Aug 01, 2020 14:14 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کی

د رهبرۍ ستر مقام د خپل پیغام په یوه برخه کی جوته کړه له کمزورو ولسونو سره د امریکا چلند، د هغه پولیسو د چلند لویه شوې نسخه او بېلګه ده چې د یو بې دفاع تورپوستي په څټ یې زنګون کېښود او دومره زور یې ورکړ چې هغه یې مړ کړ.

تیره اونۍ د حج دستورې ترسره شوې چی سږ کال د کرونا ویروس د نړیوالې خپریدا په دلیل  د حج مناسک په ډیر محدود ډول ترسره شول .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای په همدې مناسبت په پیغام کې حج د هغو مستکبرانو په وړاندې د قدرت مانوره وباله چی د فساد ، ظلم ، چورتالان او کمزوری وژنې مرکزونه دي او نن د اسلامی امت بدن او ځان د هغو له خباثت او ظلم ځوریدلی او په وینو ککړ دی .

د رهبرۍ ستر مقام د خپل پیغام په یوه برخه کی جوته کړه  له کمزورو ولسونو سره د امریکا چلند، د هغه پولیسو د چلند لویه شوې نسخه او بېلګه ده چې د یو بې دفاع تورپوستي په څټ یې زنګون کېښود او دومره زور یې ورکړ چې هغه یې مړ کړ. لږ د امریکا واټونو، له خپلو خلکو سره د امریکا د حکومت چلند، په دغه هیواد کې د طبقاتي واټن ژورې کندې، د هغو کسانو حقارت او ناپوهۍ ته چې د دغه هیواد د چلولو لپاره  غوره شوې، پکې بوږنوونکي توکمیز توپیر، دهغوي د ګمارل شوي مامور سخت زړه توب ته چې  یو بې ګناه انسان په سړک کې په ډېره سړه سینه او د تېرېدونکو کسانو په مخکې وژني، دغو ټولو ته کتنه د لویدیځ د هڅوب د اخلاقي او ټولنیز کړکیچ ژورتیا او د هغوی د سیاسي او اقتصادي فلسفې غلطوالی او کږوالی څرګندوي.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... خامنه ای په دغه پیغام کی د تیری ګرې امریکا او صیهونیسټ رژیم په وړاندې د اسلامی امت وحدت اوهمداراز د فلسطین له مظلوم ملت سره د مرستې ، د یمن د زخمی بدن لپاره زړه سواندی او د نړۍ په هرې برخې کې تر ظلم لاندې مسلمانانو اندیښنې د اهتمام د ضرورت یادونه وکړه . د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل  د ځینو مسلمانو هیوادونو مشرانو ته نصیحت خپله دنده ګڼو؛  هغه چارواکي چې په خپل مسلمان ورور د تکیې په ځای د دښمن غېږې ته پناه وړي او د خپلو څو ورځنیو شخصي ګټو لپاره، د دښمن حقارتونه او بدماشۍ زغمي او  د خپل ولس عزت او خپلواکي لیلاموي. هغوي چې د غاصب او ظالم صیونسټ رژیم بقا قبلوي او په پټه او ښکاره ورته د دوستۍ لاسونه غځوي، دوي ته نصیحت کوو او د دغه عمل له ترخو پایلو یې خبرداروو. نن  په اسلامي نړۍ کې د هغو پوهانو شمېر کم نه دی چې په  هسکه غاړه او په ویاړ او سرلوړۍ سره، د لویدیځ ټولې معرفتي او تمدني ادعاګانې ننګوي او اسلامي نعم البدلونه یې په ډاګه په ګوته کوي. نن حتی لویدیځ  اندیال  چې تر دې مخکې یې په ډېر کبر سره لیبرلیزم د تاریخ پای ګڼله،  له ناچارۍ خپله ادعا بیرته اخستې او په خپلې نظري او عملي لالهاندۍ اعتراف کوی .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ د امریکا په اوسنیو پیښو او پکې د توکمیز توپیرضد حرکت ، زمونږ پریکنده دریځ له خلکو ملاتړ او هغه هیواد د توکم پال دولت سخت زړی کړچار غندل دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت د خپلې ټیلی ویژیونی وینا په یوه برخه کې د ایران ضد امریکا بایکاټونو ته اشاره وکړه او هغه یې یو ستر جنایت وباله چی د یوه ملت پرضد کارول شوی دی . د رهبرۍ ستر مقام له بایکاټونو د دښمن هدفونه  ، لنډ مهاله ، مینځ مهاله او اوږدمهاله وبلل  او ویې فرمایل  لنډ مهاله هدف د ایرانی ملت تر پوزې راوستل دی . حضرت ایت ا... خامنه ای ټینګار وکړ ، مینځ مهاله هدف د ایران د علمی پرمختګ مخنیوې دې او اوږدمهاله هدف د ایران د حکومت ، هیواد او اقتصاد له دړې وړې کیدا او ماتې سره مخامخول دی

دانقلاب معظم لارښود زیاته کړه له بایکاټ سره سم د حقایقو د اپوټه ښودلو او تحریفولو بهیر هم شته . که د تحریف بهیر ماته وخوری نو بایکاټ هم ماته خوری ځکه چی ډګر د ارادو د جنګ دې . د رهبري ستر مقام د دې پوښتنې په مطرحولو سره چی ایا بایکاټ د درملنې دې ؟ جوته کړه په پریکنده توګه د درملنې دې ، دا درملنه نده چی مونږه د امریکا په وړاندې شاتګ وکړو ، د بایکاټ درمان یوازې په ملی وس تکیه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««

له ایرانه  نن د امریکا غوښتنه د ایټمی صنعت په بشپړه څنګته کول ، د دفاعی توان ډیر زیات کمول  او د سیمه ایز اقتدار پریښودل دی ، خو د دغو غوښتنو منل به په پریکنده توګه د امریکا د شاتګ سبب نشی . امریکا له بایکاټ سره سم د حقایقو په تحریفولو او د حقیقتونو اپوټه ښودل دی . هغه مهم ټکې چی په دغه بهیر کې د یوه واقعیت په توګه وجود لری د امریکا زیاتیدونکی مشکلات او چیلنجونه دي .

حضرت ایت ا... خامنه ا ی د اصلی دښمن یعنی امریکا  مشکلات د ایران له ستونزو سره په پرتله کې ډیر زیاتې او د نه پرتلنې وړ وبللې او د  عجیبه پرګنیز واټن ، توکمیز توپیر ، اقتصادی مشکلات ، پراخه بیکاری ، د کرونا په قضییه کې مدیریتی مشکلات او د کمزوری اجتماعی مدیریت چی د پولیسو په لاس د شکنجې ، قتل او بی رحمۍ سبب کیږی ، په شان د امریکا د ننیو ستونزو په بیانولو سره وفرمایل نن امریکا دنړۍ په سویه منفوره  او منزوی شوی  ده .

د رهبرۍ ستر مقام  همداراز په امریکا کی روانو وروستیو پیښو ته هم اشاره وکړه او ویې فرمایل دغه روانې پیښې  ایرو لاندې اور په شان دي چی اوس یې لمبه کړی ده  ، که هغه وځپی نو بیا به لمبه وکړی  او د امریکا اوسنې نظام له مینځه وړی  ځکه چی د دغه نظام سیاسی او اقتصادی فلسفه غلطه او په نابودۍ محکومه ده .

حضرت ایت ا... خامنه ای همداراز  له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته د اروپاینو غلط کړچار ته هم اشاره وکړه  او ویې ویل  اروپایانو له ایټمی موافقې د امریکا له وتلو وروسته په برجام کې د خپلو ژمنو د دوام او ساتلو لپاره ژمنې  وکړې خو هغه  ژمنې اجرا نه شوې . دوی وفرمایل له بده مرغه هیواد میاشتې میاشتې د اروپایانو د ژمنو په تمه پاتې شو خو اروپایانو د امریکا له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره هیڅ ونکړل هغه څه چی د اینستکس په نوم یې مطرح کړل  و یوازې یوه لوبتکه وه چی محقق نشوه .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري او هوافضا ځواک په مشارکت سره د فارس خلیج ،هرمز تنګي لویدیځي برخې او د هرمزګان ولایت له عمومی سیمې رانیولې د هیواد تر مرکز پورې  د پیامبر اعظم ۱۴نومې سترې ګډې پوځي مانورې  نهائي مرحله ترسره شوه .

په دغې سترې ګډې مانورې کې د سپاه پاسدارانو ځواکونو د ماډرن تاکتیکونو او تجهیزاتو په کارولو سره ددښمن له فرضي ګواښونو سره په مقابلې کې د خپلو پراخو توانمنیو یوه برخه نندارې ته وړاندې کړه .

 دپیامبر اعظم ۱۴مانورې  په دغې نهائي مرحلې کې ترټولومهمه بریادهغو بالسټیک توغندیو کامیاب توغول وو،چې په بشپړ ډول پټ ساتل شوي وو او دغه مهمه بریا د دښمن اطلاعاتي ادارې په احتمالي مخامخیدنې کې له جدي چیلنجونو سره مخامخ  کوي . په دغې نهائي مرحلې کې د لومړي ځل لپاره دسیمې د څارنې عملیات،  د  نور سپوږمکۍ څخه د لیږدول شوو اطلاعاتو اوعکسونو څخه په استفادې سره ترسره شول.

د ایران د اسلامی جمهوریت د لومړنۍ پوځي مانورې په توګه د نور سپوږمکۍ  د اپریل په دوویشتمه نیټه  دقاصد نومې پلیټ فارم څخه په درو مرحلو کې  د ایران له مرکزي دښتو د سپاه پاسدارانو په وسیله  په فضا کې له مځکې  په ۴۲۵کلومیټرۍ مدار کې ځاي په ځاي شوي ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د توانمنیو ټولګې ته د  سپوږمکیزو توانمنیو ورزیاتولو ، د ایران پوځي  قدرت ، د یوه سټراټژيک ځواک  په لیکه کې شامل کړی دی . د ایران  وسلو او تجهیزاتو پراختیا ، د دښمن د کمزورو او قدرتمنو ټکو د حقیقي پيژندګلوۍ  او ګواښ په اساس  ده .  دنور پوځي سپوږمکۍ پخپلو د پام وړ ظرفیّتونو سره ،  په بیلابیلو اړخونو کې  دقیق او د ورځې په اساس  اطلاعات ،د مځکې په سطحې او  له شاوخوا ښکارندو څخه غونډوي  او  په سیمې کې په هر ډول پوځي  فعالیتونو څارنه کولی شي .  په هغو اطلاعاتو سره چې  له دغې سپوږمکۍ مخابیره کیږي ،د توغندیو  د حرکت  لار او په ټارګت د لګیدو  وخت مشخص کولی شي . همداراز په پولو کې د قاچاقبرو او ترهه ګرو پر تګ راتګ ، د مقصد  هیوادونو دتاسیساتي  او اقتصادي فعالیتونوڅارنه  او هم د  نړیوالو  سرحدي تړونونوڅارنه کولی شي ..  د ایران د دفاعي سټراټژۍ په چوکاټ کې  ددغو ظرفیّتونو اهمیّت ، د جنګ د رامینځةکیدا دمخنیوي لپاره دي . اسلامی ایران ، د  هوا-فضا  او په نورو ډګرونو کې د پوځي دفاعي قدرت دسرچینو په  اختیار کې په درلودلو سره  په نړیوالو اړیکو کې د نوي معادلاتو په رامینځةکولو کې بریالی شوی دی .

 

هماغه ډول چې  د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو  عمومی قوماندان سردار حسین سلامي د پیامبر اعظم (ص)14نومې سترې  مانورې د  نهائي مرحلې د ترسره کیدا په څنډې کې  ټينګار کړی ،  د ایران د ملت د حیاتي ګټو د خوندي ساتلو لپاهر  د ایران د اسلامی جمهوریت سیاست دفاعي دی . په دې معنا چې  ایران به هیڅکله هم په یوه هیواد هم د حملې پیلونکی نه وي ، البته په تاکتیک او عملیاتو کې په بشپړ ډ ول  یرغلیز پلان لري .

هغه په دې په ټینګار سره چې په سټراټيجکه سطح کښې زمونږ عمل دفاعي دې خود عملياتو او تاکتيک په سویو کښې پوره يرغليز يوو روښانه  کړه، هغه څه چې نن د هوا فضا او سمندري ځواکونو په سطح به دې پوځي مشقونو کښې نندارې ته وړاندې کړې شول ټول يرغليز وو.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

ایرانی متخصصان د ډول ډول سایبری دفاع ، دفاعی تجهیزاتو د کنټرول او تولید ، د قوماندې پلیټ فارمونو د طراحۍ او جوړولو توان لري . د ایران پوځی قدرت نن د یوه سټراټیجیک ځواک په اندازه دی . په دغه ظرفیت په تکیې سره ایران او د سیمې هیوادونه په امنیتی او پوځی ملګرتیا او غږملتیا سره  د سیمې امنیت تضمینولې شي . تجروبې ښودلی ده چی په سیمه کی د پردیو شتون یوازې په سیمه کی د لاس وهنې او وسلو د خرڅولو په هدف دی اودغه شتون هیڅکله د سیمې لپاره امنیت ندی راوړی ، د دې مدعا دلیل په سیمه کی د ترهه ګرو ډلو پراخ فعالیت ، د لانجو او کړکیچونو شتون دی . له دې لیدتوګې د پیامبر اعظم د ۱۴ د مانورې پیغام په سیمه کی د ناامنیو او ګواښونو په لیری کولو او ډله ایز امنیت ټینګار دې .

پای