Apr 23, 2017 11:14 Asia/Kabul
  • د غويي د دریمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ.

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن ابتکار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني څرګندونو ته انعکاس ورکړی چې وايي: په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ شتون د شیطنتونو او دسیسو مخه نیسي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامی شورا مشر په دې خبرې سره چې ټولټاکنې یوه حساسه او مبارکه چاره ده، ټینګار وکړ: په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د دښمنانو د دسیسې د ماتې سبب کیږی.

علی لاریجانی پرون په تهران کښې د ایران د پولیسو د قومندانانو، مشرانو او مدیرانو په ۲۲ سراسری غونډه کښې څرګنده کړه: په ټولټاکنو کښې د خلکو ګډون د ایران د اسلامی جمهوری نظام اساسي ملاتړی دی.

لاریجانی په انتخاباتو کښې د خلکو ولوله ناک شتون مهم وباله او زیاته یې کړه چې د ایران پولیس ځواکونه د انتخاباتو خوندي کونکی رکن دی.

هغه په وروستیو کلونو کښې د ایران د پولیسو د کړچار په مثبت بللو سره څرګنده کړه: ایران د مینځنی ختیځ په کړکیچنه سیمه کښې پایداره امنیت لری چې دا په هیواد کښې د امنیت ساتونکو برخو د هلوځلو برکت دی.

 

کیهان:

له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې بیا خبر ورکړی چې د خان شیخون د جنایت ترسره کونکی نه دی پيژندل شول او امریکې هیڅ بې هیڅه پر سوریې حمله کړې ده.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د امریکې ولسمشر دونلډ ټرامپ د وري د میاشتې په اولسمه نیټه په یوه ناڅاپه او عجیبه اقدام کښې د سوريې په حمص ولایت کښې په الشعیرات اډې باندې د حملې حکم صادر کړ. دا کار یې په دې وجه ډیر عجیبه و چې هغه پخپلو انتخاباتي تبلیغاتو کښې په ځلونو ویلي وو چې د سوریې پرځاې به پر داعش حمله وکړي.

امریکې د خپل دې کار وجه په ادلب ولایت کښې پر ملکي خلکو د سوريې د حکومت کیمیايي حمله وبلله. خو ټولو ته معلومه وه چې دغې حملې د خان شیخون په کیمیاوي حملې پورې هیڅ تړاو نه درلود ځکه چې د دغې کیمیايي حملې او د هغې د ترسره کونکو په هکله هیڅ مدرک او سند موجود نه و او له هرڅه مهمه دا چې د سوریې پوځ دغې حملې ته هیڅ ضرورت نه درلود.

اوس له څو اونیو وروسته په ملګرو ملتو کښې د سوریې د موضوع په هکله د تحقیقاتي کمشن مشر چې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا پکښې شامله ده اعلان کړی چې دغه کمیشن د تحقیقاتو له ترسره کولو وروسته د امریکې د بریدونو او په ادلبت کښې د شوې د کیمیاوي وسلو د حملې ترمینځ هیڅ تړاو نه دی پیدا کړی.

د سوریې په هکله د ملګرو ملتو د تحقیقاتو د ځانګړې کمیټې غړو وړمه ورځ د امنیت شورا له غړو سره یوه غونډه وکړه او په سوریه کښې ملکي خلکو ته ورپیش خطرات یې وڅیړل. د دغې کمیټې مشر پاؤلو سرګیو پينیرو د سوریې په خان شیخون کښې د کلر ګیس کارول تائید کړل او ویې ویل چې په دغه سیمه کښې د سارین ګیس د کارول کیدو د ادعا په هکله د تحقیقاتو په تکل کښې دی.

دغه کمیټه وايي چې د خان شیخون ښار د بمبارونکو جنګي الوتکو په هکله هم هیڅ معلومات نه لري او حتی دا هم نه شي ټاکلې چې په خان شیخون کښې شوې حمله کیمیاوي وه او که نه.

کیهان لیکي چې دا چاره په دې لړ کښې د امریکې ادعا ردوي او یوځل بیا دا همیشنۍ خبره تاییدوي چې امریکا په هیوادونو باندې د حملې لپاره دلیل او علت ته ضرورت نه لري او یوازې په یوې چټي پلمې سره د خپلو اعلان کړو شعارونو په اپوټه پر نورو هیوادونو تیری کولی شي او پر نړیوالو حقوقي ارګانونو ملنډې وهلی شي.

 

جمهوري اسلامي:

د تهران چاپ جموري اسلامي ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ د امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د عراق په کاظمین ښار کښې د لکونو خلکو د عزادارۍ یو انځور چاپ کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: په کاظمین کښې د عراقي شیعیانو میلیوني عزادري.

ورځپاڼې د مسلمانانو د دغه اوم معصوم امام یو قول هم راخیستې چې فرمايي: هغه کس له مونږ څخه نه دی چې هره ورځ خپل حساب کتاب ونه کړي، نو که نیک کار یې کړی وی نو د خدای شکر کول دې لازیات کړي او که کومه ګناه یې کړې وي نو له خداې تعالی دې بخښنه وغواړي او توبه دې وکړي.

همدې ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې لیکلي چې پاکستان د سعودي ائتلاف د قومندانۍ لپاره د راحیل شریف د مزدورۍ اجازه صادره کړه.

په خبر کښې لولو: د پاکستان حکومت او پوځ د راحیل شریف لپاره د عربستان د پوځي ائتلاف د قومندانۍ د منلو مجوز صادر کړ. د پاکستان دفاع وزارت په یوه بیانیه کښې د راحیل شریف لپاره د دغې اجازې خبر تائيد کړ او د پاکستان د پوځ دغه تیر قومندان ټاکل شوې ده د یمن خلاف د عربستان د پوځي ائتلاف قومنداني د دریو کالو لپاره په غاړه واخلي.

ریټایرډ جنرال راحیل شریف په یوه خصوصي الوتکه کښې د پنجاب صوبې له مرکز لاهور څخه د عربستان پلازمینې ریاض ته بوول شو څو په دغه ښار کښې استوګن شي.

د راحیل شریف د اولادونو او ښځې په شمول د هغه کورنۍ هم له هغه سره عربستان ته تللی او دا درې کاله به هلته اوسیږي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د ټیلیویژن په ژوندي او نیغ په نیغه پروګرام کښې وویل: راحیل شریف د عربستان د پوځي ائتلاف د قومندانۍ د قبلولو لپاره د پاکستان له پوځ او حکومته اجازه واخیستله او د رسمي مجوز له صادریدو وروسته عربستان ته لاړ.

جمهوري اسلامي په یو بل خبر کښې لیکلي چې د د امریکې د ییل پوهنتون په غونډه کښې یوه ډله ارواپوهانو وویل: ټرمپ یو خطرناک نفسیاتي مریض دی.

د ارواپيژندنې کارپوهانو د ییل پوهنتونو په یوه غونډه کښې خبرداری ورکړی چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پارانویا او توهم په ناروغۍ اخته دی. هغوي خبرداری ورکړ چې دغه خطرناک نفسیاتي مریض د امریکې د مشرۍ لپاره مناسب کس نه دی. یادو ارواپيژاندو وویل چې دوي اخلاقي دنده لري څو د امریکې خلکو ته د ټرمپ د رواني او نفسیاتي وضعې د خطراتو په هکله خبرداری ورکړي.

 

اطلاعات:

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ د افغانستان په هکله یو خبر کښې لیکلي دي: په مزار شریف باندې د طالبانو په ډیره خونړۍ حمله کښې یونیم سل افغان پوځیان ووژل شول.

خبر زیاتوي چې د بلخ په پوځي اډې باندې د طالبانو په حمله کښې همداشان ۶۳ کسان زخمي شوي هم دي.

لسو وسله والو بریدګرو په پوځي یونیفارم کښې  د ۲۰۹ قول اردو په اډې حمله وکړه.  

له بلې خوا د افغانستان د حکومت د پریکړې له مخې د دغه هیواد بیرغ به سر له نن څخه د دریو ورځو لپاره په هیواد کښې دننه او بهر ټیټ پاتې شی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی چې د امنیتی وضعې د څیړنې او د زخمی پوځیانو د تپوس لپاره مزار شریف ښار ته تللی و، پرون یې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کښې ګډون وکړ.

هغه وویل چې ترهګرې ډلې په دې وروستیو اونیو کښې د افغانستان په هیڅ سیمه کښې خوندی نه وې او د افغان امنیتی ځواکونو په ګڼو عملیاتو کښې په نښه شوی دی او د په بلخ کښې د شاهین قولِ اردو په اډه باندې حمله د تکفیری ډلو د ماتې غمازي کوي.

د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدا... عبدا... هم دغه برید غندلی او هغه یې بزدلانه او د ټولو اسلامی او انسانی ارزښتونو خلاف کار بللی دی.

له بلې خوا د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د ولسي جرګې استازو، د ایران اسلامی جمهوریت، د پاکستان خارجه وزارت او د دغه هیواد د پوځ قومندان او د هندوستان وزیراعظم هم د خبرپاڼو په صادرولو سره یاده حمله سخته غندلې ده.

 

کابل چاپ ورځپاڼې:

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د پېښې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

اصلاح ورځپاڼې لیکلي ولسمشر محمد اشرف غني په شاهین قول اردو باندې د حملې د هر اړخېزې څېړنې امر کړی.

د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له یوه غاره په بیا-بیا چیچل کېدل.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي تر اوسه خلکو د سردار محمد داوود خان د روغتون پېښه نه وه، هېره کړې چې په شاهین ۲۰۹ قول اردو خونړۍ حمله وشوه.

لیکوال ټینګار کوي چې دا مسئله باید روښانه شي چې ولې په افغانستان بیا-بیا دا ډول حلمې ترسره کېږي.

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي له کشفي او استخباراتي مسؤلینو  څخه په شاهین قول اردو باندې د حملې په اړه باید جدي پوښتنې وشي.

په سرمقاله کې یادونه شوې چې د پېښې نوعیت او تلفاتو ته په کتو داسې ښکاري چې دا حمله به د سیمې د استخباراتو له لوري پلان شوې وي.

د سرنوشت ورځپانې د سرمقالې عنوان دی بیا وحشت، بیا پلټنې او کمېسیونونه.

په سرمقاله کې راغلي امریکا دې یا په جګړه کې له افغانانو سره مرسته وکړي او یا دې پر پاکستان فشار راوړي او یا دې هم د سولې په برخه کې مرسته وکړي.

د سرنوست د سرمقالې د لیکوال په باور له دې پرته د افغانستان او امریکا اړیکې نه یوازې دا چې ګټه نه لري، بلکې افغانان به د دغه ډول وحشتونو او جنایتونو شاهدان وي.

اطلاعات روز ورځپانې په خپل لومړي مخ کې د شاهین قول اردو د وژل شویو  سرتېرو د تابوتونو عکس خپور کړی او لیکلي یې دي د شاهین قول اردو د وژلو شویو سرتېرو په شمېرلو کې د حکومت ناتواني.

د همدې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې هغه کسان چې مشکوک وي او یا د ملي اردو کارت ونه لري، قول اردو ته یې ننوتل ستونزمن کار دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي اوس پوښتنه دلته ده چې حمله کوونکي څه ډول توانېدليچې قول اردو ته ننو ځي؟

په سرمقاله کې د غیر رسمي سرچینو په حواله ویل شوي چې د قول اردو ځینې سرتېرو له حمله کوونکو سره په ننوتو کې مرسته کړې ده.

هېواد دولتي ورځپانې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي دغه پېښه هر  اړخېزې ارزیابي ته اړتیا لري.

همدې ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي په بلخ کې پر شاهین قول اردو د وژل شویو سرتېرو ته د درناوي لپاره نن ملي ماتم اعلان شوی دی.

او په پای کې د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي په شاهین قول اردو باندې خونړۍ حمله په ملي شورا کې د بلخ ولایت د استازو او د علماوو د شورا له خوا غندل شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/