ایران داونۍ په هینداره کې
د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې هم درته دتیرې اونۍ ځینو مهمو خبرونو خلاصه وړاندې کوو او ورپسې مو هم تحلیلي برخې ته رابولوو، نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
*/*/*/*/*/ په ۱۹۸۱کال کې په ترهه ګرې پيښې کې د ایران د وخت د لومړي وزیر او ولسمشر د شهادت کلیزه */*/*/*/* د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او نورو فعالیتونو په باب د اسلامی ایران بریالی ډيپلوماسي */*/*/*/*/*/ او د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ قدرت نندارې ته وړاندې کیدا،په تیرې اونۍ کې د اسلامی ایران ځيني مهم خبرونه وو او اوس مو هم رابولوو په همدې مناسبت تحلیلي برخې ته */*/*/*/*/*/*/
د اګست دیرشمه چې د وږي د میاشتې له اتمې نیټې،یعني په ۱۹۸۱کال کې د ایران د وخت دولسمشر محمد علی رجائي او لومړي وزیر محمد جواد باهنر د شهادت له کلیزې سره برابره ده . دغه ورځ ، د اسلامی ایران په کال هیندارې کې : له ترهه ګرۍ سره د مبارزې ملي ورځ نومل شوي ده .شهید

د ۱۹۸۱کال د اګست په دیرشمه نیټه دایران د صدراعظمۍ په دفتر کې په یوې ترهه ګرې پيښې کې د وخت د ولسمشر محمد علی رجائي او دلومړي وزیر محمد جواد باهنر د مظلومانه شهادت یادونه کوي ، دغه چاودنه د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ د جنایتکارو په لاس شوې وه .
په ۱۹۷۹ کال کې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته تر دې دمه د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ او نورو ترهه ګرو ډلګیو په لاس چې د امریکا او لویدیځ له خوائې بشپړ ملاتړ کیږي،دایران داسلامی جمهوریت څه د پاسه اولس زره مسئولان اوښاریز ترور او شهیدان شوي دي .
د ترهه ګرۍ د درستو قربانیانو په یاد او خاطرو سره د ایران د تیرې اونۍ د ځينو پيښو په ارزونې سره ستاسو په خدمت کې یوو .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف تیره اونۍ د ایران د غوره او روښانه ډيپلوماسۍ په دوام کې لویدیځي آسیا ته سفر وکړ. ددغه سفر موخه،چین، جاپان او ملایشیا د درو آسیائي هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره مشورې او دمناسباتو پراختیا وه .

جواد ظریف پخپل دغه سفر کې،بیجینګ ته د ایران او چین ترمینځ د جامع سټراټژیک ګډون د عملي کولو او د یوه کمربند- یوه لاره نومې پلان په نوښت کې د فعال رول لپاره د پنځه ویشت کلن پلان لارې نقشه وړاندې کړه .
ایران او چین په نړیوال نظام کې د دوومهمو او اغیزشیندونکوهیوادونوپه توګه،په بیلابیلو حوزوکې دملګرتیا د پراختیا لپاره ګډې موخې او ګټې لري.
د چین خارجه وزیر وانګ یی له جواد ظریف سره پخپلو خبرواترو کې د څو اړخیز پالنې،د نړیوالوموافقو د رعایتولو د او د ملګروملتو د امنیت شورا د ځاي ځايګي دساتنې په ضرورت په ټينګار سره وئيلي دي،چین د هر هغه اقدام چې په سیمې کې د تاؤتریخوالي د کمیدا او د ثبات او امنیت د زیاتیدا لامل کیږي ، ملاتړ کوي .
په حقیقت کې هغه څه چې د تهران او بیجینګ اړیکې ئې تر دې دمه په یوه ښه او په زړه پورې وضعیَت کې ساتلي دي،په سټراټژیک جامع ګډون مشتملې اړیکې او دوامداره ملګرتیا ده .
امریکا په تیرو دوو کلونو کې پر خپلو متحدو اروپائي او آسیائي هیوادونو ډير زیات دباؤنه اچولي،څو د ایران دمنزوي کیدا لاره هواره کړي، خو ایران اوس په نړیواله سویه یو مهم او اغیز شیندونکی لوبغاړی هیواددی.
په همدې چوکاټ کې د جاپان خارجه وزیر تارو کونو هم په ټوکیو کې دایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره پخپلې کتنې کې د هغو ځانګړو ګټو په باب چې دواړه هیوادونه ئې د انرژۍ په بازارونو اود فارس خلیج په ثبات کې لري ،د نظر تبادله وکړه .
د ایران اسلامی جمهوریت په سیمې کې د امنیت اوثبات دساتنې لپاره هیڅ هڅه نه سپموي . د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان سردار سید عبدالرّحیم موسوي په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکایان په سیمې کې د ناکراریو او بې ثباتیو په رامینځةکولو پسې دي ، تیره اونۍ په یولړ څرګندونو کې وئيلي،سیمه د هغو لوبغاړو لپاره چې امنیت غواړي، امنه او کراره ،او دسمندري غلو او ناکراره کونکو لپاره به ناکراره وي .

د ایران دپوځ عمومی قوماندان روښانه کړې ،د ایران د پوځ سمندري ځواک په هرمز تنګي،عمان سمندر او د هند سمندر په شمال کې د امنیت تر ټولو ستر او مهم تامینونکی هیواد دی .
تجارتي او اقتصادي ګټو پر تامینولو سربیره ،ختیځ ته کتنه ،په سیاسی او اقتصادي اړیکو کې د انډول د برابرولو لپاره ده .
د ایران د خارجه وزیر د سفر د دوو موخو په توګه جاپان او ملایشیا ته د ایران د خارجه وزیر سفر له سیاسی او اقتصادي پلوه ډير اهمیّت لري .
ملایشیا د آسه ان اقتصادي موسسې یو غړی هیواد دی . ددغې موسسې تر ټولو مهمه موخه،د دایمی سولې،د ولسی ملګرتیاؤ،تل پاتې اتحاد او پیوستون لپاره د غړو هیوادونو هڅه ده .
د ایران خارجه وزیر د تیرې پنجشنبې په ورځې په کوالالامپور کې د ملایشیا له لومړي وزیر ماهاتیر محمد سره له کتنې وروسته له هغه سره د سلامشورو په تشریح کولو کې وئيلي ،په دغې دوستانه او ښې کتنې کې ، د اسلامی نړۍ د مسئلو،او دغه راز د امریکا د غیر قاوني اقداماتو او بندیزونو په باب مشورې شوي دي .
دایران خارجه وزیر د ملایشیا له لومړي وزیر سره په کتنې کې همداراز د دوو اړخیزو مسئلو په تیره بیا د هغو اقداماتو په باب چې باید تهران ته د ماهاتیرمحمد له سفره مخکې د خارجه وزیرانو په سویه وشي،خبرې اترې کړي دي .
له اقتصادي پراختیا سره سم په وروستیو کلونو کې لیرې ختیځي آسیا،په یوه مهم سیاسی قطب بدله شوې ده.دغه سلامشورې په قطعي توګه، د امریکا د یو اړخیز پالنې د خطرناکو نتیجو په نسبت د لیدتوګو له نزدیکیدا سره ډيره مرسته کوي او د سیمه ایز اونړیوال امنیت او سولې په ګټه دي .
د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس شپاړسم راپورپه تیرې جمعې ورځې خپور شو. په دغه راپور کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د سختې څارنې په باب ، د مخکینیو پنځلسو راپورونو په څير ،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پر پابندۍ ټينګار شوی دی .

جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پابندي تر دې دمه په دوو دلیلونو شوې ده .
لومړی دلیل ئې دا چې دغه جامعه نړیواله موافقه،د ملګروملتو دامنیت شورا په ملاتړ سره یوه څو اړخیزه نړیواله موافقه ده او ایران په کرتو اعلان کړی دی،هغه څه چې ئې لاسلیک کړي اوپه جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې و رته ژمن شوی ، پابند دی .
دوهم دلیل دا چې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د پاتې لوروله خوا،د دغې نړیوالې ایټمي موافقې پر ساتلو ټينګار دی .
امریکا البته نه یوازې له دغې نړیوالې موافقې وتلې ده،بلکې د بندیزونو په بیرته تصویبولو اواعمالولو سره او دغه راز په ګواښ او الټي میټم سره ئې نوره هیوادونه مجبوره کړي دي،چې پر ایران ددباؤ په اچولو کې له امریکا سره یو ځاي شي .
د امریکا دغه غیر قانوني اقدامات چې موخه ئې د ایران اسلامی جمهوري نظام او ولس ته ګوزار ورکول دي،هیڅکله هم د زغملو وړ نه دی او ایران به خپلې ټولې هڅې وکاروي څو ورسره مقابله وکړي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف دتیرې یکشنبې په ورځې ناڅاپي د ایران او فرانسې د ولسمشرانو ترمینځ د وروستیو نوښتونو په باب د مشورود دوام په خاطر دفرانسې بیّرتز ښار ته چې د جی اوه ډلې دمشرانو غونډه پکې کیدله ورغی .
د ایران خارجه وزیر د فرانسې له ولسمشرسره له لیدوکاتو وروسته په پاریس کې دخبریالانو په ټول کې له آمانوئیل ماکرون سره خبرې اترې ښې او رغنده وبللې او وې وئيل،دواړو لورو په دغې کتنې کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د اجرا او دهغو ګامونو دڅرنګوالي په باب چې ورته اړتیا ده دواړه لوري ئې پورته کړي ، یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل .

د ایران خارجه وزیر روښانه کړې اروپائي اتحادیه باید د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې پخپلو ژمنو او همداراز په هغو ژمنتیاؤ چې له دغې نړیوالې ایټمي موافقې څخه د امریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته ئې کړي دي ، پابنده ووسي .
اروپا په قطعي توګه ښه پوهیږي ،چې د ایران لپاره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ژمنتیاؤ دوام تر هغه وخته پورې دی،چې د ایران لپاره ئې نتیجې مشخصې وي ،نو ځکه له دغه چوکاټه بهر هر ډول پلان ، د ایران له نظره د خبرواترو وړ نه دی او وبه ئې نه مني .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرپه پنجشنبې ورځې هم په کوالالامپور کې له خبریالانو سره په خبرو کې په دې خبرې په ټینګارسره چې امریکا همدااوس د ایران په ضد د اقتصادي ترهه ګرۍ په اعمالولو لګیا ده ، وئيلي،د ایران لپاره له امریکا سره دخبرواترو اوتعامل هیڅ امکان نشته ، مګر دا چې واشنګټن د ایران د ملت په ضد داقتصادي ترهه ګرۍ او جنګ تپل ودروي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د اګست په څلورویشتمه نیټه له ډیموکراسۍ د دفاع په نامه امریکائي فاؤنډیشن او د هغه مدیران د ایران د ملت په ضد د امریکا د حکومت په اقتصادي ترهه ګرۍ کې د ګډون په دلیل بایکاټ کړل .

د ایران په دغه اقدام په غبرګون کې،د امریکا دخارجه وزارت ویندوي مورګن اورټګسن پخپلې ټویټري ټولنیزې پاڼې کې په یوه پیغام کې د دیموکراسیو د تش په نامه دفاع کونکي اکاډمۍ بایکاټول یو ګواښ بللی او لیکلی ئې دي ، امریکا د ایران ګواښونه جدي ګڼي .
د ایران خارجه وزارت د امریکا ددغه دریځ په ځواب کې دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې خبرې په ټينګار سره چې د امریکا اقتصادي ترهه ګري د ایران د اسلامی جمهوری نظام دبدلولو او د ایران د ملی حاکمیّت ،مځکنۍ بشبړتیا او خپلواکۍ ته دګوزار ورکولو او د ملی امنیت دګډوډولو په موخې سره اعمال شوي ،روښانه کړې ده،دې ته په پام سره چې : له دیموکراسیو د دفاع فاؤنډيشن ،په دوکه ورکونکي نامې سره امریکائي موسسه او په تیره بیا د دغه فاؤنډيشن مدیر مارک ډوبوویټس،قصدا او په پوهیدا سره د دروغو د جوړولو او خپرولو،لمسولو،مشورو،لابۍ جوړولو او د منفي پروپيګنډو په څير د اقداماتو له لارې،د مونږ د هیواد (اسلامی ایران)په ضد د اقتصادي ترهه ګرۍپه اغیزمن ډ ول په پلانونې، اعمالولو او سختولو کې ګډون کړی دی . د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزارت ،په سیمې کې د امریکاد ترهه ګرو او بلاغواړو اقداماتو او د بشری حقوقو له خلاف ورزیو سره د مقابلې دقانون په اجرائي چوکاټ کې دغه فاؤنډیشن او دهغه مدیر مارک ډوبوویټس د نوموړي قانون د موضوع دبندیز په لیسټ کې زیات کړی دی .
لویدیځ مودې کیږي ، چې له جوړښتي پوښښو څخه استفاده کوي،څو خپلې موخې انجام ته ورسوي .دغه امریکائي فاؤنډیشن یا موسسه هم یوه داسې موسسه ده چې د اکاډمۍ په پوښښ کې هره ورځ،د ایران دملت په ضد د امریکا د حکومت د غلیمانه اعمالونو او د اقتصادي ترهه ګرۍ په پلانونې او لمسونې بوخته ده .
د امریکا حکومت ددغه فاؤنډيشن یا موسسې د پلانونو په اساس،د ایران د ملت په ضدلازیات غلیمانه اقدامات کوي .
هماغه ډول چې د ایران د خارجه وزارت ویندوي سیدعباس موسوي هم روښآنه کړې ده،د اسلامی ایران حکومت،د ایران ددښمنانو او جنایتکارو په وړاندې د خپلو ښاریزوملاتړته کلک هوډ لري اوهغه کسان او شخصیتونه چې له دوي سره ملګرتیا کوي،باید پوه شي چې له ایرانیانو سره د دوي دښمني به هیڅکله هیره نشي او حتما به ئې لګښت ورکړي .
(سیماب)
*************************************************************************************************************************************