Apr 20, 2017 11:37 Asia/Kabul
  • د وري د میاشتې د اتویشتمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د پوځ د یوه ډله قومندانانو او کارکونکو په کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د څرګندونو خبر په غټو ټکیو خپور کړی او لیکلي یې دي: د زوږناکو، سالمو، پراخو او امنو انتخاباتو زمینه باید برابره شي.

دوي زیاته کړه چې د مسئولانو ترټولو مهمه دنده د مقاومتي اقتصاد د سیاستونو تعقیبونه او د خلکو د معیشتي ستونزو د هواري لپاره جدي هلې ځلې او همداشان د ابرقدرتونو په وړاندې دریدنه او د هغوي له شره نه ویریدل دي. ټول ولس په انتخاباتو کښې احساس کوي چې د هیواد چابیانو د دوي په لاس کښې دي او همدوي د هیواد اصلي عناصر او چارواکي غوره کوي.

د خبر په دوام کښې راغلي چې د اسلامی انقلاب معظم رهبر تاکید وکړ: د ایران له ملت سره د زور ویوونکو قوتونو په تېره بیا د امریکې په دښمنۍ کښې هیڅ شک نشته ځکه چې د هغوی دښمنۍ په مختلفو وختونو کښې تل دوام لرلی دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای پرون د فوځ او ځمکنی ځواک د ورځې په مناسبت د فوځ د څلورو واړو ځواکونو د قوماندانانو او یو شمېر یونټونو په کتنه کښې دا خبره څرګنده کړه: د امریکې او ځینو اروپائی هېوادونو د رعب او دړکې نه منل او په وړاندې یې د ایران د ملت ټینګ اودرېدنه او  اقتدار دوام لری،  چې د دغې ټینګ اودرېدنې او له دښمنه د نه ویرېدنې یوه مهمه برخه د وسله والو ځواکونو په غاړه او بله مهمه برخه یې د اقتصاد پوهانو، د کلتوری او تعلیمی ټولګو او سائېنسی او تحقیقاتی برخو په غاړه ده.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د ایران د ملت د قوت یو ټکے د ابرقدرتونو د ګواښونو او دړکو په وړاندې د ایران د ملت د ټینګ اودرېدنې او مېړانې روحیه وبلله او زیاته یې کړه:

د ملتونو او حکومتونو د ویرولو او د خپلو ناروا ګټو پوره کولو ته د هغوی د مجبورولو لپاره د تیری ګرو قوتونو یو چلول رعب، دړکه او ځان غټ ښودنه ده.

دوی تاکید وکړ: د امریکې او نورو ابرقدرتونو په شمول دښمن د هغه نظام او حکومت په وړاندې چې له خپل ولس سره ګندولی وی ولس هم دغه نظام خوښوی او د دښمن په مقابل کښې کلک ولاړ وی هیڅ کار نه شی کولې.

د ټولو قواو قوماندان همدارنګ د امام خمینی (رح) لخوا د فوځ د ورځې ټاکل د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ اېښودونکی یو ډېر هوښیارانه اقدام وبلۀ او وې فرمایل: دغه اقدام د اسلامی جمهوریت د فوځ د بنیادونو له مضبوطولو نه علاوه د زیاترو دسیسه جوړونکو د مایوسۍ او ناامیدۍ سبب شو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د خپلو بیاناتو په دوام کښې د انتخاباتو جوړېدل په نړۍ کښې د ایران د ملت یو ویاړ او سرلوړی وبلله او دا خبره یې په ګوته کړه چې بدخواهان اسلام او معنویت د ولسواکۍ په مقابل کښې د راوستلو په لټه کښې وو خو اسلامی جمهوریت په اسلامی ولسواکۍ او انتخاباتو سره د دغه ټکی غلط والے وښودۀ.

د ټولو قواو قوماندان همدارنګ د انتخاباتو د خرابولو لپاره د دښمن غلیمانه کوششونو ته اشاره وکړه  او دا خبره یې څرګنده کړه: د ایران ملت پکار دی په هوښیارۍ او بېدارۍ سره د دغه حرکت په مقابل کښې عمل وکړي.

 

ایران:

له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې بیا د آذربایجانِ شرقي ولایت د سیلاب ځپلو سیمو د خلکو په ټول کښې د ولسمشر حسن روحاني انځور په خپل وړومبي مخ چاپ کړی او ولسمشر له سیلاب ځپونکو سره د بلاعوضه او وړیا مرستو او ورته د ارزان بیه اسانتاو د ورکړې حکم صادر کړ.

خبر زیاتوي چې ولسمشر حسن روحانی بیګا داذربایجان شرقی ولایت له شخصیتونو او ځوانانو سره په غونډې کښې په دې خبرې سره چې دایران خلک دسیمې دډیرو ملتونو هیله ده ډاګینه کړه دایران ولس ددنیا د قدرتونو په وړاندې تل خپل منطق او سیاست نندارې ته وړاندې کړی دی .

هغه جوته کړه دایران لپاره د اذربایجان شرقی او د اذربایجان غربی ولایتونو د غیرتمنو خلکو شتون ، اراده  او سرشیندنه برخلیک ټاکونکی وه او ده .

دایران ولسمشر حسن روحانی داذربایجان شرقی ولایت د سیلاب ځپلیو سیمو ته خپل سفر ته په اشارې سره وویل په دغه ولایت کښې سیلاب ځپلی خلک نن په مهربانۍ سره دخپلو خادمانو کوربه وو .

حسن روحانی دغه راز په ایران کښې د راتلونکی میاشتې انتخاباتو ته په اشارې سره وویل دایران خلک به په انتخاباتو کښې په خپل ګډون او سرشیندنې سره یوځل بیا  اسلامی ایران سرلوړی کړی .

جام جم:

جام جم ورځپاڼې بیا په تهران کښې د قرآن کریم د مقابلو د ۳۴ پړاو د پرانیستې په مراسمو کښې د اسلامي شورا (پارلیمان) د مشر کړو څرګندونو ته انعکاس ورکړی چې ویې ویل:

له امریکا او اسرائیلو سره ملګرتیا دشرم وړ ده .

دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی وویل په مسلمانانو باندې د کلسټر بمونو د غورځولو لپاره له صهیونیسټ رژیم او امریکا سره د ځینواسلامی هیوادونو موافقه شرمونکی ده .

هغه پرون په تهران کښې د قران کریم د څلوردیرشمو(۳۴) سیالیو دپرانیستلو په وخت له یوبل سره د اسلامی هیوادونو اختلاف داسلامی دنیا ترټولو ستر درد وباله او ویې ویل ترهګرې او تکفیری ډلې د مسلمانانو دسپکاوی عامل دی .

دایران دپارلمان مشر علی لاریجانی  وویل ترهګرو ډلو دسیمې د اسلامی هیوادونو په کړکیچن کولو سره په اسلامی هیوادونو کښې له سیمې د وراخوا هیوادونو د شتون زمینه برابره کړی ده .

هغه په دې خبرې سره چې ترهګرو ډلو دصهیونیسټ رژیم لپاره دسا داخیستلو فضا رامینځته کړی ده وویل ځینې اسلامی هیوادونه دسیمې دمسلمانو هیوادونو دژوند په خطر کښې اچولوسره د پردې شاته له صهیونیسټ رژیم سره مرسته کوی او دامریکا او صهیونیسټ رژیم هڅونې دوستانه ګڼی .

دایران دپارلمان مشر لاریجانی له ترهګرۍ د امریکا او لویدیځو هیوادونو په اوزاری استفادې نیوکې سره وویل لویدیځ هیوادونه دترهګرو ډلو له اقداماتو د ځینوعربو هیوادونو له ملاتړ څخه ناوړه استفاده کوی .

 

نړیوالې ورځپاڼې:

"په افغانستان کې انجنیرانې ښځې تاریخ بیارغوي"دا د جګړې او سولې انسټیټیوټ د هغې مقالې سرلیک دی چې په افغانستان کې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې د ښځو انجنیرانو پر رول او فعالیت تمرکز لري.

په مقاله کې راغلي، دارالامان ماڼۍ چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې پرمهال ویجاړه شوه، بېارغوله کېږې او شپاړس میلیونه ډالر ورته ځانګړي شوي.

دا هغه ماڼۍ ده چې په وروستیو دریو لسیزو کې نړیوالو ته د افغانستان د جنګ ځپلې څېرې سمبول و، د ځوانو افغانانو په مټو بېارغول کېږي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ لیکلي چې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې ۲۷ ځوانې انجنیرانې کار کوي.

دا څرګندوي چې په افغانستان کې که څه هم انجنیري د نارینه وو کاربلل کېږي، ښځې ښه کار کولائ شي.

د جګړې او سولې انسټیټیوټ د انجنیرې معصومه دلجان په حواله چې د دې ماڼۍ د بېارغونې په کار کې ونډه لري، لیکلي: "د دې ماڼۍ په بیارغولو کې کار زموږ اعتماد زیاتوي اود دې ښه بېلګه ده چې ښځې څه کولائ شي."

معصومه دلجان ویلي چې د دارالامان ماڼۍ په بیارغونه کې کار یې د ژوند تر ټولوښه خاطره ده.

 

نیویارک ټایمز:

خو نیویارک ټایمز ورځپاڼې دافغانو ښځو پر ټولنیزو ستونزو یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې په ځانګړي ډول، پر هغو ستونزو چې په افغانستان کې طلاق شوې ښځې ورسره مخامخ دي، مقاله خپروه کړې ده.

په دې مقاله کې د زیاتو هغو ښځو خبرې راخیستل شوي چې طلاق شوي، کوچنیان لري او کار کوي.

په مقاله کې راغلي چې داښځې د خپل اولاد د هویت د تثبیت لپاره د نارینه تائید ته اړتیا لري، په ټولنه کې تبعیض ورسره کېږي او حتی د کور کرایه کولو په څېر اسان کار په سختۍ کولائ شي.

نیویارک ټايمز لیکلي چې په افغانستان کې داسې دقیق ارقام نشته چې څومره ښځې طلاق شوې خو یوه حکومتي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي چې ښايي په تېره یوه لسیزه کې د هغو شمېر پنځه برابره زیات شوی چې په محاکمو کې د طلاق عرض کوي.

نیویارک ټایمز په هرات کې د "مډیکا افغانستان" ادارې چې په حقوقي مسایلو کې له ښځو سره مرسته کوي، ویلي چې تېرکال یې یوازې په هرات کې له ۲۱۵ ښځو سره مرسته کړې چې طلاق واخلي.

په کابل کې د کورنۍ محکمې یوې قاضي رحیمې رضايي نیویارک ټایمز ته ویلي:"موږ خوشحاله یو ځکه پخوا به ښځې پټه خوله ناستې وې خو اوس، هغوی پوهېږي چې څرنګه او چېرته د خپل حق دعوا وکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*