Sep 18, 2016 12:25 Asia/Kabul
  • د وږي د میاشتې د اتویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو.

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د ناپیئلي غورځنګ په اولسمه سرمشریزه کښې د ایران د اسالمي جمهوریت د ولسمشر حسن روحاني د ګډون انځور چاپ کړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو لیکلي دي: مداخله غواړي قدرتونه د ولسونو په وړاندې له تسلیمیدو پرته بله لاره نه لري.

د خبر په تفصیل کښې لولو: دایران ولسمشر دناپییلی غورځنګ د مشرانو په اوولسمې (۱۷)غونډې کښې ددغه غورځنګ په څلور(۴) کلنې پړاویزې مشرۍ کښې د ایران د فعالیتونو او د بریاو په باره کښې دیو راپور په خپرولو سره د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو د ملګرتیاو او غږملتیا د پیاوړتیا دضرورت او دغه راز د ترټولو مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو په باره کښې دایران دریځونه او نظرونه بیان کړل .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې نن سبا په ټوله دنیا کښې صلح په ټولو اړخونو کښې له خطر او ګواښ سره مخ ده وویل: د ناپییلی غورځنګ غړي هیوادونه په اوسني پړاو کښې له بل هر وخت څخه زیات پیوستون ، غږملتیا او اتحاد ته ضرورت لری .

دایران ولسمشر دسیمې مشکلاتو ته په اشارې سره وویل ایران د سیمې او دنړیوالو شخړو د حل ترټولو ښه لاره خبرې ګڼی او په دې زمینه   کښې مخکښ وو او دی .

دایران ولسمشر په دې خبرې سره ایران په سیمه کښې د هرډول دعمل نوښت چې دخبرو پراساس وی د اختلافاتو دحل لپاره هرکلی کوی او جوته یې کړه اټومی موافقه د کړکیچونو او  چیلنجونو په صلح ایز ډول د حل لپاره د رغنده او مثبت تعامل لپاره یو کړچار او ستراتژۍ ده .

د ایران ولسمشرحسن روحانی  دغه راز د فلسطین موضوع او د صهیونیسټ رژیم نیواک ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ددنیا  په مختلفو سیمو کښې موجود چیلنجونه باید مونږ د فلسطین له موضوع او دفلسطین له خلکو غافل نکړی .

دایران ولسمشر ټینګار وکړ ایران تل د لوړو انسانی او ملی ارزښتونو او ددینی اعتقاداتو پراساس د فلسطین له خلکو او ایډیالونو ملاتړ دخپل خارجی سیاست په سر کښې وروستلی دی او تهران باوری دی د فلسطین دخلکو دفاع یوه انسانی موضوع او عمومی دنده ده .

د ناپییلی غورځنګ د غړیو هیوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د وینزویلا هیواد په مارګاریټا جزیرې کښې  د پراختیا لپاره د صلحې ، واکمنۍ او پیوستون په شعار سره له پرون څخه پیل شوی او نن به هم دوام ولری .

 

**         افکار

له تهرانه چاپیدونکې افکار ورځپاڼې بیا د سوریې په هکله یو خبر راخیستی دی او لیکلي یې دي: د روسیې امنیتی سرچینو وویل چې دسوریې په ختیځ کښې په دیر الزور هوایی اډې د امریکا دهوایی ځواک دجنګی الوتکو په پرونۍ حملې کښې څه دپاسه اتیا حکومتی عسکر وژل شوی او سل نور ژوبل شوي دي.

دروسیې او دغه راز دسوریې  پوځ وویل دسوریې پوځیان د دیر الزور هوایی اډې دننه د ترهګرو په کلابندۍ کښې ورغلل او دامریکا جنګی الوتکو ورباندې هوایی حمله وکړه .

د روسیې دفاع وزارت وویل چې دامریکا جنګی الوتکو په سوریې کښې په حکومتی عسکرو حملې سره  کابو اتیا پوځیان  وژلی او سلنور ژوبل کړی او  امریکا داعش ډلې ته دغه فرصت برابر کړ چې ددغه حملې په وسیله ځینې سیمې ونیسی .

د  روسیې دخارجه وزارت ویندویې میرمن ماریا زاخارووا هم وویل په دې خبرې کښې هیڅ شک نشته چې امریکا دداعش ډلې دفاع کوی .

هغې وویل روسیه له امریکا څخه کامل توضیح غواړی او دغه توضیح باید دملګروملتونو په امنیت شورا کښې ورکړی .

دسوریې حکومتی چارواکی وایی چې دامریکا هوایی ځواکونه دسوریې په شمال کښې دداعش ډلې دهوایی ځواک د رول دلوبولو په حال کښې دی او اسرائیل هم دسوریې په جنوب لویدیځ کښې دداعش ترهګرې ډلې دهوایی ځواک د رول د لوبولو کار پرغاړه لری .

دغه راز روسیې په سوریې کښې په حکومتی عسکرو د امریکا دجنګی الوتکو دحملې په باره کښې دغور لپاره د ملګروملتونو دامنیت شورا د غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .

په سوریې کښې په حکومتی عسکرو د امریکا دحملې په باره کښې د امنیت شورا غونډه نن ترسره کیږي .

روسیې تورلګولی چې دامریکا جنګی الوتکې په قصدی ډول دسوریې دحکومتی عسکرو په مرکزونو حملې کوي.

 

**         کیهان

له تهرانه چاپيدونکې کیهان ورځپاڼې هم د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې په غټو ټکیو لیکلي دي: سعودي عربستان په نړۍ کښې د تندلاریتوب او ترهګرو ترټولو ستر ملاتړی دی.

خبر زیاتوي چې په عراق او افغانستان کښې د امریکې پخوانی سفیر له اسرائیلو سره اړیکو ته د سعودیانو په مثبت لید باندې په ټینګار سره وویل: سعودیانو منلې ده چې له شپیتمې میلادی پیړۍ راهیسې یې د تندلارو او افراطی ډلو ملاتړ کړی او اصلی هدف یې ایران و.

زلمی خلیل زاد په پولیټیکو خپرندویه کښې خپره شوې خپله مقاله کښې زیاتوی: یو لوړرتبه سعودی چارواکی راته ایشوا کړه چې دغه هیواد په نړۍ کښې د تندلاریتوب ملاتړ کوی او اسرائیلو ته یې نظر ډیر مثبت دی. خلیل زاد لیکی: سعودی مسئولانو وضاحت ورکړی چې له افراط پالنې د هغوی ملاتړ هغه طریقه وه چې له دې مخکښې د افغانستان په شان هیوادونو کښې له شوروی اتحاد سره د مبارزې لپاره وکاروله شوه.

کیهان مخکښې لیکلي: په عراق او افغانستان کښې د امریکې پخوانی سفیر د خپلې مقالې په دوام کښې لیکلي دی چې سعودیان له بریالیتوب وروسته دې نتیجې ته ورسیدل چې له تندلاریتوب او تکفیری ډلو څخه په پراخه پیمانه د یو اوزار په توګه کار اخیستی شی. هغه ټینګار وکړ چې د سعودیانو دا کامیابه طریقه بیا وروسته د ایران او عربستان ترمینځ د جیوپالیټیک سیالیو په چوکاټ کښې د ایران خلاف وکاروله شوه.

هغه په دوام کښې لیکلی دی: د سعودی په سیاست کښې یو حقیقی بدلون او له تندلارو او تکفیری ډلو د دغه هیواد د ملاتړ ختمیدل پّ سیمه کښې د هغو ټولو د ماتې لپاره په هلوځلو کشې یو بدلون کیدی شی.

خلیل زاد لیکلی چې سعودی چارواکی همداشان د اسرائیلو په وړاندې یوه مثبته کړنلاره لری او ایران د ځآن لپاره یو ګواښ او خطر ګڼی نو په دې وجه باوری دی چې د هغوی ترمینځ زړه دښمنی د دواړو خواو ترمینځ د لازیاتې ملګرتیا خنډ نه شی.

هغه ټینګار وکړ چې سعودیانو په غیرمستقیمه توګه ویلی دی چې اسرائیلو ته نور د یو دښمن په سترګه نه ګوری او سعودی حکومت له اسرائیلو سره د مقابلې هیڅ پلان نه لری.

په عراق او افغانستان کښې د امریکې پخوانی سفیر زلمی خلیل زاد پخپله مقاله کښې همداشان لیکلی چې سعودیان په سیمه کښې په یوستر قدرت د بدلیدو تکل کوی څو د ایران په وړاندې انډول او تعادل ترلاسه کړی.

 

** کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د خبرو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په حواله لیکلي چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په هوکړه لیک کې هیڅ ډول تخنیکي ستونزه نه ده پاتې.

ویسا په خپل دغه مطلب کې د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له قوله لیکلي چې، کارونه روان دي او ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې دغه هوکړه لیک لاسلیک شي.

ویسا په خپل دغه مطلب کې دغه شان د ولسي جرګې د یو غړي نذیر احمد احمدزي له قوله لیکلي چې په دې برخه کې ځنډ د هیڅ چا په ګټه نه دی او افغان حکومت باید په دې برخه کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو دغه بریالیتوب به د افغان طالبانو په ګډون د نورو سخت دریځو وسله والو مخالفینو پر روحیې هم مثبته اغېزه وکړي او له حکومت سره به یې د سولې د خبرو پیل کېدو ته وهڅوي.

هېواد په دې اړه وړاندې په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چین د دایمي استازي مرستیال هم په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې پروسې ملاتړ وکړي.

 

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک ځنډ د خلکو د غبرګون لامل شوی او خلک اندېښمن دي او پوښتي چې د اسلامي حزب سره د سولې پر وړاندې اصلي خنډ څه دی؟ ولې هوکړه لیک نه لاسلیک کېږي؟ څوک د دغه هوکړه لیک مخالفت کوي او ولې یې کوي؟ حکومت لا هم دغو پوښتنو ته ځواب نه وايي، کله تخنیکي ستونزې پلمه کوي او کله بیا وايي چې ژر به دغه کار وشي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا دا یو ځواب هم سم نه دی، خلک باید پوه شي چې د سولې هوکړه لیک ولې نه لاسلېک کېږي؟

 

سرخط:

خو سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د داسې یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکلي چې جمعیت ډله او یو شمېر کابل مېشتي حزبیان په ښکاره د دغې هوکړې ملاتړ او په پټه مخالفت کوي.

سرخط په خپل دغه مطلب کې لیکلي چې دغه ډلې په خپلو کې پټې غوندې کوي او د حکمتیار د راتګ مخه نیسي.

خو د سر چینې په حواله په مطلب کې راغلي چې، ولسمشر یو کمېسیون ټاکلی چې کابل ته د حکمتیار د راتګ چارې تنظیم کړي چې مشري یې هم خپله کوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*