Feb 22, 2017 12:10 Asia/Kabul
  • د کب د میاشتې د څلورمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د ایران د نورو ډیرو ورځپاڼو په شان یې خپل وړومبی خبر د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ په شپږم نړیوال کانفرنس کښې د د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا ته ځانګړی کړی او د دوي له خولې یې په غټو ټکیو لیکلي دي: ټول اسلامي او ملي بهیرونه دې د فلسطین د ارمان په خدمت کښې راشي.

په دغه غونډه کښې د معظم رهبر د وینا ځینې مهمې برخې په دا ډول دي:

دریمه انتفاضه به د مبارزو د تاریخ یوه ډیره مهمه مرحله رامینځته کړي او په غاصب رژيم به یوه بله ماتې وروتپي.

دفلسطین د مقاومت کونکي میړني،صابر اومظلوم ملت غمجنه او بوږنونکي قضیه ، په حقیقت کې دهر آزادي ، عدالت او حق غواړي انسان زړه دردوي او له هغوي سره په غم کې شریک کیږي .

 حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  په دوام کې وفرمايل ؛دفلسطین دمظلوم ملت  وحشي ډوله ځپل، پراخې نیونې ، قتل عام او لوتول ، د دغه ملت دټاټوبو نیولل  او په هغو کې بیا دښارګوټو جوړول ، دمسجد الاقصی  او نورو اسلامی  او مسیحي سپيڅلوځایونو   او دقدس دسپيڅلي ښآر  دڅيرې او هویّت دبدلولولپاره هڅه، له دغه جنایتکار  او وحشي ډوله صهونیسټي رژیم څخه  دامریکا اوځينو نورو لودیځي  حکومتونو  په هر اړخیز ملاتړونو سره  په داسې حال کې دوام لري چې  له بده مرغه   له غوره  نړیوال  غبرګون سره  مخامخ    نه دي .

دمسلمانانو ولی امر وفرمائيل ؛ دفلسطین تاریخ او ظالمانه نیواک  او د دغه اتل ملت  میړنی مقاومت او  دمیلیونونو انسانانو کډوالیدا ،ډيرې ټيټې هسکې لري .   د فلسطین  ملت   ته دا ویاړ حاصل دی چې  خداوندمتعال  پر دوي  احسان کړی  او  د الاقصی جومات او  د دغه سپيڅلي ټاټوبي  څخه د دفاع ستر رسالت ئې  د دوي پر  اوږو ایښی دی .

 د اسلامی انقلاب معظم  لارښود او  دمسلمانانو ولی امر   یادونه وکړه ،  په تاریخ کې  هوښیاره هڅه اوځيرتیا  ښئ چې  دتاریخ په هیڅ یوه پړاؤ کې  دنړۍ یو ملت هم  د دغه شان بوږنونکي،او  ظالمانه او غیر انساني قضیې سره لاس او ګریوان شوی نه دی .

دوي پخپلې وینا کې  وویل ،  دسیمې په څو اسلامی هیوادونو کې  روانې شخړې لامل شوي دي،څو دفلسطین له موضوع  او دقدس  دآزادۍ له سپيڅلي آئيډیا  ملاتړ پيکه شي،د دغو بحرانونو اوشخړو نتیجې ته  پام کول،  مونږ  ته   رازده   کوي چې  له دغې قضیې  کوم قدرتونه ګټه  پورته کوي؟

 حضرت آیت  ا...العظمی سید علی خامنه ای ټينګار وکړ،هغه کسان چې  په  سیمې کې ئې  صهونیسټ رژیم راپنځولی دی څو د یوې اوږدې جګړې دتپلو له  لارې، د سیمې د پرمختګ، او د سولې اوثبات دټينګیدو  خنډ شي . اوس دا دی  پرټولو روښانه شوې چې، د موجوده فتنو ترشا ولاړ دی .

 

جمهوري اسلامي:

له تهرانه چاپيدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ په کانفرنس کښې د ګډون لپاره راغلي د پاکستان د وزیراعظم د خارجه چارو د سلاکار سرتاج عزیز او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف د ملاقات خبر راخیستی او لیکلي یې دي چې دواړو چارواکو د ایران او پاکستان د ملګرتیاو په پراختیا ټینګار وکړ.

د خبر په تفصیل کښې لولو: د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایران او پاکستان ښو سیاسی تعلقاتو ته په اشارې سره د بجلۍ د انتقال، انرجۍ، بېنکی چارو، ګمرکی ملګرتیاو او پوله ایزو تبادلاتو په شمول په تعریف شویو اقتصادی طرحو کښې د دواړو هېوادونو ملګرتیاوې مهمې وبللې.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون مازیګر په تهران کښې د پاکستان د وزیراعظم د سلاکار په کتنه کښې وویل، دا هیله موجوده ده چې په ګډو کوششونو سره به تعریف شوی تعلقات مضبوط او د طرحو اجرا ګړندۍ شی چې دواړه هېوادونه د دوه اړخیزو اقتصادی تعلقاتو د لازیاتې ودې او ترقۍ چې د د هغوی او سیمې په ګټه وی کتونکی وی.

ظریف د فارس خلیج دوو مهمو هېوادونو ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر وروستی سفر ته په اشارې سره زیاته کړ، د سیمې هېوادونه د نظر تبادلې او د تفاهم زیاتېدو ته ضرورت لری چې له دې لارې یې ترمېنځ غلط فهمۍ او تاوتریخوالی ختم شی.

په بهرنیو چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز هم په دغه کتنه کښې تهران ته له بیا سفر او له جواد ظریف او د ایران له نورو لوړ رتبه چارواکو  سره له کتنې څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: پاکستان د ترهه ګرۍ په خلاف اقداماتو ته دوام ورکړے دے. هغه له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د سیمه ایزو ملګرتیاو د پراختیا غوښتنه وکړه. دواړو چارواکو همدارنګ د ایران، پاکستان او افغانستان درې اړخیزو ملګرتیاو په اړه خبرې اترې وکړې.

 

کابل چاپ:

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې له امریکایي سناتورانو سره د ولسمشر غني خبرو آترو او د امنیتي ځواکونو له خوا د جمهور رئیس د لومړي مرستیال د کور محاصره کولو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې ولسمشر غني له یو شمېر امریکایي سناتورانو سره ولیدل او پر بېلابېلو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.

په مطلب کې راغلي چې سناتورانو په افغانستان کې له شويو پرمختګونو څخه ستاینه کړې او ډاډ یې ورکړی چې امریکا به له دې هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

ویسا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې موضوع ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې ولسمشر غني او امریکایي سناتورانو له سیاسي او امنیتي مسایلو سربېره پر اقتصادي برخو په تېره د پانګې اچونې په اړه هم خبرې کړي.

د مطلب لیکوال د ارګ د اعلامیې پر اساس څرګنده کړې چې امریکایي سناتورانو ویلي چې افغانستان کې ښه پرمختګونه شوي او نورو اقداماتوته هم اړتیا ده.

دې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور د محاصرې په اړه هم یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د ښاغلي دوستم له قوله په غټو ټکو لیکل شوي، که په کابل ښار کې کومه پېښه وشي بانکونه او عامه شتمنۍ به چور شي.

 

انیس دولتي ورځپاڼې هم پر همدې مسئلې مطلب خپور کړی او د جنرال دوستم دا خبره یې خپره کړې چې وایي، دی تل د هېواد پر ثبات فکر کوي او په افغانستان کې د امنیت ټینګښت یوه اړتیا بولي.

په مطلب کې د جنرال دوستم په حواله راغلي چې افغانستان په یوه حساسه مرحله کې ده او روانه وضع پری اغېز لري.

 

او ملي آرمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د عبدالرشید دوستم له قوله ویلي چې د ده د اوسېدو ځای د امنیتي ځواکونو له خوا نه دی محاصره شوی.

په مطلب کې همدا راز د جنرال دوستم له قوله ویل شوي چې دی له ولسمشر سره اختلاف نه لري خو هغه ته ځینې نېږدې کسان ورته ناسم ذهنیت ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*