د کب د میاشتې د اتلسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په یولړ مراسمو کښې د ولسمشر حسن روحاني کړې خبرې راخیستې دي چې ویې ویل: حکومت د ولس د له لاسه تللو حقوقو د راستنولو په حال کښې دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو: ډاکټر حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چې نن سبا د ۲۰۱۶ میلادی کال په پرتله څه د پاسه دوه برابر تیل په ایران کې تولید او صادریږی وویل: د تیلو دا ونډه د ایرانی ملت حق و او نورو د ظالمانه بایکاټونو په سیوري کې د خلکو حق غصب کړی وو .
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی د دې خبرې په کولو سره چی په برجام کې یو هغه حق چی ایرانی ملت ته ورستون شو د تیلو په تولید او صادراتو کې د ملت حق وو وویل د تیلو له بازاره د ایرانی ملت ونډه بیرته اخیستل د ملت حق و.
ښاغلی روحانی وویل د ایران د تیلو ډیپلوماسي سبب شوه چی له اسلامی ایران پرته نور ټړول تولیدونکی د خپلو تیلو تولید کم کړی ، خو نن ایران خپل تیل په هر اخیستونکی هیواد خرڅولې شی او نور مجبوره ندې چی د تیلو پیسې په خاصو شرایطو ترلاسه کړی .
کیهان:
له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راخلو چې د نورو خبرونو ترڅنګ یې په عراق کښې د داعش خلاف د روانو عملیاتو او همداشان موصل ته د عراق د وزیراعظم حیدر العبادي د پروني سفر په هکله یو خبر راخیستی دی. د دې خبر په عنوان کښې یې د حیدر العبادي له خولې لیکلي دي: داعشیان له تسلمیدو یا وژل کیدو پرته بله لاره نه لري.
د عراق وزیراعظم وویل: د داعش ترهګرې ډلې کسان د تیښتې لار نه لری، یا خو دې تسلیم شی او یا به ووژل شی.
حیدر العبادی پرون د نینوا ولایت په مرکز موصل کښې د لوړرتبه پوځی قومندانانو په کتنه کښې د موصل په لویدیځه برخه کښې د حکومتی ودانیو آزادۍ ته په اشارې سره وویل: داعش په عراق کښې خپلې وروستۍ ورځې تیروی.
العبادی د موصل له خلکو وغوښتل چې له داعش سره په مقابله کښې د عراق د امنیتی ځواکونو مرسته وکړی څو امنیت موصل ته راستون شی.
د عراق وزیراعظم پرون سهار د موصل د ښی برخې د آزادونې له بهیره د خبرتیا لپاره د دغه ښار لویدیځې برخې ته په سفر تللی دی.
عراقی ځواکونو بیګا نیمه شپه د موصل د ولایت ودانۍ او د نینوا د عملیاتی قومندانۍ مرکز د داعش ترهګرو له شتونه بیخی پاک کړ.
جمهوري اسلامي:
له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې د فلسطین د موضوع په هکله یو خبر راخیستی دی او لیکي چې د ملګرو ملتو غړی هیوادونه دې صهیونیسټ میشت ښارګی بایکاټ کړي.
د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا لوړ کمشنر په خپل نوي رپورټ کښې د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له اسرائیلی ښارګی میشتو سره له هرډول سوداګری ملګرتیا ډډه وکړی.
په ملګرو ملتو کښې د بشری حقوق د شورا لوړ کمشنر زید بن رعد بن الحسین په هغه مسوده کښې چې په راتلونکو څو ورځو کښې به خپره شی، د فلسطینیانو د ځمکو په مصادره کولو او قبضه کولو باندې د اسرائیلو په تورنولو سره وویل: په نیواکی فلسطین کښې صهیونیسټی ښارګی غیرقانونی دی او اوسیدونکی یې باید د نړۍ د ټولو هیوادونو لخوا بایکاټ شی.
هغه د خپل رپورټ په مسوده کښې راوړی دی چې د فلسطینی ټاټوبی د نیواک له شپږو لسیزو زیات تیریږی او اسرائیل په چټکۍ سره او بې له کوم ځنډه د صهیونیسټ میشتو ښارګیو جوړونې او پراخونې ته دوام ورکوی.
هغه وویل چې دې سیاست په فلسطین کښې بشری حقوقو ته سخت تاوان رسولی او د ملګرو ملتو غړی هیوادونه دې د اسرائیلو لخوا د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ کښې شریک نه شی.
د ایران د خارجه وزارت د اروپا او امریکا د چارو مرستیال وویل: د ایران اسلامی جمهوریت په لوکزامبرګ کښې د خپلو توقیف شویو پیسو تعقیبونه کوی.
د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچی نن په لوکزامبرګ کښې د ایران د یو میلیارډ او شپږ سوه میلیونه ډالرو د بلاک کیدو په هکله وویل: دا پیسې د ایران د مرکزی بانک دی او د بندیزونو په دوران کښې په اروپا کښې وې او د بندیزونو په وجه ورته د ایران د لاسرسۍ امکان نه و.
ایران:
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا په لوکزامبرګ کښې د ایران د پيسو د توقیف کیدو خبر ته د ایران د غبرګون په هکله لیکلي دي چې ایران په لوکزامبرګ کښې د خپلو بلاک شویو پیسو د راخلاصولو کوشش کوي.
د ایران د خارجه وزارت د اروپا او امریکا د چارو مرستیال وویل: د ایران اسلامی جمهوریت په لوکزامبرګ کښې د خپلو توقیف شویو پیسو تعقیبونه کوی.
تخت روانچی زیاته کړه: د ایران د مرکزی بانک وکیلان د لوکزمبرګی شرکت له وکیلانو سره په تماس کښې دی څو بلاک شوې پانګه آزاده کړی شی.
د ویلو ده چې د لوکزمبرګ یو قاضی د امریکې په مشرۍ د ایران خلاف د لویدیځ د غلیمانه سیاستونو په دوام کښې په دغه هیواد کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د مرکزی بانک د ۱ میلیارډ او ۶۰۰ میلیون ډالرو د بلاک کولو حکم ورکړی دی.
د ایران د خارجه وزارت مرستیال همداشان د سپینې ماڼۍ د چارواکو لخوا د ایران ګواښلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ نور چارواکی پوهیږی چې له اسلامی ایران سره د ګواښ او زور په ژبه خبره نه شی کیدی او له دیرشو کالو زیاتې تجربې ښودلې ده چې ګواښ، رعب اچول او تندې او بې بنیاده خبرې اپوټه اثر لری.
هغه د فارس خلیج د څنډې هیوادونو سره د تهران د اړیکو په هکله هم وویل: ایران په فارس خلیج کښې له خپلو وروڼو سره د اړیکو هیله لری.
کابل چاپ ورځپاڼې:
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې او په دې برخه کې شوېو پرمختګونو او ستونزو ته ځانګړي شوي.
سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ ښځو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده او لیکلي یی دي چې ۱۶ کاله وروسته د مارچ اتمه.
په مطلب کې راغلي چې هرکال په دې ورځ په افغانستان کې هم د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي او په غونډو کې پر دې بحث کېږي چې د ښځو پر وړاندې پراته خنډونه باید لېرې شي.
خو لیکوال وایي چې لا تر اوسه هم د افغان ښځو پر وړاندې ډېرې ستونزې او ناخوالی شته او هغه شان چې لازمه وه په دې برخه کې پرمختګ ندی شوی.
دې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې که هم په دې هکله لیکلي چې افغان ښځې لا هم وهل او ټکول کېږي او له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.
ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې عنوان لاندې لیکلې: د مارچ اتمه یوه بله د کاذبو شعارونو ورځ.
په سرمقاله کې راغلي چې دا ورځ هر کال په ډېر درز سره لمانځل کېږي چې سرمقاله لیکونکی وایی له دې نه یوازې څو محدودو څېرو او ارګانونو ګټه پورته کړې.
سرمقاله لیکونکی وایي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو وایي چې د ښځو د حقونو له شعاره یو څو ادارو له بهرنیانو نه مادي امتیازات ترلاسه کړل.
سرمقاله لیکونکی په پای کې سپارښتنه کوي چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید د لویدیځې ټولنې له دوده د تقلید پرځای اساسي هڅې وشي او هغه شان چې لازمه ده په دې برخه کې کار ترسره شي.
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او ویلي یی دي چې د ښځو هلو ځلو او زیارونو ته باید په کمه ونه کتل شي.
لیکوال وایي، افغان ښځو له ډېرې پخوا نه د نارینه و ترڅنګ د خپل هېواد د ساتنې په برخه کې ونډه اخیستې او د ټولنې د اصلاح لپاره یې اساسي رول لوبولای او لا هم هلې ځلې کوي.
او چراغ ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې افغان ښځې د بیوزلۍ او هېرېدو په منځ کې.
سرمقاله لیکونکي لیکلي چې میلیونونه افغان ښځې لا هم په بې خبرۍ کې ژوند کوي او د مور، مېرمن او خور په توګه د ژوند له لومړنیو خدماتو څخه برخمنې نه دي.
سرمقاله لیکونکی انتقاد کوي چې له افغان ښځو سره سلګونه میلیونه ډالره مرسته وشوه خو د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره هغه شان چې لازمه وه ورڅخه ګټه نه ده پورته شوې.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*