د غويي د میاشتې د څلورمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. هیله ده چې تر پاې مو ملګري ووسئ. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
په پیل کښې د تهران چاپ ورځپاڼو څخه خراسان ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د غارِ حرا یو انځور چاپ کړی او په غټو ټکیو یې یو شعر لیکلي چې معنا یې ده: د هغه په بعثت سره نړۍ ځوانه شوه او دنیا د جنت په شان جاودانه شوه.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې بې شکه د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) بعثت د انسانیت په تاریخ کښې یو نوی څپرکی پرانسته. د خدای تعالی د وروستي پیغمبر په غوره کیدو سره سبحان خدای انسانانو ته ترټولو بشپړ دین ډالۍ کړ. دا مهمه پیښه د بیدارۍ او هغه مطلوب کمال ته رسیدل دي چې ټولو الهي پیغمبرانو یې ژمنه کړې وه.
سبا د رجب د میاشتې ۲۷ نیټه، په رسالت د وروستي الهي پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د مبعوثیدو کلیزه ده نو د خوشالۍ د دې مبارکې پیښې په وجه د نړۍ ټولو مسلمانانو او خپلو ګرانو مینه والو ته مبارکي وایو.
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې پرون قزوین ولایت ته د ولسمشر حسن روحاني د سفر خبر ته انعکاس ورکړی او په سرټکي کښې یې لیکلي چې په قزوین کښې د ولسمشر په شتون سره د ۱۷ صنعتي او بیخ بینايي طرحو افتتاح وشوه.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر همداشان پرون په قزوین کښې د اسلامي ښارونو د نړیوالې ټولنې په پنځمې بین المللي غونډې کښې هم ګډون وکړ. هغوي د اسلامي تمدن د درک او ورباندې د پوهیدو لپاره ترټولو غوره لاره د کتابونو او د تیرو کسانو د کتابونو لوستنه او د مهمو اسلامي ښارونو د معمارۍ کتنه ده.
ولسمشر حسن روحاني په قزوین کښې د اسلامي ښارونو د نړیوالې ټولنې د پنځمې بین المللي غونډې په پاییزه کښې زیاته کړه: په اسلامي تمدن د پوهیدو لپاره باید په مهمو اسلامي ښارونو کښې د معمارۍ پاتې آثارو او په ختیځ، برصغیر، مدیترانه ساحل او د افریقې په شمال او د ایران په شمول د مینځني ختیځ په مهمو هیوادونو کښې موجود تمدن ته وکتل شي.
روحاني څرګنده کړه: د اسلامي هیوادونو په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې سترو تمدني آثارو د خلکو له کلتور او اعتقاداتو سرچینه اخیستې ده.
هغه د ایراني ښارونو او د نړۍ د مختلفو هیوادونو د ښارونو ترمینځ د نزدې اړیکې د ټینګښت په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: باید د ښآرونو د اداره کولو او د سیاحت د پراختیا لپاره د یوبل له تجربو ګټه پورته کړو.
کیهان:
کیهان ورځپاڼې د ایران د دفاع وزیر پرونۍ څرګندونې راخیستې دي چې وې ویل: د ایران د ایټمي فعالیتونو په هکله د امریکايي چارواکو له وروستیو څرګندونو د دسیسې بوې راځي.
ډګر جنرال پاسدار حسین دهقان پرون په تهران کښې د پولیس قومندانانو په سراسري غونډه کښې زیاته کړه: د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ له قوله شوې ویناوې ښودنه کوي چې امریکا له خپلو ګوډاګیانو یعنې منافقینو څخه یولړ خبرې او معلومات ترلاسه کوي په داسې حال کښې چې دغه ډله د ایران د ولس په نظر کښې هیڅ ارزښت نه لري.
د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ غړو د تیرې اونړۍ په سه شنبې په واشنګټن کښې له برجام وروسته د ایران د کړنلارې د څیړنې په غونډه کښې ادعا وکړه چې ایران د خپلو دفاعي تحقیقاتو په سازمان کښې د ایټمي وسلو په جوړولو لګیا دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن بیا تیره پنجشنبه ادعا کړې وه چې له ایران سره ایټمي موافقې د خپلو اهدافو په پوره کولو کښې ماتې وخوړله او د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) په یو ایټمي هیواد د ایران بدلیدل، یوازې ځنډوي.
د امریکې په شمول لویدیځو هیوادونو په ځلونو د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د چټي سرچینو په استناد سره ایراني ضده دریځونه غوره کړي دي.
د ایران دفاع وزیر همداشان وویل چې ایران په ځلونو د امریکې ځواب ورکړی دی او د ایران ولس د هیڅ قدرت لخوا خپل سپکاوی نه مني او د خپل دفاعي او توغندوي توان د لوړولو په کار کښې به شاتګ و نه کړي.
کیهان د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې لیکلي چې ملګرو ملتو یوځل بیا خبرداری ورکړ، له جنګ او کلابندۍ څخه د رامینځته شوې لوږې په وجه ۱۷ میلیونه یمنیان د مرګ له خطر سره مخامخ دي. دغه هیواد له تیرو دوو کالو راهیسې د آل سعود لخوا په بشپړه توګه کلابند دی او له سعودیانو سره په جنګ کښې ښکیل دی.
له بلې خوا د ملګرو ملتو سرمنشي د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د دغه هیواد د خپلواکۍ د کلیزې مبارکي وویله.
د عرب اتحادیې عمومي منشي پر عربي هیوادونو واکمن بد وضعیت ته په اشارې سره وویل چې په نړۍ کښې ۵۰ فیصده کډوال د عربو هیوادونو دي او په تیرو څو کالو کښې پنځه عرب هیوادونه نابود شوي دي.
شمالي کوریا یوځل بیا د خپل پوځي قدرت ښودلو ته پر خپل چمتووالي باندې په ټینګار سره وویل: په یوې حملې سره د امریکې کارل وینسون نومې الوتکې لرونکې جنګي بیړۍ د سمندر تل ته رسولی شو.
د فرانسې د ولسمشرۍ انتخابات پرون د اروپايي اتحاديې د مخالفې کاندیدې ماري لوپن له بریالیتوبه د لویدیځو مشرانو د ویرې په سیوري کښې ترسره شول.
د صهیونیسټي رژيم په جیلونو کښې د فلسطیني اسیرانو د لوږتړ په زیاتیدو سره د دغه رژیم وزیراعظم د فلسطین له کورواکه تشکیلاتو وغوښتل چې د دغه سراسري لوږتړ د بندولو لپاره د بندیانو په کورنیو دباو واچوي.
د آل خلیفه محکمې د خپلو مخالفانو د ځپلو د سیاستونو په دوام کښې د اوو نورو بحرینیانو تابعیت لغوه کړ.
او
د افغانستان په ختیځ کښې د امریکې د ۱۱ ټنیز بم د ازموینې د دولسو ورځو له تیریدو سره سره امنیتي ځواکونه هیڅ خبریال ته، د چاودنې ځاې ته د تګ اجازه نه ورکوي او همدې چارې د دغې چاودنې د ایټمي والي احتمال زیات کړی دی.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم په بلخ ولایت کې د طالبانو له خوا د ملي اردو د وژل شويو شویو سرتېرو په تړاو مطالب چاپ کړي دي.
اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون د وژل شویو سرتېرو په پار د هېواد بیرغ نیم ځوړند و او د نړۍ ګڼو هېوادو د دوی له کورنۍ سره د غمرازۍ مراتب څرګند کړي وو.
په سرمقاله کې راغلي چې په دې لړ کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دغه شان په افغانستان کې د برېتانیا پر سفارت هم د هغه هېواد بیرغ نیم ځوړند و.
سرمقاله لیکونکي دغه شان لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې نور به طالبانو ته وروڼه ونه وايي.
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، پرون د وژل شویو سرتېرو په پار په افغانستان کې ملي ماتم اعلان شوی و، خو د سرمقاله لیکونکي په وینا دا ویر او ماتم د دغو اتلو سرتېرو مظلومانه شهادت توجیه کولای نه شي بلکې د ده په خبره دا د افغان ولس پر زړه هغه سوری دی چې هېڅکله به روغ نه شي او نه به هم دغه ستر جنایت د چا له یاده ووځي.
په سرمقاله کې راغلي چې په بلخ کې ورستۍ پېښې افغان ولس خواشینی کړی، د پېښې دې ژوره پلټنه وشي او د مخالفینو پر وړاندې د یووالي د پیاوړي کولو په هدف دې موندنې او نتیجه له خلکو ورسره شریکه شي.
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، باید خلک سره لاسونه ورکړي او د طالبانو په وړاندې ملي پاڅون وکړي او د سرمقاله لیکونکي په باور دا هغه یوازینۍ لار ده چې د دښمن جنګي ماشین درولی او ختمولای شي.
د سرمقالې لیکوالی لیکلي، دا ځکه چې دولت د طالبانو پر وړاندې څرګند دریځ نه لري او ان ولسمشر محمد اشرف غني په بلخ کې په خپلو وروستیو څرګندونو کې له طالبانو کومه یادونه ونه کړه حال دا چې د داعش ډلې په ګډون یې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.
سرمقاله لیکونکي دا هم ویلي، که ولس د طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅون خبرې ته غاړه ږدي نو پیل یې باید دیني عالمان وکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*