ویاړمنې مېرمنې (۶)
-
.پریا شهریاري چې د فیفا لخوا په رسمي توګه د لومړۍ ایرانۍ ښځینه مدیرې په توګه په دنده ګمارل شوې ده
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ویاړمنې مېرمنې نومي لړۍ له ننني (۶م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو په دې وروستیو ورځو کې مو واورېدل چې "پریا شهریاري" د فیفا لخوا په رسمي توګه د لومړۍ ایرانۍ ښځینه مدیرې په توګه په دنده ګمارل شوې ده، په نننۍ خپرونه کې له دې ایرانۍ مېرمنې سره اشنا کېږو.
کله چې تاسو د ایران شمال یا سویل ساحلونو ته ولاړ شئ، تاسو به له هغه ځوانانو سره مخ شئ، چې په لیوالتیا او مینې سره په شګو کې، چې د تیږو او اغزو څخه ډک دي، په لوڅو پښو فوټبال کوي. ساحلي فوټبال تل له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره مخ دی، چې د بریا مینه هغه ستونزې له منځه وړي. له ۲۰۱۳ کال راهیسې د ایران د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې په قطر کې د آسیا د اتلولۍ لوبو په ګټلو او بیا په همدې کال کې د براعظمونو ترمنځ د کپ په ګټلو سره، د ایران د بریالیو لوبو په سر کې راغی. له هغه وخت راهیسې، د ایران د ساحلي فوټبال ملي ټیم په خپله کارنامه کې څو اتلولۍ ثبت کړي دي.
موږ تل په ورزش کې دې ټکي ته رسېږو، چې مدیریتي ثبات د لویو موخو ترلاسه کولو لپاره یوه سریزه کېدی شي، کوم چې په ساحلي فوټبال کې ښه ولیدل شو. وروسته له هغې چې "پریا شهریاري" د ساحلي فوټبال د څانګې د مشرې په توګه وټاکل شوه، دې څانګې د بریا په لور یو ګام پورته کړ او هغې دا ښه ثابته کړه چې ښځې هم کولای شي د سپورت په برخه کې غوره مدیرانې شي. نوموړې د فوټبال فدراسیون د عمومي منشي د مرستیالې په توګه هم کار کړی او په نړیوالو ډګرونو کې هم یوه منلې څېره ده، داسې چې د ځوانانو د المپیک په سیالیو کې د فیفا له خوا د ښځو د فوټسال د فاینل لوبې د مسئولې په توګه او همدارنګه د نارینه وو د ډلبندۍ سیالۍ ترسره کولو د مسئولې په توګه غوره او فعالیت ترسره کړی دی.
پریا شهریاري چې له ۱۳۹۱ (2012)کال راهیسې د ایران د فوټبال فدراسیون د ساحلي فوټبال د څانګې مشره وه، د فیفا غړیتوب ترلاسه کړ. په تېرو څو ورځو کې هغې سویس ته سفر وکړ او د اداري تګلارو له تېرولو وروسته یې په زوریخ ښار کې د فیفا په مرکزي دفتر کې د لومړۍ ایرانۍ ښځینه مدیرې په توګه په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ.

شهریاري د سپورت په مدیریت کې د ماسټرۍ سند لري او همدارنګه د فیفا د مدیریت د کورسونو لومړنۍ او یوازینۍ ایرانۍ ښوونکې هم ده. د شهریاري له نورو فعالیتونو څخه، د آسیا د فوټبال او فوټسال کنفدراسیون AFC)) او د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) د نړیوال فوټبال او فوټسال سیالیو څارنه ده. له هغو مهمو سیالیو څخه چې هغې څارنه کړې ده، په 2018 کې د آسیا جام د ښځینه ملتونو د نړیوالو لوبو وروستۍ لوبې څارنه او د ښځو په برخه کې د ځوانانو د نړیوال المپیک فوټسال وروستۍ لوبه او په ۲۰۱۸ کال کې د بوئنوس آیرس آرجنټاین په کوبتوب سره د نارینه ځوانانو د نړیوال المپیک فوټسال ډلبندي ته اشاره کولای شو.
شهریاري چې د آتو استادانو په منځ کې یې د فیفا د مدیریت وروستی کورس پایته ورساوه او غوره وټاکل شوه، وایي: د فیفا د مدیریت په روزنیز کورس کې بېلابېل موضوعات لکه: د کلب لرل، د ورزشي فدراسیونونو د جوړښت مدیریت، بازار موندنه، پلان جوړونه او د سپورت مدیریت پورې اړوند ټولې برخې شاملې دي، چې په نهایت کې به په ملي او نړیواله کچه فوټبال ته وده ورکړي. هغه په دې خبرې سره چې په نړيوال ډګر کې بايد د دغه نړيوال سازمان له خوا په پام کې نیول شويو هېوادونو کې د فيفا د مديريت د استادې په توګه کار وکړي، زياته کړه: په ملي ډګر کې د فوټبال د فدراسيون د روزنيزې کمېټې د غوښتنې او د پلاويو او د کلبونو د مدیرانو د لېوالتیا له مخې، ځیني پروګرامونه به ترسره شي."
هغې د دې په بیان سره چې په نړیوالو تعلیمي ډګرونو کې د مسلمانې ښځې حجاب نه یوازې دا چې د انسان لپاره ستونزه نه جوړوي، بلکې ډېره ورته پاملرنه کېږي، زیاته کړه: په دې بهیرونو کې خورا سختې سیالۍ شتون لري او که ما په ډېرو مطالعو سره د خپلې پوهې کچه لوړه کړې نه وای، په دې روزنیز کورس کې به خامخا بریالۍ شوې نه وای. هیله لرم چې په نورو هېوادونو کې د فیفا د مدیریت په نړیوالو کورسونو کې د ګډون سربېره، وکولای شم چې د فوټبال مدیرانو او روزونکو لپاره د مدیریت ډېری کورسونه ترسره کړم، ترڅو په هېواد کې د دې څانګې په وده کې مې مرسته کړې وي.
شهریاري په ایران کې د نړیوالو ښځینه روزونکو نشتوالی د ښځو د فوټبال یوه بله ستونزه وبلله او وویل: په ایران کې ډېری ښه ښځینه روزونکې په فعالیت بوختې دي او د دوی او نړیوالو روزونکو ترمنځ د واټن د له منځه وړلو په موخه او په نړیوالو روزنیزو کورسونو کې د ګډون لپاره باید په هېواد کې دننه او بهر شرایط برابر شي، تر څو د ښځینه فوټبال د یوې بلې برخې ستونزې هوارې شي او د دې څانګې نړیوالې کچې او معیارونو ته نږدې شو."

ښځې د ټولنې په جوړولو کې مهم رول لري، چې کولای شي په بېلابېلو ټولنیزو برخو کې مسئولیتونه پر غاړه واخلي. ځکه چې اسلام د ټولنې صحت او بقا د نارینه وو او ښځینه وو په دندو پوري تړلي دي. په دې لړ کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د ښځو د مقام د بیا رغولو او د هغوی له حقونو څخه د دفاع لپاره، زیات فعالیتونه ترسره شوي دي. ایراني مېرمنې ډګر ته راغلې او د ودې او پرمختګ پړاو ته ورسېدې، چې په مختلفو برخو کې د ایراني مېرمنو بریالی شتون وینو. شهریاري د یوې بریالۍ ښځې او مدیرې په توګه وايي: "زموږ د هېواد په هره برخه کې د مدیریتي دندو په سر کې د ښځو شتون کولای شي هغه برخه دوه چنده بریالۍ کړي.
د ایران د فوټبال فدراسیون هم په تېرو څو کلونو کې دغه بهیر په خپله اجنډا کې راوستی دی او د ایراني مېرمنو د فعالیتونو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو او پر هغوی په بشپړ اعتماد سره، د ایران د فوټبال فدراسیون د پام وړ پرمختګ کړی دی. ممکن زه د خپل هېواد یو له څو مېرمنو څخه و اوسم چې توانېدلې یم د یوې ورزشي برخې د روزونکې په توګه کار وکړم او ترڅنګ یې د خپل هېواد د ساحلي فوټبال اتلولۍ ټیم اداره کړم او په سپورتي برخه کې د خپل فعالیت له پیل راهیسې په دې هڅه کې وم ترڅو د بریا په لاره کې و اوسم.
زموږ د هېواد د ساحلي فوټبال ملي ټیم د لوبغاړو ښه مدیریت او همکاري د دې لامل شوه چې موږ هغه مقام ته ورسېږو چې وړتیا یې لرو.
زه له خپل کار سره مینه لرم او زما په فکر د نارینه یا ښځینه مدیریت توپیر نه لري. هر هغه څوک چې سخت کار او کوښښ وکړي، که هغه نارینه وي او که ښځه، کولای شي بریا ترلاسه کړي او خپل هدف ته ورسېږي. د دې کلونو په جریان کې، ما یوازې هڅه وکړه چې پر خپلو اهدافو تمرکز او د دوی د ترلاسه کولو لپاره خپله هڅه وکړم. د فوټبال له فدراسیون څخه مننه کوم چې پر یوې مېرمنې یې باور وکړ او له نېکه مرغه چې دا باور مې بېرته ادا کړ. احساس کوم چې که دا فضا زموږ په ټول هېواد کې رامنځته شي او پر مېرمنو ډېر باور وشي، دوی به د مدیریت په بحث کې خورا دقیق او ځېر وي. ښځې هم باید په دې برخه کې سخت کار وکړي او خپل وخت په دې برخه کې مصرف کړي، ترڅو بریالۍ شي.»

شهریاري تل له هدف سره حرکت کړی او د بریالیتوب لپاره یې هڅه کړې. خپله په دې اړه وايي: "زه نه غواړم د خپل ځان تعریف وکړم، مګر احساس کوم چې زه په هره برخه کې بریالۍ کېدی شم، ځکه چې زه له خپل کار سره مینه لرم. تل هڅه کوم چې ما ته سپارل شوی مسئولیت په ښه توګه ترسره کړم، زه واقعا ساحلي فوټبال خوښوم او زه به د دې څانګې د ودې لپاره خپله ټوله هڅه وکړم.
د فیفا لخوا د شهریاري له ګمارل کېدو وروسته، د ایران د فوټبال فدراسیون پریا شهرياري ته په یوه پیغام کې لیکلي: «د ایران د فوټبال فدراسیون ته ستاسو ۱۹ کلن صادقانه خدمت موږ دې ته وهڅولو چې په دې کلونو کې ستاسو د ټولو هڅو، په تېره بیا د هېواد د ساحلي فوټبال او د عمومي منشي مرستیالې او... په برخو کې ستاسو ستاینه او د یوه ایراني په توګه د فوټبال په نړیوال فدراسیون (فیفا) کې ستاسو په غړیتوب د ویاړ احساس وکړو، که څه هم موږ به ستاسو په شان د ارزښتمنې سرمایې له شتون څخه بې برخې شو. بې له شکه، د ځانګړو کورنیو او نړیوالو تجربو سره چې تاسو یې لرئ، تاسو به په خپل نوي موقف کې هم بریالي شئ."
ژباړه: زماني