Feb 17, 2016 12:36 Asia/Kabul

د مهربان بخښونکی لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو

په دې مطلب کښې له هر څه مخکې په تېره اونۍ کښې د دغو دواړو هېوادونو د مهمو خبرونو سرلیکونه اورئ او بیا به د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو بدلونونو تحلیلی رپوټونه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کړوو. نو له هر څه مخکې هم د ډېرو مهمو خبرونو سرلیکونه:

د یمن او سوریې په جنګ کښې د برخې اخېستو په باره کښې د پاکستان حکومت ته د دغه هېواد د سېنېټ خبردارے، ترهه ګرې ډلې په افغانستان کښې د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره د ابرقدرتونو وسیله، د کابل او واشنګټن په امنیتی تړون باندې له طالب ډلې سره د سولې د احتمالی موافقې تاثیر، د افغانستان د سولې د عالی شورا بائیکاټ، په پاکستان کښې د داعش د موجودګۍ تائید، په افغانستان کښې د ناامنۍ د زیاتېدو په حقله د یو امریکائی چارواکی د څرګندونو ردول،د پاکستان، مالدیپ او سری لنکا ګډ فوځی مشقونه او د افغانستان په بامیانو کښې د حکومت په خلاف مظاهرې د افغانستان او پاکستان د تېرې هفتې ځینې ډېر مهم بدلونونه وو.او په دوام کښې هم د دغو دواړو هېوادونو تحلیلی رپوټونه واورئ.

د افغانستان د بامیانو ولایت په زرګونو خلقو د مظاهرو په کولو سره د دغه هېواد د ملی وحدت له حکومته وغوښتل چې مرکزی سیموپه تېره بیا شیعه مېشته سیمو ته د مواصلاتی او تګ راتګ لارو امنیت دې ټینګ کړی. بامیان د افغانستان په مرکز کښې پروت دے او مواصلاتی او د تګ راتګ لارې یې له مېدان وردګو او غزنی ولایتونو څخه تېریږی.

د بامیانو احتجاج کوونکو وویل چې په ځلونو یې د افغانستان له حکومته غوښتی دی چې د دغه ولایت د لارو د امنیت د ټینګولو په اړه دې د هغوی غوښتنو ته پاملرنه وکړی، خو د حکومت لخوا په دې اړه هیڅ اقدام نه دے شوے.

احتجاج کوونکو ګواښ وکړ چې که افغان حکومت د دوی غوښتنو ته پاملرنه ونه کړی نو په کابل ښار کښې به ستره احتجاجی غونډه جوړه کړی.

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت په امنیتی پروګرامونو باندې په اعتراض کښې د بامیانو د خلقو مظاهرې د افغانستان د مختلفو سیمو د امنیت په ټینګولو کښې د کابل د حکومت په پالېسیو باندې د نورو ولایتونو د خلقو، د ولسی او مشرانو د جرګو د غړیو او د دغه هېواد د ځینو ګوندونو او رسنیو د پراخو نیوکو په دوام کښې دی.

د دوه زره څوارلسم کال په ستمبر کښې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت په اقتدار کښې د راتلو له وخت نه راپه دېخوا په دغه هېواد کښې ناامنۍ زیاتې شوې دی او د افغانستان ولسی جرګې او د مشرانو جرګې په ځلونو د کورنیو چارو د وزیر، د ملی امنیت د سلاکار او د ملی امنیت د ادارې د مشر په شمول امنیتی چارواکی د تشدد او ناامنیو د زیاتېدو د علت د وضاحت لپاره حاضر کړی دی.

د بامیانو ولایت د تګ راتګ په لارو کښې په ناامنۍ باندې په اعتراض کښې د دغه ولایت د خلقو مظاهرې په داسې حال کښې دی چې له دې نه یوه ورځ مخکې د طالب ډلې کسانو د فاریاب له اتیاو نه زیات کسان یرغمال کړل چې البته له هغوی څخه اتیا کسان څلوریشت ګېنټې وروسته د ځای پولیسو په کوششونو سره ازاد شول.

د نیوکه کوونکو له نظره د افغانستان د ملی وحدت حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره لازمی کارنده توب نۀ لری او په دغه هېواد کښې د امنیتی زیانونو سمول د حکومت د امنیتی ټیم بدلون او په پالېسیو کښې بیا کتنې ته ضرورت لری.

په همدې بنیاد په تېره میاشت کښې د افغانستان ځینو سیاسی او رسانه ای ټولنو د دغه هېواد له ولسمشر محمد اشرف غنی وغوښتل چې د حکومت په امنیتی ټیم او په دې اړه دې په خپلو سیاستونو کښې یو لړ بدلونونه رامنځته کړی.

په افغانستان کښې د طالب ډلې د تشددونو او تاوتریخوالو په زیاتېدو او د قندوز او هلمند ولایت د ځینوښارونو د نیولو په شمول د دغې ډلې د نفوذ په پراختیار سره دغه غوښتنه نوره هم زیاته شوه.

د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د ناامنیو له دوام او زیاتېدو سره په یو وخت د افغانستان د ولسی جرګې ځینو غړیو د امنیت د ټینګښت لپاره د خپلو انتخابی حلقو د ولایتونو د خلقو په وسلو د سنبالولو طرح وړاندې کړه چې د کابل د حکومت له منفی غبرګون سره مخامخه شوه.

په اوسنیو حالاتو کښې چې په افغانستان کښې د ناامنۍ یوه نوې څپه شروع شوې ده د دغه هېواد د ملی وحدت حکومت پکار دی د امنیت په ټینګولو کښې د افغانستان له فوځی او پولیسو ځواکونو سره موثرې ملګرتیا ته د خلقو د قومی او ولسی ډلو د هڅولو لپاره له مختلفو طریقو کار واخلی چې تر زیاته حده ناامنۍ کنټرول کړې شی.

د پاکستان سېنېټ د دغه هېواد حکومت ته په یمن او سوریې کښې د فوځی مداخلت لپاره له سعودی عربستان سره د احتمالی ملګرتیا په باره کښې خبردارے ورکړ. د پاکستان د سېنېټ د بهرنی سیاست د کمېټۍ غړیو استازیو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د سوریې او یمن په شمول د مېنځنی ختیځ د اوسنیو حالاتو په وړاندې دې بې پلوه دریځونه غوره کړی او په دغو دواړو هېوادونو کښې دې له هر ډول فوځی مداخلته ډډه وکړی.

له دې مخکې د پاکستان د بهرنی سیاست په چارو کښې د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت قائمقام اعزاز احمد چودری په سېنېټ کښې سوریې ته د پاکستان د حکومت لخوا د ځواکونو د لېږلو د احتمال په باره کښې د استازیو پوښتنې ته ځواب ورکړ.

د پاکستان د حکومت دغو دواړو چارواکو د سېنېټ د بهرنی سیاست د کمېټۍ غړیو ته اطمینان ورکړ چې د اسلام آباد حکومت په سوریې او یمن کښې د فوځی ګډون لپاره هیڅ پروګرام نۀ لری.

د یمن او سوریې د جنګ په شمول په سیمه کښې د سعودی په ماجره لټوونکی سیاست کښې د پاکستان له ګډون سره د دغه هېواد د سېنېټ بیا مخالفت په داسې حال کښې دے چې تقریباً لس میاشتې مخکې او د یمن د بې دفاع خلقو په خلاف په جنګ کښې د اسلام آباد د برخې اخېستو لپاره د ریاض له غوښتنې وروسته د پاکستان قومی اسمبلۍ او سېنېټ ورسره سخت مخالفت وکړ.

د پاکستان قانون جوړوونکو ادارو په مینځنی ختیځ کښې د سعودی په ماجرا لټونه کښې د پاکستان د فوځ د هرډول برخې اخېستو په باره کښې خبردارے ورکړ.

د یمن او سوریې په جنګ کښې چې سعودی پکې اصلی کردار ادا کوی د پاکستان د حکومت د ګډون په باره کښې د سېنېت د مخالفت تکرار او خبردارے په دغو دوو جنګونو کښې له ریاض سره د اسلام آباد د پټې ملګرتیا په باره کښې د نه تائید شویو رپوټونو د خپرېدو په وجه دے چې البته د نواز واکمن مسلم لیګ ګوند چارواکو دغه رپوټونه رد کړی دی.

سېنېټ ته په بهرنی سیاست کښې د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د قائمقام رابلل د یمن او سوریې په جنګ کښې له سعودی عربستان سره د پټې ملګرتیا په اړه د غېر رسمی رپوټونو د څېړنې او د مینځنی ختیځ له تاوتریخوالی نه په ډکه سیمه کښې د ریاض د ماجرا لټونې د سیاست په باره کښې د پاکستان د واکمن ګوند د دریځ د بیا معلومولو په هدف سره دی.

دې ته په پام سره چې د پاکستان په رسنیو کښې د یمن په جنګ کښې د ګډون لپاره له پاکستانه د سعودی د غوښتنې له خپرېدو وروسته د دغه هېواد په مختلفو ښارونو کښې د ریاض د غوښتنې په غندلو کښې په د سړکونو د احتجاجی مظاهرو یوه څپه رامنځته شوه. د نواز واکمن مسلم لیګ ګوند د عمومی افکارو او د قانون جوړونې د ادارو د غبرګون په دلیل په دغو دوو جنګونو کښې له ملګرتیا سخت ویریږی.

دا په داسې حال کښې دی چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په سعودی عربستان کښې له آل سعود خاندان سره ښۀ تعلقات لری او د سوریې او یمن په جنګونو کښې د نه ملګرتیا او نه ګډون په دلیل له هغۀ څخه د سعودی د چارواکو ناراضګۍ ته سخت اندېښمن دے.

په اصلاحاتو او حکومتی چارو کښې د افغان ولسمشر خاص استازی احمد ضیاء مسعود وویل چې د افغانستان په مسئله کښې لاس لرونکی هېوادونه د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د ترهه ګرو ډلو له لارې هلې ځلې کوی.

هغۀ همدارنګ په تخار ولایت کښې د جهادی قوماندانانو په غونډه کښې د خپلې وېنا په دوام کښې له افغان ولسه وغوښتل چې له طالب ډلې سره دې جنګ ته تیار شی او د سولې په نامه دې ونه غولیږی. مسعود وویل تر هغه وخته چې د افغانستان په مسئله کښې د لاس لرونکو هېوادونو ګټې د ترهه ګرو ډلو له لارې پوره کیږی د سولې چلند به څه نتیجه ونۀ لری.

په اصلاحاتو او حکومتی چارو کښې د افغان ولسشمر د خاص استازی وېنا په داسې حالاتو کښې ده چې څه موده مخکې له طالب ډلې سره د سولې د خبرو اترو د شروع کولو لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکې څلور اړخیزه غونډه په اسلام آباد کښې وشوه او ټاکلې شوې ده چې راتلونکې غونډه په کابل کښې جوړه شی.

د افغانستان په جنګ کښې د لاس لرونکو هېوادونو د ګټو د پوره کولو لپاره په وسیلې باندې د ترهه ګرو ډلو د بدلېدو په باره کښې د احمد ضیاء مسعود وېنا کېدې شی په هغو هېوادونو باندې د دغه هېواد د ملی وحدت د حکومت د یو چارواکی ډېره سخته نیوکه وی چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهانه د تندلاریتوب د بهیر له لارې د خپلو ګټو د پوره کولو په لټه کښې دی.

په وروستیو کلونو کښې د افغانستان په شمول په سیمه او نړۍ کښې د ترهه ګرو ډلو وده د امریکې په شمول د سترو قوتونو د تخریبی او دوه رنګه سیاستونو نتیجه وه او ده.

په افغانستان کښې د امریکې او په نېټو کښې د هغې د انډیوالانو د شعارونو او نعرو د ماتې یوه نښه په دغه هېواد کښې د داعش ترهه ګرې ډلې نفوذ او موجودګی ده چې د افغانانو ترمېنځ د سختو اندېښنو د راڅرګندېدو سببب شوې ده.

په داسې حالاتو کښې په نړۍ کښې د عامه افکارو لخوا دا پوښتنه مطرح ده چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکې د ادعا او د ترهه ګرۍ په خلاف د ائتلاف د جوړولو باوجود ولې د نړۍ په سطح کښې د تندلاریتوب فعالیتونه ډېر زیات شوی دی؟

کارپېژاندی وائی چې امریکه او د هغې انډیوالان په نړۍ کښې د ترهه ګرو ډلو له لارې د ناامنۍ په مدیریت سره مختلف اهداف تعقیبوی چې یو ترټولو مهم یې په رامنځته شوې ناامنه فضاء کښې او له افراطی ډلو څخه د ملاتړ په سیوری کښې د وسلو او فوځی سازوسامانونو د تولیدوونکو شرکتونو د خرڅون زیاتوالے دے.

په همدې بنیاد دی چې په اصلاحاتو او حکومتی چارو کښې د افغان ولسمشر خاص استازی په دغه هېواد کښې د ناامنۍ د دوام او د ترهه ګرو ډلو د متنوع کېدو په شننه کښې دغه چاره د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره په دغه هېواد کښې د قوتونو وسیله بولی.

دا نظریه مطرح ده چې امریکه او نېټو په افغانستان کښې د ترهه ګرۍ د ګواښونو په غټولو او د خپلو ګټو د پوره کولو لپاره په یوې وسیلې باندې د دغو ډلو په بدلولو سره د روسیې او چین په شمول د خپلو سیالو د نفسیاتی امنیت د ګډوډولو لپاره په سیمه کښې د خپلې موجودګۍ د ساتلو په لټه کښې دی، ځکه چې دغو دواړو هېوادونو ته د تندلاریتوب د لمن غزېدنه امریکه له پېکنګ او ماسکو سره په نړیوالو سیالیو کښې زیاته توانمنوی.

د افغانستان د سولې د لوړې شورا د نړیوالو چارو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له کابل سره د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا د دغې شورا د بائیکاټولو خبر ورکړ. هغۀ وویل چې له تېرو پینځو میاشتو څخه مرسته کوونکو هېوادونو د افغانستان په لوړې شورا تاکید وکړ چې تر هغه وخته چې د دغې لوړې شورا د مشرۍ برخلیک معلوم نه شی مالی مرستې به د زوړند په حال کښې راشی.

له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا د دغه هېواد د سولې د لوړې شورا مالی بائیکاټ په داسې حال کښې دے چې په دې وروستیو کښې د افغانستان په چارو کښې د اروپائی اتحادیې خاص استازی خبردارے ورکړ چې په دغه هېواد کښې د اداری فساد په دوام سره به له کابل سره د دغې اتحادیې مالی مرستې بندې شی.

د افغانستان د سولې عالی شورا چې په دوه زره لسم کال کښې او د دغه هېواد د هغه وخت د ولسمشر حامد کرزی په حکم د سولې او ملی پخوله ینې د چلند د خاص تعقیب په هدف سره جوړه شوه ویلی شوی دی چې د کلنی پروګرامونو د ترسره کولو لپاره په کال کښې تقریباً 2.8 میلین ډالری مالی سرچینې ته ضرورت لری چې البته په تېر تقریباً یو کال کښې په مجموعی توګه 1.5 میلین ډالره یې خرچ کړی دی. د افغانستان د سولې لوړې شورا ته نزدې سرچینو ویلی دی چې مرسته کوونکو هېوادونو په وروستیو څو کلونو کښې په افغانستان کښې د سولې د پروګرام لپاره تقریباً اته سوه میلین ډالره بیل کړی دی.

د افغانستان د سولې د لوړې شورا د بائیکاټ لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو بهانه د سرپرست لخوا د دغې ادارې چلېدنه او همدارنګ په دغه هېواد کښې د سولې او ارامښت د ټینګېدو لپاره د دغې شورا د فعالیتونو د نتائجو نامعلوموالے دے. له دې وروسته چې د سولې د لوړې شورا مخکینے مشر صلاح الدین ربانی د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی لخوا د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفی او له ولسی جرګې یې د اعتماد راې ترلاسه کړه دغه شورا د سرپرست لخوا چلیږی.

که څه هم د افغانستان د سولې د لوړې شورا د ضرورت وړ مالی سرچینو برابروونکی هېوادونه په دغه شورا کښې د مشر نیشتوالے او د یو سرپرست لخوا د هغې چلول د دغې ادارې د مالی بائیکاټ دلیل بللے دے خو د دغه هېواد په دننه کښې هم د سولې لوړه شورا له جدی نیوکو سره مخامخه ده.

کارپېژاندی وائی چې په افغانستان کښې د ثبات او ارامښت په رامنځته کولو کښې د دغه هېواد د سولې د لوړې شورا د اقداماتو د بې نتیجه والی مهم دلیلونه په دغه اداره کښې د یو منظم سیاست له نیشتوالی سره تړاو لری خو ځینې یې هم د سولې د لوړې شورا په کارکردګۍ باندې د کورنیو سیاستونو او همدارنګ د سیمه ایزو او له سیمې نه د وراخوا لوبغاړو د چلند تاثیر دے.

په افغانستان کښې سیاسی تاوتریخوالیو د قومونو تخریبی سیالۍ، ملی ګټو ته د دغه هېواد د ګوندونو د جدی پاملرنې نه کول او ډله ایزو ګټو ته ترجیح ورکول د دغه هېواد د سولې د لوړې شورا په ناکارنده توب باندې ځینې تاثیر کوونکې کورنۍ موضوع ګانې دی. په افغانستان کښې د ارامښت او امنیت له ټینګولو سره د مرستې په ځاے د سولې په چلند کښې د امریکې او د سیمې د ځینو هېوادونو مداخلت هم د دغه هېواد د سولې د لوړې شورا په اقداماتو باندې اثر کوونکی ځینې مهم بهرنی مسائل دی.