د وږي د اومې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.
ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې (د مقدسې دفاع د حکومتي چارواکو د غونډې) انځور چاپ کړی او په دغه غونډه کښې د ولسمشر حسن روحاني ویناو ته یې انعکاس ورکړی او په غټ سرټکي کښې یې د دوي له خولې لیکلي دي: نن سبا هم د مقدسې دفاع د پړاو په شان ایثار او سرشندنې ته ضرورت لرو.
په دغه غونډه کښې د ایران د ولسمشر دوینا مهمې برخې دې ورځپاڼې په دا ډول راخیستی دي: تپلی جګ یوبشپړ ولسي جنګ و او ټول ډګر ته راووتل.
دا چې وتوانیدو د بندیز دیوالونه وران کړو او د هیواد د پرمختګ لپاره فضا او حالات برابر کړو، د وحدت، یووالي او د معظم رهبر د لارښوونو په برکت دي.
په سیمه کښې د داعش په نامه ترهګرو د دې ټولو جنایتونو او وینه تویونو جرړه په سیمې باندې د بهرنیانو په تیریو کښې ده.
که د افغانستان او عراق نیواک او د سوریې د جنګ په شان پيښو ته لمسه نه وی نو آیا بیا به هم په سیمه کښې په دومره زیاته اندازه ترهګري موجوده وه؟
د تیري ګرو له نیواکه د هیواد ژغورنه او د عزت دفاع او ساتنه د ملي قدرت، دریدنې او ایثار بنیاد ګرځیدلی شي.
په دغه غونډه کښې د ایران د نظام د مصلحت پيژندونکې ټولنې مشر آیت ا... هاشمي رفسنجاني هم وینا وکړه چې د دوي د څرګندونو ځینې مهمې برخې درسره شریکوو: په جنګ کښې د نړۍ ټول قدرتونه یوې خوا ته وو او مونږ په یوازې سر بلې خوا ته.
امام خمیني سره له دې چې د جنګ په فني اجرائي چارو کښې یې کار نه لره خو تفسیر یې ډګر ته د جنګیالیو د راوستو او د روحیو په ساتنه کښې ډیر مهم و.
ښاغلي رفسنجاني وویل چې د اسلامي ایران اوسني حکومت خلکو ته یوځل بیا سوکالتیا برابره کړې ده.که بندیزونو دوام کړی وی نو دا به د یو بل جنګ سریزه وه خو مونږ بندیزونه ختم کړل. نن سبا د نړیوالې همکارۍ او ملګرتیا په لور زمونږ لاره خلاصه ده او په ټولو زمینو کښې حرکت کوی شو. دا کوم کارونه چې د روحاني حکومت کړي دي، ډیر ښه راتلونکی به ولري.
همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې بیا لیکلي چې د سوریې د پلازمینې دمشق په اطرافو کښې (داریا) ښار پس له څلورو کالو آزاد شو.
په خبر کښې لولو: داریا ښار چې د حضرت علي علیه السلام د بزرګوارې لور حضرت سکینه (س) د روضې کوربه دی، له ۲۰۱۲کال راهیسې د سوریې د آزاد پوځ په نامه ترهګرو په نیواک کښې و.
** افکار
له تهرانه چاپیدونکې افکار ورځپاڼې پخپل وړومبي مخ د ترکیې د جنګي الوتکو د یو انځور دپاسه په غټو ټکو لیکلي چې د ترکیې جنګي الوتکو د سوریې پر خاوره بمباري وکړه.
خبر زیاتوي چې د ترکیې جنګی الوتکو د سوریې په سرحدی ښار جرابلس کښې د دغه هیواد په کُرد ډیموکراټ ځواکونو پورې د پیئلو ډلو سنګرونه په نښه کړل.
د سوریې په جرابلس ښار کښې د ترک ځواکونو د شتون په دوام کښې د ترکیې جنګی الوتکو هم په کرد ډیموکراټ ځواکونو پورې د پیئلو کسانو مرکزونه په نښه کړل.
د ترکیې پوځ د تیرې شورو ورځې په سهار پس له یولړ هوائی عملیاتو او د توپونو له ډزو وروسته د سوریې له جرابلس ښار سره له قارقامیش نومې سرحدی لارې کابو په شلو ټانکونو او یوشمیر ځواکونو سره د سوریې خاورې ته ننوتی دی.
** ابرار
له تهرانه چاپيدونکې ابرار ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې لیکلي چې د کشمیر د خپلواکي غوښتونکو مشر ونیوی شو.
خبر زیاتوي چې د هندوستان د پولیسو چارواکو پرون د دې خبر د تائیدولو په ترڅ کښې وویل: میر واعظ عمر فاروق په یوه سوله ایزه غونډه کښې د ګډون په موخه له کوره د وتلو په وخت د هندوستان امنیتی ځواکونو نیولی دی.
د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې له تیرو کابو دوو میاشتو نه د هندی پوځیانو او کشمیری معترضانو ترمینځ نښتې روانې دی.
عمر فاروق په دې وروستیو کښې د دې ناکراریو په غبرګون کښې، د هندوستان حکومت د کشمیریانو په نسل وژنه او حکومتی ترهګرۍ تورن کړی و.
هغه له تیرو ۴۵ ورځو راهیسې د هندی ځواکونو لخوا نظربند و.
** د کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د ورکړل شوو امریکايي وسلو او په کابل کې د امریکايي پوهنتون د برید او په تړاو یې د پاکستان د لاس لرلو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي چې د برېتانیا یو څېړنېز بنسټ په خپل وروستي راپور کې په ډاکه کړې چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د افغانستان او عراق پوځ ته د امریکا د دفاع وزارت "پنټاګون" له لوري له یوه میلیون او څلور سوه زره میله ډېرې بېلابېلې وسلې ورکړل شوي دي خو د دې وسلو ډېره برخه اوسمهال د مخالفو وسلهوالو ډلو په لاس کې ده.
په مطلب کې راغلي چې دغه څېړنه په لندن کې "اې ،او، اې، وي" بنسټ له لوري د یو کال په موده کې ترسره شوې ده.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې د څېړنې پر بنسټ پنټاګون له ۲۰۱۰میلادي کاله تر ۲۰۱۵ کاله پورې پر عراق او افغانستان کې پر سپکو او درنو وسلو ۴۰ میلیارډه ډالره لګولي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا همدې موضوع ته په اشارې سره په خپل یو مطلب کې د افغانستان د ژورنالېستانو د ټولنې د مشرعبدالحمید مبارز له خولې لیکلي چې دا شک کاملاً پرځای دی چې امریکایانو د جګړې د تشدید لپاره په پټه ترهګرو ډلو ته وسلې ورکړې دي.
ویسا وړاندې په دې اړه د ښاغلي مبارز په حواله لیکلي، په سیمه کې د امریکا سیاست مبهم دی، ځکه تاسې ولیدل چې پر افغان امریکايي پوهنتون برید وشو خو دوی یوازې اندېښنه وښودله حال دا چې دوی پرمختللي وسایل او جاسوسي شبکې لري او دوی ته دا ښيي چې دا برید په کوم ځای کې پلان شوی و خو دوی په دې اړه هیڅ هم ونه ویل او ان پاکستان یې تورن هم نه کړ، نو له دې ښکاري چې یوه لوبه روانه ده او دوی نه غواړي چې سیمې ته سوله راشي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون د برید په اړه لیکلي چې په کابل کې پر امریکايي پوهنتون برید نه یوازې د افغانستان پر ګټو بلکې د امریکا پر ګټو هم برید دی.
نو ځکه اړینه ده چې نړیواله ټولنه او په سر کې یې امریکا د امریکا او افغانستان پر ګډون د سیمې او نړۍ د هېوادونو سولې ته د ستر ګواښ په توګه د داعش، القاعده، طالبانو او د حقاني شبکې په څېر د تروریستي ډلو او د پاکستان په څېر د هغوی د ملاتړو او روزونکو هېوادونو د ځپلو لپاره په کلکه خپلې مټې رابډوهي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی