَرَضَ الْحَیاةِ الدُّنْیا فَعِنْدَ اللّهِ مَغانِمُ کَثیرَةٌ کَذلِکَ کُنْتُمْ مِنْ قَبْلُ فَمَنَّ اللّهُ عَلَیْکُمْ فَتَبَیَّنُوا إِنَّ اللّهَ کانَ بِما تَعْمَلُونَ خَبیراً:
ژباړه: اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی! کله چي د خدای په لاره کې وځئ (جهاد له ځئ) تحقیق وکړئ! او د دې لپاره چي د دنیا ناپایداره مال (ولجې) لاس ته راوړئ هغه چاته چي د اسلام او سولې اظهار وکړي مه وایاست چي ته مسلمان نه یې ځکه چي د خدای په نزد ستاسو لپاره پریمانه ولجې شته دي. تاسو (هم) مخکې داسي واستاو خدای پر تاسو احسان وکړ (هدایت شولاست) نو (د دغه لوی نعمت په شکرانه) تحقیق وکړئ! خدای تعالی پر هغه څه چي تاسو یې کوئ ښه خبر دی.
د نسا د مبارکې سورې ۹۴ ایت دا حقیقت څرګندوي چي هیڅ یو مسلمان باید د مادي اهدافو لپاره جنګ ته ولاړ نه شي، او باید د انسانانو د سولې او د دوستی د ږغ احترام وشي، ځکه چي د هر یو دین په لومړیو کې ځینې داسي کسان وي چي لومړی په ظاهر کې ایمان راوړی وي خو بیا د وخت په تېرېدو سره، یې ایمان پیاوړي شوی دی.