د غويي د میاشتې د نولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریک کړو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران ورځپاڼو په سر کښې نن جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د ولسمشر حسن روحاني یو انځور راخیستی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: د ولسمشر په شتون سره د ۲۷۶ کیلومیټرو په اوږدوالي د تهران-همدان د ریل لارې پرانیسته وشوه.
د خبر په دوام کښې لولو چې حجت الاسلام والمسلمین ډاکټر حسن روحاني وړمه شپه د همدان ولایت د والي او مسئولانو په هرکلي سره دغه ولایت ته ورسید او پرون سهار یې د همدان-تهران د ریل لارې څه برخه په په اورګاډي کښې ووهله او بیا یې په رسمي توګه د دغې پاټلۍ افتتاح وکړه.
د ولسمشر په شتون سره همداشان د ملایر-فیروزان د ریل لارې او د فیروزان د سټیشن هم پرانیسته وشوه.
دا طرحه سربیره پر دې چې د بار او مسافرو د داخلي ټرانسپورټ له نظره همدان او کردستان ولایتونه د اورګاډي له سراسري شبکې سره نښلوي، د نویو طرحو او صنایعو د جوړولو، د سیمې د ټرانسپورټي شبکې د ښه کیدو او پراختیا او همداشان د سفر د خوندیتوب د زیاتوالي او د سونګو د لګښت د کمولو په موخه د یوې مناسبې زمینې د برابریدو سبب کیږي.
د هیواد له ریلي نیټ ورک سره د تړل کیدو قابلیت، د لویدیځو سیمو د پراختیا او پرمختګ سره مرسته، د هیواد له ختیځه د لویدیځ په لور د ریلي کوریډور بشپړیدل او د ایران له لویدیځو ګاونډي هیوادونو سره د تجارتي راکړې ورکړې پراختیا د دې پروژې ډیرې مهمې ګټې ګڼل کیږي.
د تهران-همدان د ریل پاټلۍ د افتتاح ترڅنګ د ولسمشر په شتون سره همداشان د ۱۵۱ کیلومیټرو په اوږدوالي د همدان-سنندج د ریل لارې اجرايي عملیات هم پیل شول.
ولسمشر په همدان ولایت کښې همداشان څرګنده کړه: د ایران خلک د خپل نظام او انقلاب ملاتړي دي او پکار دي چې په اتحاد سره هیواد هغه مقام ته ورسوو چې شهیدانو او مشرانو له مونږ غوښتی دی.
ډاکټر روحاني څرګنده کړه: د خپل حکومت له پیله مې تل ټینګار کړی دی چې هرڅه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر غواړي، هغه کار وکړو او په دې تیرو کابو څلورو کالو کښې مو دا خبره ثابته کړې هم ده.
ایران:
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا د ولسمشر د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو په هکله یو خبر کښې لیکلي دي: د پوپولیزم خطر د فرانسې په خوا کښې تیر شو.
خبر زیاتوي چې د خلکو رایو الیزه ماڼۍ ته د پوپولیسټانو د ننوتو مخه ونیوله او نړۍ د پوپولیزم په وړاندې د مینځ لاري کاندید د بریالیتوب هرکلی وکړ.
فرانسویانو، اروپایانو او نړیوالې ټولنې چې په اندیښنې سره یې د فرانسې د ولسمشریزو انتخاباتو بهیر تعقیبوه، وړمه شپه او پرون د پوپولیسټې او افراط پالې مارین لوپن په وړاندې د مینځ لاري امانوئل ماکرون د پریکنده بریالیتوب جشن ترسره کړ او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په ۶۶.۱ فیصد رایو سره د فرانسې د تاریخ ترټولو کم عمره ولسمشر ته د مبارکۍ پیغامونه ورکړی شول.
کیهان:
له تهرانه چاپيدونکې د کیهان ورځپاڼې ځیني نړیوال خبرونه درسره شریکوو.
صهیونیسټو پوځیانو ۱۶ کلنه فاطمه شل ډزه ویشتې او شهیده یې کړه.
کیهان لیکي چې دا جنایت د نیواکي قدس په باب العامود سیمه کښې وشه. فلسطیني رسنیو د دغې شپاړس کلنې شهیدې نوم فاطمه عفیف عبدالرحمن حجیجي ښودلی دی. د دې پیغلې په شهادت سره د قدس په نامه د فلسطینیانو د دریمې انتفاضې د شهیدانو شمیر چې د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر له وړومبۍ نیټې پیل شوې ده، له ۲۷۰ کسانو واوښته خو په دغو کسانو کښې هیڅکوم د فاطمې په شهان په ظلم نه دی شهید شوی چې په شلو ګولیو یې بدن غلبیل غلبیل شو.
ورځپاڼې لیکلي چې په فلسطینیانو باندې د صهیونیسټانو دا جنایتونه په داسې حال کښې کیږي چې په لویدیځو هیوادونو کښې د بشري حقوقو مدعیانو خوله ګنډلې ده او تشه ننداره کوي.
د کیهان ځیني نور مختصر خبرونه په دا ډول دي:
د مصر جنايي محکمې د اخوان المسلمین مشر محمد البدیع او دوه نور کسان په عمر قید او پنځلس تنه نور یې په پنځه کاله بند محکوم کړل.
د عربستان مالیې وزارت ته د ملک سلمان د لیکلي محرمانه لیک ایشوا شوی متن ښودنه کوي چې ریاض ۶۸ میلیون ډالر د ټرمپ د هرکلي لپاره بیل کړي دي.
اخوا د سوریې ولسمشر بشارالاسد په دمشق کښې د لبناني شخصیتونو سره د کتنې په بهیر کښې ویلي چې تر راتلونکو دوو کالو به سوریه په بشپړه توګه آزاده او له ترهګرو پاکه شي او که داسې ونه شول نو له خپلې څوکۍ به استعفا ورکړي.
او د افغانستان د پوځ ځانګړو ځواکونو د دغه هیواد په ختیځ کښې په یولړ عملیاتو کښې په افغانستان کښې د داعش اصلي مشر عبدالحسیب هلاک کړی دی.
په خبر کښې لولو چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل: د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کښې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب وژلی دی. سره له دې چې افغان ولسمشر په خپلو څرګندونو کښې په دغو عملیاتو کښې د امریکایانو د ونډې خبره نه ده کړې خو د امریکې دفاع وزارت (پینټاګان) د یوې بیانیې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د عبدالحسیب د وژلو عملیات د امریکايي پوځیانو په ګډون ترسره شوي دي.
عبدالحسیب د داعش ترهګرې ډلې په وینا د (خراسان) سیمې نومولی امیر و او د هلاکت نیټه یې د تیر اپریل ۲۷ نیټه اعلان شوی دی. د پینټاګان د بیانیې له مخې په یادو عملیاتو کښې پر عبدالحسیب سربیره د داعش د ۲۵ غړو په شمول د دغې ډلې څو نور قومندانان هم وژل شوي دي.
کابل چاپ:
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ له فساد سره د افغان حکومت د مبارزې د څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
اصلاح ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکلي له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي کار او هڅې روانې دي.
د انیس دولتي ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که له فساد سره د اوسني حکومت د مبارزې هڅو ته وګورو د پخواني حکومت له هڅو سره ښکاره توپير لري.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي له فساد سره د ملي وحدت حکومت د مشرانو کلک عزم او پخې ارادې ته که وګوور لیدل کېږي چې حکومت په دې برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي، خو دا چې کوم کارونهیې کړي، لیکوال ورته اشاره نهده کړې.
د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي له فساد سره مبارزه ګډو هڅو او ټولهییزو همکاریو ته اړتیا لري چې عدلي او قضايي بنسټونه، دیني عالمان، مدني ټولنې او رسنۍ باید یو بل ته لاس ورکړي او د دې ناوړې پدیدې مخه ونیسي.
د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس دواړو د نوماندۍ پر مهال، بیا د واک په لومړیو کې او له هغه وروسته په بیا بیا دا خبره کړې چې له فساد سره مبارزه کوي او مفسدین به د قانون منګولو ته سپاري، خو د لیکوال په خبره په عمل کې داسې ونهشول.
د لیکوال د معلوماتو له مخې لا هم په ادارو کې په پراخه کچه فساد کېږي، مفسدین خلاصې تڼۍ ګرځي په واک کې دي، زور لري او ان هغوی ته چې د دوی د فساد پر وړاندې خنډونه جوړوي، پر ګواښ بدل شوي دي.
د سرنوشت د سرمقالې د لیکوال په باور له فساد سره د مبارزې لپاره له بده مرغه لا هم سیاسي اراده نهشته، دلایلیې ښايي ډېر وي، خو له شک پرته د حکومت ډول، د ولسمشر او اجرائیه رئیس پر شااوخوا راټول شوي مفسدین د دې لامل شوي چې له فساد سره د مبارزې چارې بېپایلې شي.