افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ
د افغانستان د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبد ا... عبد ا... په دغه هیواد کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هلو ځلو د بندولو په اړه د امریکایی چارواکو په څرګندونو په غبرګون کی وویل د هغه ټیم به د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي .
د هند او امریکا په پوځی تړون د پاکستان اندیښنه
د بین الافغانی خبرو اترو له پیلیدا مخکې د بندیانو د ازادولو لپاره د طالبانو غوښتنه
په افغانستان کی د موازی حکومت په اړه د امریکا له دریځ سره د عبد ا... عبد ا... مخالفت
په انتخاباتی تاوتریخوالی کې د میانځګړیتوب لپاره د افغان پارلیمان د چمتو والی اعلان
او قطر ته د پاکستان د لومړی وزیر سفر ، په تیره اونۍ کې د ځینو مهمو خبرونو خلاصه وه اوس تاسو پام راغواړو تحلیلی برخې ته
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د پاکستان حکومت د هند او امریکا ترمینځ د پوځی تړون د لاسلیکولو په اړه خبردارې ورکړ . دپاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن عایشه فاروقي په همداوروستیو کې دهند او امریکا د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت د روستي پوځي تړون باندې په غبرګون کې وئيلي دي ، ددغه تړون لاسلیک کول به په سیمې کې د لازیاتې بې ثباتۍ لامل شي .
میرمن فاروقي د هند او امریکا دپوځي اړیکو په پراختیا په تیره بیا نوي ډیلی ته دډونالډټرمپ د سفر په دوران کې د دواړو هیوادونو په پوځي تړون باندې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره وئيلي دي ،اسلام اباد د هندوستان د سیاسی او پوځي چارواکو ګواښونکي څرګندونې جدي ګڼي او په نړیواله سویه ئې خپلې اندیښنې اعلان کړی دي.
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په نوي ډيلي کې له هندي لومړ ي وزیر نریندرا مودي سره دیوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي وو ، دواړه هیوادونو په هندوستان د آپاچي چورلکو او نورو امریکائي پوځي تجهیزاتو د خرڅولو لپاره د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي تړون لاسلیک کړی دی .
پاکستان او هند چی د کشمیر په شمول ډیر اختلافات لري دتسلیحاتو او پوځی تجهیزاتو په ډګر کې له یوه بل سره سیالۍ لري . په جنوبی آسیا کې د خپل زاړه سیال په توګه د هندوستان په پوځي پروګرامونو د پاکستان اندیښنه په داسې حال کې بیانیږي ، چې دواړه هیوادونه تل دیوه بل له پولو سره نزدې پوځي مانورې ترسره کوي او دغه راز د قدرت ښودلو لپاره دبالیسټک توغندیو په یوه بل پسې آزموینې کوي .
د پاکستان او هندوستان په اړیکو کی د داسې شرایطو شتون سبب شوی دی چی د جنوبی اسیا امنیت دهغو له سیالیو او همداراز له نوی ډیلی او اسلام اباد سره د سترو لویدیځو قدرتونو د پوځی اړیکو د تنظیم له څرنګوالی سخت اغیزمن شي .
په تیرې یوې لسیزې کې د هند او امریکا د پوځی ملګرتیاو پراختیا په جنوبی اسیا کې د تسلیحاتی سیالیو اغیرمن عامل دی چی البته واشنګټن له ډیلی سره د پوځی اړیکو له پیاوړتیا سیاسی انګیزه لري . امریکا چی د افغانستان په بدلونونو کی د پاکستان په کړچار غوسه ده له هند سره د سټراتیجیکو او پوځی ملګرتیاو په ایجنډې کې راوستلو سره هڅه کوی پر پاکستان په روانی دباو سره د دغه هیواد چارواکي له سپینې ماڼۍ سره جدی ملکرتیا ته مجبوره کړي . د امریکا او هند د سټراټیجیکو اړیکو دپراختیا د بدلانه پیچومې په ۲۰۰۸ میلادی کال کی د دواړو هیوادونو ترمینځ د ایټمی ملګرتیا د موافقې لاسلیکول وو چی د پاکستان له نطره د دغه هیواد د امنیت او سیمه ایزو ترتیباتو لپاره ګواښ دې او همدغه مسله سبب شوه چی اسلام اباد هم د واشنګټن چارواکو ته د ورته تړون غوښتنه وړاندې کړي . د ټرمپ په پړاو کې د امریکا د تیرو حکومتونو په اپوټه له هند سره د پوځی ملګرتیاو د پراختیا اصلی هدف په دغه هیواد د وسلو او تجهیزاتو د خرڅولو له لارې د درامد ترلاسه کول دي چی ډیلی ته د ټرمپ په وروستی سفر کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د درې میلیارډ ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک شو چی پاکستان هغه په سیمه کی د بی ثباتۍ عامل بللې دې . داسې ښکاری په داسې شرایطو کی له چین او روسیې سره د پاکستان د پوځی ملګرتیاو پراختیا او په سیمه کی د وسله ایزو سیالیو سختیدا په ډیلی د واشنګټن د وسلو د خرڅولو د نوی تړون پایله وی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
په قطر کی د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوی له بین الافغانی خبرو اترو پیلیدا مخکې د بندیانو د خوشی کیدا غوښتنه وکړه . سهیل شاهین وویل په قطر کی به د امریکا او طالبانو ترمینځ د موافقې له لاسلیکیدا وروسته بین الافغانی خبرې اترې پیل شي . شاهین زیاته کړه د دغو خبرو اترو له ئبیلیدا مخکې باید لورو ترمینځ د باور جوړولو لپاره ګامونه پورته شي او د لورو د شپږ زره بندیانو خوشی کول د افغان دولت او طالبانو ترمینځ د باور جوړولو لپاره عملی ګام دې . (اشرف غنی ویلی دی چی امریکا د طالب بندیانود خوشي کولو صلاحیت نلري )
له بین الافغانی خبرو مخکې د بندیانو د خوشی کولو په اړه د طالبانو د قطر دفتر د ویندوی غوښتنه په داسې حال کی چی تراوسه بین الافغانی خبری ندي پیل شوی . د غوښتنو په تحقق کې بیړه بلل کیږي . البته په افغانستان کی د تاوتریخوالیو د کمولو طرحې موافقان او مخالفان درلودل چی اشرف غنی هم د دغې طرحې مخالف وو چی بیا وروسته د میونیخ د غونډې په ترڅ کې له ځینو امریکایی چارواکو سره له خبرو اترو وروسته له دغې طرحې ملاتړ وکړ . د افغانستان د سیاسی ډلو په شمول مدنی ټولنې له دغې طرحې ملاتړ وکړ .
د افغانستان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلی دي چی افغان دولت د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو خوشی کولو ته ژمن ندې او امریکا دا صلاحیت نلري چی افغان دولت دغه کار ته مجبوره کړي .
«««««««««««««««««««««««««««««
د افغانستان د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبد ا... عبد ا... په دغه هیواد کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هلو ځلو د بندولو په اړه د امریکایی چارواکو په څرګندونو په غبرګون کی وویل د هغه ټیم به د خلکو له پاکو رایو دفاع وکړي .
عبد ا... عبد ا... د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کی د اشرف غنی د بریالیتوب له اعلانه وروسته د دغو نتیجو په نه منلو سره زیاته کړه د خلکو د پاکو رایو په اساس د ثبات او همپالنې ټیم د انتخاباتو بریالې دې او هغه په اساس به پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي . د امریکا له لاس وهنې سره د افغانستان د وحدت ملی حکومت داجراییه مشر مخالفت ښی چی هغه نیت نلری له خپلې فیصلې شاتګ وکړي . د افغانستان د ولسمشرۍ د تیرو انتخاباتو په اپوټه چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ جنجال د امریکا د خارجه وزیر په میانځګړیتوب او په دغه هیواد کې د ملی وحدت حکومت په جوړیدا سره ختم شو ، خو په دغه پړاو کې د عبد ا... کړچار ښی چی هغه له اشرف غنی د ایتلافی حکومت جوړولو ته تیار ندې . عبد ا... چی د اشرف غنی د بریالیتوب له اعلانه یو ساعت وروسته یې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا ژمنه وکړه په تیرو ورځو کې د دغه هیواد د ځینو شمالی ولایتونو لپاره د نویو والیانو په معرفی کولو سره لومړنې ګام پورته کړ . له دې سره سره چی عبد ا... د ځینو ولایتونو لپاره والیان معرفی کړي دي خو تراوسه د انتخاباتو د بریالی کاندید په توګه اشرف غنی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د عبد ا... په پروګرام غبرګون ندی ښودلې . د کابل پولیسو خبرداری ورکونکی بیانیه هغه کرښه وښودله چی په دغه هیواد کې د موازی حکومت د جوړولو لپاره د هر ډول هڅې د نه زغملو ښودنه کوي .
په دغه بیانیه کې د عبد ا... په وسیله د نویو والیانو معرفی کیدا ته له اشارې پرته ټینګار شوی چی د حکومتی اورګانونو په بهیر کې خنډ رامینځته کول ملی خیانت او جرم حسابیږي او له هغه سره به جدی او قانونی چلند وشی . دا ګومان مطرح دې چی دغه بیاینه د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ سره په غږملتیا کی برابره شوی ده چی عبد ا... ته د موازی حکومت د جوړولو په اړه خبردار ې دې چی که دا کار دوام وکړي نو بیا د افغان دولت په نیابت د ملی امنیت اداره دغې مسلې ته ورداخله شي . که په راتلونکیو ورڅو او اونیو کی د موازی حکومت د جوړولو لپاره د عبد ا... پروګرام جدی شي نو اشرف غنی به یې ونه زغمی او هماغه ډول چی د کابل پولیسو ویلی دی د حکومتی اورګانونو د فعالیت په بهیر کې خنډ رامینخټه کول خیانت حسابیږي او له خاینانو سره د قانون په اساس چلند کیږی . په دغو شرایطو کې دا احتمال شته چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ د یوې موافقې ته د نه رسیدا او په افغانستان کی د موازی حکومت د فعالیت دوام په خیانت د عبد ا... په تورنولو سره د افغانستان په بیلا بیلو ښارونو کې د هغو د پلویانو ترمینځ په واټونو کې نښتې وشي .
په داسط شرایطو کی ده چی د عبد ا... او اشرف غنی ترمینځ په انتخاباتی تاوتریخوالی کې د میانځګړیتوب لپاره د پارلیمان د مشر د چمتووالی په اعلان سره امریکا هم د ولسمشرۍ د لوړې د دستورو د ترسره کیدا د وخت د ځنډولو غوښتنه کړي ده .
داسې ښکاری د دغو تاوتریخوالیو د دوام یوه منفی پایله د افغانستان د سولې په هغه بهیر ده چی امریکا ورته په افغانستان کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د ماتې له جبۍ د وتلو لپاره د هیلې سترګې نیولي دي .
پای