Apr 18, 2020 14:10 Asia/Kabul
  • ايراني شخصيتونه، نړيوال وياړونه (223)

په دې مطلب کښې د تېرمطلب په دوام کښې د يوايراني شخصيت او د اومې هجري قمري پېړۍ د نامتو شاعر او عارف فخرالدين عراقي په اړه له تاسو سره غږيږوو.

وموويل چې شيخ فخرالدين ابراهيم بن بزرګمهر بن عبدالغفار همداني چې په فخرالدين عراقي مشهور دے د اومې هجري قمري پېړۍ د اسلامي تصوف او فارسي ادب له ځلانده ستورو څخه دے. هغه د عبدالغفار کميجاني زوے ؤ او په ۶۱۰ هجري قمري کال کښې  له همدان ښار سره نزدې په کمجان کلي کښې په يوه علمي کورنۍ کښې وزېږېد. ويل شوي دي چې عراقي پينځه کلن ؤ چې په نهو مياشتو کښې يې قرآن مجيد حفظ کړ او په خوږ او زړۀ راکښونکي اواز سره به يې تلاوت کوۀ. هغه اته کلن ؤ چې په همدان کښې مشهور شو. عراقي د قرآن د زدکړې له تکميله وروسته د زدکړو د دوام  لپاره همدان ته لاړ او هلته کښې يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ. لا د اولسو کالو وو چې په ټولو اسلامي علومو او تعليماتو يې تسلط پېدا کړ او په همدان کښې د علومو او تعليماتو په تدريس بوخت شو. د هغه علم او پوهه دې حد  ته رسېدلې وه چې د فخرالدين رازي، د ابن سينا اشارات او د ابومحمد شامخي معالم التنزيل يې تدريس کوۀ.

عراقي اولس يا اتلس کلن ؤ چې د هند او د اوسني پاکستان ملتان ښار ته لاړ او د ستر عارف بهاء الدين زکريا په حلقه شامل شو. عراقي په عرفان کښې داسې مقام ته اورسېد چې شېخ زکريا ورته خپله خرقه واغوندوله او د شېخ په خاصو شاګردانو کښې شمېر شو. د شېخ بهاء الدين زکريا له وفاته وروسته عراقي مکې ته او له هغه ځايه قونيې ښار ته لاړ او د شېخ صدرالدين قونيوي د درس په حلقه کښې شامل شو. او تر 675 کاله پورې په دغه ښار کښې پاتے شو او بيا له هغه ځايه مصر او وروسته شام ته لاړ او  په 78 و يا 82 کلنۍکښې د يوې سختې او مرګونې بيمارۍ په وجه وفات شو او د دمشق په جبل الصالحيه سيمه کښې د محي الدين ابن عربي د مزار شا ته خاورو ته وسپارل شو.

عراقي له زوږ او د عش له اور نه په ډک لمعات کښې د عشق خبرې کړې دي او کله هم شعر ته ډېر نزدې شوے دے. د استاد زرين کوب په باور« په فارسي ژبه کښې د يو شمېر صوفيه منثور اثار موجود دي چې مثور شعر يې بللې شوو؛ د خواجه عبدا... انصاري مناجات، د احمد غزالي سوانح ،  د همداني تمهيدات عين القضات او د عراقي لمعات له دغو اثارو څخه دي. دغه متنونه په حقيقت د منثور کلام په قالب کښې عارفانه شعرونه دي چې بيان شوي دي.»

لمعات د ژبې او همدارنګ له نثر سره د نظم د ګډېدو له نظره د احمد غزالي له سوانح سره او له يو لحاظه د سعدي له ګلستان سره يوشان والے لري خو له فکري لحاظه او د مطالبو د تنظيمولو له نظره د ابن عربي د فصوص الحکم په پېروۍ کښې ليکل شوے دے. د عراقي لمعات د فصوص الحکم د اويشتو بابونو مطابق په اويشتو او د ځينو په باور په اتويشتو لمعو مشتمل دے. او په هره لمعه کښې د عرفاني تعليماتو او افکارو يوه خاصه موضوع بيان شوې ده.

مشهوره ده چې فخرالدين عراقي د هغه الهام په نتيجه کښې چې د صدرالدين قونوي د درس په يو مجلس کښې هغه ته ابن عربي د عقائدو په باره کښې حاصل شو، خپل لمعات کتاب تاليف کړ. د سيد حسين نصر په باور دغه کتاب له بل هر کتاب نه زيات  د فارسي ژبو لپاره د ابن عربي په معرفي کښې موثره دے.له هغې يوې سريزې څخه چې په اتمې هجري قمري پېړۍ کښې په دغه کتاب کښې د عراقي په باره کښې ليکلې شوې ده دا استنباط کولې شوو چې د ابن عربي د سېر و سلوک له لارې او د دغه متفکر له روښانه افکارو سره  د هغه د مينه والو  اشنائۍ يو ډول  د عراقي او صدرالدين قونوي له لارې ده.د ابن عربي بلل شوے زوے او شاګرد صدرالدين قونوي او فخرالدين عراقي فارسي ژبو ته د ابن عربي د نظرياتو او افکارو ورپېژندونکي دي. په دغه سريزه کښې د عراقي په باره کښې داسې راغلي دي: «د روم په ټولو سيمو کښې وګرځېد حتی چې د خلاصة‌الاولياء شېخ صدرالدين قونوي خدمت ته اورسېد. يوې ډلې يې په خدمت کښې فصوص لوستۀ او ورباندې يې بحث کوۀ. شېخ فخرالدين د فصوص الحکم له اورېدو څخه او له فتوحات مکې څخه هم استفاده وکړه او شېخ صدرالدين د شېخ فخرالدين په حق کښې زياته مينه او اعتقاد لرۀ او هره ورځ به ليدل کتل کېدل او شېخ فخرالدين به هره ورځ هغه وخت چې فصوص به يې اورېدۀ لمعات به يې ليکۀ او چې کله يې د لمعات ليکنه ختمه کړه نو ويل کيږي چې شېخ ته يې وړاندې کړ. شيخ صدرالدين ټول ولوست، ښکل يې کړ، په سترګو يې کېښود او وې ويل: فخرالدين عراقي د ځوانمردو راز دې څرګند کړ  او لمعات په حقيقت کښې د فصوص خلاصه ده.»

د لمعات د سريزې ليکوال لکه چې څنګه د تذکره ليکونکو رسم دے، د لمعات نثر په زيات اغراق او ستائنې سره يا توصيف کړے دے. خو د لمعات په ديباچې کښې خپله د عراقي خبرې زياتې صادقانه او حقيقت پسندانه دي چې ويلي يې دي، لمعات د احمد غزالي د سوانح کتاب په بنياد د عشق د مراتبو په بيان کښې يوڅو ټکي دي چې په نننۍ ژبه ليکل شوې دي چې د هر عاشق د معشوق آئينه وګرځي. خپله د عراقي په اعتراف په نثر او بيان کښې د  هغه د کار بېلګه د احمد غزالي (چې په 520 هجري قمري کال کښې وفات شوے دے)  سوانح العشاق کتاب دے او هغه خپل لمعات کتاب د سوانح په بنياد ليکلے دے. البته له لمعات سره په پرتله کښې د سوانح حجم زيات دے. او هغه خلاصه چې په لمعات کښې کارول شوې ده په سوانح کښې نه ليدل کيږي. نو ځکه ويلې شوو چې د لمعات ترټولو مهم خصوصيت همدغه د خلاصې خصوصيت دے. عراقي کوشش کړے دے چې د غزالي په شان اشاره ډوله او په ډېر اختصار  خپل مطالب بيان کړي. په دا ډول چې هغه کسان د دغو عوالمو کسان دي په اسانۍ سره پرې پوه شي. د دغې اشارې او اختصار خيال په ټول لمعات کښې ساتل شوے دے، په دا ډول چې په ځينو برخو کښې له مطالبو څخه داسې په چټکتيا سره تېر شوے دے چې د لوستونکي لپاره په مفاهيمو پوهېدل ګرانوي او داسې ښکاري چې ليکوال ژوره معنا د ظاهري الفاظو لاندې پټه کړې ده.يوه داسې معنا چې د روښانه کلماتو او تعبيراتو تر لاندې د يو پټ او غورځنګناک سيند په شان حرکت کوي او يوازې ليکوال او د دغو ډګرونو خاوندان ترې خبر دي. په ټول لمعات کتاب کښې د دغه اختصار خيال ساتل شوے دے او د ابن عربي لوو افکار په اشارتاً بيان شوي دي. د معاصر ايراني متفکر سيد حسين نصر په باور: «دغه شان اختصار او خلاصه د شيخ محمود شبستري په ګلشن راز کتاب کښې ليدل کيږي چې هغه هم د ابن عربي د عقائدو خلاصه په روښانه توګه او آسماني ښکلا سره په نظم کښې بيان کړې ده.»

په لمعات کتاب کښې د عراقي د کلام خلاصه د دې سبب شوې ده چې په لمعات باندې زياتې شرحې وليکلې شي چې اوۀ شرحې يې مشهورې دي. جامي د خپل کتاب په سريزه کښې په اشعه اللمعات نوم سره د  هغو شرحو چې د عراقي په لمعات ليکلې شوې دي نومونه اخېستي دي.د عراقي په لمعات کتاب باندې ترټولو مهمه شرحه د اشعه اللمعات نومې شرحه ده چې د ابن عربي د افکارو په حوزه کښې د تصوف د درسي کتاب په توګه کارول کيږي او لوستل کيږي. جامي په خپله شرحه کښې عراقي د شيخ مصنف په نوم سره ياد کړے دے. هغه که څه هم د دغې شرحې د ليکلو لپاره نورو شرحو ته هم مراجعه کړې ده خو کار يې يو خپلواکه کار دے. جامي په هر  ځاے کښې چې ضروري ګڼلي دي د خپلې شاعرۍ له هنره ګټه پورته کړې او عربي شعرونه يې هم په فارسي ترجمه کړي او خپله شرحه يې پرې ښکلې او خوندوره کړې ده. که څه هم د جامي نثر او بيان هم له پېچلتياو خلالي نه دے، خو هم هغه ډول چې جامي ليکلي دي، لمعات په ښکلييو عبارتونو او زړۀ راکښونکو اشارتونو سره د نظم او نثر ملغلرې په خپلو کښې سره ګډې کړې او عربي او فارسي لطائف يې سره ګډ کړي دي، د علم او عرفان آثار پکښې څرګند او د ذوق او وجدان انوار پکښې ښکاري، اودۀ او غافله کسان بېداروي او بېداره له اسرارو خبروي.» جامي په خپل کتاب کښې دې ټکي ته اشاره کړې ده چې هغه شرحې يې چې د عراقي په لمعات ليکلې شوېدي ليدلې او لوستلې دي. د هغه په باور د عراقي په باندې کلام د کوټلتيا او اختصار باوجود له هغو شرحو نه چې پرې ليکل شوې دي په ښه ډول پوهېدې شي. جامي په دې اړه ويلي دي: «د اجمال په موقع او د اشکالو په وخت يې ځينو شرحو ته مراجعه کړې ده خو هيڅ مشکل يې نه دے حل شوے او هيڅ يو مجمل يې نه دے مفصل شوے.»

---------

 

ټیګونه