Aug 12, 2023 14:35 Asia/Kabul
  • ویاړمنې میرنې(۷)

هر هیواد د پرمختګ څوکو ته د رسیدا لپاره په ټولنه کی له موجودو ټولو ظرفیتونو استفادې ته اړمن دی . هغه یو مهم ظرفیت چی هیوادونه خپل مقصد ته رسولې شی په ټولنه کی د میرمنو فعالیت دی .

په ننی دنیا کې میرمنې د ټولنې د مهمې برخې په توګه کولای شي د هیواد په رغونه او اقتصادي ډګرونو کې خپل رول ولوبوي . په فکري او عملي سویو کې کاررامینځته کونکي میرمنې له دغه وس برخمنې دي چی نه یوازې د خپل هیواد اقتصادي ځای ښه کولای شي بلکې د همفکرۍ له لارې د یوه بل له تجروبو ګټه پورته کولای شي . په حقیقت کی کار رامینځته کونکی په نوښت او له خلاقیت په ګټه پورته کونې سره د اقتصاد محرک موتور دي . میرمن اسیه حاتمی هغه بریالۍ او کاررامینځته کونکی میرمنه ده چی توانیدلی ده په هڅې او د نوی کلتور په رامینځته کولواو لارې اچولو سره په کال کی کابو دولس زره کسان د خپل کار موندنې سایټ له لارې په کار مشغول کړې شي . په دغه پروګرام کی له دغې کار رامینځته کونکی او وسمنې میرمنې سره اشنا کیږو .

میرمن اسیه حاتمی د کارموندنې د یوه ستر سایټ بنسټ ګره او مشره ده . هغه په دغه حوزه کې د ۱۶ کلونو په مخنیې او زیات زیار او له ډیرو چیلنجونو سره سره تل  د ودې لاره وهلی ده . په لومړیو کې یې په ډیرې لږې پانګونې سره کار پیل کړ او د چارو په  ښه کنټرولولو او مدیریت سره وتوانیده ارزښتمن او کم ساری برانډ جوړ کړی . له ایران تلنت سایټ د استفادې لپاره د هیواد د برلاسه مدیرانو او ماهرانو څه د پاسه یو میلیون کسانو باور او په بهترینو ایراني او خارجي شرکتونو کې په کال کې د څه د پاسه ۱۲ زره کسانو ګمارل د ایراني مدیرانو ، کارپیژاندو او پوهانو ترمینځ د دغه کارپیداکونکی سایټ د ځانګړی ځای ښودنه کوی . خانم حاتمی د خپل شخصیت مهمې ځانګړنې د بچی په روزلو کې د خپل مور او پلار د هنر پامته داره بولي . د هغې پلار د بانک مشر وو او په مختلفو بانکونو کې یې د کار تجروبه درلوده . د هغې مور هم استاده وه چی ډیر کلونو کې یې په تدریس تیر کړي وو او یوه موده وروسته خپلې شخصی دلچسپۍ چی په ښونځیو کې د کتاب لوستلو پراختیا وه ، لاړه . شاید ویلی شو چی هڅه او زیار ، ځیرتیا او خپل هدف  ته په رسیدا اوخپل بچی سره  عشق د هغې د پلار او مور له شخصیت سرچینه اخیسته چی د هغو د کارونو په واسطه  تل بڼه غوره کړی وه .

کاررامینځته کونه د ګټې  یا د اجتماعي اړتیاو د تامینولو لپاره د یوه تجارت د پیلولو بهیر دی چی یو کار رامینځته کونکې د خپلې شخصی پانګې په استفادې سره تجارت کوی ترڅو د خپلې پانګې په زیاتولو سربیره خپله فعالیتی حوزه او د کار اړمنو پراختیا سره مرسته وکړی . په دې لړ کې ایرانی میرمنې توانیدلي دي په هنری او تخنیکی برخو کې د کار په رامینځته کولو او داخلي تولید سره په کم لګښت ژر نتیجه ورکونکی او وړکوټی صنایع چالو کړي . میرمن حاتمی د ایران تلنت سایټ په پرانستلو سره د هیواد د ماهرانو او متخصصو کسانو د جذبولو ته اړمنو شرکتونو ترمینځ ارتباطی پل رامینځته کړی دی . له دې امله باسواده او تجروبه کار کسان حتی د ځینو شرکتونو مدیران چی د مناسبو کاري فرصتونو په لټه کې دي ایران تلنت ته مراجعه کوی . د کار لټونکی متخصصان تر دغه عنوان لاندې چی  که مناسبو کاري فرصتونو پسې  یاست ،  په ایران تلنت کې خپله سی وی پریږدئ  او کاررامینځته کونکی تر دې عنوان لاندې چی که ښه کاری ځواک پسې یاست ایران تلنت ته لاړ شئ ، ایران تلنت پیژنی .

Image Caption

 

میرمن حاتمی د پوهنتون د دوهم کال محصله وه چی واده یې وکړ . د خپل نوی شرکت له جوړولو یې دوه کلونه نه وو تیر شوی چی خپل لومړی بچې یې بیدا شو . خو هغې لومړۍ په ځان او بیا په نورو ثابته کړه چی د بچی د روزلو په څنګ کې خپل کاری فعالیت ته دوام ورکولای شی .هغې اول باید ځان او بیا خپله کورنۍ  قانع کړی وای چی د کار د پریښودلو ضرورت نشته او دا ټول کارونه ترسره کولای شي . کله چی خبره د شخصی او حرفه ای ژوند ترمینځ د انډول رامینځته کولو کیږی نو میرمن حاتمی د کارونو سم لومړیتوبونه د انډول د رامینځته کولو بهترینه لاره بولی . د هغې له نظره لومړیتوبه د یادولو وړ یو مهارت او یو تخنیک دی . هغه باوری ده هر کس دغه مهارت ترلاسه کولی شی . همداراز یادونه کیږی چی د کارونو شمیر او اندازه نده چی د کار د سختۍ سبب کیږی ، بلکې د هغو لومړیتوب نه کول دی چی د کارونو ترسره کول سختوي .

د دغې کار رامینځته کونکی میرمنې په وینا د خپل کاری فعالیت په لاره کی په ځلونو ناکامه شوی ده خو د هغه تمرکز په خاطر چی په هدف یې درلوده ، هیڅکله یې کار ونه دروه او ځان یې څنګته نکړ . په مشکلاتو اونه درلودونکیو څیزونو یې فکر ونکړ او له هر هغه کس چی ورته یې منفی انرژۍ ورکوله ، ځان لیری ساته حتی که هغه کس د هغې له نږدې کسانو وې . کوشش یې کاوه چی داسې کاسنو سره ناسته پاسته وکړی چی هغه ترې څه زده کړی او یا لږ تر لږه خپل لوړ هدف ته د رسیدا لپاره د غې روحیه لوړه کړی . تراوسه یې د خپل لارې د پیل سختیانې یادې دي . په تیره بیا دا چی په دې زمینه کی یې تجروبه نه درلوده او انساني سرچینې هم د نن په شان زیاتې نه وې . پر دې اساس میرمن اسیه باید د خپل کسب و کار د چلولو لپاره خپله پوهه زیاته کړی وای . هغه وخت چی ایران تلنت کار پیل کړ ، انلاین کار روزګار د نن په شان دود نه وو . په دې اساس د کسب و کار ، ګمارلو په اړه یې په انګلستان کې زده کړه وکړه . هغه وایی یاد مې دی چی وخت کم وو ځکه چی تل مې مختلف پروګرامونه او نقشې درلودلې .

دغه پروګرامونه اموزشي وو او وخت مې له کسب و کار سره اړونده مفاهیمو د یادولو لپاره لګوه او د زده کړې لپاره باید له ایرانه بهر تللم او زیات سفرونه مې کول . تر دې چی اوس د the network سبکې غړی یم او د د نړیوالو ارتباطاتو ستره شبکه مې جوړه کړی ده .

د انسان ذهن د یوه هدف لټونکی ګادی په شان دی . کله چی ذهن ته هدف ورکړئ نو هغه هدف ته د رسیدا لپاره د تاسو ټولې قواوې متمرکزې شي . میرمن اسیه حاتمی په دغه باور په ژوند کې ګام کیښودلی دی چی او توانیدلی تده په ایران کی د بریالۍ میرمنې په توګه فعالیت وکړی .هغه په دې باره کی وایی زما یوه تر ټولو ستره شتمنۍ دا وه چی تل مې هدف درلودلی دی او غوښتی مې دی چی هغه هدف ته ورسم . هغه هدف ته د رسیدا شوق او لیوالتیا زه د لارې د سختۍ او مشکلاتو په شان په مسایلو نه یم بوخته کړی . اصولا د کار په لومړیو کې مې په مشکلاتو فکر نه کاوه  او په نه دلودونکیو شیانو مې ذهن بوخت ندی ساتلې بلکې تل په اوسنیو درلودونکیو شیانو فکر کوم . د کار په لومړیو کې د پرانستلو دوه کاله تجروبه مې درلوده ، له هغې پوهې مې استفاده وکړه تر څو لومړنې ګام پورته کړم ، فکر کوم چی د لومړی ګام اخیستل ډیر مهم دي ، بیا وروسته باید د حرکت لور مشخص او مخکې تلل پکار دي .

ایرانی میرمن حاتمی وایی حرکت وکړه ځکه چی په حرکت کې ده چی وګړې لاره پیدا کولی شی ، څوکې موندلی شی او خپل ځان باندې باور او خپل مهارتونه زیاتولی شي . ډیر کسان د ځان لپاره د مناسب کار د موندلو اندیښنه لري او کله چی له هغو په دې لړ کې د مهارتونو او فعالیتونو پوښتنه کیږی متوجه کیږو چی تراوسه یې هیڅ حرکت ندی کړې . په حقیقت کې اکثرا د نورو لخوا د حرکت په تمه دي . انسانان تل په دې پسې دي چی نور ورته انګیزه ورکړی خو نه پوهیږی چی دا هغوي دي چی باید ځان لپاره انګیزه رامینځته کړي . هر څومره چی د شاوخوا کسان د انګیزې د رامینځته کولو هڅه وکړي خو بیا هم د هغې ویټامنو پچکارۍ په شان ده چی اغیز یې یوه موده وروسته ختمیږی .

هغه په دوام کې وایی هرکس باید په خپل عشق او دلچسپۍ پسی وی او ضرورت نشته چی ټول کسان ډاکټر ، انجنیر  یا کاررامینځته کونکي شی . باید په تعریف شویو چوکاټونو او لارو بسنه ونکړو . تل خپلو شاوخوا کسانو ته وایو د خپلې خوښې وړ فعالیتونو ته مخه کړي ،هر څومره چی کسان په وړکوټو او سترو کارونو او څانګو کې فعال وي خو د خپلې خوښی کار نه ترسره کوي نو هغه سر ته نشی رسولې . په ډیرو موردونو کې وګړې له یوې سختې او اوږدې مرحلی له تیرولو وروسته بیا د خپلې خوښی او دلچسپۍ وړ کار ته ستنیږی او بیا ډیر بریالیتوبونه ترلاسه کوي .

پای

 

 

ټیګونه