Jul 04, 2020 13:47 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې۱۳۹۹-۰۴-۱۴

په تېره هفته کښې د قضائيه قوې د هفتې له خاص مناسبت او په دې اړه د معظم رهبر له بياناتو نه علاوه ؛ د آستانې د خبرو اترو د بهير په باره کښې د ويډيو کانفرنس له لارې د ايران، روسيې او ترکيې د سرمشرانو درې اړخيزه غونډې او همدارنګ د امنيت د شورا د غونډې او له برجام ايټمي موافقې سره د اړوند رپوټ کتونکي وو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د تېرې هفتې د خالي په ورځ د قضائي قوې له مشر او چارواکو او همدارنګ د ټول هېواد د څارنواليو له عمومي مشرانو سره په ويډيو کانفرنس کښې د مظلوم شهيد آيت ا... بهشتي، شهيد قدوسي، شهيد لاجوردي او قضائي قوې د نورو شهيدانو د ياد په نمانځنې سره د  حوزې او پوهنتون له پوهانو او د کاري قوې له دننه تجرباتو څخه په استفادې سره د قضائي بدلو د سند د لا زياتې وده موندوونکې او پرمختللې نسخې تدوي ارزښتناک وبلۀ.

دوي په وروستي يو کال کښې په ترسره شويو اقداماتو باندې د خوشحالۍ په څرګندولو سره په قضائيه قوې کښې په متوازنه توګه او د قوې د ولسي والي په محوريت سره د يو بدلون رامنځته کونکي حرکت د دوام په ضرورت تاکيد وکړ او وې فرمايل: له فساد سره مبارزه چې په دې دوره کښې خپل اوج ته رسېدلې ده پکار دے بې له سترګو پټولو او د حق، عدل او قانون په بنياد او همدارنګ په بې ګناه کسانو باندې له تيري او ظلم نه بغېر دوام ومومي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په همدې زمينه کښې د عامه حقوقو د احياء موضوع مهمه وبلله او په دې زمينه کښې د قوې په وروستيو فعاليتونو باندې د خوښۍ په څرګندولو سره وفرمايل: که څارنوالو احساس وکړ چې عامه حقوق د ضائع کېدو په حال کښې دي نو پکار دے لاس په کار شي او د خلقو له حقه دې دفاع وکړي.

بې له هر ډول ملاحظې په قضائي چلند کښې قاطعيت په دې اړه بدلون ته د رسېدو لپاره  يو داسې بنيادي او ټاکونکے ټکے دے چې تراوسه په لسګونو اقتصادي مفسدان محاکمه شوي او د هغوي په باره کښې له پانسي کېدو نه واخلې تر اوږدې مودې قېده سزاګانې ورته ورکړې شوې دي.

معظم رهبر په دې  اړه د انقلاب د دويم ګام په باره کښې د خپلې سټراټيجکې بيانيې په يوه برخه کښې تاکيد کړے دے؛ چې: «انصاف او له فساد سره مبارزه ، د يوبل لازم او ملزوم دي. اقتصادي، اخلاقي او سياسي فساد د هيوادونو او نظامونو ګنده پرګنه ده او که د حکومتونو ډانچې ته سرايت وکړي نو د هغو په ررواالي ويجاړونکې او زيانمنونکې زلزله راولي؛ او دا چاره د اسلامي جمهوريت په شان يو نظام لپاره چې له مروجو مشروعيتونو نه يو اوچت مشروعيت او د اجتماعي مقبوليت لا اوچت بنياد ته ضرورت لري، له نورو نظامونو څخه زيات جدي او زيات بنيادي دے.»

د تېر زيارت په ورځ تهران د آستانې د شپږمې سرمشريزې غونډې کوربا ؤ. دغه غونډه ټاکل شوې وه د ايران په کورباتوب جوړه شي خو د کورونا پراختياد آستانې د صلحې د ضامونو هېوادونو د مشرانو کتنه وځنډوله.

د آستانې خبرې اترې د 2017 کال له جنورۍ نه د ايران د اسلامي جمهوريت په نوښت او د روسيې او ترکيې په ملګرتيا سره او په سوريې کښې د صلحې د ټينګښت په هدف سره شروع شوې دي.

د آستانې د بهير د موافقې په تعقيبولو سره سوريه د پراخو جنګ جګړو له مرحلې نه د بحران د هواري سياسي مرحلې ته داخله شوه او په داسې لار کښې مخ په وړاندې تګ کوي چې لا غوره حالات رامنځته کړي. د دغه بهير په دوام کښې د استانې د صلحې درې ضامنو هېوادونو د ويډيو کانفرنس له لارې د تهران په غونډه کښې په سوريې کښې د پائدارۍ صولې د ټيګښت او پياوړتيا د لارو چارو په باره کښې د نظر تبادله وکړه.

د ايران د اسلامي جمهوريت، روسيې او ترکيې ولسمشرانو د سوريې د حاکميت، خپلواکۍ، يووالي او زمکنۍ بشپړتيا په ژمنه باندې په تاکيد سره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له تبعيض ، سياسۍ کارۍ او وړاندې شرط نه بغېر دې د سوريې له ټولو خلقو سره خپلې مرستې زياتې کړي. د ايران اسلامي جمهوريت، ترکيې او روسيې همدارنګ د سوريې د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا د کمزوري کولو په هدف سره له بيلتون غوښتونکو هلو ځلو سره د مقابلې لپاره د خپلې کلکې ارادې څرګندونه وکړه.د آستانې د بهير مشرانو همدارنګ په وروستۍ بيانيه کښې د سوريې په شمال ختيځ کښې د دغه هېواد له خلقو سره د متعلقو تيلي درامداتو له غېر قانوني تصرف او انتقال سره د مخالفت ترڅنګه يوځل بيا د ټولو ترهه ګرو ډلود وروستۍ نابودۍ لپاره د ملګرتياو په بنياد په خپلې کلکې ارادې تاکيد وکړ او له عامه خلقو او غېر فوځي بېخ بناو څخه د محافظت غوښتونکي شول.

د آستانې د خبرو اترو د بهير ترټولو مهمه کاميابي د سوريې د بحران د هواري ځاي کول دي. په دې چوکاټ کښې درې مهمې تګلارې تعقيبيږي:

وړومبۍ، د ګډو سياسي او امنيتي اقداماتو په بنياد د سيمه پالنې ساتنه ده.

دويمه، د سوريې د زمکنۍ بشپړتيا حفاظت دے

په همدې چوکاټ کښې د آستانې د بهير مشرانو په سوريې کښې د صهيونېسټ رژيمي فوځي حملې د سوريې د حاکميت او زمکنۍ بشپړتيا بې ثبات کونکې او خلاف ورزي کونکې وبللې او د سوريې د جولان د نيولو په ردولوکښې د ملګرو ملتو د پرېکړليکونو په تېره بيا د امنيت د شورا د 497 پرېکړليک د احترام په ضرورت تاکيد وکړ.

دريمه تګلاره؛ د سوريې د خلقو د رائې او نظر په بنياد فېصله کول دي.

د آستانې د بهير په اړه د ويډيو کانفرنس له لارې د ګډې غونډې بيانيه په دې اړه واضحه کوي  چې: د سوريې لانجه فوځي حل لاره نه لري او يوازې د سوري – سوري سياسي بهير له لارې به د ملګرو ملتو لخوا د اسانتياو په رامنځته کولو سره هواره شي.

په دغو موضوعاتو باندې تاکيد او د هغوي تعيبول د سوريې د مسئلې په هواري کښې يو خاص اهميت لري، ځکه چې په سوريې کښې د يو پائيدارې او پاتې کېدونکې سياسي موضوع د رامنځته کېدو سبب شي.

د ايران او امنيت د شورا د دائمي غړيو، اروپائي اتحادي او جرمني ترمېنځ د بشپړه ګډ اقدام پروګرام د 2015 کال په جولائۍ کښې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا ۲۲۳۱ اجماعي پريکړليک سره لاسليک شو او د دې سبب شو چېد ايران د خلقو په خلاف د امريکې يو اړخيز بنديزونه لغو يا د زوړند حالت کښې راشي او د امنيت د شورا مخکښېنۍ شپږ پرېکړليکونه چې له مختلقو اړخونو يې ايران د بائيکاټ په سخته تنګسه کښې راوستلے ؤ هم ختم کړې شول.

په دغه پرېکړليک کښې د تعريف شوې لارې چارې له مخې د ملګرو ملتو مشر ژمنه وکړه چې هر شپږ مياشتې پس به ددغه پرېکړليک د اجرا د څه رنګوالي يو رپوټ د امنيت شورا ته وړاندې کړی او په دې بنياد د تېرې هفتې د نهې په ورځ دغه رپوټ په رسمي توګه په شورا کښې ولوستل شو چې نورو غړيو هم يې په اړه د نظر تبادله وکړه.

د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف د تېرې هفتې د نهې په ورځ د ويډيو کانفرسن له لارې د ملګرو ملتو د امنيت د شورا په غونډه کښې چې د ايرن له ايټمي موافقې سره د اړوند د 2231 پرېکړليک د اجرا په باره کښې د ملګرو ملتو د دوره اي رپوټ دڅېړنې لپاره جوړه شوه په خپله وېنا کښې تاکيد وکړ؛ د وسلو د بنديز د تمديد په وړاندې به د ايران آپشنونه پرېکنده وي.

د امنيت د شورا پرېکړليکونه د نړيوالو قوانينو يوه برخه ده. په همدې چوکاټ کښې به د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک د مفادو له مخې په ايران د وسلو له خرڅولو سره اړوند ممنوعيتونه د روان ميلادي کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه ختم کړي شي. نو ځکه د ايران د وسلو د بنديزونو د دوام لپاره هر اقدام د امنيت د شورا د 2231 پرېکړليک د مفادو په خلاف دے او يو لړ اثرات او اړخونه لري چې اروپائي هېوادونه او امريکه  يې پکار دے ځواب ويونکي وي او عواقب يې قبول کړي.