Oct 25, 2023 11:40 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ۵۱ د حج احکام

په دغه برخه کې به د مائدې د مبارکې سورې د ۹۴، ۹۶، ۱۰۱، او ۱۰۲ ایتونو شان نزول وڅېړو،

د اسلام ګران پیغمبر ص او د هغه یارانو له مکې شریفې څخه د کلونو لیریتوب نه وروسته، بلاخره د عمرې د مراسمو لپاره د مکې په لورې حرکت وکړ، ټولو د ذوالحُلَیفَې په سیمه کې چي له مکې نه ۴۵۰ کیلومټره لیري وه، احرامونه وتړل. احرام د حج او د عمرې له ارکانو څخه دی، هغه کس چي په احرام کې وي، ورته مُحْرِم ویل کیږي، او باید خپل ځانګړی احکام رعایت کړي، د احرام په موده کې ځینې حلالې چارې حرامیږي،.یو له دغو محرماتو څخه د صحرایي ځناورو ښکار دی، د غوښو خوړل، که څه هم غوښه د ښکار نه وي بیا هم محرم ته حرام بلل کیږي، محرم کس حتی ښکاري سره مرسته او یا لارښوونه هم نه شي کولای، کوم کس چي د احرام جامې اچولي وي، هګۍ او یا چرګ هم نه شي خوړلای.

پیغمبر اکرم ص او د هغوی یاران د شجرې په جومات یا هم هغه ذوالحلیفې کې د احرام له تړلو وروسته، د مکې په لوري حرکت وکړ، هغوی په لاره کې له زیاتو وحشي حیوانانو سره مخامخ شول، حیوانان دومره ورته نژدې کېدل چي مسلمانانو له غښو پرته په خالي لاس هم ښکار کولایشوای، لیکن د متعال خدای د حکم د عملي کولو لپاره هغوی په ښکار باندې سترګې پټې کړي، البته په مسلمانانو کې هم داسي کسان وه چي زړونه یې غوښتل حیوانان ښکار کړي او له غوښو یې استفاده وکړي. په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۹۴ ایت نازل شو او دغو کسانو ته خبرداری ورکول شو چي متعال خدای د احرام په لنډه موده کې تاسو ازمایي، څو تاسو ته معلومه شي چي د خدای په وړاندې مو د تسلیم او بندګي مرتبه څومره ده.

 آیه چنین می فرماید:«أَیُّهَا الَّذینَ آمَنُوا لَیَبْلُوَنَّکُمُ اللهُ بِشَیْ‌ءٍ مِنَ الصَّیْدِ تَنالُهُ أَیْدیکُمْ وَ رِماحُکُمْ لِیَعْلَمَ اللهُ مَنْ یَخافُهُ بِالْغَیْبِ فَمَنِ اعْتَدى بَعْدَ ذلِکَ فَلَهُ عَذابٌ أَلیمٌ :

دغه ایت شریف کې راغلی دی: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! الله به خامخا لازمًا تاسو په یو شي سره ازمايي چې ښكار به وي، چې ستاسو لاسونه او ستاسو نېزې به هغه ته رسېږي، د دې لپاره چې الله معلوم (څرګند) كړي هغه چا لره چې له هغه نه په ناليدلو وېرېږي، نو چا چې له دې نه بعد زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى.

ددغه او ورته ورسره نورو ایتونو کې په کراتو راغلی دی چي متعال خدای خپل ټول بندګان ازمویي، په دې خاطر باید تل دې ته مو پام وي چي که حتی یو وړوکی غوندې ازموینه وي، بیا هم د هغه اخیستونکی لوی څښتن دی. بله د پام وړ مساله دا ده چي هرکله الله سبحان و تعالي یو کس له یو کار نه منعه کوي، د هغه وړتیاوې ورزیاتوي. د مثال په توګه د رمضان مبارکه میاشته کې د روژې د ټینګولو پر مهال، چي د ورځې خوراک او څښاک نه شو کولای که څه هم په ظاهر کې مو بدن کمزوري کیږي، لیکن صبر، زغم، حوصله او معنویت مو زیاتیږي. په حج کې هم کله چي د احرام له تړلو وروسته، ښکار باندې بندیز لګیږي نو ورسره متعال خدای زیارتوالو ته د حرامو د نه تر سره کولو حوصله او وړتیا ورکوي.

په دغه ایت شریف کې یوه مهمه مساله د ژواک او چاپېریال ساتنه ده، ځکه چي که د خدای د کور زیارتوالو لپاره ښکار مشروع وای، د زیارتوالو شمېر ته په کتو سره چي هر کال دغې سپېڅلی ټاټوبي ته ورځي، د حیواناتو نسل به ټوله له مینځه تللې وای، په دې خاطر دا حکم د نورو حکمتونو تر څنګ یو حکمت یې هم د ژواک او چاپېریال ساتنه کېدایشي. له دې نه علاوه د احرام نه پرته هم د مکې په ټاټوبې کې د ونو او بوټو ښکول او ښکار ممنوع ګرځېدلی دی.  دې ته په کتو سره، د دغه الهی حکم یو اړخ لکه څرنګه چي مو مخکې وویل د ژواک او چاپېریال ساتنه ده، حکم دومره دقیق دی، چي د ښکار تر څنګ حتی ښکاری سره مرسته، او د ښکار ښودل هم حرام ګرځېدلی دی، یو روایت دی چي حضرت امام جعفر صادق علیه السلام خپل یو یار ته فرمایلی دی: لاتَسْتَحِلَّنَّ شَیْئاً مِنَ الصَّیْدِ وَ أَنْتَ حَرَامٌ وَ لا وَ أَنْتَ حَلالٌ فِی الْحَرَمِ وَ لاتَدُلَّنَّ عَلَیْهِ مُحِلاًّ وَ لا مُحْرِماً فَیَصْطَادَهُ وَ لاتُشِرْ إِلَیْهِ فَیَسْتَحِلَّ مِنْ أَجْلِکَ فَإِنَّ فِیهِ فِدَاءً لِمَنْ تَعَمَّدَهُ:

هیڅکله د احرام پر مهال د ښکار هیڅ برخه حلال مه بوله! له احرام نه پرته هم د حرم سره ښکار، او ښکار محرم او غیر محرم ته مه ښیه د ښکار کولو لپاره او حتی اشاره هم مه ورته کوه او د ښکار کولو امر هم مه کوه چي ستا د وېنا په خاطر ښکار حلال وبلل شي ځکه چي دا کار د کفارې لامل ګرځي.

له هغه نه وروسته چي متعال خدای د مائدې د مبارکې سورې په ۹۴ ایت کې د صحرایي حیواناتو ښکار د حاجیانو لپاره د احرام په موده کې حرام وګرځوله، ځینو مسلمانانو حضرت پیغمبر اکرم ص ته ورغلل، هغوی د حاجیانو د کاروان د خوراکی توکو د تامینولو د څرنګوالې په هکله ورڅخه پوښتنه وکړه، یعني که د حج پر مهال په سفر کې ښکار نه وکړو، نو څه شئ وخورو؟ په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۹۶ ایت نازل شو او د سمندري ښکار یې ورته حلال وګرځول. دغه ایت شریف مسلمانانو ته د پرهېزګاری په هکله د خبرداری تر څنګ داسي فرمایي: د دریا ښکار او د هغه طعام ستاسو او د کاروانیانو لپاره حلال دی، څو د (احرام په حالت کې) ورڅخه ګټه پورته کړئ، لیکن کله چي محرم یاستئ، په صحرا کې ښکار درباندې حرام دی، او د هغه خدای (له نافرمانی څخه) چي په لوریې محشور کیږئ، وویریږئ.!

د حج مراسم وه او مسلمانان د پیغمبر اکرم ص په چارچاپېر باندې راغونډ وه او د حج او د هغه د اعمالو په هکله د هغه حضرت وېناو ته غوږ ایښي وه. لا د حضرت پیغمبر اکرم ص وېناوې ختمې شوې نه وې یو کس د عکاشه په نامه چي ډېر خبرلوڅ و له هغه حضرت ص څخه پوښتنه وکړه: ایا دا حکم تل لپاره دی او هر کال باید حج تر سره کړو؟ د اسلام ګران پیغمبر ص د ځینو مصلحتونو په خاطر د هغه پوښتنې ته ځواب ورنه کړ، هغه بیا ځلې خپله پوښتنه تکرار کړه، حضرت نبی اکرم ص بیا هم خبره نه وکړه، د دریم ځل لپاره عکاشه په پوره سپین سترګیتوب سره خپله پوښتنه تکرار کړه، د اسلام ګران پیغمبر ص چي د عکاشه ځېل ولیده، او ورته وفرمایل: افسوس دې په تاوي! ولي دومره ټینګار کوي؟ که ووایم بلې هو، هر کال د حج مراسم فرض دی بیا ستا له توانه وتلې ده. او که مخالفت یې وکړې نو په دې معنا ده چي د خدای د رسول ص سره دې مخالفت کړی دی او د خدای په نزد به ګناهګار وګرځې. په دې خاطر په دې هکله مي چوپتیا غوره کړې ده او په دې اړه هیڅ حکم نه ورکوم، نو تاسو هم سر مه پسې ګرځوئ! ځېل او بې ځایه خبرې له دې مخکې امتونه یې هلاک کړی دی. په دوام کې د اسلام ګران پیغمبر ص عکاشه او د هغه ملګرو ته وفرمایل: هر یو حکم چي تاسو ته کوم د خپلې وړتیا په اندازه یې تر سره کړئ او له هر هغه څه نه چي مو منعه کړئ یاست، ډډه ورڅخه وکړئ.

په دغه وخت کې د مائدې د مبارکې سورې ۱۰۱ او ۱۰۲ ایتونه نازل شول او مسلمانانو ته د بې ځایه پوښتنو د مطرحولو په هکله خبرداری ورکړ. یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْیَاءَ إِنْ تُبْدَ لَکُمْ تَسُؤْکُمْ وَإِنْ تَسْأَلُوا عَنْهَا حِینَ یُنَزَّلُ الْقُرْآنُ تُبْدَ لَکُمْ عَفَا اللَّهُ عَنْهَا وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِیمٌ/  قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِنْ قَبْلِکُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا بِهَا کَافِرِینَ

د ایتونو ژباړه: اې هغوی کسانو چي ایمان مو راوړی: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د داسې څیزونو په باره كې تپوس مه كوئ چې كه تاسو ته ظاهر كړى شي (،نو) تاسو به خفه كړي، او كه چېرې تاسو په هغه وخت كې تپوس وكړئ كله چې قرآن نازلولى شي (،نو) تاسو ته به ظاهر كړى شي، الله تاسو ته (د تېرو سوالونو) معافي كړې ده او الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى. یقینا له تاسو نه مخکې یو قام دغسې پوښتنې کړې وې بیا د هغه له امله کافران شول.

البته باید دا اخیستنه نه وشي چي دغه ایت، د خلګو په مخ باندې د پوښتنو ور بند کړی دی. ځکه چي قران شریف کې د نحل د مبارکې سورې په ۴۳ او د انبیا د مبارکې سورې په ۷ ایتونو کې په پرېکنده توګه حکم کوي چي : َ«فاسْئَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ إِنْ کُنْتُمْ لاتَعْلَمُون: خلګ په هغه څه چي نه پوهیږي له باخبرو کسانو څخه دې وپوښتي. خو د مائدې د ۱۰۱ او د ۱۰۲ ایتونو مطلب دا دی چي خلګ دې له بې ځایه پوښتنې او پلمو او ځېل څخه ډډه وکړي چي اکثره په خلګو کې د اندېښنې د رامینځ ته کېدو لامل ګرځي او د وینا کوونکی په وړاندې د مزاحمت او د ګډوډیو لامل ګرځي.