تاریخ پاڼه شماره ۳۵۶
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له لسمې نیټې سره برابره ده.
یو زرو څلویښت کاله وړاندې، د ۳۹۸ سپوږمیز کال د جمادی الثانی په یوولسمه نېټه، د ځینو تاریخی حوالوو له مخې، ایرانی شاعر او لیکوال، بدیع الزمان همدانی وفات شو.
هغه د ایران په لویدیځ، همدان کې وزږید او پر فاضل همدانی مشهور شو.
بدیع الزمان په عربی نظم او نثر کې هم ځانګړی تبحر درلود.
هغه په بدیهه توګه شعرونه ویل.
ددې ایرانی شاعر او لیکوال له آثارو څخه، رسائل بدیح الزمان او د شعرونو دیوان ته اشاره کولاش وو.
««««««««««««
اووه سوه څلور اتیا کاله وړاندې، د ۶۵۴سپوږمیز کال د جمادی الثانی په ۱۱مه نېټه، عرب لیکوال او شاعر، ابن شعار وفات شو.
هغه د عراق په شمالی ښار، موصل کې وزږید او د زده کړو له بشپړولو وروسته په دربار کې یوه مقام ته ورسید.
دې قدرمن ادیب د خپل وخت ادیبانو او شاعرانو د حال شرحې راټولولو لپآره خپل پنځوس کاله عمر تېر کړ چې ددې هڅو نتیجه، د (( عقود الجمان)) کتاب لیکل و.
««««««««««««
دوه اویا کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1945میلادی کال د مارچ په لسمه نېټه د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې امریکائی جنګی الوتکو د جاپان پائېتخت ټوکیو سخت بمباری کړ. په دغه پراخه حمله کښې په سلګونو امریکائی بم غورزوونکو په ځلونو په ټوکیو باندې بمونه اورول.په دغه ورځ د سختو بمباریو له کبله تقریباً یو لک عامه جاپانیان خلک ووژل شول. د امریکې دغه حمله د جاپان په غېر فوځی سیمو باندې د امریکې د حملو له لړۍ څخه وه چې دغه هېواد تسلمېدو ته مجبور کړی. خو د دې باوجود جاپان د 1945 کال تر اګسته پورې چې امریکې هېروشیما او ناکازاکی ښارونو باندې اېټم بمونه وغورزول او په لکونو بې ګناه انسانان یې ووژل امریکې ته تسلیم نۀ شو.
««««««««««««
دوه دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۶۳ لمریز کال د کب په شلمه نېټه، تکړه فقیه او مجاهد عالم، آیت الله حاج آقا حسین خادمی وفات شو.
آیت الله حسین خادمی اصفهانی په ۱۲۸۰ لمریز کال کې په اصفهان کې وزږید.
هغه د لومړنیو او سطحی علومو له زده کړې وروسته نجف اشرف ته ولاړ او د میرزا نائینی، سید ابوالحسن اصفهانی او شیخ محمد جواد بلاغی په شان استادانو څخه علمی ګټه پورته کړه.
آیت الله خادمی په ۲۶ کلنۍ کې د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید او اصفهان ته له بیرته ستنېدو وروسته، یې خپل د فقې او اصولو ددرس حلقه جوړه کړه او ډېر شاګردان یې وروزل.
دوی د کشف حجاب په بهیر کې، په خپلو توندو ویناوو سره د رضاخان رژیم سره مبارزې ته را پورته شو او د تیلو صنعت په ملی کېدو کې هم د آیت الله کاشانی او شهید نواب صفوی په څنګ کې ډېر فعالیتونه وکړل.
آیت الله خادمی د امام خمینی د نهضت له پیل څخه،په اصفهان کې د سلطنتی ضد اسلامی غورځنګ په جوړېدو او د خلکو په هڅونو او تشویق او د امام د موخو په بیانولو کې ارزښتمن رول ولوباوه.
له آیت الله سید حسین خادمی څخه ډېر تالیفات پاتې دی چې په علمی، فلسفی، تاریخی دلالو او منطقی تحلیلونو سره د اسلام دین د اثبات په برخه کې د رهبر سعادت کتاب شهرت لری.
««««««««««««
او له ننه اووه ویشت کاله وړاندې، د ۱۳۶۸ لمریز کال د کب د میاشتې په شلمه نېټه، د پاکستان اوسمهالی شاعر، ډاکټر عبدالحمید عرفانی په ۸۰ کلنۍ کښې وفات شو.
هغه د اسلامی کلتور د ژوندی کولو او د لویدیځ له کلتوری یرغل سره په مقابله کې ډېره ونډه ددرلوده او د پاکستان د مشهور شاعر او فیلسوف، اقبال لاهوری له پیاوړو شاګردانو څخه و.
ډاکټر عرفانی په مختلفو ادبی برخو کې له ۴۰ ډېر کتابونه تالیف کړی د ی
هغه د پاکستان هېواد له رامنځ ته کېدو وړاندې، په ۱۹۴۵ میلادی کال کې د هند ددولت له خوا د انګلیسی ژبې د استاد په توګه ایران ته راغی او د پاکستان د خپلواک هېواد له جوړیدو وروسته، په تهران کې د پاکستان مطبوعاتی او کلتوری سلایار شو.
ډاکټر عرفانی د خپل عمر په وروستیو کالو کې، د هند د پنجاب په پوهنتون کې تدریس کاوه.
ذیشان حیدر بنګش