تاریخ پاڼه شماره ۲۷
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له شپاړسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه اته ویشت کاله پخوا، د لسم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، د حضرت محمد (ص) وړوکی زوئ ابراهیم د یوې ناروغۍ له امله په یو و نیم کلنۍ کښې وفات شو. هغه د پیغمبر (ص) یوه ځانی زوئ ګڼل کیده چې له حضرت خدیجه (س)څخه نه ؤ بلکه د هغه مور ماریه قبطیه وه. هغه یوه وینځه وه چې د مصر باچا رسول اکرم (ص)ته په تحفه کښې ورکړی وه او د اسلام له قبلولو وروسته د هغه حضرت (ص)په زوجیت کښې راغلی وه. له دې چې ابراهیم په پیغمبر (ص) ډیر ګران ؤ، د هغه له لاسه ورکول هغوئ لپاره ډیره سخته او غمجنونکی وه. د ابراهیم د وفات په هغه ورځ، نمر هم تندر ونیوه او د خلکو په مینځ کښې آوازه شوه چې د دغې طبیعی ښکارندی رامینځته کیدا د خدائ د رسول (ص) د زوئ د مرګ له امله ده. سره له دې چې هغه حضرت (ص) کولئ شو چې د خلکو له دغه تصور نه خپلې ګټې لپاره استفاده وکړی خو سم لاسی په منبر کښیناست او ویئ فرمایل : ای خلکو بی شکه نمر او سپوږمئ د حق تعالی د قدرت دوې نښې دی چې د هغه د فرمان او ارادې لاندی دی او د چا د مرګ او ژوند لپاره یې نه نسی او هر وخت چې هغه دوه یا له هغو یو تندر نیولئ و ګورئ، لمونځ ادا کړئ.
یادونه ضروری ده چې پیغمبر اکرم (ص)له حضرت خدیجه (س) څخه څلور لوړې او دوه زمن درلود چې له حضرت فاطمه (س) پرته ټول د خدائ د رسول (ص) په ژوندنه کښې له دنیا لاړل.
««««««««««««
یو زرو دولس کاله پخوا، د څلور سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، آندلسی مسلمان طبیب، ستورپیژاندی او ریاضی پوه ابن سمح وفات شو. هغه په درې سوه اویایم هجری قمری کال کښې د آندلس (ننۍ اسپانیا) په یو ښار قرطبه کښې وزیږید. دغه مسلمان پوه د ریاضۍ او ستور پیژندنې په علومو کښې پراخې څیړنې او مطالعې ترسره کړې او شاګردان یې هم وروزل. له دغه نامتو ستورپیژاندی او ریاضی پوهه په عربۍ ژبه کښې ارزښتمن تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې کولائ شو (المدخل الی الهندسه)، (المعاملات) او (کتاب الزیج) کتابونو ته اشاره وکړو.
««««««««««««
دوه سوه اتلس کاله پخوا، د دولس سوه شلم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، په حجت الاسلام اشرفی مشهور یو لوئ مسلمان عالم حاج ملا محمد د ایران په شمال کښې وزیږید. هغه د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د هغې حوزې استادانو له محضره یې ګټه پورته کړه. هغه څه موده وروسته د حدیث، د قرآن د تفسیر او کلام په علومو کښې د یوې نامتو څیرې په توګه مشهور شو. دغه مسلمان پوه په دیارلس سوه پینځلسم هجری قمری کال کښې وفات شو. له هغه ګټه ور تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې د (اسرار الشهاده) کتاب ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د اپریل په شپاړسمه نیټه، د فلسطین په لیتفنسکی کښې وسله والو صیهیونیسټانو د انګریز پوځ پر پخوانی کیمپ په حملې کښې نوی تنه فلسطینیان ووژل او له هغو یې ګڼ شمیر ټپیان کړل. دغه غمیزه په داسې وخت کښې رامینځته شوه چې له یوې خوا انګریز ځواکونه د خپلو کیمپونو او مرکزونو د پریښودو او خپل وطن ته د ستانیدو په حال کښې وو او له بلې خوا، صیهیونیسټانو د نامشروع صیهیونیسټی حکومت د جوړولو په موخې سره د بی ګناهو فلسطینیانو د وژلې عملیات لا زیات کړی وو. د فلسطینی مسلمانانو پر ضد د صیهیونیسټانو او انګریزانو د دغو غږملو اقداماتو نتیجه، له هغو څخه د ګڼ شمیرو کسانو وژله او کډوالی او یوه میاشت وروسته یعنی د نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال د مئۍ په څوارلسمه ڼیټه د قدس د نیواکګر رژیم د موجودیت اعلان ؤ.
««««««««««««
او له ننه شل کاله پخوا، د نولس سوه اووه نوېم میلادی کال د اپریل په شپاړسمه نیټه، د یوه ګازی سیلینډر چاودنه د مکی په لس کلومیټرئ کښې په منا ټاټوبی کښې د حاجیانو د وقوف په ځائ کښې د بوږنونکی اور لګیدنې لامل شوه. د دغې اور لګیدنې له امله درې سوه درې څلویښت حاجیان مړه او دولس سوه نوی نور ټپیان شول او اویا زره خیمې وسوزیدلې. دغه پیښه د نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د دسمبر له اور لګیدنې وروسته په منا کښې دویمه ستره اور لګیدنه وه. په هغه وخت کښې هم په اور کښې په زرګونو حاجیان مړه او ټپیان شوی وو. د داسې مرګونو پیښو رامینځته کیدل د دې سبب شول چې د عربستان حکومت په منا ټاټوبی کښې نه سوزیدونکی خیمې ولګوي.
ذیشان حیدر بنګش