د زمري د درویشتمې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.
ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې پخبل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر او د ترکیې د ولسمشر د ملاقات یو ښایسته انځور چاپ کړی او دپاسه یې پرې لیکلي دي: په انقره کښې د ظریف-اردوغان خبرې اترې.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په انقره کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. هغه د ترکیې له ولسمشر، وزیراعظم او ولسمشر سره په یو صف کښې د جمعې لمونځ وکړ. لمونځ کونکو خلکو هم د ا... اکبر په چغو سره د ایران د خارجه وزیر هرکلی وکړ.
په خبر کښې لولو چې ښاغلي ظریف وویل: له ترهګرۍ، افراط پالنې او فرقه پالنې سره ګډه مبارزه د تهران او انقرې ګډ اهداف دي.
هغه زیاته کړه: د ترکیې خلکو د کودتاچیانو په وړاندې د سیمې دخلکو لپاره ویاړ رامینځته کړاو د سیمې خلکو نوره اجازه نه ورکوی چې کودتا او له زوره استفاده پر ولسواکی او خلکو په حقوقو بریالۍ شی.
هغه له خپل ترک همرتبه سره په کتنه کښې وویل: ایران د ترکیې او روسیې ترمینځ د نزدې اړیکو هرکلی کوي.
د بریښنا، ګیس، انرجۍ او سیاحت په برخو کښې د تهران او انقرې ملګرتیاوې به پراخې شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم وویل: د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا په هکله له ایران سره همفکره یو.
ورځپاڼې ترکیې ته د ظریف د سفر او د دغه هیواد دبهرنیو چارو له وزیر سره یې دګډ خبري کانفرنس خبر ته پوره انعکاس ورکړی دی.
** ایران
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې د تهران د جمعې د لمانځه خطبو ته کتنه کړې او د امام جمعه له خولې یې لیکلي: ایران د اسلامي نړۍ ترټولو امنه هیواد دی.
آیت ا... محمد امامی کاشانی د جمعې د لمانځه په خطبو کښې دسیمې په هیوادونو کښې د وروستیو ناامنیو په یادونې سره زیاته کړه: د اسلامی هیوادونو حکومتی چارواکی دې دکابو دوو میلیارډو مسلمانانو راتلونکی ته په پام سره د هغوی د ژوند لپاره مساعد شرایط او حالات برابر کړی.
آیت ا... امامی کاشانی په دې خبرې سره چې اسلامی نړۍ د استکباری هیوادونو په وړاندې د دریدو توان لری، ټینګار وکړ: نه دی پریښودل پکار چې پردی پر اسلامی هیوادونو مسلط شی، اسلامی هیوادونه باید پیاوړی وی او پخپلو کورنیو چارو کښې دې استکباری هیوادونه لاسوهنې ته نه پریږدی.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د مسلمانانو خلاف د آل سعود رژیم دسیسو ته په اشارې سره زیاته کړه: د آل سعود کینه او نفاق په دې وروستیو کلونو کښې ټولو ته څرګندشوی دی همهغه ډول چې تکفیری او داعشی ډلې د عربستان په پیسو، په یمن، سوریې، عراق، بحرین او فلسطین کښې جنایتونه کوی.
آیت ا... امامی کاشانی څرګنده کړه: آل سعود چې د حرمین شریفین د خادمۍ ادعا کوی، په یمن کښې پخپلو جنایتونو او د سیمې په نورو هیوادونو کښې په لاسوهنو سره یوازې د دښمنانو د ګټو په لاره روان دی.
** کیهان
له تهرانه چاپيدونکې کیهان ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس عبدا... عبدا... پرونیو سختو څرګندونو ته ځاې ورکړی او لیکي چې د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د اجرائی شورا مشر د کابل د حکومت په کړچار باندې په نیوکې سره وویل: محمد اشرف غنی د دې هیواد د ولسمشرۍ لیاقت او وړتیا نه لری.
عبدا... عبدا... وویل: نیت لرم د راتلونکې اونۍ د خالی په ورځ له ولسمشر اشرف غنی سره د خلکو د نارضایتۍ په اړه خبرې وکړم او هیله من یم چې له هغه سره په خبرواترو کښې عقلِ سلیم واکمن وی.
عبدا... زیاته کړه: د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د جوړولو موافقه که د دې هیواد د ولسمشر د حکمونو د ردولو په معنا نه ده خو د خپل سرو کړنلارو په معنا هم نه ده.
د افغانستان د اجرائی شورا مشر څرګنده کړه: له تیرو دریو میاشتو نه تراوسه پورې محمد اشرف غنی د ستونزو د بیانولو لپاره دمخامخ ملاقات وخت نه دی راکړی.
د عبدا... عبدا... اواشرف غنی ترمینځ د رامینځته شوي اختلاف په وجوهاتو کښې د افغانستان د حکومت د سولې د مذاکراتو بهیر، الیکټرانک تذکرې او د هیواد په انتخاباتی نظام کښې د اصلاحاتو راوستو څرنګوالی شامل دی.
** د کابل چاپ ورځپاڼې
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د حکومت د مشرانو ترمنځ را پورته شوو اختلافاتو او د دغو اختلافاتو عواقبو ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
د نظام تخریب د نظام په جامه کې، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي، د ملي وحدت حکومت د دوه کلنۍ په درشل کې د عبدا... دغه خبرې چې "که څوک د بحث حوصله نه لري، د ریاست لیاقت هم نه لري."د حکومت دننه د پراخو اختلافاتو نښه ده.
د سرمقالې لیکوال ویلي، په تېرو دوو کلونو کې د جمعیت ګوند رهبري په ځانګړې توګه د بلخ سرپرست عطا محمد نور او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، پر عبدا... ډېره ملا تړله، خو اوس د دغه ګوند مشران له عبدا... څخه ناراضه شوي او دا ځکه چې د سپېدار ماڼۍ دروازې یې پر مخ بندې شوي دي.
د سرخط په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د جمعیت د ګوند د فشارونو له امله عبدا... عبدا... دې ته اړ شو چې پر ولسمشر انتقادونه وکړي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې یو نه دواړه مشران د مشرۍ لیاقت نه لري او دا ځکه چې هم حکومت مشروعیت نه لري او هم یې د دو کلونو په پوره کېدو د پام وړ کارونه نه دي کړي.
په سرمقاله کې راغلي، سنبله راروانه ده او د حکومت دوه کلونه پوره کیږي او د حل لاره داده چې افغانستان کې باید یو قانوني او مشروع حکومت رامنځ ته شي.
د ورځپاڼې په باور، ستونزه پر دې نه حل کیږي چې د اجرائیه ریئس عبدا... عبدا... واک دې زیات شي، بلکې د ولس غوښتنو ته باید پام وشي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې د حکومت د مشرانو اختلافاتو ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د دو کلونو په پوره کیدو ولسمشر او اجرائيه رئیس ونه توانېدل چې خپل منځي اختلافات حل کړي.
په مطلب کې راغلي، د حکومت مشران باید تر خپل منځه اختلافات پای ته و رسوي او د ملي ګټو پربنسټ پریکړې وکړي، ځکه د همدغو مشرانو د اختلافاتو له امله ناامنۍ ورځ تر بلې زیاتیږي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د حکومت مشرانو ته سپارښتنه کړې چې هېواد د کړکېچ خواته مه بیایي.
په سرمقاله کې راغلي، بې باوري او نه همغږي د ملي وحدت د حکومت مزمنه ناروغي ده چې ورځ تر بلې زیاتیږي او دې ناروغۍ په دې وروستیو کې د حکومت د مشرانو ستونی هم په درد کړی دی.
د سرمقالې لیکوال ویلي، که ولسمشر اوسنیو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي، د حکومتي چارواکو ترمنځ به اختلافات زیات، د حکومت مشروعیت به لا کمزوری او لرې نه ده چې یوشمېر ولایتونو د طالبانو لاس ته ولوېږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*