د لړم د میاشتې د شپږویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو ډیرو قدرمنو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره حاضر شوي یو او له مینې ډک سلامونه درته وایو. عزیزانو له معمول سره سم نن هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.
ګرانو دوستانو نن د تهران ورځپاڼو په سر کښې یې د ایران د ولسمشر او د چین د دفاع وزیر په کتنه کښې له شویو خبرواترو دا ټکی د خپل وړومبي خبر عنوان ګرځولی دی: د ترهګرۍ له ستر خطر سره د مقابلې لپاره د ایران او چین د ملګرتیا ضرورت.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کښې د چین د دفاع وزیر چانګ وانګ کوانګ په کتنه کښې زیاته کړه: ترهګري او د نورو په کورنیو چارو کښې د ځینو هیوادونو ناروا لاسوهنه دوه ستر خطرونه او ګواښونه دی.
د اسلامی ایران ولسمشر د سیمې د ثبات او امنیت د ساتنې او له ترهګرۍ سره د مبارزې د ساتنې لپاره د ایران د هلوځلو په بیانولو سره څرګنده کړه: د ترهګرۍ له ستر خطر سره د مقابلې او مبارزې لپاره باید د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې زیاتې شی.
ولسمشر روحانی په دې ټینګار سره چې د آسیا براعظم او د هند سمندر، چین سمندر او د فارس خلیج د مهمې سیمې امنیت د بیلیدو وړ نه دی، زیاته کړه: باید د آسیا امنیت د یوبل په مرستې سره وساتو او نن سبا هم د ایران اسلامی جمهوریت د نړیوال امنیت او ثبات په عملی کیدو کښې ډیر مهم رول په غاړه لری.
په دغه کتنه کښې د چین دفاع وزیر چانګ وان ګوانګ هم په سیمه کښې د ایران سټراټیجک موقعیت ته په اشارې سره په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینخ د ملګرتیا د پیاوړتیا د ضرورت یادونه وکړه او ویې ویل: چین تل د ایران له اسلامی جمهوریت سره ډیر نزدې دریځونه لري.
همدې وځپاڼې په یو بل خبر کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله لیکلي چې په ایران کښې د طالبانو د شتون خبر دروغ دی.
خبر زیاتوي چې بهرام قاسمي په ایران کښې د ځینو طالب مشرانو د شتون او له دغې ډلې سره د ایران د ملګرتیا په هکله د افغانستان د یوشمیر رسنیو د خبر د خپرولو په غبرګون کښې وویل: په ایران کښې د طالب وسله والو د شتون ادعا بې بنسټره او دروغ ده او د ایران افغانستان اړیکې د یو محوري حکومت او د دوستانه او ورورولیزو ملګرتیاو او د ګډو ګټو په اساس تعریف شوې دي.
** جام جم
له تهرانه چاپیدونکې جام جم ورځپاڼې د امریکې نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د اروپائي اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرانو د غبرګون په هکله خبر لپاره د هغوي دا خبره په غټو ټکیو راخیستې چې وائي: برجام په بشپړه توګه اجرا کوو.
ابرار په همدې تړاو یو بل خبر کښې د باراک اوباما له قوله لیکلي چې برجام یوازې زمونږ او ایرانیانو ترمینځ موافقه نه ده.
د امریکې ولسمشر باراک اوباما هیله څرګنده کړې چې د دغه هیواد منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ او په کانګرس کښې د هغه جمهوري غواړي ملګري (د ایران د ایټمي موافقې بریاو) ته پام وکړي.
ورځپاڼې همداشان په یو بل خبر کښې لیکلي چې د ایران دنظام دمصلحت د پیژندنې دټولنې سیکرټر محسن رضایی په دې خبرې سره چې مونږ په میز هرڅه چمتو لرو وویل مونږ هم په اټومی موافقې کښې د ملګرتیا دوام ته تیار یوو او هم دغه چمتووالی لرو که چیرې امریکا وغواړی د ایران داټومی موافقې په باره کښې بیا کتنه وکړی نو مونږ به په دې زمینه کښې لا اساسی بیا کتنه وکړو .
دایران د نظام دمصلحت د پیژندنې دټولنې سیکرټر محسن رضایی دامریکا د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې او وروسته د ډونالډ ټرامپ دریځونوته په پام سره دامریکا د ولسمشر په توګه دټرامپ له انتخابیدا وروسته د اټومی موافقې د برخلیک په باره کښې وویل: باید انتظار وکړو او وګورو کله چې ډونالډ ټرامپ د امریکا د ولسمشرۍ په څوکې کینی نو دریځ یې څه دی .
هغه دسیمې د اقتصاد په پیوستون تینګار سره وویل دډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو ختمول باید جدی وګڼل شی خو باید په داخل کښې باید ډیر انسجام پیدا کړو دایران نه ختیځ او لویدیځ سیاست د جنوبی اسیا او دلویدیځ د ګاونډیو قدرتونو په مقابل کښې دی .
** کیهان:
له تهرانه چاپيدونکې کیهان ورځپاڼه راخلوچې د خپلو بهرنیوخبرونو په برخه کښې یې لیکلي دي: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندوی«بهرام قاسمی» د نایجریا د په کانو ښار کښې پر حسینی ماتم کونکو باندی حملې ته په اشارې سره وویل: په یوه سوله ایزه او له هر ډول تاوتریخوالی او ګواښ څخه په یوې لیرې غونډې د بې رحمانه وژلې د صحنې تکرار، اندیښمنونکی او نه قبلیدونکی دی.
قاسمی، د تاوتریخوالی؛ او تفرقې د عواملو په وړاندی د نایجریا د مقامونو هوښیارې، او د داشان جنایتونو له تکراریدو څخه د مخنیوی کولو لپاره، د هغوی د جدی اقداماتو غوښتنه وکړه.
د نایجریا په کانو ښار کی د حسیني ماتم کونکو په مراسمو باندی د دغه هیواد د پوځ او پولیسو ځواکونو په حمله کی، ۴۸ کسان شهیدان، او نور په لس ګونه تنه ټپیان شول.
له بلې خوا د نایجیریا اسلامی غورځنګ هم پرون د یوې بیانیې په خپرولو سره د اربعین په سمبولیک لاریون کښې د دغه هیواد د پوځیانو لخوا د یاد غورځنګ د غړو وژله وغندله او هغه یې د بشریت خلاف د جنایت مصداق وباله.
په دغه بیانیه کښې راغلی دی: په مسلمانانو باندې د نایجیریا د پوځیانو حمله له مخکښې نه پلان شوې وه.
د نایجیریا اسلامی غورځنګ همداشان په ډله ایزو قبرونو کښې د دغه جنایت د قربانیانو د ښخولو لپاره د نایجیریا د پوځ له پریکړې سره په مخالفت سره ټینګار وکړ چې پوځ دې د قربانیانو مړی د هغوی کورنیو ته وسپاری.
د نایجریا پوځیانو تیره میاشت هم، د دغه هیواد د فونتوا په ښار کی د حسینې عاشورا په مراسمو باندی په حملې سره، لږ ترلږه ۲۰ کسان شهیدان، او یو شمیر نوریی ژوبل کړي وو.
** جمهوري اسلامي:
جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ په هندوستان کښې د صهیونیسټي رژیم خلاف د شویو مظاهرو خبر ته انعکاس ورکړی دی.
په دغه خبر کښې راغلي چې هندی محصلینو په نوی ډیلی کښې د اعتراضی مظاهرو په کولو سره له خپله هیواده د صهیونیسټی رژیم د مشر د وتلو غوښتنه وکړه.
په نوی ډیلی کښې مظاهره چیانو د (مړ دې وی اسرائیل) ، (مړ دې وی امپریالیزم) او (ژوندی دې وی فلسطین) په شان شعارونو په ورکولو سره په لویدیځه غاړه او غزه کښې د فلسطین د خلکو په نسل وژنه او ځپنه کښې د صهیونیسټی رژیم جنایتونه وغندله او د دغه رژیم له مشر روبن ریولین څخه یې وغوښتل چې له هندوستانه ووځی.
معترضینو د هند له حکومته هم وغوښتل چې د قدس له نیواکګر رژیم سره خپلې اړیکې غوڅې کړی.
په یادو مظاهرو کښې ګډونوالو له نړیوالو ټولنو وغوښتل چې د فلسطین د مظلومو خلکو خلاف د صهیونیسټانو دوامداره جنایتونه ختم کړی.
هغوی همداشان په نوی ډیلی کښې د صهیونیسټی رژیم د سفارت مخې ته د رسیدو هڅه وکړه خو هندی پولیسو یې مخه ونیوله. د دغه رژیم وزیراعظم روبن ریولین د هندوستان د ولسمشر پرناب مکرجی په بلنه په شپږ ورځنی سفر هند ته تللی دی.
ټاکل شوې چې د هندوستان مسلمانان هم د جمعې په ورځ په دغه سفر باندې په اعتراض کښې د جمعې له لمانځه وروسته په نوی ډیلی کښې مظاهرې وکړی.
** د کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسي جرګې لهخوا د وزیرانو د استيضاح او حکومت سره د تقابل د موضوع په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، داسې ښکاري چې ولسي جرګه او حکومت دواړه پر تړلي واټ ورننوتي دي.
سرخط په خپلې سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، ولسي جرګې يوه بده تيږه دا کېښوده چې د وزیرانو په غياب کې بې له دې چې څرګندونې او دلايل يې واوري، لګيا ده د استيضاح شويو وکيلانو په غياب کې صندوقونه ږدي او د څرګندونو او دلايلو له اورېدو او ارزولو پرته، ځيني بې واکه اعلان کړي او ځينې بریالي راوباسي.
په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې حکومت بیا د سياسي تدبير پر ځای د غبرګون پر بريد درېدلی، ځکه خو يې د ولسي جرګې غيابي استيضاح سترې محکمې ته لېږلې ده.
په سرمقاله کې راغلي ستره محکمه د قانون د تفسير مرجع نه ده، د اساسي قانون د موادو، مندرجاتو د ابهام رڼاوی د اساسي قانون د څار د خپلواک کمېسيون دنده او مسؤليت دی، خو څنګه چې په دې اړه د اساسي قانون په کومه ماده کې ابهام نه شي ليدل کېدای او د ولسمشر پرېکړه غواړي، ځکه خو يې هغه سترې محکمې ته راجع کړې ده.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا همدې موضوع ته په پام سره په خپلې سرمقاله کې لیکلي دي، ستونزه باید ژوره نهشي.
هېواد وړاندې په خپله سر مقاله کې په دې اړه لیکلي، هېواد هسې هم له ستونزو سره مخ دی، ګڼ هېوادونه په سیاسي، پوځي او یو شمېر نورو برخو کې لاسوهنې کوي، په هېواد د تپل شوي اور جګړې ته لا نور تېل هم ورشیندل کېږي او تاریخي دښمنان په ښکاره توګه د ترهګرو او مخالفینو ملاتړ کوي نو په داسې حالاتو کې به غوره دا وي چې د حکومت اجرائیه، قضایه او مقننه قوې په ګډه دغه ستونزه حل کړي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د یادې موضوع په اړه د مشرانو جرګې د تېرې ورځې په غونډه کې د یادې جرګې د لومړي مرستیال حسیب الله کلیمزي په حواله سترې محکمې ته د حکومت لهخوا د وزیرانو د استېضاح د موضوع راجع کول د یاد ارګان کار نهدی بللی.
په مطلب کې د ولسي جرګې د مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر په حواله هم راغلي چې دا د محکمې کار نهدی او که حکومت په دې ډول کړنو سره غواړي ځان وغولوي نو هغه بېله خبره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*