ايران په تېره اونۍ کښې۱۳۹۸-۱۱-۱۲
ايران په تېره اونۍ کښې۱۳۹۸-۱۱-۱۲
د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره ايران په تېره اونۍ کښې له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو. په ننني مطلب کښې غواړوو چې په تېره هفته کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ډېرو مهمو واقعاتو ته يوه کتنه وکړوو.
د تېرې هفتې وروستۍ ورځې د حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) د شهادت له کليزې سره برابرې وې.
په همدې مناسبت د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبيتو عليهم السلام مينه والو په جوماتونو، امباړو او نورو مذهبي ځايونو کښې د پېغمبراکرم (ص) د قدرمنې لور حضرت بي بي فاطمه زهرا (س) د شهادت د وير مراسم ترسره کړل.
حضرت فاطمه زهرا (س) له اتلسو کلونو ژونده وروسته د ځينو لخوا د ظلمونو او د خپل پلار حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت د رنځ او غم په وجه د يو روايت له مخې د جمادي الاول په ديارلسمه او يا د جمادي الثاني په دريمه نېټه شهيده شوه.
عزتمنو دوستانو د پروګرام په دوام کښې هم په اروپا کښې د محصيلينو د اسلامي انجمنونو د اتحاديې څلورپنځوسمې غونډې ته د اسلامي انقلاب د معظم رهبر پېغام ته ستاسو په پام راګرځوو.
حضرت آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي تېره هفته په اروپا کښې د محصیلینو داسلامی ټولنو څلورپنځوسمې غونډې ته په یو پیغام کښې تاکيد وکړ: سږکال ستاسو غونډه، د داسې مهمو پيښو په مینځ کښې ترسره کیږي ، چې هره یوه يې د اسلامی ایران او دهغه د انقلابي ملت د عظمت او اعتبار نښې نښانې دي .
حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي پخپل دغه پیغام کې چې د تېرې هفتې د خالي په ورځ په ویانا کښې ولوستل شو،فرمائيلي دي چې د درست ایران په زیاترو ځوانانو کښې په معنوي او دینی کړچار او د ټيکنالوجۍ او پوهې په ډګر کښې د فعالو زرګونو ټولګو ترڅنګ ،شهادتونه ،د پوځي قوت وړاندې کیدل، بې سارے ولسی شتون او د ځوانانو پیاوړې روحیه او کلکه اراده،چې په اوسنۍ نړۍ کښې له الهي قدرت څخه راپورته شوې ده، یوه داسې ښکارنده ده چې د تاریخ په راتلونکي کښې ټاکونکي او ژور اثرات لرلي شي .
د اسلامي انقلاب معظم رهبر ملي، سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو ته په يو پراخه او هر اړخيز نظر د دښمن او د دښمن پراخو دسيسو په هر اړخيزې پېژندلې سره تل په مختلفو موقعوکارآمدې، حکيمانه او عالمانه لارښونې بيان کړې دي.
دوي د اسلامي انقلاب د دويم ګام د بيانيې په يوه برخه کښې د دې خبرې ښودنه کړې ده: نړيوال ډګر نن د داسې ښکارندو کتونکے دے چې رامنځته شوې دي يا د راڅرګندېدو په درشل کښې دي لکه د امريکې او صهيونېزم په وړاندې د مقاومت د بېلګې په بنياد د اسلامي بېدارۍ د غورځنګ نوے تحرک، د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د سياستونو ماتې او په سيمه کښې د هغوي د خائنو ملګرو ماتې خوړل، د اېشيا په لويديځ کښې د اسلامي جمهوريت د سياسي قدرتمند شتون پراختيا او د سلطې په ټوله نړۍ کښې يې پراخه انعکاس.دا د اسلامي جمهوريت د عزم د مظاهرو ځينې برخې دي چې د جهادي مديرانو له مېړانې او حکمت نه بغېر نه شوې ترلاسه کېدې.»
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انقلاب د دويم ګام په بيانيه کښې همدارنګ اشاره وکړه چې سيمه او نړۍ د اسلامي بېدارۍ د غورځنګ د تحرک له يو نوي روح سره مخامخ ده او دغه نوې څپه د دوو څيزونو نتيجه ده؛ يو د لويديځي قوتونو او له هغوي سره د وابسته په ظاهره د مسلمانانو ځواکونو په وړاندې د مقاومت حېرانونکې کاميابي او بل په سيمه کښې د امريکې او د هغې د خائنو ملګرو ماتې خوړل.»
دغه خصوصيتونه داسلامي جمهوريت د عزت ځينې مظاهر دي چې د جنايتکارې امريکې د ټولو دسيسو، وژلو او بنديزونو باوجود او په مخلصو ځواکونو په تېره بيا په ځوانانو باندې په تکيې، همت او مېړانې سره عملي شوي دي او په سيمه ايزو او نړيوالو ډګرونو کښې د ايران د ملت د عزت او ستائنې د زياتېدو سببب شوې دي.
له همدې امله دې چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر به اروپا کښې د محصيلينو د اسلامي انجمنونو د اتحاديې غونډې ته په خپل پېغام کښې د دې په بيانولو سره چې د اسلامي انقلاب دويم ګام پکار دي دغه ښکارنده کمال او نتيجې ته رسولې شي واضحه کړه: « ،په دې حیاتي غورځنګ کښې امیدونه او هیلې،ایماندارو، متقکرو او شجاع ځوانانو ته دي او تاسو د دغه غوره کسانو په شمیر کښې تاریخ جوړونکي کیدې شئ.»
د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسلامي امت په خلاف په ترټولو وروستۍ دسيسه کښې تېره هفتې د نهې په ورځ د پېړۍ معامله نومې پلان مخ کتنه وکړه. دغه پلان د استعمار د دوران د هغو سناريو تکرار دے چې سلطه ګرو قوتونو په مسلمانو ټاټوبو باندې د تسلط لپاره برابر کړې وې او نن د پېړۍ معامله نومې پلان په قالب کښې يې مخ کتنه شوې ده.
د پېړۍ معامله نومې پلان چې د امريکې د حکومت لخوا وړاندې شو له صهيونېسټ رژيم سره د قدس شريف او د اردن په لويديځې غاړه کښې د موجودو صهيونېسټ مېشته ښارګيو په پوره توګه يوځاے کول او د فلسطيني کډوالو د ستنېدو حق ته بې پامي پکښې شامل دي.
د دغه سپېرۀ پلان مخکتنې وښودله چې فلسطين هم هغه شان د نړيوال صهيونېزم د دسيسو په سر کښې شتون لري. د فلسطين له انتفاضې څخه د ملاتړ د نړيوال کانفرنس دائمي دارلانشاء په يوې بيانيه کښې له ټولو نړيوالو ادارو او عامه افکارو وغوښتل چې د پېړۍ معامله نومې پلان دې چې بې له شکه به په سيمه کښې د تاوتريخوالي او تشدد د څپې پېلامه وي وغندي.
په دغه بيانيه کښې ويلي شوي دي؛ ځينو لويديځو استعمارګرو هېوادونود يهود قوم په خلاف د خپل جنايت لګښت د اسلامي او عربو هېوادونو له جيبه او له زمکني حق څخه ادا کړ او هم هغه شان د امريکې ترڅنګه د نيواکګرۍ په پراختيا او د بې ګناه انسانانوپه قتل عام کښې د صهيونېسټانو له جنايتونو څخه هراړخيز ملاتړ کوي.
د ايران د خارجه وزارت وياند سيد عباس موسوي هم د پېړۍ معامله نومې د امريکې د تپل شوې صلحې پلان د فلسطين د خلقو او د اسلامي امت په اړه د پېړۍ خيانت وبلۀ او له دغه شرمناک پلان سره د سيمې او نړۍ د پتياليو حکومتونو او ملتونو د مقابلې غوښتنه وکړه.
د ايران اسلامي جمهوريت په ملګرو ملتو کښې د نيواکي زمکو د اوسېدونکو په مشارکت سره په دغو سيمو کښې د رېفرېنډم کولو د ډېموکرېټکې طرحې په ثبتولو سره له اوسني بحران څخه وتل او د فلسطين د قضيې عادلانه هوارے د فلسطين د مظلوم او بې دفاع ملت حق بللے دے.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر علي لاريجاني په يو ليک کښې د اسلامي هېوادونو د پارلېمانونو له مشرانو غوښتي دي چې د پېړۍ معامله نومې جعلي پلان سره د مقابلې لپاره دې ضروري کوششونه وکړي او د رېفرېنډم د جوړولو له پلان څخه په ملاتړ او د پارلېماني ډېپلومېسۍ له ظرفيت څخه په استفادې سره دې د فلسطين د بحران د هواري له چلند سره له مخکښې نه زياته مرسته وکړي.
په تهران کښې د حماس د غورځنګ استازي خالد قدومي د تېرې هفتې د چارشنبې په شپه د ايران له دويم ټي وي چېنل سره په يوه خاصه مرکه کښې د دې په بيانولوسره چې د فلسطين د خلقو مقاومت د صهيونېسټانو د دسيسو د ماتې سبب دے واضحه کړه؛ د پېړۍ معامله نومې پلان يو بنيادي مقصد د مقاومت له وسلې سره مقابله ده.
د ايران او روسيې د پارلېماني ملګرتياو دويم ګډ عالي کمېشن تېره هفته د ګل په ورځ د اسلامي شورا د جرګې د مشر علي لاريجاني او د روسيې د حکومتي دوما د مشر ويچسلاو والودين په شتون سره په تهران کښې جوړ شو.
په دغه کمېشن کښې د ايران او روسيې د پالېمانونو مشرانو له ګډو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د دواړو هېوادونو د سټراټيجکو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ. د ايران اسلامي جمهوريت او روسيې ښودلې ده چې په سټراټيجکو ملګرتياو کښې د پياوړي عمل او تعامل د نوښت قوت لري.
د عمان په سمندر او د هند بحيرې په شمال کښې د ايران، روسيې او چين ګډ سمندري مشقونه چې په دې وروستيو کښې اوشول، همدار په سيمه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په بهير کښې فوځي ملګرتياوې او د سوريې د خبرو اترو د بهير تعقيبونه ځينې هغه موضوعات دي چې د ايران او روسيې د سټراټيجکو تعلقاتو په چوکاټ کښې تعقيبږي.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر دا موضوع په دې باندې په تاکيد سره چې امريکنيان د سيمې حالات د نړيوالې ډېکټاټورۍ لوري ته بيائي،وويل، په داسې حالاتو کښې د ايران او روسيې ملګرتياوې يوه ډېره مهمه چاره ده.
تېره هفته مېرمنې د صلحې لپاره کودپينک ډلې په واشنګټن کښې د ايران د ګټو د حفاظت په دفتر کښې په شتون سره د دغه دفتر چارواکو ته يو ليک وسپارۀ.
په دغه ليک کښې چې مېرمنې د صلحې لپاره يا کودپينک ډلې بنسټ اېښودونکې مېرمن مېديا بنجمېن او د هغې د يو شمېر ملګرو لخوا د ايران د ګټو د حفاظت دفتر ته وسپارل شو راغلي دي: «هم هغه ډول چې امريکنيان د ټولو په امنيت او صلحې ژمن دي، مونږ د دغه ليک لاسليکونکي د خپل ولسمشر له نفرته د ډکو او بې پروا اقداماتو په وجه بخښنه غواړوو.»
د دغه ليک لاسليکونکو وويل: امريکه د ايران په کورنيو چارو کښې په لاسوهنو کښې يوه وحشتاکه مخينه لري؛ د ۱۹۵۳ کال کودتا چې ستاسو د هېواد د ګټو له ملي کېدو څخه د مخنيوي لپاره ستاسو د ډېموکرېټک منتخب حکومت د څنګته کولو سبب شوه اخلاقي مسئوليت نه لرونکې چاره وه.» امريکائي صلح غوښتونکو همدارنګ د ايران په خلاف د امريکې وروستي اقدامات د ډونالډ ټرمپ د بهرني سياست ترټولو خطرناکې او تحريکونکې فېصلې وبللې او زياته يې کړه: «د ټرمپ په حکم او د عراق په خاوره کښې د شهيد جنرل قاسم سلېماني وژلې نړيوال امنيت په خطر کښې واچوۀ چې د نړيوالو قوانينو له مخې غېر قانوني اقدام ؤ.»
د جنګ دغې مخالفې ډلې په خپل ليک کښې راوړي دي: «پرله پسې سروې ګانې ښودنه کوي چې د امريکې خلق له ايران سره جنګ او تاوتريخوالے نه غواړي؛ هغوي د ايران له خلقو سره د صلحې او غږملتيا ژوند کول غواړي، مهرباني وکړئ او د هغوي د دوستۍ لاسونه ټينګ اونيسۍ، کېدې شي چې صلح غوښتونکي په هغو کسانو باندې چې نفرت او اختلاف رائجوي غلبه ومومي.»