Dec 18, 2018 11:30 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍکې دافغانستان او پاکستان مهم بدلونونه

دتهران دپشتوخپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو ، دوستانوپه تیرې اونۍکې د افغانستان او پاکستان دمهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو، په پیل کې هم د دواړو ګاونډيو هیوادونو ځینو مهمو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او ورپسې مو هم په دې باب تحلیلي برخې ته رابولوو. نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .

*/*/*/*/*  په تیرې اونۍ  کې  د افغانستان  په هلمند ولایت کې د افغان ځواک او طالبانو تر مینځ  دځينو سیمو لاس په لاس کیدا*/*/*/*/*    دافغانستان په حالاتو په تیره بیا د دغه هیواد سولې په بهیر کې  دامریکا په لاسوهونکو سیاستونو   دافغانستان دم شرانو جرګې  اندیښنه .*/*/*/*/*/    دپاکستان په اسلام اباد کې د  د پارلیماني استازو او سیاسی  اومذهبی ډلو ټپلو دمشرانو  په شتون سره  دفلسطین  په ملاتړ کې سمینار */*/*/*/*    په پاکستان کې د امریکا  لاسوهنې */*/**/*/ دافغانستان دسولې په بهیر کې دپاکستان ملګرتیا او دپیسو دنړیوال صندوق د پور شرطونه */*/*/**/*/ او بلاخره د پاکستان او هندوستان د  لوړپوړو چارواکو پر یوه بل دتورونو یرغلونه او کمزورتیاې او دسیمې حالات،په تیرې اونۍ کې ځيني مهم بدلونونه ؤ،اوس مو هم رابولو،ددغه اونیز پروګرام  تحلیلي برخې ته */*/**/*/*/***/*

********************

            دوستانو په تیرې اونۍکې دافغانستان په سیاسی ډګر کې تر زیات بحثونه ددغه هیواد د سولې دبهیر په باب د مشورو او اندیښنو  په باب وو، چې دحکومتی او مخالفو لورو ترمینځ دنظر له جدي اختلافاتوسره  مخامخ  شوي  دی .په داسې حال کې  چې دافغانستان  ولسمشر اشرف غني  له طالبانو سره د خبرواترو دځانګړي ډلې اوهمداراز د مشورتي بورډ په  جوړولو سره،د خپلې نیغ  په نیغه څارنې او د ولسمشر د دفتر  دمشر له لارې  دسولې د خبرواترو د تعقیبونې هوډ لري .ګوندونه هم هڅه کوي،له طالبانو سره  د خبرواترولپاره ځانګړي ډله جوړه کړي،چې دهغوی دغه فیصله دکابل حکومت  له مخالفت سره مخامخ شوې ده .   دافغانستان د حکومت له نظره ،  یوازې دحکومت مرکچي پلاوی،له طالبانوسره دخبرواروله صلاحیّته برخمن دی .

Image Caption

 

 د افغانستان  مذهبی او قومي ډلې ډلې  هم  دحکومت  دغه نظر  مني ، خو  په دې اند دي ، چې  د دغه هیواد ولسمشر اشرف غني  هم  له طالبانو سره دخبرواترو لپاره  یوه ملي ډله جوړه کړي چې  په   هغې کې  درست ګوندونه ډلې ټپلې ،  قومونه او مذهبونه  نمایندګي ولري .  دګوندونو له نظره ، د  افغانستان  د سولې عالي شورا  چې  د حامد کرزي  د ولسمشرۍ په وخت کې جوړه شوي ،  او د درستو مذهبی ، قومي او فکري بهیرونو او ډلو ټپلو   استازي پکې شتون لري ،   دهغو د ټاکل  شوو موخو په اساس ،   له طالبانو سره د خبرواترو لپاره لازم صلاحیّت لري .

 البته د ګوندونو له نظره،دافغانستان ولسمشر دهغو موخو په اساس ، چې  په بشپړ ډول مشخصې نه دي ،  په یوه متوازي  اقدام کې  ئې  له طالبانو سره  دخبرواترو ډله جوړه کړه ، چې  دافغانستان  د سولې  عالي شورا  تر ډيره حده کمزوري کړي .دې ته په پام سره چې  ددغه هیواد په سیاسی ټولنوکې دا احتمال   چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو ترمخکې پورې  له طالبانو سره دسولې خبرې اترې یوې نتیجې ته ورسیږي ،د هغو کارونو ترشا  دبدلونونو له امله  وي،چې اشر ف غني  ئې د مدیریّت  په لټه کې دی . 

Image Caption

 

                       دافغانستان په چارو کې دامریکا استازی زلمی خلیلزاد په یوه لاسوهونکي اقدام کې  هڅه کوي دافغانستان د سولې بهیر د وواشنګټن  په  لیدتوګې او غوښتنې سره مدریّت کړي،چې  د دغه هیواد د حکومت او سیاسی ټولنو  له جدي مخالفت سره  مخامخ  شوی دی .  دافغانستان حکومت په کرتو   وئيلي دي ، له طالبانو سره خبرې اترې  چې  دکابل دحکومت له خوا منظمې او هدایت شي ،  د تائيد وړ دي او که  د اسې نه وي ، نو هیڅ    رواوالی اوارزښت نه لري .

 خو هغه څه چې لازیات رابرسیره شوي،د افغانستان دسیاسی ټولنې ډيرې اندیښمنوي،دامریکا په  ملاتړونو سره د اشرف غني او طالبانو  تر پردې شا  د احتمالی موافقوکیدل دي .په فیډرل متمرکز یوه حکومتي جوړښت  له بدلیدو سره یوځاي د اساسی قانون د ترمیم پلان او یا له طالبانو سره د  جغرافیا دیوې برخې په تیره بیا دحکمتیار  له حزب اسلامی  او  یا طالبانو سره د اشرف غنی  د ائيتلاف په ملګرتیا د پښتون میشته سیمو د سپارل کیدا پلان  چې  ممکنه ده  په افغانستان کې د  قدرت  دانحصار  سبب شي ،   د دغو اندیښنو برخې دي .

 په داسې بڼه کې  نور قومونه  په دې اند دي ، هغه ملي پالنه به  چې  د ملی وحدت حکومت  شعار او  دافغانستان د بدلونونو د راتلونکي لپاره  ملی تفاهم ته  رسیدا ده،له مینځه لاړه شي .په همدې دلیل   ددغه هیواد سیاسی  اومذهبی ګوندونه اوډلې ټپلې دسولې په خبرواترو کې دخپلو استازو په شتون ټینګار لري ،او په دې اند دي ،له طالبانو سره  هرډول موافقه باید  دملی اجماع په اساس  وشي،څو  په افغانستان تل پاتې سوله  واکمنه  شي او  په دغه هیواد کې له تل پاتې امنیت سره هم مرسته  وکړي .    دافغانستان  د ولسمشرۍ دانتخاباتو له ځنډيدا سره  دافغانستان دملی وحدت حکومت د اجرائي شورا مشر عبدا... عبدا...مخالفت  ښئ چې   دامریکا او دهغې د عواملو له خوا  دافغانستان د بدلونونو  په هرډول   مدیریّت  اندیښې جدي دي او  اشر ف غني   باید په دې باب بې پروا ونه ووسي .

                 په تیرې اونۍ کې  د هند او پاکستان   په رسندویو کې  مطرح شوي تر ټولو مهمې موضوعګانې  د خبرواترو  او دغه راز د تاؤتریخوالی دختمولو لپاره د  دواړو هیوادونود چارواکو ترمینځ   مطرح مسئلې  وې ، چې شنې پرې شوي  او   په دې باب د دواړو لورو پر هوډ  ټينګار  شوی دی .  په داسې  حال کې چې  داسلام اباد حکومتی چارواکو په کرتو  له هندی حکومت سره  دسولې دخبرواترو لپاره  خپل چمتووالی اعلان  کړی ، خو  د دغه هیواد بیلابیلو سیاسی  او پوځي چارواکو  دااقدام   داسلام اباد له حکومت سره د  له هرډول خبرواترو سره  په مشروط کولو سره  رد کړی  دی .  دهندوستان دکورنیو چارووزیر راجنت سنګ  په دې ادعا سره چې  دپاکستان چلند  دوه ګوڼی دی ،  او  دنوي ډیلي لپاره  دغه   ډول چلند  دمنلو وړ نه دی ،  له ترهه ګرۍ څخه  دملاتړ غوڅیدا ئې  له پآکستان  سره دهندوستان دخبرواترو وارمخکې شرط  اعلان کړی دی .   په دې باب داسې ښکاري ،  په هندوستان کې  دسیاسی ،پوځي  اورسانه اي  ټولنو ترمینځ  دنظر اختلافات رابرسیره شوي دي . په داسې حال کې چې  په هند کې سیاسی او پوځي ټولنې  دعمران  حکومت  دپاکستان دپوځ تر بشپړ ملاتړ لاندې ګڼي  او  له هغه سره   هرډول خبرې اترې  ردوي ، خو  په هندوستان کې  رسندوئي ټولنې  مختلف نظرونه لري  او  دپاکستان سیاسی  وضعیّت  د اسلام ااباد او نوی ډ يلي  ترمینځ دسولې دخبرواترو لپاره  یو تاریخي فرصت ګڼي .

 اینډیا ټوډې   انګریزي ژبې ورځپاڼې  پخپلې وروستۍ ګڼې کې  هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ته سپارښتنه کړې ،   دسولې ډخبرواترو د پیلولو لپاره دې   دپاکستان دلومړي وزیر  عمران خان  دوړاندیز   هرکلی وکړي او   له خپلو ماته خوړلو سیاستونو  دې لیرې ووسي . په عین حال کې   دپاکستان د  ډيلي ټایمز  خپرونې   په خبره ،  دهندوستان د   استخباراتي ادارې (راء) دپخواني مشر آمارجیت سنګ دت   عمران خان ،  د پآکستان دپخواني ولیمشر پرویز مشرف  په اپوټه چې ددغه هیواد پوځ عمومي قوماندان هم  ؤ، له اسلام اباد سره د  دوستانه اړیکو د ټينګولو لپاره  د هندوستان  لپاره یو ترټولو ښه چانس بللی دی .

               داپه داسې حال کې دي ، چې  په همداوروستیو کې  د هندوستان دپوځ   عمومی قوماندان  وئيلي دي ،  دپاکستان حکومت یو مذهبی حکومت دی او باید په دغه هیواد کې یو سیکولر حکومت جوړ شي ، څو  نوی ډیلی  ورسره  خبرې اترې وکړي .   دهند اوپاکستان  په اړیکو کې دبدلونونو تاریخ ته   کتنه ښئ ، چې  دواړه هیوادونه هماغه راز  دخپلو مخکینیو  شخړو اواختلافاتو تر اغیز لاندې  دی .   نوي ډيلي اواسلام اباد  له ۱۹۴۷کال څخه یعنی د  هند اوپاکستان  دخپلواکۍ له وخت راهسې  د کشمیر دموضوع پشمول  دبیلابیلو موضوعګانو په  سر   سره ښکر په ښکر دي  او  دکشمیر بحران  په نړۍ کې تر  ټولو اوږده مځکنۍ شخړه  حسابیږي .  دغه وضعیّت  په تیرو اوو لسیزو کې  نه یوازې د هند اوپاکستان    پر اړیکو سیوری غوړولی دی ، بلکې  په جنوبی آسیا کې  پر سیمه ایزو  اړیکو  په تیره بیا  د جنوبی آسیا  داقتصادي ملګرتیاؤ پر موسسې  یا سارک کنفرانس   داسلام اباد او نوي ډيلی  اختلافاتو  هم  ډيرې منفي اغیزې شیندلي دي ، چې  درسته سیمه  ترې  کړیږي.

Image Caption

 

 په هرحال،د هندوستان  دبهارتیا جنتا ګوند  په مشرۍ   په داسې حال کې   هماغه راز   داسلام اباد له  حکومت سره خبرې اترې ردوي ، چې   په  وروستیو صوبائي  انتخاباتو کې  ئې  ښه نتیجه نه ده ترلاسه کړې .  تر ټولو وروستیو نتیجو ته په پام سره ،   بهارتیا جنتا پارټۍ (بي جې پي ) د راجستان او چیتیسګړ  صوبو په  صوبائي انتخاباتو کې  درنده ماته زغملي ده  او  په مادیا پردیش صوبې کې  هم  له کانګرس مخالف  ګوند سره  مټ په مټ حرکت کوي .  دغو  نتیجو ته په پام سره  کانګرس ګوند  اټکل کوي ،  چې بي جې پي  په راتلونو عامو انتخاباتو کې هم درنده ماته خوري .  په همدې دلیل  ځیني هندي سیاسی ټولنې   داسلام   اباد دحکومت وړاندیز  دهندي لومړي وزیر  لپاره یو ښه چانس  ڼي  څو  دهندوستان  په سیاسی او امنیتی ډګر کې په حقیقت پالنې سره ،  بې جې پي واکمن ګوند  له یوې سترې  ماتې وژغوري .

(سیماب)

*********************************************************************************************************************************