Aug 06, 2016 11:49 Asia/Kabul
  • د زمري د شپاړسمې نیټې ورځپاڼې

ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.

ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې تجارت ورځپاڼه راخلو چې د تهران د نورو ډیرو ورځپاڼو په شان یې د امریکې د ولسمشر او جان کیري خبرې راخیستې دي او د دغو دواړو لوړرتبه امریکائي چارواکو د چاپ کړي انځور ترڅنګ یې د دوي له قوله لیکلي دي: د هیګ په محکمه کښې محکوم شُو، ۴۰۰ میلیون ډالر د ایران حق و.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د امریکې ولسمشر باراک اوباما وویل: په ایران کښې د امریکائي زندانیانو د آزادۍ لپاره دغه هیواد ته پيسې نه دي ورکړې او ورکړی شوی پیسې کلنګ نه بلکې د ایران حق و.

خبر زیاتوي چې باراک اوباما په پینټاګان کښې د خبریالانو په ټول کښې په دې اړه د ځینو ادعائي رپورټونو د خپریدو په غبرګون کښې چې واشنګټن، په ایران کښې د څلورو امریکائي بندیانو د آزادولو په بدل کښې تهران ته پیسې ورکړې دي، وویل: هغه ۴۰۰ میلیون ډالر چې امریکې د روان میلادي کال په وړومبیو کښې د الوتکې له لارې ایران ته ولیږلې، د امریکائي بندیانو د خوشي کولو کلنګ نه و.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا هیڅ کله کلنګ نه ورکوي. دا ادعا ناسمه ده او دا پیسې په حقیقت کښې خپله د ایرانیانو هغه پیسې وې چې په امریکا کښې بلاک شوې وې او حکومت د هیګ په محکمه کښې د ایرانیانو د کامیابیدو او د تهران لخوا د تاوان غوښتنې د مخنیوي په موخه دا رقم تهران ته ستون کړی دی.

هغه په دې ادعا سره چې د نړۍ په نورو سیمو کښې نیول شوي امریکایان یرغمل شوي دي، زیاته کړه: مونږ د یرغمل او ولجه شویو کسانو د آزادۍ په سر کلنګ نه ورکوو.

بارک اوباما همداشان د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوې ایټمي موافقې ته اشاره وکړه او ویې ویل: حتی منتقدان او حتی اسرائیل هم مني چې ایران پرخپلو ایټمي ژمنو پابند پاتې شوی دی.

همداشان د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم د اوباما د حکومت لخوا ایران ته د واشنګټن د ۴۰۰ میلیون ډالرو د ورکړې په دفاع کښې وویل چې دا پیسې د تهران حق و او کلنګ نه و.

**      اطلاعات

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا پخپل وړومبي مخ په غټ سرټکي کښې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین خبرې راخیستې دي چې وائي: ایران د روسیې سټراټیجک شریک دی.

د دې خبر ځینې مهمې برخې په دا ډول دي: د اسلامي ایران ولسمشر د ایران، روسیې او آذربایجان جمهوریت په درې اړخیزه غونډه کښې د ګډون په موخه سبا باکو ته ځي.

د تهران او ماسکو ترمینځ د تیلو او ګیس، هوافض او بریښنا په برخو کښې پراخه پلانونه کیږي.

روسیه په ایران کښې اته ایټمي سلاکوټونه جوړوي.

روسیه همداشان د بندرعباس د حرارتي بریښناکوټ د جوړولو او د ګرمسار-اینچه برون د اورګاډي د بریښنائي کولو لپاره ایران ته ۲ میلیارډ او ۲ سوه میلیون ډالر ورکوي.

ماسکو به د برجام معاهدې په اجرائي کولو کښې د ایران مرسته وکړي.

د دواړو هیوادونو په ګډو هلوځلو سره د روان ۲۰۱۶ میلادي کال په وړومبیو پنځو میاشتو کښې د سوداګري راکړوورکړو اندازه ۸۵۵ ډالرو ته رسیدلې ده چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله پکښې ۷۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

پوټین وائي د شنګهائي د ملګرتیا په سازمان کښې د تهران د بشپړ غړیتوب ملاتړ کوو.

د باکو په درې اړخیزه غونډه کښې د سوداګرۍ، انرجۍ، ارتباطاتو، د ژواک چاپیریال د مسائلو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، ټرانسپورټ او ټرانزټ په شمول د درې اړخیزه ملګرتیاو په هکله بحث کیږي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر به د دغې غونډې ترڅنګ له خپل روسي همرتبه ولادیمیر پوټین سره ملاقات وکړي.

همداشان د ولسمشر روحاني او د آذربایجان د ولسمشر کتنه سبا کیدونکې ده.

کرملین ماڼۍ خبر ورکړی چې پوټین او روحاني به د پوځي ملګرتیاو په هکله خبرې اترې وکړي.

**      جمهوري اسلامي

له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې پخپل وړومبي سرټکي کښې لیکلي دي: ترهګرو په عراق، سوریې او لبنان کښې درنه ماتې خوړلې ده.

د دې خبر ځینې مهمې برخې په دا ډول دي: د سیمې ترهګر په سوریه، عراق او لبنان کښې د سختو او سټراټیجکو ماتو سره مخامخ دي چې دا کار د سیمې حالات د ولسونو په ګټه بدلولی شي.

د بوکوحرام ترهګرې ډلې مشر د داعش لخوا د دغې ډلې د نوي مشر له ټاکلو سره مخالفت وکړ.

د امریکې ولسمشر باراک اوباما په فرصت غواړو څرګندونو کښې، د سیمې له بدلونونو په ګټه پورته کونې سره ادعا وکړه چې د امریکې په مشرۍ داعش ضده ائتلاف په ترهګرو باندې پرله پسې بریدونه کوي او باید په سیمه کښې د نویو بدلونونو په تمه ووسو.

په سوریه او عراق کښې د داعش ډلې او نورو ترهګرو مرکزونه کلابند شوي دي.

د سوریې د حلب سیمې په خواوشا کښې ۲۵۲ ترهګر وژل شوي او نیول شوي دي.

په سیمه کښې د داعش کړکیچن حالت د دغې ډلې مشر افریقې ته د ځواک د انتقال په فکر اخته کړی دی.

په بغداد کښې هم د داعش ترهګرې ډلې لخوا پلان شوي ډیر ستر عملیات شنډ کړی شول.

 

**      د کابل چاپ ورځپاڼې

ښه ګرانو دوستانو! راګرځو د کابل چاپ ورځپاڼو ته.

د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د یوې پاکستانۍ هليکوپټرې د مرموزه بېړنۍ ناستې په اړه اندېښنې او بیا د طالبانو له خوا د دغې هليکوپټرې د سپرلۍ برمته کول، د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

 

سرخط:

سرخط ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، ایم ۱۷ پاکستانۍ هليکوپټره د لوګر په ازره کې، خو دولت د دوبي د غرمې خوبونه وهي.

په مطلب کې راغلي، د پاکستان څارګرې الوتکې هره ورځ د افغانستان هوایي حریم ته ننوځي او ښایي هدف یې افغانستان ته د طالبانو او د جګړې د پاکستاني متخصصینو انتقال وي.

سرخط بیا په یوه جلا مطلب کې لیکلي، طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې د الوتکي مسافر یې ورته ساتلي دي.

 

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، که چیرې د افغانستان فضایي حریم خوندي وی نو ولې به د نورو هېوادونو الوتکو په کې مرموزې ناستې کولې.

په سرمقاله کې راغلي، د فضایي او ځمکني حریم د ساتنې وسائل د هر هېواد د ملي حاکمیت لومړیتوب دی، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، له بده مرغه افغانستان له دې وسائلو محروم دی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په ازره کې د پاکستاني هليکوپټرې ناستې سل پوښتنې را پورته کړي، خو حکومت دومره ویلي، دوی د پاکستان یوې هليکوپټرې ته له فضایي حریم څخه د استفادې اجازه ورکړې وه، خو معلومه نه ده چې دا به هماغه یوه وي او که نه؟

کابل پوسټ:

په ازره کې د پاکستانۍ هليکوپټرې ناسته، پر افغان هوایي حریم ښکاره تېری، دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د یوه مطلب سرلیک دی.

په مطلب کې د چارو د کارپوهانو په حواله لیکل شوي چې افغان پوځ باید دغه هليکوپټره ویشتې وای، ځکه د ټولو قوانینو خلاف تر ازرې را رسېدلې وه.

په مطلب کې راغلي، دغه هليکوپټره د ترمیم په هدف نه، بلکې د استخباراتي معلوماتو او د وسله والو مخالفینو د ملاتړ په هدف د افغانستان فضایي حریم ته ننوتلې وه.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې لیکلي چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې دې د پاکستانۍ هليکوپټرې د سوځېدو ژوره پلټنه وشي.

په سرمقاله کې د پاکستاني چارواکو په حواله ویل شوي چې دغه څرخۍ الوتکه د افغانستان له لارې ازبکستان او بیا مسکو ته د ترمیم په هدف روانه وه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د دغې هليکوپټرې بېړني ناسته دا احتمال هم پياوړی کوي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د وسله والو طالبانو د ملاتړ لپاره کسان رالېږي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، هليکوپټره سوځول شوې او دلیل یې دادی چې د پاکستان د لاسوهنې شواهد پټ وساتل شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

عبدالماجد درانی