Jul 13, 2019 17:46 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

(ایران د اونۍ په هینداره کښې) تر عنوان لاندې د ایران د تیرې یوې اونۍ د مهمو پیښو او حالاتو څیړنه

د ایټمي موافقې خلاف د امریکې اقدامات تیره اونۍ د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا د بیړنۍ غونډې د جوړولو لپاره د دغه هیواد په غوښتنې سره یو نوي پړاؤ ته ورسیدل. خو دغې غونډې د امریکې لپاره هیڅ نتیجه او ګټه نه درلوده.

**

امریکې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا ځانګړې غونډه جوړه کړه خو د واکمنې شورا له مشر څخه یې د ایران خلاف حتی یوه لنډه بیانیه هم وا نه خیستی شوه.

له بلې خوا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ټول ایران د قومندانانو په کتنه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې سیاستونو په سیمه او نړۍ کښې ماتې خوړلې ده، وویل: امریکې په تیر یو کال کښې د امنیت شورا څلور غونډې جوړې کړې دي چې یو ځل په کښې د امریکې ولسمشر هم ګډون وکړ او یو ځل په کښې د ځینو هیوادونو کارپوهانو وینا وکړه خو و نه توانیدل چې د ایران خلاف حتی یوه خبره ترلاسه کړي.

**

امریکې نه یوازې د خپلو یواړخیزو بندیزونو په بیا لګولو بسنه نه ده کړې بلکې د خصوصي او دولتي برخو په شمول په نورو باندې د دباؤ په اچولو سره هغوي مجبوري چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په اپوټه، د هغې پيروي وکړي.

ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي کاظم غریب آبادي له ایرنا سره په یوه مرکه کښې د واکمنې شورا د بیړنی غونډې په هکله وویل: په دې  غونډه کښې د امریکې او د هغې له دریو انډیوالانو یعنې صهیونیسټي رژيم، اماراتو او سعودي عربستانه بغیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا نورو ټولو غړو له څو اړخیز پالنې او ایټمي موافقې په ملاتړ او د اړخیز پالنې د یوې مهمې ځانګړتیا په توګه د برجام د ساتنې په ضرورت ټینګار وکړ.

غریب آبادي څرګنده کړه: په واکمنې شورا کښې موجودو ټولو هیوادونو له برجامه د امریکې په یواړخیزه توګه او غیرقانوني وتل وغندل او ویې ویل چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس واکمنه شورا د برجام په اجرا پورې د اړوندو موضوعاتو د څیړنې لپاره یو مناسب ځاې نه دی ځکه چې دا ډول موضوعات د آژانس په څارونکو اقداماتو کښې نه شاملیږي او باید د خپلو معلومو لاروچارو په چوکاټ کښې یعنې د برجام په ګډ کمیشن کښې وجاجول شي.

**

د ایران اسلامي جمهوریت د جولایۍ په اوومه نیټه اروپایانو ته د خپل شپیته ورځني فرصت له ختمیدو وروسته د یورانیمو له درې اعشاریه شپږ اووه فیصدو له حده د زیاته اندازه پخونې بهیر پيل کړ.

ایران هم داشان اروپایانو ته خبرداری ورکړی چې که خپلې برجامي ژمنې پوره نه کړي نو د ایران اسلامي جمهوریت به دریم ګام لا په کلکه پورته کړي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اروپایانو د لوظ ماتونو په ځواب کښې وویل: د برجامي ژمنو د کمولو لپاره د ایران په پروګرامونو کښې د یورانیمو شل فیصدي پخول او د سانټریفیوجونو د شمیر زیاتول شته دي او هر وخت چې ضرورت شو، دا کار به ترسره شي.

**

برجامي ډیپلماسي همهغه شان دوام لري.

په دې لړ کښې د فرانسې د ولسمشر سفارتي سلاکار امانوئل بون تیره اونۍ د دغه هیواد د ولسمشر امانوئل مکرون له خوا په یو کتبي پیغام سره تهران ته راغی او د ایران د اسلامي جمهوریت له ولسمشر حسن روحاني سره یې ملاقاتو وکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر د فرانسې د ولسمشر د پيغام له ترلاسه کولو وروسته وویل: ایران د ډیپلماسۍ او خبرواترو لاره بیخي خلاصه پریښې ده.

ولسمشر حسن روحاني په تهران کښې د فرانسې د ولسمشر د سفارتي سلاکار امانوئل بون په کتنه کښې، د فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون له خوا د پيل شویو فعالیتونو په هرکلي سره هیله څرګنده کړه چې د ایټمي موافقې لوري له دې فرصته په ښه توګه استفاده وکړي څو مطلوب ټکي یعنې د ایټمي موافقې بشپړې اجرا ته ورسیږي.

ډاکټر روحاني زیاته کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت اصلي هدف دا دی چې په ایټمي موافقه کښې قید شوې ژمنې د ټولو لورو له خوا په بشپړه توګه اجرا شي او که طرفین پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو ایران به هم د خپلو ژمنو په بشپړولو کښې نوې ګامونه پورته کړي.

**

فرانسویان هڅه کوي یوه داسې لاره چاره پيدا کړي چې شخړه کمه کړي حال دا چې د روان اقتصادي جنګ په حالاتو کښې شخړه یوازې د ایران د خلکو خلاف د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ د ختمیدو له لارې ختمیدی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف المیادین ټي وي چینل ته په مرکه کښې چې تیره پنجشنبه خپره شوه، تهران ته د فرانسې د ولسمشر د سفارتي سلاکار سفر ته په اشارې سره په دې حقیقت باندې په ټینګار سره وویل: فرانسویان هڅه کوي چې امریکا بندیزونه ختم کړي څو د شخړې د کمیدو امکان پيدا شي خو دا چې په دې کار کښې تر کومه حده کامیابیږي، د امریکایانو په ملګرتیا پورې اړه لري.

**

تیره اونۍ د بریطانیا له خوا هم یوه بله ډرامه اجرا شوه.

انګریزانو ادعا وکړه چې ایران هڅه کړې د هغوي یوه تیل وړونکې کشتۍ په فارس خلیج کښې ونیسي. دا ادعا ښودنه کوي چې امریکا او انګلستان د کار په یو سیاسي او تبلیغاتي ویش کښې، په سیمه کښې د شخړې او کشالې رامینځته کولو په لټه کښې دي.

ظریف په فاری خلیج کښې د انګلستاني کشتۍ د نیولو لپاره د ایران د کوشش په هکله د بریطانیې د ادعا په ردولو سره زیاته کړه:دا څه یې چې په خپله ویلې دي او کومې ادعاوې چې مطرح کیږي، د شخړې رامینځته کولو لپاره دي او دا ادعاوې هیڅ ارزښت نه لري.

**

په فارس خلیج کښې د یوې انګلیسي کشتۍ د نیولو لپاره د ایران د پنځو ګړندیو بیړیو د کوشش او د ایچ، ایم، ایس، مونټ روز په نو د انګلیسي بیړۍ په دخالت سره د هغوي د شاتګ په هکله د امریکې په دفاع وزارت کښې د ځینو سرچینو له قوله په ځینو لویدیځو رسنیو کښې له مطرح شویو ادعاؤ وروسته د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران سمندري ځواک دغه ادعا درو وبلله.

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر سمندري ځواک وویل: په فارس خلیج کښې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د کشتیو ګزمې د جاري رودو او ابلاغي ماموریتونو له مخې او په پوره هوښیارۍ، ځیرتیا او ټینګتیا سره ترسره کیږي او په تیرو ورځو کښې د انګلیسي کشتیو په شمول له بهرنیو بیړیو سره هیڅ ډول مخامخیدنه نه ده شوې.

**

دا ادعا په داسې حال کښې مطرح شوه چې د بریطانیا حکومت د امریکې په غږملتیا په یو غیرقانوني اقدام کښې چې د سمندري غلا او ډاکه مارۍ مصداق دی، د ایران یوه تیل وړونکې کشتۍ نیولې ده.

د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني تیره چهارشنبه د خپلې حکومتي کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د ایران د تیل وړونکې کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان اقدام د (بي ټیم) یعنې بنیامین نتانیاهو، محمد بن سلمان، محمد بن زاید او جان بولټن په نیابت ترسره شو، زیاته کړه: انګریزان په داسې حال کښې چې خپله د جبل الطارق سیمې نیواکګر دي، په ناروا توګه یې د ایران تیلي کشتۍ نیولې ده.

د ایران اسلامي جمهوریت د ایران د تیل وړونکې کشتۍ په نیولو کښې د انګلستان اقدام ډیر ماشوم ډوله، سپک او غلط وباله او ویې ویل: انګریزانو په سمندر کښې ناامني پیل کړې ده او د دې کار په پایلو به هم پوه شي.

ډاکټر روحاني څرګنده کړه: ټول باید هڅه وکړي چې په نړۍ کښې د کشتۍ چلونې لیکې بشپړ امنیت ولري ځکه چې د دا ډول اقدماتو تکراریدل په نړۍ کښې د ناامنۍ سبب کیږي او دا کار به د ټولو په تاوان وي.

**

د ایران اصولي سیاست د ارمنستان په شمول له ګاونډیانو سره د صمیمي اړیکو پراختیا ده او ایران چمتو دی چې له ارمنستان سره خپلې اړیکې په ټولو برخو کښې له مخکښې نه زیاتې پياوړې کړي.

**

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني تیره چارشنبه د ارمنستان د وزیراعظم نیکول پاشینیان سره په په ټیلیفوني اړیکه کښې په مختلفو ډګرونو کښې د تهران-ایروان پراخې موافقې او هم داشان ګډ اقتصادي کمیشن د ملګرتیاؤ له مخکښې نه د زیاتې پراختیا په لاره کښې یو ارزښتناک ګام وباله.

ولسمشر روحاني هم داشان د اورایشیا اقتصادي اتحادیې د غړو هیوادونو په پارلیمانونو کښې د دغو هیوادونو او ایران ترمینځ د ازادې سوداګري سیمې د جوړیدو د موافقې له تصویبیدو د خوښۍ په ښودلو سره هیله څرګنده کړه چې د اقتصادي او سوداګري اړیکو په پياوړتیا او مالي ملګرتیا کښې د دغې اتحادیې د اهدافو اجرا د ایران او د اورایشیا د اقتصادي اتحادیې د اړیکو د زیاتیدو لاره هواره کړي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ارمینیا وزیراعظم نیکول پاشینیان هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایروان په ټولو ډګرونو کښې له تهران سره د اړیکو پراختیا ته هوډمن دی، څرګنده کړه: ارمینیا له تهران سره د پراخو موافقو اجرا په جدیت سره تعقیبوي.

هغه هم داشان د اورایشیا په اقتصادي اتحادیې باندې د ارمینیا پړاویزې مشرۍ ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته په رسمي ډول بلنه ورکړه چې د روان ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په اوله نیټه په ایروان کښې د دغې اتحادیې په ترسره کیدونکې سرمشریزه کښې ګډون وکړي.

ارمینیا یا ارمنستان په قفقاز سیمه کښې له ترکیې، جارجیا، آذربایجان جمهوریت او ایران سره ګډه پوله لري چې د ایران او د اورایشیا اتحادیې د غړو هیوادونو ترمینځ د یو پل په توګه ګڼل کیږي.

**

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي هم د روان کال په فرورۍ میاشت کښې تهران ته د نیکول پاشینیان د سفر پر مهال د هغه په کتنه کښې، ورځ تر بلې زیاتیدونکې دوستي او ملګرتیا یو دنده او د ایران او ارمینیا د ګډو ګټو په لړ کښې بللې وه او ویلې یې وو: البته امریکایان بیخي غیرقابل اعتماد او په هر ځاې کښې د فتنې، فساد، اختلاف او جنګ په لټه کښې دي او د ایران او ارمینیا د اړیکو او د ولسونو د ګټو مخالف مخالف دي خو په مقابل کښې یې مونږ دنده لرو چې خپلې ملګرتیاوې او اړیکې پياوړې کړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه