Nov 09, 2016 12:03 Asia/Kabul
  • د لړم د میاشتې د نولسمي نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو ډیرو قدرمنو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره حاضر شوي یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. عزیزانو له معمول سره سم نن هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.

ګرانو دوستانو د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې په غټو ټکو لیکلي دي: له برجام وروسته سترو تیلي شرکتونو ایران ته مخه کړې ده.

خبر زیاتوي چې د ایران د تیلو د وزیر په شتون کښې له چیني او فرانسوي شرکتونو سره د تیلو وړومبنۍ اصولي موافقه لاسلیک شوه.

ایراني شرکتونه د پارسِ جنوبي د یولسمې برخه به اجرا کښې اویا فیصده ونډه لري.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د تیلو وزیر بیژن نامدار زنګنه پرون په تهران کښې د پارسِ جنوبی ګازی میدان په پراختیا کښې د ملګرتیا لپاره د ایران د تیلو د ملی شرکت او د فرانسې د ټوټال شرکت د موافقې د لاسلیکیدو په دستوره کښې، ټوټال د ایران د تیلو په صنعت کښې یو مخکښ شرکت وباله او زیاته یې کړه: د چین د تیلو ملی شرکت CNPC هم د پارس جنوبی د یولسمې برخې په پراختیا کښې د ایران یو سټراټیجک شریک دی.

زنګنه په دې اړه د هیلې په څرګندولو سره چې د تیلو نوی تړونونه د ایران د تیلو او ګیس د تولید د وړتیا په زیاتولو کښې اغیزشیندونکی وی، ټینګار وکړ: ایران په نړیوالو بازارونو کښې د خپلې وندې د ساتنې لپاره هڅه کوی چې د تولید ساتنه، په دغه لاره کښې د بریالیتوب لپاره یو اصلی وارمخکښې شرط دی.

په دغو مراسمو کښې د فرانسې د ټوټال شرکت مدیر عامل پاټریک پویان هم وویل:د پارس جنوبی ګازی میدان د یولسمې برخې د پراختیا په لړ کښې د ایران د تیلو له ملی شرکت سره د ټوټال شرکت اصولی موافقه د یو په زړه پوری تجاری چوکاټ د رامینځته کیدو سبب شوې ده.

 

**         د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا خپل وړومبی سرټکی له سید حسن نصر ا... او د لبنان له لوړرتبه مسئولانو سره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر کتنې ته ځانګړی کړی او د ظریف له قوله یې لیکلي دي: د ترهګرۍ په وړاندې د لبنان ملاتړ کوو.

خبر زیاتوي چې محمد جواد ظریف پرون د لبنان د حزب ا... غورځنګ له عمومی منشی سید حسن نصر ا...، د دغه هیواد د پارلیمان له مشر نبیه بری، د روانو چارو له مسئول وزیراعظم تمام سلام او د لبنان د نوی حکومت د جوړونې له مامور وزیراعظم سعد حریری سره له ملاقاتونو وروسته د خبریالانو په ټول کښې په سیمه په تیره بیا سوریې او یمن کښې د سیاسی کړکیچونو له دوامه د اندیښنې په ښودلو سره ټینګار وکړ: پکار دی په دغو دواړو هیوادونو کښې زرترزره د وینه تویدنې مخنیوی وشی.

د ایران خارجه وزیر په یمن او سوریه کښې د کړکیچ هواری یوازې له سیاسی لاروچارو شونی وباله او څرګنده یې کړه: ټولو هیوادونو ته پکار دی چې په سیمه کښې د سولې او آرامښت د ټینګښت په لړ کښې ګام پورته کړی.

ظریف همداشان د لبنان د ولسمشر د غوره کیدو په وجه د دغه هیواد ولس ته د مبارکۍ په ورکولو سره وویل: ایران په لبنان کښې له روانې سیاسی کړنلارې ملاتړ کوی او هیله من دی چې د لبنان نوی حکومت زرترزره جوړ شی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له لبنان سره د اقتصادی او سوداګری ملګرتیاو د پراختیا لپاره د اسلامی ایران په هوډ باندې په ټینګار سره وویل: د لبنان د حکومت او ولس هره بریا د ایران بریا ده.

 

**         کیهان

له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې څخه د یو څو بهرنیو خبرونو لنډیز راخلو چې په دا ډول دي: په رام ا... کښې پنځو لاکو فلسطیني ماشومانو د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ته د یو لیک په لیکلو سره به نیواکي ځمکو کښې د اسرائیلو لخوا د نیول شویو فلسطیني ماشومانو د آزادۍ غوښتنه وکړه.

 

د موصل خلک د عراقي پوځیانو تود هرکلی کوي. د عراق د نینوا ولایت د موصل ښار خلکو له تیرو دوو کالو نه د داعشي تکفیریانو او ترهګرو جنایتونه له نزدې څخه لیدلي دي. په دغه ښار کښې د عراق د وسله والو ځواکونو د پرمختګ په وخت خلک د هغوي په لیدلو سره خوشالیږي، غیږې ورکوي او په خوږو او مټایانو سره یې هرکلی کوي.

 

او د قاهرې د هنر او رسنیو نړیوال فسټیول خپل وړومبۍ انعام د حشد الشعبي په نامه د عراق په ولسي مبارز ځواک پورې اړوند فلم ته ورکړ.

 

د روغتیا نړیوال سازمان په یمن کښې د آل سعود د جنایتونو په هکله خپلې تازه احصائیې اعلان کړې او ویلي یې دي چې په تیرو ۱۹ میاشتو کښې ۴۴ زره یمنیان د سعودیانو په لاس وژل شوي دي.

 

د سوریې په حلب کښې د جیش الاسلام په قصاب مشهور د دغې ترهګرې ډلې ډیر وحشي او خطرناک قومندان ووژل شو.

او

د پاکستان د پوځ قومندان راحیل شریف د هغو نهو ترهګرو د پانسۍ حکم تائید کړ چې په ۲۰۱۵کال کښې د پيښور په هوائي ډګر کښې په مسافري الوتکې باندې ډزې کونکي کسان هم پکښې شامل دي. راحیل شریف ویلي چې د هغو ټولو کسانو د اعدام یا پانسۍ حکم صادر شوی دی چې د پاکستان د خلکو او امنیتي ځواکونو په وژلې او ترهګرو بریدونو او همداشان په پوځي مرکزونو باندې بریدونو کښې یې لاس درلودلی وي.

 

**         د کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن هم د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپلې سر مقاله کې لیکلي، دا ځل د امریکا د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ توپیر لږ نه ډېر دی خو که هر نوماند بریالی شي په سټراټېژیکو پالیسو کې به یې ډېر څرګند بدلون رانهشي.

د سرمقالې لیکوال دا خبره په دې دلیل کوي چې د امریکا په څېر د لویو هېوادونو سیاستونه د بیروکراسۍ یوه خاصه ډله جوړوي چې ولسمشر او نور چارواکي پهکې بدلون نهشي راوستلای.

خو په سر مقاله کې وړاندې راغلي، سره له دې چې افغانستان او سیمه د امریکا په بهرني سیاست کې اوس هم پخوانی لومړیتوب لري خو ټرمپ او هيلري کلېنټن دواړه پرې چُپ وو.

دسرمقالې لیکوال لیکلي افغانان باید د امریکا د هېڅ ولسمشر او چارواکي د رحم او کرم هیله ونهکړي، دوی دې خپله غم په خپله وخوري.

د سولې او بینالافغاني تفاهم کومه لاره دې ومومي او له اوږد مهاله رنځه دې ځانونه وژغوري.

 

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې پر افغانستان نېغ په نېغه اغېز لري.

د سر مقالې لیکوال لیکلي، دلته ډېر ستر لومړیتوبونه او اړتیاوې شته چې د امریکا راتلونکی حکومت له افغانستان سره له پخوا ډېرو همکاریو او مرستو ته اړ باسي او دا مرستې به په اقتصادي ډګرونو کې لا پراختیا ومومي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي کله چې د امریکا همکاري له موږ سره پراخېږي نو لوېدیځه نړۍ، ناټو او نړیوال اسیايي بانکونه هم له افغانستان سره هرومرو اړیکې پراخوي.

دا ملګرتیا او همکاري به ترهګري او د هغوی روزونکي نور هم وځپي او هغه خطر به لهمنځه ولاړ شي چې افغانستان، امریکا او نړۍ ننګوي.

 

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا له افغانستان سره په هېڅ تړاو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ښځو په رول مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د پوښتنې په توګه مطرح شوي، ایا د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هيلري کلېنټن احتمالي بریا کېدای شي چېد ښځو د غورځنګ بریا وګنل شي؟

په مطلب کې راغلي، د هیلري کلېنټن په رسمي ویبسایټ کې د امریکا د ښځو لپاره د ګڼو پروګرامو یو لېست خپور شوی او د خپل هېواد ښځو ته یې ګڼې وعدې ورکړې دي.

په مطلب کې دغه شان راغلي چې هیلري کلېنټن ویلي که بریالی شي نو خپله نیمه کابینه به ښځو ته ورکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*