Apr 30, 2017 12:19 Asia/Kabul
  • د غويي د میاشتې د لسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې کرمان او یزد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر خبر راخیستی او د ولسمشر له قوله یې په غټو ټکیو لیکلي دي: د عدالت، اعتدال او اصلاحاتو لاره به پرې نږدو.

هغه زیاته کړه چې د بې بنیاده ژمنو ورکول د ایران په پوهو خلکو کښې هیڅ ځاې نه لري.

اطلاعات همداشان د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي له خولې لیکلي دي: په هیواد کښې پرمختللی او امن ایټمي مرکز جوړیږي.

هغه زیاته کړه چې د ایران او اروپايي اتحادیې په ملګرتیا سره د دغه مرکز د ودانۍ جوړولو عملیات به په نزدې راتلونکي کښې پیل شي.

د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر وویل: که امریکا د ګډ اقدام جامع پروګرام (برجام) ته زیان رسول وغواړي نو ټول به تاواني شي ځکه چې برجام، دوه اړخیزه موافقه نه ده.

 

علي اکبر صالحي پرون په تهران کښې د اروپايي اتحادیې د انرجۍ د کمیسر میګوئل ایریاس کانِټې سره له کتنې وروسته د برجام په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو ادعاو ته په اشارې سره وویل: د دې ادعاو ستره برخه یې د خپلو کورنیو مسایلو لپاره ده.

صالحي زیاته کړه: پر برجام څارونکی پلاوی دې پرګرام ته د لورو پابندي څاري او دغه پلاوی به د ضرورت په وخت او د ترسره شویو عملي اقداماتو په اساس ضروري اقدامات وکړي.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ څه موده مخکښې ادعا کړې وه چې ایران د ایټمي موافقې په اصل باندې پابند نه دی.

 

مردم سالاري:

له تهرانه چاپیدونکې مردمسالاري ورځپاڼې بیا په یو خبر کښې لیکلي دي: د اسلام آباد د حاکمیت د کمزورۍ تاوان دې د ایران نه په برخه کیږي.

خبر زیاتوي چې د تیرې چارشنبې په ورځ د جیش الظلم ترهګرې ډلګۍ په لاس د ایران د یوشمیر پوله ساتو ځواکونو له شهادت او د پاکستان خاورې ته د هغوي له تیښتې وروسته دغه قهرجن اقدام ته غبرګونونه لاهم دوام لري. په همدې لړ کښې پرون د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرنی سیاست د کمیشن یو غړي په دې ټکي باندې په ټینګارسره چې اسلامي شورا به د پوله ساتي ځواک له مسئولانو سره په یوهغونډه کښې د میرجاوې د ترهګرې پیښې جاج واخلي، وویل چې د ترهګرې ډلې لخوا د یو ایراني عسکر د نیول کیدو په باب خبرونه رارسیدلي خو لا دقیق او جوت نه دي او مونږ دا موضوع تعقیبوو.

شهروز برزګر سیستان او بلوچستان ولایت ته د ملي امنیت د کمیشن  د ځینو غړو سفر ته په اشارې سره وویل: تیره اونۍ د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن یو پلاوی دغه ولایت ته لاړ او له دغه سفر سره هممهاله په میرجاوه سرحد کښې ترهګر پیښه وشوه چې له امله یې نهه ایراني پوله ساتونکي شهیدان او دوه تنه زخمي شول او د یو پاتې کس په هکله هیڅ معلومات نشته.

برزګر زیاته کړه: پاکستان له ایران سره د خپلې ګډې پولې په دوه سوه کیلومیټرۍ کښې هیڅ ډول اقتدار او اختیار نه لري. مونږ د پاکستان حکومت ته خپل اعتراض اعلان کړ چې باید ځواب یې ورکړي. که پاکستان په دغه سیمه کښې امنیت نه شي ټینګولی او دغه ځاې له ترهګرو او اشرارو نه شي پاکولی نو مونږ چمتو یو چې په څلورو ورځو کښې دا کار وکړو او دغه سیمه د اشرارو له سپیره شتونه پاکه کړو.

 

همدې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې لیکلي چې پرون د پاکستان په پلامینه اسلام آباد کښې د دغه هیواد د وزیراعظم نواز شریف خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

خبر زیاتوي چې پاکستان زرګونو خلکو د دغه هیواد په پلازمینه کښې د مظاهرو په کولو سره د وزیراعظم نوازشریف د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه.

په دغو مظاهرو کښې ګډونوالو نواز شریف د مالي فساد په رسوايۍ کښې په لاس لرلو تورن کړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان سترې محکمې په راتلونکو دوو میاشتو کښې د نواز شریف خلاف د فساد یا کرپشن د تورونو په هکله د تحقیقاتو د بشپړولو او پریکړې کولو ژمنه کړې ده.

 

جمهوري اسلامي:

جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیا د نورو خبرونو ترڅنګ لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران تجارتی بېنکی او د سرمائۍ شریکان پکار دی دا حقیقت ومنی چې ایران په سیمه کښې د اقتصادی ملګرتیاو لپاره یو ترټولو امن هېواد دی.

محمد جواد ظریف پرون په تهران کښې د ایران او اروپا په څلورم تجارتی او بېنکی سیمینار کښې وویل: ایران د اقتصادی او سائنسی پرمختګ  او د اقتصادی ثبات لپاره په خپل ولس باندې ملا تړي او د ایران ولس د ټولو بائیکاټونو، جنګونو او ترهه ګرۍ باوجودخپل ارامښت او امنیت ټینګ کړی دی.

 د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکه کښې د ایران د مرکزی  بېنک له سرچینو  څخه د دوه میلیارډ ډالرو مصادره کولو او د دغه بېنک له پېسو څخه د یو میلیارډ او پینځه سوو میلین ډالرو ایسارولو ته په اشارې سره وویل: د امریکې دغه اقدام نړیواله شوکماری ده.

هغه په نړیوال ډګر کښې د ایران د بېنکی تعلقاتو په ټینګېدو کښې د ځینو خنډونو د ختمولو په لار کښې د امریکی بدقولۍ ته اشاره وکړه او امید یې څرګند کړ: د ایران شریکان په تېره بیا اروپان کولې شی له  دغې بدقولۍ تېر شی او دغه حالت له بائیکاټونو نه مخکې حالاتو ته وګرځی.

جمهوري اسلامي د ایران او اروپا د اړیکو په اړه هم یو خبر راخیستی او لیکلي یې دي: د اروپايي اتحادیې د انرجۍ کمیسر د انرجۍ په برخه کښې له ایران سره ملګرتیا ته د مینې د اعلانولو په ترڅ کښې د ګډ اقدام د جامع پروګرام (برجام) له اجرايي کیدو وروسته اروپايي اتحاديې ته د ایران د صادراتو د ۳۰۰ فیصدي زیاتوالي خبر ورکړ.

میګوئل ایریاس کانِټې پرون په تهران کښې د پایدارې انرجۍ په برخه کښې د ایران او اروپايي اتحادیې په وړومبنۍ تجارتي غونډه کښې وویل: ایټمي موافقې د ایران او اروپايي اتحادیې د ملګرتیاو د بیاپيلولو او نوې ملګرتیا لپاره لاره هواره کړې ده.

هغه څرګنده کړه: د برجام له اجرايي کیدو وروسته د ایران او اروپايي اتحادیې تجارت ۷۹ فیصده او اروپا ته د ایران صادرات ۳۰۰ فیصده زیات شوي دي.

کانِټې له برجامه د اروپايي اتحادیې په ملاتړ باندې په ټینګارسره وویل: په ۲۰۱۶ کال کښې اروپايي اتحادیې او ایران په مختلفو برخو کښې ډیرې ملګرتیاوې پیل کړې او ډیر تړونونه یې لاسلیک کړل.

هغه هیله وښودله چې د پایدارې انرجۍ په برخه کښې د ایارن او اروپايي اتحادیې وړومبنۍ تجارتي غونډه د پاکو انرجیو په لړ کښې د ایران او اروپا د تړاو لپاره زمینه برابره کړي.

د پایدارې انرجۍ په برخه کښې د ایران او اروپايي اتحادیې وړومبنۍ تجارتي غونډه پرون په تهران کښې د ایران د انرجۍ د وزیر حمید چیت چیان، د اروپايي اتحادیې د انرجۍ د کمیشن او د بیانوې کیدونکو انرجیو د نړیوال آژانس د استازو په شتون سره ترسره شوه.

 

کابل ورځپاڼې:

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په لغمان کې د حزب اسلامي د مشر د پرونیو څرګندونو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، بلاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدبن حکمتیار په لغمان ولایت کې راڅرګند او په یوه غونډه کې یې خپل لیدلوری بیان کړ.

په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار وویل چې په افغانستان کې له انتخاباتو نه ملاتړ کوي، له تېرو سره خدای پاماني او تر دې وروستو ټولو هغو ډلو ته چې په حکومت کې دننه او بهر دي د دوستۍ لاس غځوي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې حکمتیار ویلي له یوې مرکزې ادارې څخه چې د سرمقاله لیکونکي په باور همدغه ریاستي نظام یې ښودلی ملاتړ کوي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي چې ګڼو بنسټونو د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د یو ځای کېدو هرکلی کړی دی.

خو د ده په اند یو شمېر پخوانیو تنظیمي جګړو ته په پام سره وېره موجوده ده چې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار نشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د حکمتیار د څرګندونو په اړه څه نه دي لیکلي، خو همدې موضوع ته په اشارې سره یې د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د یوځای کېدو امتیاز ولسمشر غني ته ورکړی او لیکلي چې د افغان ولسمشر سوله ییزو هڅو او منډو ترړو بلاخره رنګ راوړ او حزب اسلامي او د هغوی مشر کلبدین حکمتیار د سولې له بهیر سره یو ځای شو.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر غني له افغان طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو څخه هم غوښتي چې د حزب اسلامي په څېر د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، بلاخره د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار راڅرګند شو.

په سرمقاله کې راغلي، حکمتیار په لغمان کې د تېرې ورځې په څرګندونو کې جګړه نامشروع ګڼلې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د سولې لار خپله کړي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، د حکمتیار ګڼي خبرې سمې او پر ځای وې خو د ده په خبره لا یې ځني مسایل د تامل وړ دي چې په څرګند ډول ورته اشاره نه ده شوې.

په سرمقاله کې راغلي، حزب اسلامي د جګړې مهمه برخه نه وه نو پر جګړې یې اغیز کم دی خو په سیاسي برخه کې د حالاتو د ښه والي تمه ترې کېدای شي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، له ښاغلي حکمتیاره یوه لویه هیله دا ده چې د طالبانو سره د سولې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*-*