په تیرې اونۍ کې دایران مهم بدلونونه
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو،په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې د اونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې هم دتیرې اونۍ ځینو مهمو پيښو سرټکي او ورپسې مو هم تحلیلی برخې ته رابولو ، نو هیله ده ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ یوم القدس په پرتم او ولولې سره نمانځنه */*/*/*/*/ فلسطین او د پيړۍ معامله */*/*/*/*/*/ او په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې له امریکا پرته د نورو لورو مسئولیته ، په تیرې اونۍ کې ځيني مهم بدلونونه ؤ چې په دې اړه مو دتحلیلي برخې آوریدو ته هم رابولو .*/*//*//*/*/*/*/
د ورژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې ورځ یعني د قدس نړیواله ورځ یا یوم ا..... په مناسبت دایران ښارونو اوبیلابیلو سیمو یوه عجیبه جذبه او ولولناکه فضا درلوده چې نړۍ ورته حیرانه وه .
دقدس دنړیوالې ورځې میلیوني لاریون ، د روژې دمبارکې میاشتې په شپږویشتمه ورځ له ایران سره په په یووخت دنړۍ په نورو لسګونو هیوادونو کې په پرتم اوولولې سره ترسره شو .
دقدس په نړیواله ورځ دنړۍ درستو آزادي غواړو د قدس دآزادۍ چغې پورته کړې او د وحشي صهیونیسټي رژيم په جنایتونو ئې سخته کرکه اونفرت نندارې ته وړاندې کړ او هغه پلان او نقشه چې غواړي ، د فلسطین دملت حقوق تر پښو لاندې کړي ، په کلکه محکومه کړه .

داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د قدس دنړیوالې ورځې په درشل کې په یوې وینا کې ، سږکال د قدس ورځ، له بل هرکاله لازیته مهمه وبلله او وې فرمائيل ؛ ددغه دوه ګوڼي اهمیّت دلیل ، د پیړۍ د معاملې د تپلو لپاره د امریکا او په سیمې کې دهغې په پل د پلۀ کیښودونکو ځينو رژيمونو له خیانته ډک اقدامات دي . داسلامی انقلاب معظم لارښود د تیرې سه شبنې په ورځې د ایران دپوهنتونونو دعلمي پلاؤ د زرګونو غړو او استاذانو په ټول کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د فلسطین دملت دفاع، هم ا نساني اړخ لري ، هم دیني اوشرعي اړخ لري ،ووئيل ؛ دامریکا ځيني لاسپوڅي د پيړۍ دمعاملې د اجرا کولو لپاره هڅه کوي ،خو امریکا او دهغې په پل دپلۀ کیښودونکي به په دغې قضیې کې هم ماته و خوري .

دامریکا په ولسمشرۍ څوکۍ د ډونالډټرمپ له ټاکل کیدا وروسته ، هغه له بین یامین نتن یاهو او دسعودي شهزاده محمد بن سلمان سره یو ځاي د پيړۍ دم معاملې په عنوان سره یو پلان مطرح او پخپلې ایجنډا کې راوست ، چې په همدې باب ئې له تل ابیبه قدس شریف ته دامریکا د سفارت دمنتقلولو په څير یو لړ اقدامات هم وکړل .
بې شکه دامریکا دغه پلان هم دهغو مخکینیو پروژو او پلانونو دوام دی ، چې یوازې ظاهر ئې بدل شوی دی .
داسلامی انقلاب معظم لارښود له تیر وخت سره دفلسطین د قضیې د اوسنیو شرائطو فرق ، دفلسطین د موضوع د حذفولو لپاره د امریکااو دهغې د پيّلو په جوتې لهجې او ادبیاتو کې وبالۀ .
د زوي جارج بش په پړاؤ کې هم په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳کلونو کې د نوي مینځني ختیځ اصطلاح مطرح شوه ، چې موخه ئې د صهیونیسټي رژيم ملاتړ او په سیمې کې د مقاومت کمزوي کول وو .
په همدې چوکاټ کې دلبنان په ضد د ۲۰۰۶کال د جنګ شاهدان هم وو ، چې ډير ویجاړونکی جنګ ؤ . په دې باب له صحنې د حزب ا.... غورځنګ د له مینځه وړلو او همداراز په سیمې کې مقاومت ته د کلک ګوزار ورکولو لپاره اسرائیلو ته شنه اشاره ورکړل شوه . دغه ټول اقدامات په سیمې کې د صهونیسټ رژيم دپیاوړي کولو او ورځیني دملاتړ لپاره ترسره شول .
د پيړۍ دمعاملې په نامې سره د ډونالډټرمپ په پلان کې هم همدغه موخه تعقیبیږي . هغه لومړنۍ موضوع چې ددغه پلان په باب ترسره شوي ، دقدس بشپړ نیواک او صهیونیسټي رژیم ته ئې د مطلق حاکمیّت ورسپارل وو .

د فلسطین بله موضوع د کډوالو دبرخلیک موضوع ده .
دفلسطین دا سلامی جهاد غورځنګ استازي ناصر ابو شریف دې ته په اشارې سره چې د فلسطینیو کډوالو شمیر اته میلیون کسان دي،چې له فلسطینه په بهر کې ژوند کوي ، وائي،که دغه وغواړي ، بیرته خپل ټاټوبی ته ستانه شي،اوهغوي ته دستنیداحق ورکړل شي،نو داموضوع د صهیونیسټي رژيم لپاره یوه خطرناکه موضوع ده .
بله موضوع له نیواکي ټاټوبو سره اړونده ده . دپيړۍ دمعاملې په اساس، باید درست صهونیسټ میشته ښارګوټي او دهغو په شاوخوا کې دکمربندۍ لارې ، صهیونیسټي رژيم ته ورکړل شي .
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ استازی باوري دی ، چې دقدس ضمیمه کول ځنډول شوي دي ، خو په راتلونکو میاشتو کې اجراکیږي ، په همدې دلیل امریکا اوصهیونیسټي رژیم فیصله کړې ده ، څو پر مقاومت او دسیمې په سترو هیوادونو او پر هغو ټولو چې دمقاومت په کرښې کې دي ، او د پیړۍ له معاملې سره مخالف دي ، دباؤنه لازیات کړي .
د امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم دغه ډوله هلې ځلې اوبهیرونه ښئ چې دفلسطین خلک تل د ویشل کیدا له پلانونو او دسیسو سره مخامخ دي او دا موضوع په بشپړ ډول روښانه ده، خو دفلسطین خلک پخپلو آئيدیاؤ کلک ودریدل او له اسرائيلو سره مقابله وکړه او اسرائيل ونه توانیدل بریالي شي ، چې دفلسطین حقیقت او هویّت له مینځه یوسي .
په تهران کې د حماس غورځنګ استازي خالد قدومي په یو لړ څرګندونو کې دې ټکي ته په اشارې سره وئیلي دي،که وغواړو دقدس د نړیوالې ورځې لپاره یعني دمقاومت د جبهې مقابل لوري ته د فلسطین د ملت او دسیمې د ولس له خوا حقیقتي پیغام، ولرو،دا دی،چې دمقاومت جبهه دریدلې او مقاومت کوي ، زمونږ خلکو ډير کړاؤنه او ظلمونه زغملي دي ، خو هماغه راز تل پاتې دریدلي دي ، ممکنه نه ده چې د ډيرو کمو اقتصادي مسئلو او امکاناتو په وړاندې له خپل حقه تیر شو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود دپوهنتونونو له استازانو او د علمي پلاؤ له غړو سره په کتنې کې دخپلې وینا په یوې بلې برخې کې د خبرواترو په باب دبهرنیو رسندویو جنجالونو ته په اشارې سره وئيلي دي،له دې د دوي مقصد چې وائي،ایران باید دخبرواترو میز ته راستون شي،له امریکا سره خبرې اترې دي،ځکه مونږ له نورو هیوادونو سره کوم مشکل نه لرو او له اروپایانو او نورو هیوادونو سره خبرې اترې کوو .
داسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې په خبرواترو کې اصلي موضوع، دخبرواترو د موضوع ټاکل دي ،زیاته کړې ، مونږ د هرې یوې موضوع په باب خبرې اترې نه کوو او مونږ د هیواد د دفاعي توان په څير د اسلامی انقلاب اساسی او ناموسي او دعزت موضوعګانې دخبرواترو موضوع نشي کیدلی .
داسلامی انقلاب ستر لارښود په دې باندې په بیاټينګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت به هیڅکله هم له امریکا سره خبرې اترې ونه کړي ، جوته کړې ؛ هماغه ډول چې مخکې هم وئیل شوي ، له امریکا سره د خبرواترو نه کولو علت دا دی ، چې اول هیڅ ګټه نه لري او دوهم تاوان هم لري .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي دایران په ضد امریکا دباؤنو ته هم اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، اسلامی ایران دامریکا د دباؤنو په وړاندې د دباؤ لازم آوزارونه په اختیار کې لري .
هغه څه چې مسلّم دي رغنده او واقعي خبرې اترې ، د بندیزونو ، زور او ویرې او حشت د خورولو په سیوري کې کې نشي کیدلی . خبرې اترې او مذاکرات هاله بریالی کیدلی شي ،چې دواړه لوري دمتقابل احترام اصل ته پابندوي او له برابر دریځه خبرې اترې وشي . د ډ ونالډټرمپ حکومت ، البته له ایران سره له خبرواترو بل اخستون مطرح کوي ، چې په هغه کې دښو او معنا ورکونکو خبرواترو هیڅ امکان وجود نه لري .
له جامعې ایټمي موافقې د امریکا له وتلو سره سره ، په دغې نړیوالې ایټمی موافقې کې دپاتیکیدو لپاره د ایران فیصله د اروپائي هیوادونو په غوښتنې سره شوي ده ، څو دوي ته د هغه څه د جبرانولو لپاره چې په دغې نړیوالې موافقې کې خپلو ژمنو ته د امریکا د نه پابندۍ او د یو اړخیزو وتلو له امله له اسلامی ایران لاسه ورکړي دي،کافی فرصت ورکړي .
دایران اسلامی جمهوریت تر یوه کال پورې په ډير صبر اوزغم سره په تمه پاتې شول ، خو د اقتصادي جبرانونې هیڅ ډول اقدام ئې احساس نه کړ. په همدې دلیل ، ایران د کمو پاخو شوو یورانیمو د زیرمه کولو اندازه او دغه راز د درندو اوبو دزیرمه کولو د اندازې دمحدودیّت په شان د خپلو ځينو ژمنتیاؤ له کمولو پرته بله ټاکنه نه درلوده او یوازې دوه میاشتې مهلت ئې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې نورو لورو په تیره بیا اروپائي لوري ته ورکړڅو د نړ یوالې ایټمی موافقې په اساس خپلې ژمنې په بشپړ ډول ترسره کړي او دایران تاوانونه هم جبران کړي .
داسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف تیره اونۍله العالم ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې د نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې د خپلو ژمنو داجرا په تیره بیاپه بانکي اوتیلی حوزو کې دخپلو ژمنو د اجرا لپاره اروپایانو ته دایران د شپیت ورځني فرصت په باب روښانه کړې،له بده مرغه،له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د یواړخیز وتلو له یوه کال په تیریدا سره او همداراز ددغې نړیوالې موافقې له اقتصادي ګټو څخه دایران داستفاده اوچتولو لپاره د اروپایانو د ژمنتیا د یوۀ کال په تیریدا سره دوي خپلو ژمنوته پابنده نه شول .

جوادظریف زیاته کړې،په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې دپاتې هیوادونو مشرانو ته داسلامی ایران دولسمشر حسن روحاني په لیک کې په ډاګه ذکر شوې ده چې هرکله اروپایان خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي،ایران هم دا چمتووالی لري،چې دخپلې خوښې اقدامات چې ئې درولي دي،بیرته پیل کړي .
تیره اونۍ دایران دایټمي انرژۍ ادارې ، د جامعې ایټمي موافقې دځينو ژمنتیاؤ د دریولو په زمینې کې دایران دملی امنیت دلوړې شورا دفیصلو د اجرا په باب د عمومي افکارو د استازو په توګه رسندویو ته د ژوندي راپور د وړاندې کولو په موخې سره دنطنز د کمپلیکس د لیدو پروګرام اجرا کړ . .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني په همداوروستیو کې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا د وتلو او همداراز د تهران په ضد د بندیزونو دبیرته لګولو په غبرګون ،تر شپیتو و رځو پورې دایران د درندو اوبو او پاخو شوو یورانیمو د خرڅولو دبهیر د درولو خبر ورکړ څو اروپایان دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب په دغې مودې کې خپلې لټۍ جبران کړي .
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۳۶ مادې په اساس ایران دبندیزونو دبیرته لګیدو په موقعو کې خپلې ځيني ژمنتیاوې کمولی شی .
په همدې باب دایران مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي د روسیې له مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف سره په کتنې کې چې تیره اونۍ تهران ته په سفر راغلی ؤ ، د جامعې ایټمي موافقې د بشبړ اجرا په تیره بیا دامریکا دغیر قانوني بندیزونو دبیرته ستنیدا له امله پر وضعیّت د اندیښنې په څرګندولو سره ، د دوواړخیزو ملګرتیاؤ پر لازموالي ټينګار کړی او روښانه ئې کړې ده،اوس وخت رارسیدلی ، مقابل لوري،د ایران په ضد امریکا د بندیزونو د اغیزو دختمولو لپاره عملی او احساسیدونکي اقدامات غوره کړي .
دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو ایران د اونۍ په هینداره کې نومې د اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې له تاسو اجازت غواړو،بریالی اوسوکاله اوسئ
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************