ایران داونۍ په هینداره کې
د ګران ایران دښمنانو څلویښت کاله کیږي چی د ایرانی ملت پرضد پراخ سیاسی ، اقتصادی او تبلیغاتی دباونه اعمال کړل خو حتی هغه ورځ چی اسلامی ایران نوې کار پیل کړې وو ، هیڅ ونکړې شول .
۱۳۰۸ لمریز کال ایرانی ملت لپاره له برخلیک ټاکونکیو پیښو ډک وو .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... خامنه ای د اسلامی انقلاب دبریالیتوب د ۴۱ کال په پیل کې د انقلاب د دوهم ګام مهمه بیانیه صادره کړه . د انقلاب معظم لارښود په دغه بیانیه کې جوته کړه په دغه لاره کی حرکت یعنی د انقلاب د دوهم ګام اخیستل یو لړ الزامات لري چي باید ورته پام او توجه وشي . د انقلاب د دوهم ګام بیانیه په حقیقت کې د تمدن جوړونې ، ټولنې ته پام او ځان جوړولو دوهم پړاو ته د ورتګ لپاره اوږدمهاله سټراټیجۍ او د ایران د روښانه راتلونکي لاره ده چی د اسلامی جمهوریت د ژوند نوی سپرکې به پرانیزي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای په یو لړ ویناو کې د اسلامی ایران پرضد د دسیسې څلویښت کلونه او په عین حال کې د انقلاب پرمختګ د ایرانی ملت د حرکت په درولو کې د امریکایانو د ناکامۍ نښه وبلله او ویې فرمایل د ګران ایران دښمنانو څلویښت کاله کیږي چی د ایرانی ملت پرضد پراخ سیاسی ، اقتصادی او تبلیغاتی دباونه اعمال کړل خو حتی هغه ورځ چی اسلامی ایران نوې کار پیل کړې وو ، هیڅ ونکړې شول .
امریکایانو د اسلامی انقلاب له هماغه لومړیو هڅه وکړه چی په ډول ډول چلونوسره دغه انقلاب ته ماته ورکړي .
د څو کودتاګانو پلانونه ، د قومی او اجتماعی تاوتریخوالیو رامینځته کول ، د ترهه ګرو ډلو د فعالیت لپاره زمینې برابرول ، له واټیزو بلواګانو او د اقتصادی امنیت له ګډوډونکیو ملاتړ په دغو درستو کلونو کی داسلامی جمهوری نظام او ملت پرضد د امریکا د دسیسو یوه برخه ده .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۱۳۹۸ کال د مرغومې د ۱۳ په سهار امریکایی هیلی کاپټرو په ناځوان مردانه او بشپړه غیرقانونی ډول د عراق د حاکمیت په خلاف ورزۍ سره د سردار شهید سلیمانی او ابو مهدی مهندس او ورسره نورو یو شمیر ملګرو په دوګاډیو توغندوی حمله وکړه او دغه عزیزان یې شهیدان کړل .
د امریکا په دغه ترهه ګر اقدام پسې نه یوازې د ایران او عراق ملتونو بلکې د نورو هیوادونو د سختې غوسې او غم سبب شو . ایرانی ملت د دغه ترهه ګر اقدام په هماغه لومړنیو دقیقو کې له مسولانو وغوښتل چی له امریکایانو سخت غچ واخلی .
د ډګر جنرال سردار شیهید قاسم سلیمانی ترور په داسې حال کی چی د عراقی مسولانو په رسمی بلنه او رسمی میلمه په توګه دغه هیواد ته ورغلې وو ، د عراق حاکمیت ته ستر سپکاوې او ایرانی ملت پرضد ستر جنایت وو .
د ایران اسلامی جمهور یت د شهید سلیمانی له شهادته پینځه ورځې وروسته د دغه ترهه ګر اقدام په لومړنی ځواب کې په عراق کی د امریکایانو په سترې او مهمې اډې سخته توغندوی حمله وکړه .
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تهران د جمعې لمانځه په خطبه کې د سپاه په توغندیو سره د امریکایی عسکرو د اډې په ویشتلو کی د دغه کار اهمیت ته په اشارې سره وفرمایل دا چی یو ملت په دومره قدرت او روحی توان سره د نړۍ یوه متکبر او زور ویونکی قدرت ته څپیړه ورکړي ، د الهی قدرت ښودنه کوي له دې وروسته دا ستره ورځ هم په یوم ا... کې راځی .
د انقلاب معظم لارښود همداراز د حاج قاسم سلیمانی و ورسره نورو ملګرو د جمازې په دستورو کی د ځیر ملت معجزناک شتون او د امریکایانو په اډې په حمله کی د سپاه کلک ځواب یوه بل یوم ا... وبلله او زیاته یې کړه ملت خپل باطن یعنی د شیطانانو په وړاندې استقامت په دغه شتون کی څرګند کړ او د دغه عزت لرونکی لارې دوام په ټولو زمینو کې د ایران له پیاوړی کیدا ده .
د ایران ملت په ۹۸ کال کی له درستو سختیانوسره سره د خپل وحدت عظمت او پرتمینتیا څرګنده کړه او دښمنانو ته یې دا وښودله چی اسلامی انقلاب ژوندې او په راتلونکی لاره کی د انقلاب لاره له ځلانده ده . د ایران ملت له دغو سترو ازمښتونو په صبر ، زغم او دښمن پیژندنې سره په بریالیتوب او سرلوړیتوب سره راوتلې دې .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په تیر کال کی یو بلې پیښې ایرانی ملت دغداره او غمجن کړ . د جنورۍ په اتمه نیټه د حضرت امام خمینی رح هوایی ډګر ته نږدې د یوکرین د ټرانسپورټي الوتکې نسکوریدا چی په دغه پیښه کی ۱۶۷ مسافر او د الوتکې ۹ پرسنل ووژل شول .
د ایران د وسله وال لوی درستزوالۍ په یوه خبرتیا کی د دغې هوایی پیښې د علت په اړه وویل په عراق کی د امریکایی ترهه ګرو د اډې په هدف ګرځولو کی د ایران له توغندوی حملې وروسته ساعتونو کې د ایران شاوخوا د هغو د جنګی الوتکو الوتونه زیات شول او د ریډار په ځینو صفحو کې ډیر هدفونه ولیدل شول چی د ایران د دافع هوا په ټولګیو کې د زیات حساسیت سبب شول په دغسې کړکیچن او حساسو شرایطو کې د یوکرین الوتکې د امام خمینی رح له هوایی ډګره حرکت وکړ او د تاویدا په وخت د سپاه پاسداران یوه حساس پوځی مرکز باندې د یوه دښمن هدف په توګه راغله چی د انسانی تیروتنې او په غیبر عمدی ډول نوموړی الوتکه په نښه شوه .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د یوکرین د ټرانسپورټی الوتکې د نسکوریدا له پیښې د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره وفرمایل دغې ډیرې ترخې پیښې زمونږ زړونه په حقیقی معنا وسوزول او دردول .
هغوي وفرمایل په هماغه اندازه چی مونږه او ملت له دغې پیښې غم وخوړه ، دښمنان خوشحاله شول ځکه چی پلمه یې ترلاسه کړه تر څو سپاه ، وسله وال ځواک او نظام تر پوښتنې لاندې راولي خو د هغو دا مکر د خدای د قدرت په وړاندې هیڅ اغیز نلری ، او د جنازې د دستورو او د امریکایانو د اډې په هدف ګرځولوکې یوم ا... له یاده نه ووځی او د خدای په فضل ورځ په ورځ ژوندی کیږي .
د رهبرۍ ستر مقام په همدې هکله د خلکو د زرګونو خلکو په ټول کی پر دې په ټینګارسره چی د حاج قاسم شهادت او د بی ساری جنازې دستورو دنیا ته د انقلاب ژوندې والې څرګند کړه ، روښانه کړه یو شمیر کسانو غوښتل چی دسې وښی چی اسلامی انقلاب په ایران کی تمام شوې دې او البته یو شمیر هم هڅه کوی چی دا کار وشي خو د حاج قاسم شهادت وښودله چی انقلاب ژوندې دې او ټولو ولیدل چی په تهران او نورو ښارونو کی څه قیامت رامینځته شو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ایټمی موافقه او د هغه برخلیک د ۹۸ کال له نورو خبرجوړونکیو او حاشیې لرونکیو موضوګانو وه .
د امریکا حکومت د ۲۰۱۸ کال په می میاشت کې په یواړخیزه توګه او د امنیت شورا د ۲۲۳۱ کال د پریکړه لیک په اپوټه ل ایران سره له ایټمی موافقې وواته او ایرانی ولس پرضد یې بایکاټونه له سره پیل کړل . په تیرو دو کلونوکې د ایټمی موافقې اروپایی لورو له هغو ژمنو سره سره چی هم یې په دغه موافقه کې درلودل او هم په جوته او په رسمی توګه له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته په رسمی توګه د ګډ کمیشن په غونډو کې پرغاړه واخیسته ، ونه توانیدل د خپلو ژمنو د پوره کولو لپاره جدی اقدام ترسره کړي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران اسلامی جمهوریت له یوه کال صبر او زغم وروسته بالاخره د برجام د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس په بینځو ګامونو کې د خپلو ایټمی ژمنو پام وړ برخه ودروله . د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف په برجام کی د خپلو ژمنوپه ترسره کولو کې د اروپایانو په بی عملی توب په نیوکی سره د تهران جبرانی ګامونه د برجام په چوکاټ کې د ایران طبیعی حق وباله او د دغه وضعیت د درولو یوازنۍ لار یې د اروپایی لوری په وسیله د ژمنو ترسره کول وبلله .
ښاغلی ظریف د انګلستان او د برجام دریو اروپایی لورو ته په خبرداری کې جوته کړه د اروپا ټرویکا برجام ساتلې شي خو نه د بدماش د رضایت په جلبولو او په ایران په دباو اعمالولو سره بلکې اروپا باید دا شجاعت ولرلې شی چی په خپلو ژمنو عمل وکړي .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
برجام اوس په یوه بی ثباته او بی خاصیته وضعیت کې راغلې دې . دا په داسې حال کی دي چی د اسلامی انقلاب واقعیتونه او د استکبار په وړاندې د ایرانی ملت دریدا ښی چی ایران به هیڅکله زوروینو ته تسلیم نشي .
په دې زمینه کی د اسلامی انقلاب د ستر لارښود کلام د معنا لرونکیو حقیقتونو بیانونکې دې . هغوي په یو لړ ویناو کی وفرمایل ،
امریکا له اسلامی انقلاب څپیړه خوړلی ده ، له اسلامی انقلاب سره کینه لري ، نو ځکه هغه ویریږی چی په دغه سیمه کی یو ستر اسلامی قدرت سر اوچت کړي او په دغه سیمه کی په کلیب ډول د هغو د طعمو مخه ونیسی ، غواړی چی دا کار ونشی ، له دې ویره لري ، د دغې په وړاندې جبهه جوړوی او دریږي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
۹۸ کال د ایران او نورو ډیرو هیوادونو لپاره له کرونا ویروس سره د مقابلې کال وو .
امریکا د ایران په یو اړخیزه بایکاټونو دوام سره هڅه وکړه له کرونا سره د مقابلې لپاره د ایران توان کم کړی . د ایران پرضد د امریکا بایکاټونه د روغتیایی ، طبی او درملیزو ملزوماتو او شیاتو په ورلیږلو په سیورې غوړولو سره چی یو ډول طبی او اقتصادی ترهه ګرۍ بللل کیږی ، د نړۍ د عمومی افکارو لپاره د امریکایی چارواکو بشری ضد ماهیت څرګند کړ .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
پای