Aug 30, 2016 11:29 Asia/Kabul
  • د وږي د نهمې نیټې ورځپاڼې

ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.

ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په سر کښې د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې راخیستې دي او د دوي له قوله یې په لوئې سرټکي کښې لیکلي دي: د حکومت کړنلاره، د ملي ګټو په بنیاد عقلمندانه پریکړه کونه ده.

د ولسمشر حسن روحاني د وینا ځینې برخې دې ورځپاڼې راخیستې دي چې وائي: ترڅو چې خلک خپل ولی نعمت ونه ګڼو، کامیاب به نه شو.

خلک په نظام کښې په هره خبره او فیصله کښې د خبرې کولو، فکر کولو او نظر څرګندولو حق لري.

لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ټینګار کړی، نقد او نیوکه باید منصفانه او له حل لارې سره مله وي. که په ټولنه کښې احترام، ادب، اخلاق، منصفانه نیوکه او د حل لارې وړاندې کول دود او واکمن شي نو لادقیقې او ښې فیصلې کیدلی شي.

حکومت له فساد سره مقابله د هغه له جرړو او بنیادونو ترسره کوي.

برجام په دې معنا دی چې د اسلامي ایران سیاسي قدرت دنیا او سترو قدرتونو ته څرګند کړو.

په لارو، بندرونو او د ایران له آسمانه د الوتکو په تیریدو کښې بدلون او له سیمې سره د ایران د ریل لارې نښلیدل د تدبیر او امیت د حکومت ستر او د ترسره کیدو په حال کښې کارونه دي.

 

** افکار

            له تهرانه چاپیدونکې افکار ورځپاڼې بیا په کربلا کښې د ترهګرې حملې خبر سره د انځوره چاپ کړی دی او لیکلي یې دي چې دبغداد د جنوب لویدیځ له کربلا سره نزدې په عین تمر ښار کښې په یوه ځانمرګې چاودنه کښې ۲۳ تنه ووژل شول.

دا برید هغو پنځو بریدګرو وکړ چې ځانمرګي جاکټونه یې اغوستي و او په لاسي بمونو او کلاشنکوفو سنبال وو او چاودنه هغه مهال وشوه چې یو بریدګر خپل چاودنکې جاکټ وچاودوه.

خبر زیاتوي چې په دې چاودنه کښې ۲۶ تنه نور هم زخمي شوي دي. داعش ترهګرې ډلې د دې حملې پړه منلې ده.

همدې ورځپاڼې په یو بل سرټکي کښې لیکلي چې ایران د امریکې یوې جاسوسي الوتکې ته خبرداری ورکړ.

په خبر کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ دافع هوا مرکز دایران هوائي حریم ته له ننوتو مخکښې یوه بې پایلټه امریکائي الوتکه ولیدله او ورته یې خبرداری ورکړ چې له امله یې دغه الوتکه له سیمې وتلو ته اړ شوه.

دا د امریکې هغه جاسوسي الوتکې دي چې له عام راډاره پټیدی شي. دا الوتکه د افغانستان په قندهار کښې له یوې اډې الوتې وه او د ایران خوا ته راروانه وه او د ایران له هوائي پولو یوازې شل میله لرې وه.

په همدې تړاو یو بل خبر دا چې

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د خاتم الانبیاء نومې هوائی دفاع مرکز قومندان په ایران کښې د (نظیر) په نامه د پرمختللي راډار د عملیاتی کیدو خبر ورکړ.

برید جنرال فرزاد اسماعیلی پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: د نظیر په نامه بې ساری راډار عملیاتي شو او له دې وروسته له راډاره پټیدونکې هیڅ ډول الوتکه له اجازې پرته د ایران د اسلامی جمهوریت فضا ته نه شي ننوتلې.

هغه په دې خبرې سره چې نظیر نومې دغه راډار د mq1, rq4  او u2او نورو وړو او جاسوسی الوتکو په موندلو کښې ماهر دی، زیاته کړه: نظیر راډار په اسانه بالیسټک او کروز توغندی او له ټولو مهم له راډاره پټیدونکې الوتکې موندلی او تعقیبولی شی.

سردار اسماعیلی همداشان وویل چې نظیر راډاري سیسټم د ایران له هوائي پولو څو کیلومیټره وتلې ساحه څارلی شي او هره الوتکه چې د ایران د سرحدونو په لور راروانه وي د هغې رپورټ ورکوي.

 

**      ابرار:

له تهرانه چاپیدونکې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومي مخ یې د نورو خبرونو ترڅنګ یو خبر کښې لیکلي دي: ظریف د امریکې د خزانې وزارت له (ډاډ ورکونکو) لیکونو هرکلی وکړ.

په خبر کښې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې له ایران سره د ملګرتیا لپاره د نورو هیوادونو بانکونو ته د امریکې د خزانې وزارت د ډاډمنونکو لیکونو هرکلی پکار دی، وویل: ځینو په قصدي توګه او دخپلو سیاسي اغراضو په لړ کښې چټي تعبیرونه وکارول خو انشاءا... چې ورو ورو به پوه شي.

 

** د کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ISI لهخوا خوست او پکتیا ته د حقاني شبکې د مرکز د انتقالولو د هدف په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د پکتیا ځینو استازو خبرداری ورکړی چې حقاني شبکه غواړي د دغه ولایت په جانيخېلو او د خوست په موسی خېلو ولسوالیو کې مرکزونه جوړ کړي.

په مطلب کې د پکتیا د ولایتي شورا د غړي تاج محمد منګل په حواله لیکل شوي، پاکستاني استخبارات هڅه کوي چې یادې ولسوالۍ د حقاني شبکې په مرکزونو او دوهم شمالي وزیرستان بدلې کړي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې دغو استازو د حکومت مشران د ناامنیو په وړاندې په بې غورۍ او د هېواد او خاورې په سر په معاملو کولو تورن کړل.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د جانيخېلو لاندې کول د پاکستاني غاصب حکومت ناوړه هدف و، چې ترسره شو.

د سر مقالې لیکوال لیکي، دې هڅې ته ان په نړیواله کچه د رسنیو پام اوښتی دی دا ځکه چې د پاکستان هدف دا دی چې د ډیورند کرښې دېخوا د ترهګرې او اورپکې، حقانې شبکې ځالې ځای پرځای او نړۍ ته ځان سپین وښيي.

د سرمقالې لیکونکي په باور، د افغان حکومت ستر مسؤلیت دا دی چې د پاکستان د یرغلونو مخنیوی وکړي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان داشان یرغل کوي بلکې د هېواد په ګڼو سیمو کې یې خپل دې کار ته زور ورکړی دی.

 

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې یوې لیکنې ته اشاره کړې چې په کې راغلي د جانيخېلو په سقوط کې د حقاني شبکې نېږدې ۱۲۰۰ وسلهوالو برخه اخېستې وه.

خو د نیویارک ټایمز په خبره ۷۰۰ افغان ځواکونو یې داسې مقابله وکړه چې لار ېې ترې ورکه کړه خوتر اوو ورځو وروسته چې وسلې او مهمات یې خلاص شول تاکتیکي په شا تګ یې وکړ.

په مطلب کې وړاندې د نیویارک ټایمز په حواله راغلي چې اوس دا ډله غواړي زرمت او نورو سیمو ته مخه کړي او هلته خپل مرکزونه پرانېزې خو امنیتي ځواکونه به اجازه ورنهکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*