د کب د میاشتې د نولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن هم اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په لاس د نیالګیو د کښینولو انځور چاپ کړی او د دوي له خولې يې په غټو ټکیو لیکلي دي: یوه ډله سوداګر د هیواد ځنګلونو ته لاندې وتي دي.
د خبر په دوام کښې راغلي چې د طبیعی سرچینو په اونۍ کښې د اسلامی انقلاب معظم رهبر پرون سهار د میوې د ونو دوه نیالګی کښینول.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای بیا په یوه وینا کښې د شنې فضا او چمنونو اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: د دوړو، د هوا د ککړوالی او د ښارونو د هوا د ناسالموالی ستره وجه د شنکیو او ونو بوټو کمی دی او په ایران کښې د صحرائی سیمو پراخوالی او اقلیمی موقعیت ته په پام سره د ونوبوټو او شنو زرغونو سیمو ساتنه څو چنده اهمیت لری.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداشان وویل چې د ایران د شمال ارزښتناک ځنګلونه د نړۍ په کم مثاله ځنګلونو کښې شامل دی خو یوه ډله سوداګر ملی ګټو ته له پاملرنې پرته ځنګلونه او د هیواد ګټې خرابوی او پکار دی چې دغه ځنګلونه د هغوی له لاس وهنې وساتل شی.
هغوی ټینګار وکړ چې د ځنګلونو، څړځایونو او کرهڼیزو ځمکو د برخې مسئولانو ته پکار دی چې د دې سترې ملی پانګې ساتنه وکړی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر همداشان د ونې کرنې مراسم د ایران شین زرغون طبیعت ته د خلکو د احترام مثال وباله.
ورځپاڼې یادونه کړې چې د هر کال د کب د میاشتې پنځلسمه یعنې د مارچ پنځمه نیټه په ایران کښې د ونې کرنې ورځ نوموله شوې ده.
آرمان:
د تهران چاپ آرمان ورځپاڼې خپل وړومبی خبر د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پرونیو څرګندونو ته ځانګړی کړی دی چې ویې ویل: په مختلفو ډګرونو کښې ننی جنګ، د ارادو جنګ دی.
ولسمشر حسن روحانی پرون په مشهد ښار کښې د اسلامی نړۍ د شهیدانو او د شهید د ورځې د نمانځنې په نړیواله غونډه کښې زیاته کړه: ایرانی ځوانان د اته کلنې مقدسې دفاع په دوران کښې په ارادې او هوډ سره بریالی شول، لکه څنګه چې د لبنان حزب ا... د ارادو په جنګ کښې پر صهیونیسټی رژیم برلاسی شو.
: د اسلامی ایران ولسمشر په دې ټکی باندې په ټینګار سره چې د خلکو له ایمان، مقاومت او اتحاده غوره هیڅ وسله نشته، وویل: د لبنان د حزب ا... مومن ځوانان بې له پوځی تجهیزاتو وتوانیدل چې په ۳۳ ورځنی جنګ کښې د ظالم، غاصب او د ماشومانو د وژونکی صهیونیسټی رژیم په وړاندې ودریږی څو د صهیونیسټی رژیم ظاهری هیبت مات شی.
ښاغلی روحانی همداشان وویل: د حزب ا... بریالیتوب پوځی بریا نه وه بلکې د ارادو بریا وه او د ارادو په جنګ کښې د عراق ولس هم د ترهګرو په وړاندې بریالی شو.
هغه د عراق بدلونونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: ترهګرو د ارادو په جنګ کښې د عراق له خلکو ماتې وخوړله او ډیر زر به ټول عراق د ترهګرو له شتونه پاک شی.
ولسمشر د سیمې د ځینو هیوادونو لخوا د وسلو پیرلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د پرمختللو وسلو او پوځی تجهیزاتو اخیستل د کامیابۍ سبب نه ګرځی ځکه چې د یمن غریب خلک په خپل ایمان او کلکې ارادې سره د تیری ګرو په وړاندې بریالی شوی دی.
حسن روحانی د خپلې وینا په دوام کښې څرګنده کړه: هغه څه چې ایران د امریکې، صهیونیسټی رژیم او د هغو د لاس پوڅو په وړاندې بریالی کوی، یوازې وسله نه ده بلکې ایمان، اراده او ولسی مقاومت دی.
ایران:
ایران ورځپاڼه ګورو چې دا هم له تهرانه چاپیږي. دې ورځپاڼې په یوه برخه کښې په اسلام آباد کښې د ایران د سفیر او د پاکستان د پخواني ولسمشر ترمینځ د کتنې خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر سره په کتنه کښې د ایران او پاکستان د اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د پاکستان پخوانی ولسمشر آصف علی زرداری په اسلام آباد کښې د ایران له سفیر مهدی هنردوست سره وکتل. زرداری په دغه کتنه کښې ایران د سیمې یو ستر قدرت وباله.
د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر همداشان په ټولو پړاونو په تیره بیا په پاکستان کښې د پیپلز ګوند د حکومت په دوران کښې له ایران سره د پاکستان دوستانه اړیکو ته په اشارې سره وویل: په هغه وخت کښې په دوه اړخیزو اړیکو کښې ښه پرمختګونه وشول او د ایران-پاکستان د ګیس پایپ لاین تړون هم د پیپلز پارټۍ په حکومت کښې لاسلیک شو.
په دغه کتنه کښې په اسلام آباد کښې د ایران سفیر مهدی هنردوست هم وویل: د تهران-اسلام آباد اړیکې په سمه لاره او مخ په زیاتیدو روانې دی او د اړیکو د لاپراختیا په تیرا بیا د سوداګری مناسباتو د اندازې د لوړولو لپاره د دواړو خواو هلې ځلې دوام لری.
بهرنی ورځپاڼې:
ګڼو نړیوالو ورځپاڼو او خپرونو په کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون د وروستي ډله ییز برید په اړه لیکنې، راپورونه او مقالې خپرې کړي دي.
د نیوزویک اونیزه په دې اړه په یو راپور کې وايي، بریدګرو د ډاکټرانو په څېر جامې اغوستې وې او روغتون ته د روغتون د ودانۍ د شا له خوا تر یوې چاودنې وروسته ننوتي دي.
نیوزویک وړاندې لیکي:
داعش وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت په داسې حال کې پر غاړه اخیستی دی چې تر دې یوه میاشت مخکې یې هم کابل ښار کې د یو بل خونړي برید پړه منلې وه.
اونیزې افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو ته په اشارې په دې هېواد کې د امریکايي جنرال جان نیکلسن هغه څرګندونې هم یادې کړې چې افغانستان کې یې د نورو بهرنیو سرتیرو غوښتنه کړې وه.
نیوزیک زیاتوي تراوسه د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله راتلونکې پالیسي نه ده روښانه کړې.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ کابل کې پر څلورسوه بستریز پوځي روغتون د برید په اړه او دا چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی په یو خپاره کړي راپور کې لیکلي، په داعش ډلې پورې پیئلي وسله وال د افغانستان ختیځ کې د پښو ټینګولو هڅه کوي خو دا ډله په پرله پسې توګه د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نړیوالو هوايي ځواکونو له هوايي بریدونو سره مخ ده.
ورځپاڼه د امریکا د پوځ د یو ویاند له خولې وايي چې د دې ډلې ۷۰۰ وسله وال په دې وروستیو کې وژل شوي دي.
نیویارک ټایمز وايي، پر دې سربېره دا ډله کابل کې په زیاتیدونکې توګه د ځان وژونکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي چې پر دې روغتون برید یې تر اوسه تر ټولو پیچلی او ماهرانه برید ګڼل کېږي.
فوربس خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې د پاکستان له خوا د افغانستان سره د سرحدونو د تړلو او پر افغانستان او په دې هېواد کې د ناټو پر ځواکونو یې د دې کار پر اقتصادي اغېزو لیکنه کړې.
د لیکوال په وینا د ۴۸ ساعتونو لپاره د سپین بولدک او تورخم د سرحدونو پرانیستل د هغو کسانو لپاره یو وړوکی او ډېر ناوخته اقدام دی چې دوه اوونۍ یې له پولي اغاړه د دې لارو د پرانیستو لپاره په انتظار تېرې کړي دي.
فوربس وايي، پاکستان یو شمېر مسافرو ته چې د پولي اغاړه د ویزو او اسنادو د لرلو سربیره ایسار وو افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړه، خو هغو عادي خلکو ته چې تل له دې لارې په منظمه توګه تګ راتګ کوي او د تجارتي موادو کانټینرونو ته یې افغانستان ته د تلو اجازه نه ده ورکړې.
فوربس وايي، پاکستان باید بې له ځنډه د مهاجرینو او افغانستان سره د قانوني سوداګرۍ لپاره تړلې لارې پرانېزي.
د فوربس خپرونې په وینا، د قانوني سوداګرۍ پر مخ د پاکستان له خوا دوه اونۍ د لارې تړل کیدو ترهګرو ته د تازه نفس اخیستو فرصت ورکړی او هم یې افغان امنیتي ځواکونو او ناټو ته پر انتقالاتو اغېز کړی دی.
د فوربس په وینا د دې لارې تړل د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د افغان او ناټو ځواکونو د هغو اکمالاتو لپاره ناوړه عواقب لري چې د طالبانو، حقاني شبکې او داعش د وسله والو پر ضد یې کوي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*