د وري د دیرشمې نیټې ورځپاڼې
د تهران او کابل چاپ ورځپاڼې مو چمتو کړي دي هیله ده چې د خوښې او توجه وړ مو وګرځي.
ګرانو مینه والو د تهران ورځپاڼو په کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې په غټو ټکو لیکلي دي: د ایران د لوړرتبه پوځي قومندانانو په شتون سره د ایس-۳۰۰ توغندوي سیسټم مخ کتنه وشوه.
خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په مناسبت پرون د حضرت امام خمیني(رح) د حرم په خوا کښې د پوځ په پروني پریډ کښې ایس ۳۰۰ توغندوي سیسټم د پریډ د کتونکو له مخې تیر کړی شو.
روسیې د ایران خلاف د ملګرو ملتو د بندیزونو له ختمیدو وروسته د ایس درې سوه توغندوي سیسټم تړون پخپله ایجنډا کښې راوست او د دغه تړون له نوي کولو او اصلاح وروسته یې یاد توغندوي سیسټم ایران ته وسپاره.
ابرار په یو بل خبر کښې لیکلي چې سعودي عربستان د حج لپاره د ایران د تلونکو زیارتوالو لپاره نوي شرطونه وټاکل.
په خبر کښې لولو: په داسې حال کښې چې د تیر کال د حج په مراسمو کښې او له هغه وروسته بې مخینو او ناخوښو پیښو ته په پام سره تمه کیده چې د ایران د حج مسئولان د حاجیانو د امنیت په خاطر ځیني شرطونه په نظر کښې ولري خو په اپوټه د عربستان د حج وزارت په ډیرې حیرانتیا سره د ایراني حاجیانو لپاره یولړ شرطونه ټاکلي دي.
د عربستان د حج د وزارت ویاند وویل چې د دغه هیواد د حج وزیر له ایراني پلاوي سره په کتنه کښې د حج د مراسمو په دوران کښې پخپلو کښې د حاجیانو د راغونډیدو، د شعار د ورکولو او د دعا لوستلو یا ویلو په وخت د غږ د لوړولو په بندیز ټینګار کړی دی.
حاتم قاضي ویلي چې د حج په مراسمو پورې په اړوندو عامه ځایونو کښې راغونډیدل او لاریون کول منعه دي.
د عربستان د حج وزیر مدعي دی چې شعار ورکول یا نعرې وهل د نورو حاجیانو لپاره مزاحمت رامینځته کوي.
دا اعا په داسې حال کښې مطرح کیږي چې ایراني حاجیانو په تیرو کلونو کښې د حح په ورځو کښې هیڅ ډول تجمع نه ده کړې او د مکې مکرمې او مدینې منورې په عامه ځایونو کښې یې شعارونه هم نه دي ورکړي او له مشرکینو څخه د براءت مراسم هم د عرفات په خیمو کښې ترسره کیږي.
داسې ښکاري چې د دعاګانو او مناجاتو په چوکاټ کښې دنورو هیوادونو حاجیانو ته د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب د معنوي او روحاني پیغام له رسیدو اندیښنه د ایراني حاجیانو لپاره د سعودیانو د دا ډول شرطونو د ټاکلو او د خنډونو جوړولو یو مهم علت وي.
دا په داسې حال کښې دي چې د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر وویل چې دغه ارګان د سږ کال د حج په مناسکو کښې د ایرانی حاجیانو د عزت او حقوقو د ساتنې لپاره خپله پوره پوره هڅه کړې ده.
سعید اوحدی چې د سږ کال د حج تمتع په هکله د سلامشورې لپاره عربستان ته تللی، پرون خبریالانو ته وویل چې د سعودی عربستان د حج له وزیر، د هغه له قایم مقام، د دغه هیواد د خارجه وزارت له ځینو مسئولانو او د عربستان له ځینو نورو اړوندو مسئولانو سره یې د مختلفو مسئلو په باب غونډې ترسره کړې دی.
هغه همداشان وویل چې د ایران د حج او زیاراتو اداره لاهم د منا د غمیزې د قربانیانو د پاتې شویو د حقوقو د ترلاسه کیدو تعقیبونه کوی او دا چاره یې د عربستان د حج له مسئولانو سره په خبرواترو کښې په پام کښې ساتلې ده.
د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر ټینګار وکړ چې د حج د مناسکو ترسره کول یوه الهی فریضه ده او اسلامی حکومتونو ته پکار دی چې د دې مراسمو په وړاندې د پرتو ستونزو د ختمولو هڅه وکړی.
** له ایرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ورځې په مناسبت د ولسمشر حسن روحاني خبرې راخیستې دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران قدرت او قوت د ګاونډیانو او اسلامی نړۍ د هېوادونو په خلاف نۀ دی.
ډاکټر حسن روحانی پرون د پوځ د ورځې په مناسبت په یو لړ مراسمو کښې وویل، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د امام خمېنی (رح) د فرمان او وصیت مطابق او د ټولو قواو د معظم قوماندانۍ د تدبیر له مخې د اسلام پوځ، د اسلامی نظام پوځ او د ایران د ملت پوځ دی.
ولسمشر څرګنده کړه، د ایران ملت نن په توانمن، مقتدر او دینی او اسلامی انګېزې لرونکی پوځ او هغه پوځ باندې چې د هېواد د ملی ګټو په فکر کښې دی ویاړ کوی چې د ایران له جغرافیائی، سیاسی او کلتوری پولو او د خلقو له ایمان او دین څخه په ښۀ ډول حفاظت او دفاع کوی.
ډاکټر حسن روحانی وویل، که نن ګورئ چې استکباری قدرتونه او د هغوی تالی څټی په سیمه کښې ایران ته د طمعې په سترګو او د ایران ملت ته په خیانت لرونکی نظر نه شی کتلې نو دا د ایران د اسلامی جمهوریت د د مقتدرو وسله والو ځواکونو په وجه دی.
هغۀ زیاته کړه د ایران د اسلامی جمهوریت قدرت د فعالې دفاع په معنا دی خو د ګواښ په وړاندې به ګواښ کوی او د تیری په وړاندې به د تیری ګرو لاسونه پرې کړی.
همدې ورځپاڼې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئولې فډریکا موګریني خبرې راخیستي او د هغې له خولې یې په غټو ټکو لیکلي دي: په امریکې کښې څو کسان نه شي کولی برجام نفي کړي.
موګریني وویل: څوک چې د برجام د ماتې په لټه کښې دي پوه دې شي چې د برجام ماتې د ټولو ماتې ده او په دې لارې سره ټول هیوادونه زیانمنیږي. له ایران سره د اروپايي بانکونو د ملګرتیا لپآره مو ځینې نوې ایجنډاوې برابر کړې دي او له ایران سره د هغو د ملګرتیا مخې ته هیڅ خنډ نشته.
** له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼې هم د اسلامي ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرې سشما سوارج د ملاقات خبر سره له انځوره چاپ کړی او لیکلي یې دي چې ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دغه کتنه کښې وویل: د ایران او هندوستان د اړیکو پراختیا د سیمې د امنیت او اقتصادی پراختیا په ګټه ده.
ولسمشر حسن روحانی پرون مازیګر په تهران کښې د هند د بهرنیو چارو د وزیرې سُشما سوارج په کتنه کښې د دواړو هیوادونو توانمنیو او امکاناتو ته په اشارې سره زیاته کړه: تهران او نوی ډیلی ډیرې ګډې ګټې لری او کوی شی چې د اقتصادی مناسباتو د سټراټجکې پراختیا په ترڅ کښې په سیاسی برخه او سیمه ایزو او نړیوالو موضوعات کښې هم پراخې ملګرتیاوې ولری.
د اسلامی ایران ولسمشر ایران او هندوستان ته د دواړو هیوادونو د چارواکو تیر او راتلونکی سفرونه د اړیکو په پراخولو کښې اغیزشیندونکی وبلل او څرګنده یې کړه: د ایران او هند اقتصادونه د یوبل بشپړونکی دی او ایران دا توان لری چې د هند د مخ په پراختیا اقتصاد د اړتیاوړ انرجۍ د تامینولو لپاره یوه ډاډمنه سرچینه وګرځی.
په دغه کتنه کښې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوارج هم وویل چې هیواد یې په ټولو زمینو کښې له ایران سره د اړیکو پراختیا غواړی.
سواراج د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې هم د ایران او هند ددفاعي ملګرتیاوو د پراختیا په هرکلي سره وویل دغه ملګرتیاوې په سیمه کې د سولې او ثبات له ټینګولو سره مرسته کوي . ظریف هم تاکید وکړ چې ایران او هند د انرجۍ ، بانک، تجارت او د چابهار بندر د پروژو د ګډو پانګه ونو په زمینه کې ښه ګډه ملګرتیا لري.
** ښه ګرانو مینه والو را به شو د کابل چاپ ورځپاڼو ته.
د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه اندیښنې او د کندز په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو زیاتیدل، د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.
سرخط ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د جګړې لمنه پراخه شوې خو قربانیان یې ملکیان دي.
په سرمقاله کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما درې میاشتنې څیړنیز راپورته اشاره شوې او ویل شوي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۶۰۰ ملکیان وژل شوي او ۱۳۴۳ نور ټپیان شوي دي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملکي مرګ ژوبلې عمده لامل دا دی چې د وسله والو مخالفینو په ګډون بېلابېلې ډلې د جګړې پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته پام نه کوي.
د ورځپاڼې په باور، په اکثرو جګړو کې د ملکي خلکو له کورونو نه د سپر په توګه کار اخیستل کیږي او په داسې حالت کې طبیعي خبره ده چې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاتیږي.
د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي شعارونه او عمل، دا د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي، د ملکیانو د وژنې د مخنیوي په هدف د وسله والو مخالفینو او حکومت ژمنو تر اوسه عملي بڼه نه ده غوره کړې.
د سرمقالې لیکوال ویلي، د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په هدف باید وسله وال مخالفین او حکومت په عامه تائسیساتو حملې بندې کړي او هغو سیمو کې دي جګړه نه کوي چې د ملکیانو ګڼه ګوڼه په کې ده.
جامعه باز ورځپاڼې بیا د کندز ناامنیو ته اشاره کړې او خپلې سرمقالې ته یې دا سرلیک ورکړی چې کندز او د وحشت بیا تکرار.
په سرمقاله کې راغلي چې له دریو ورځو را په دې خوا د کندز ښار په شااوخوا او یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.
د سرمقالې لیکوال ویلي، د کندز ښار په منځ کې د ډزو غږونه اوریدل کیږي او داسې ښکاري چې طالبان بیا غواړي د کندز ښار په چوک خپل بیرغ ورپوي.
د ورځپاڼې په باور په تیر کال کې د کندز ښار موئقت سقوط حکومت ته په لوړه بیه تمام شو او اوس به اجازه ورنه کړي چې بیا دغه تجربه تکرار شي.
کابل پوسټ بیا په خپله سرمقاله کې د کندز د ولایتي شورا د غړو نظر را اخیستی چې ویلې یې دي، که حکومت د کندز امنیت ته پام ونه کړي، ممکن بیا د طالبانو لاس ته ولوېږي.
په سرمقاله کې راغلي، حکومت ته په کار ده چې خپل ټول قوت د کندز د دفاع لپاره وکاروي او د کندز په برخلیک بیا لوبه ونه کړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*