Apr 27, 2016 12:24 Asia/Kabul
  • د غويي د اتمې نیټې ورځپاڼې

ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو>

د تهران ورځپاڼو په سر کښې افکار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د ایران د نظام د مصلحت پیژندونکې ټولنې د مشر علي اکبر ولایتي له قوله په غټو ټکو لیکلي دي: د امریکې لخوا د دوه میلیارډ ډالرو مصادره کول نړیواله غلا ده.
د خبر په دوام کښې لولو چې علي اکبر ولایتي د سټراټیجکو تحقیقاتو په مرکز کښې پرون د سویټزرلینډ د قایم مقام خارجه وزیر ښاغلي ایورسیه په کتنه کښې چې د خبریالانو په شتون کښې ترسره شوه د ایران له کنګل شویو پيسو څخه د امریکې لخوا د دوو میلیارډ ډالرو غیرقانوني اخیستنې په هکله وویل: د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امریکې دښمني د اسلامي انقلاب له پيله شروع شوې او همهغه شان دوام لري.
همدې ورځپاڼې په خپل یو بل خبر کښې لیکلي چې د امریکې د محکمو په رایې باندې په اعتراض کښې په ایران کښې د امریکې د ګټو ساتونکی خارجه وزارت ته وروبلل شو.
خبر زیاتوي چې په ایران کښې د امریکې د حکومت د ګټو د ساتونکي په توګه په تهران کښې د سویټزرلینډ سفیر نن د ایران خلاف د امریکې د محکمو په راې باندې د اعتراض د ابلاغ لپاره پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ته وروغوښتل شو.
د افکار ورځپاڼې په بل خبر کښې لولو چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد په وړاندې د سعوديانو کارړنګونو ته په اشارې سره وویل: صبر او زغم هم حد لري.
هغه د نیویارکر خپرندوې خبریال ته پخپله مرکه کښې زیاته کړه: سیمه زمونږ په وړومبیتوب کښې ده. مونږ په فارس خلیج کښې له خپلو ګاونډیانو سره د ملګرتیا لپاره له هر فرصته ګټه پورته کوو. مونږ د خبرواترو او تعامل لپاره هم په ډاګه او هم په پته توګه یولړ وړاندیزونه وړاندې کړل خو په خواشینۍ سره هغوي پرې غوږ نه ګرول. مونږ له ډیر مخکښې نه له صبر او زغمه کار اخلو کله چې هغوي اته کاله د ایران خلاف د صدام ملاتړ وکړ خو هغه ورته شا کړه او خپله پر دوي (کویت) یې حمله وکړه. همداشان په تیرو دوه نیمو کالو کښې چې مونږ ایټمي خبرې اترې پیل کړې دي سعودیانو د تیلو د بازار د خرابولو د لارې په شمول د دغو خبرواترو د خرابولو لپاره له هیڅ کاره ډډه ونه کړه خو مونږ بیا هم صبر وکړ. البته هر څیز یو حد لري.
**    له تهرانه چاپیدونکې کیهان ورځپاڼه راخلو چې دخپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې یې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني انځور چاپ کړی او د هغه له خولې یې لیکلي دي چې له طالبانو سره د سولې لپاره د اتلسو میاشتو هلوځلو ګټه ورنکړه، خبرې بس دومره ډیرې وې، نور نو جنګیږو.
خبر زیاتوي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې طالبانو ډلې په تیر یونیم کال کښې د کابل د حکومت هلوځلو ته منفي ځواب ورکړ او په همدې وجه خپلو امنیتي ځواکونو ته وایم چې د جګړې ځواب په جګړې سره ورکړي.
آخوا له پاکستانه خبر رارسیدلی چې د طالبانو ډلې په استازیتوب درې کسان له قطر څخه پاکستان ته تللی دی. د افغانستان ولسمشر هم په دې تړاو وویل: نن له پاکستانه زمونږ غوښتنه دا ده چې د طالبانو خلاف اقدام وکړي نه دا چې د سولې خبرواترو ته د طالب وسله والو د تیارولو کوشش وکړي.
ورځپاڼې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې راخیستې دي او د هغه له خولې یې لیکلې دي: د سوریې خارجه وزارت پرون وویل دترهګرو ډلو دجنایتونو دوام په سوریې کښې ددیره ترهګرو ډلو په لاس د اووربند د بیا بیا خلاف ورزیو په وړاندې دنړیوالې ټولنې د چپتیا او د سستۍ نتیجه ده .
دسوریې خارجه وزارت ویلی دی له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې په خپلې دندې د امنیت شورا عمل نه کول ، د ترهګرو ډلو دملاتړو هیوادونو او رژیمونو په وړاندې د مخه نیونکو اقداماتو نه ترسره کولو ، له ترهګرو ډلو سره د مرستو او د سوریې د خلکو د وینې دبهیدا او دنړیوال او سیمه ایز امنیت او صلحې د له مینځه وړلو لپاره د سعودی عربستان او ترکیې لپاره میدان خلاص پریښودلی دی .
دسوریې خارجه وزارت ټینګار وکړ سوریه له ترهګرۍ سره دمبارزې لپاره دټولو هڅو د غږملولو غوښتونکی ده ځکه چې دغه ښکارنده په یوه(۱) نړیوال خطر بدله شوی ده .
دسوریې خارجه وزارت دوه ورځې مخکښې هم د ملګروملتونو سرمنشی اوامنیت شورا ته په دوو (۲)جلاجلا لیکونو کښې له ترهګرو ډلو د سعودی عربستان او ترکیې ملاتړونه وغندل .
د کیهان څو لنډ خبرونه په دا ډول دي:
د ترکیې د پارلیمان مشر د اسلام د اصولو په بیناد د دغه هیواد د اساسي قانون د بیالیکنې او بدلیدو غوښتونکی شو.
دسپینې ماڼې یو مسئول وویل:ډیر زر به اسرائیلو ته د امریکې د تاریخ ترټولو ستره پوځي مرسته ورسیږي.
دعراق پارلیمان د عبادي یوشمیر وړاندیزې وزیرانو ته مثبته راې ورکړه.
سوریې ته د ۲۵۰ امریکایي ځواکونو د غیرقانوني لیږلو په هکله د سپینې ماڼۍ پریکړه د دمشق د حکومت د مخالفو ترهګرو له هرکلي سره مخ شوې ده.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد د لبنان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خپل ملاتړ وړ کاندید په هکله وویل: زما خبره همهغه د سید حسن نصر ا... خبره ده.
او تازه خپاره شوي اسناد ښودنه کوي چې په امریکا کښې د عربستان د پخواني سفیر بندر بن سلطان په شمول سعودي شاهزادګا له هغو کسانو دي چې د ستمبر د یولسمې نیټې په پیښه کښې یې لاس درلود. د دغو اسنادو په خپرولو کښې د امریکې مخفي کارۍ دا فرضیه هم حقیقت ته نزدې کړې ده چې امریکې خپله هم په دغو حملو کښې لاس درلود.
*/*    را به شو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته.
د غرب یو شمېر معتبرو ورځپاڼو ملي شورا ته د ولسمشرمحمد اشرف غني پر پرونۍ وینا تبصرې کړې دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د "ولسمشر غني پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو پرضد پوځي اقدام وکړي" تر سرلیک لاندې مقاله خپره کړې او په یوه برخه کې یې راغلي:
اشرف غني تر یوکال مدارا وروسته، خپله لاره بدله کړه او پاکستان ته یې خبرداری ورکړ چې که د طالبانو د مشرانو پرضد پوځي اقدام ونه کړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي.
ورځپاڼه زیاتوي چې ولسمشراشرف غني ډیره هڅه وکړه چې د پاکستان د رهبرۍ کړۍ، په ځانګړي ډول د دې هيواد مقتدر پوځي چارواکي قانع کړي چې د وسله والو طالبانو مشران مذاکرو ته حاضر کړي. خو د ورځپاڼې په لیکنه، د تشدد زیاتیدو او په ځانګړي ډول په کابل کې د تیرې اوونۍ وحشیانه تروریستي حملې غندي د هغو هڅو پای ته رسولو ته مجبور کړ چې د ده د واکمنۍ اساسي ټکې ګڼل کېدې.
ولسمشرغني د ملي شورا غونډې ته وویل:
"زه غواړم دا واضح کړم چې موږ تر دې وروسته له پاکستانه تمه نه لرو چې طالبان مذاکرو ته راولي."
ولسمشرغني همدا راز وویل چې پاکستان تېر کال په څلور اړخیزه مشورتي غونډه کې چې د چین او امریکا استازي هم وو، کتبی تعهد وکړچې د هغو طالبانو پر ضد به اقدام کوي چې له افغان حکومت سره له سولې انکار لري.
ډیلي ټیلګراف:
ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې له افغانستانه د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته بشري وضعیت ته کتنه کړې اوپه دې اړه یې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د مشرخبرې بیا خپرې کړې دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د هغو زخمیانو د شمېر پر اساس چې د دوي کارکوونکو ته ور رسیدلی، ویلي دي چې سږکال د زخمیانو شمېر۳۰فیصده لوړ شوی دی.
ډیلي ټلیګراف زیاته کړې چې د امریکا او بریتانیې د ځواکونو زیاته برخه په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه ووتل او ټاکل شوې وه چې یوازې ۵۰۰۰ عسکر د افغان ځواک د روزنې لپاره په دې هېواد کې پاتې شي.
خو اوس مهال، د دې دوه برابره عسکر لاهم په افغانستان کې دیره دي.
/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*