Sep 05, 2020 15:38 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د ایران ځيني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه مطلب کې په پیل کې په تیر ې اونۍ کې د ایران د ځینو مهمو بدلونونو خلاصه او ورپسې هم تحلیلی برخه درته وړاندې کوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/*/*/*/   د ښونې او ورزنې د وزارت  څلوردیرشمه کلنۍ غونډه او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویډیوئي کنفرانس له لارې وینا */*/*/*/ له صهیونیسټي رژيم سره دځینو عربوهیوادونو د اړیکوعادي کیدا */*/*/* د ایران د اسلامی جمهوریت د نوو او ماډرنو دفاعی  او پوځي تجهیزاتو مخ کتنه */*/*/*/   او په ویانا کې  د جامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د لورو د ګډکمیشن غونډه، په تیرې اونۍ کې د ایران ځیني مهم بدلونونه ؤ ، نو اوس هم راګرځو د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته راسره ملتیا وکړئ .*/*/*/*/*/*/*/*/*/

**********************

=د اسلامی انقلاب معظم لارښود  تیره اونۍ سه شنبې ورځې  د ایران د ښونې او روزنې د  درې دیرشمې کلنۍ غونډې له ګډون کونکو سره د ویډیوئي کنفرانس  له لارې پخپلې وینا کې  د ښونې او روزنې برخه د  راتلونکي ضمانت کونکی بللې او دا ئې  د اسلامی ایران  دملت یوه ستره پانګه بللې ده . د وي همدرااز پخپلې وینا کې له صهیونیسټ رژيم سره د سازباز کونکو د بهیرونو،د اسرائیلو د جنایتکار رژيم او متحده عربی اماراتو دبې شرمه اړیکې دينګیدا  د سپیرو موخو او نتیجو  په باب خپل نظر وړاندې کړ .

Image Caption

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپلې وینا کې داسلامی  نړۍ او د سیمې  د ګټو او مصلحتونو په شد د امریکا په واکمن لوري کې د خبیث صهیونیسټي رژيم  د عناصرو  او ددغه جنایتکار ريم  له ظالمانه او تورتمو اقداماتو سره د متحدي عربی اماراتو د  حکومت  په ملګرتیا د خواشینۍ په څرګندولو سره  دغه حرکت ،  له اسلامی نړۍ ،عربانو  او د سیمې  له هیوادونو او همداراز د فلسطین او قدس له مهمې موضوع سره  یو خیانت بللی او وئيلي ئې دي ،البته دغه وضعیّت به تر ډیره وخته  دوام  ونه کړي ، خو  د هغو کسانو په ټنډې به د بې ننګۍ داغ  پاتې وي چې  د فلسطین د  هیواد غصب کیدا او د دغه مظلوم ملت  د میلیونونو خلکو کډه په سر کیدائې هیره کړې  او   سیمې ته ئې د صهیونیسټانو  پښې  ورغزولي دي   .

              د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له کله راهسې چې سپينې ماڼۍ ته رسیدلی تر دې دمه ئې له عربی هیوادونو په تیره بیا له  عربستان ،متحده عربی اماراتو او بحرین سره د صهیونیسټ رژيم د اړیکو د عادی کولو دوسیه  پخپل لومړیتوب کې راوستې ده .امریکا په اسلامی امت او عربی نړۍ کې د صهیونیسټ رژيم د روا ښودلو  لپاره  دعربی هیوادنو او اسرائيلو  ترمینځ د څرګندو اقتصادي او ډپيلوماتیکو اړیکو په رامینځةکولو پسې ده.دغه  سټراټژي د کلکې دریدا او مقاومت د چورلیز د اهمیّت په  کمولو او  ددې په ځاي د پيړۍ د معاملې د پروژې په چوکاټ کې  د سازباز  په راوستلو پسې ده.

Image Caption

 

د  عربي رژيمونو په تیره بیا د متحده عربی اماراتو،عربستان  او بحرین  د رژيمونو  او  د بل  هر اسلامی او  عربی  هیواد مشران  چې  له صهیونیسټ رژيم سره د  رابطې د ټينګولو خوبونه ویني ،  البته پوهه دې شي ،  له هغه رژيم سره  رابطه  چې له څه دپاسه اویاؤ کلونو راهسې ئې د فلسطینیانو هرډول حقوق چخني کړي او له فلسطینیانو سره ئې یوازې د وسلې او وژلو په ژبه خبرې کړي دي،نه یوازې ددغه مظلومو خلکو په تاوان  ده ، بلکې   د لکونو فلسطینیانو  د وینو په بهولو کې  صهیونیسټانو شریکان ئې کوي .

د لبنان د حزب ا.. و لسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرا...په دې باب په یولړ څرګندونوکې وئيلی دي،تل ابیب او ابوظبئ ترمینځ دموافقې اعلانول،ظاهرا د مریکا یوه اړتیا وه څو دا موضوع د ډونالډټرمپ په ګټه تمامه شي .په دې مینځومیانو کې ددغې موافقې د اعلانیدا دلیل دا دیچې ځينيعرب واکوالان د امریکا نوکران دي،ځکه چې ټرمپ په بهرنۍحوزې کېپه لازیاتې بریاپسې  دی او عرب واکوالان هم  په سیمې کې د   امریکا د ولسمشر په خدمت کولو پسې دي څو  هغه په انتخاباتو کې بریالی شي . 

 له صهیونیسټ رژيم سره د ډ پيلوماټيکو اړیکو ټينګیدا ددې په ترڅ کې چې د قدس شریف اوفلسطین له آئيډیا سره ښکاره خیانت دی ، یوډول  په ۱۹۴۶  کال کې   دمصر له غوڼډې څخه د عربی اتحادئې د مصوبو  دمادو تردې دمه یو ډول خلاف ورزي ده .

  د عربی هیوادونو اتحادئې د ۲۰۰۲کال په ناستې کې په یوې اعلامیې کې روښانه کړې وه،د عربی اتحادئې درست غړي هیوادونه  په داسې بڼه کې د مینځني ختیځ  د سولې له بهیرسره یوځاي کیږي،چې اسرائيل،د ۱۹۶۷کال  له درستو نیواکي سیمو شاتګ وکړي.

Image Caption

 

 همداراز د پيړۍ د معاملې  په باب د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د  خارجه وزیرانو  په سویه د عربی هیوادونو د اتحادئې د شورا بیړنۍغونډې د قدس پر فلسطیني او عربی کیدا باندې ټينګار  کړی او د اسرائيلو د پلازمینې په توګه ئې له  اعلانیدا سره  جدي مخالفت کړی  دی  

                 د ایران اسلامی جمهوریت د دفاعي ځانګړنو له پلوه  په لویدیځي آسیاسیمې کې یو قدرتمندهیواد دی چې د پوځي تجهیزاتو او توغندیو په ځاي ماډرنولو او د سپيڅلي دفاع په اته کلنو تجروبو سره توانیدلی دی ، په سیمې کې په یوه سټراټژيک  قدرت بدل شي .

 د اسلامی ایران دفاع وزیر  سرداد امیر حاتمي د تیرې پنجشنبې په ورځې په تهران کې د دفاع وزارت د  تجهیزاتو د پُرزو  د ځاي کولو  دغورځنګ  د نندارتونو په مخ کتونکو دستورو کې  روښانه کړې ده ، دفاع وزارت او وسلوال ځواک د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعی قدرت په لوړولو او ساتلو کې  داخلی توانمنیو ته د کتنې  او په ځان د بسیاینې  او په ځان  د باور مخکښ دي . په همدې باب   تیره اونۍ د  پُرزو د جوړونې په حوزې کې د ایران د وسلوال ځواک د توانمنیو نندارتون جوړ شوی  چې د سلطې له نظام سره د هر ډول اړوند والي په ختمولو او دظالمانه بندیزونو په ماتولو کې د هیواد ددفاعي صنائعو دستر بریالیتوب ښودنه کوي .

Image Caption

 

د اسلامی ایران دفاعي صنائع اوس  د هیواد په داخل کې د توغندوي دفاعي سسټمونو او د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د تولیدولو جوګه دی . تمه  کیږي،  په هغه کال کې چې  د درستو قواؤد ستر قوماندان   له خوا د تولید د غورځنګ یا ل د ورنیونې کال نومول شوی،د توغندوي ضد دفاعي سسټمونو   دجوړولو او لوړتیا  غورځنګ  هم لازیاته  وده  وکړي او وغوړیږي . 

 د اسلامی ایران د پوځ لوي درستیز سردار تورن جنرال سید عبدالرّحیم  موسوي  هم په دې باب تیره اونۍ د :  وږې د میاشتې د لسمې ،یعنی د  هوافضا  له ورځې ، سره په یووخت د پوځ د هوافضا ددفاعي ځواک له قوماندان سردار تورن جنرال  علیرضا صباحي فرد  سره په کتنې کې  وئيلي دي ،د  هیواد هوافضا دفاعي سسټمونو د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه په وروستو کلونوکې د راډاري، توغندوي، او د ارتباطي سسټمونو پشمول د هوافضا ددفاع په مختلفو زمینو کې  غوره او ښې بریاوې ترلاسه کړي دي .د ایران اسلامی جمهوریت د چټکو او تیزو ماکوګانو د پلانونې اوجوړونې په حوزې کې د دینا په لومړنیو پنځو هیوادونو کې شامل دی .

Image Caption

 

 د ایران ددفاع وزارت د سمندري  صنائعو د ادارې عمومی مدیر امیر رستګاري  هم د پنجشنبې په ورځې  ددې  خبرې په کولو سره چې  د ایران  دفاع وزارت  دایرانیو ځوانو متخصصانو په مټ  د پلانوې او تولیدونې توانمنیۍ ترلاسه کړي دي، زیاته کړې ، د ایران دفاع وزارت په ساعت کې د څه دپاسه یو سل دیرش کلومیټر سپيډ سره  د توغندي  ویشتونکو کشتیو  او ماکوګانو  د پلانونې او جوړونې توانمنۍ لري .

د آسټریا پلازمینه  ویانا  د ستمبر په لومړۍ نیټه ، د ایران او ۴+۱ډلې دغړو هیوادونو (یعني د روسیې،چین،جرمني،انګلستان او فرانسې)او د اروپائي اتحادئې د غږملونې د خصوصي پلاؤ په شتون سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دګډ کمیشن دغونډې د ترسره کیدا شاهده وه .

د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې لورو د ویانا په غونډې کې،د ماشې یا د  ټریګرد مکانزم  دکارولو لپاره  دا مریکا هلې ځلې  غیر قانوني او بې اغیزې  بللي  او روښانه کړې ئې ده  چې  دغه  اقدام اغیزشیندونکی نشي کیدلی .نش

Image Caption

 

 د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول  جوزف بورل له دې مخکې پخپل یوه ټولنیز پیغام کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ساتلو په ضرورت په ټينګار سره وئيلي وو،مونږ باید په دوو دلیلونو دغه نړیواله موافقه  وساتو،لومړی دا چې ددې په ځاي هیڅ اغیزشیندونکي موافقه  نشته. دا آئيډیا چې مونږ یوه بله موافقه درلودلی شو،او هغه دټرمپ موافقه ونوموو،اصلا هیڅ امکان نه لري .دولس کلونه وخت ئې واخست چې  اختلافات ختم شول او یوه غوره او د ټولو لورو دخوښې یوه موافقه وشوه .  خبرې اترې په ۲۰۰۲کال  کې پیل شوې  او د غه موافقه،د امریکا د  وخت د رهبرۍ  او د امریکا  له تعامل  او دغه راز د روسیې،چین  او پخپله د ایران   د مشرانو له پخلا کیدا پرته ئې هیڅ امکان  نه د رلود. 

Image Caption

 

د  امریکا اوسني جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  د خپل ګډون له ختمولو  وروسته،هڅه کړې،د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک کې درج د وسلو د بندیزونو د ختمیدا د  مادې خنډ شي . له دې امله ئې  په پیل کې د  یوۀ دیارلس مخیز پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه  چې  د شورا د ټولو غړو له مخالفت سره  مخامخ شوه ،  په نتیجې کې  اړ شو،  مادې ئې په کلي توګه حذف  او په څلورمې مادې کې  وړاندې کړي چې  د دوي اصلي هدف د ایران په ضد د وسلو د محدودیّتونو  دوام  ؤ . دغه پریکړه لیک  هم ونه توانیدۀ ، د تصویبیدو لپاره ئې لازمې رائې ترلاسه کړي .

             د امریکا خارجه وزیر مائک پمپئو دملګروملتو په امنیت شورا کې  له دغې بې شرمه ماتې وروسته په دې زمینې کې د امنیت شورا مشر ته  په یوه لیک کې د ماشې یا ټریګرمکانزم د فعالولو غوښتنه وړاندې کړه .کابو یوه اونۍ وروسته دملګروملتو په امنیت شورا کې په رسمي توګه اعلان وشو چې د امریکا له غوښتنې سره د غړو داکثریّت په کابو یوه خوله  مخالفت  ته په پام سره،ددې لپاره بل هیڅ  اقدام  نشي ترسره کیدلی او په دې توګه  امریکا  یوځل بیا  په نړیوال ډګر کې   د ایران په  وړاندې  یوه بله  ماته هم وزغمله .ترام

Image Caption

 

Image Caption

 

Image Caption

 

ډيری کارپوهانو او شناندو د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک  او جامعې نړی والې ایټمي موافقې په خلاف د ټریګر دمکانزم  دفعالولو لپاره د ډونالډټرمپ د خارجه وزیر  مایک پمپئو اقدام  په کلی توګه غیر قانوني او بې صلاحیّته بللی دی،ځکه  امریکا  خو په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې  کوم لوری نه دی او دوهم دا چې د ټریګر مکانزم د کارولو بهیر ډير پیچلی او د  واشنګټن له اقداماتو سره ډير توپیر لري .

 د ایران اسلامی جمهوریت  په تیرو دوو کلونوکې هڅه کړې ده،جامعه نړیواله ایټمی موافقه  خپلو ژمنتیاؤ ته د دغې نړیوالې ایټمي موافقې د نورو لورو  د عمل له شرط سره  وساتي،خو دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  ژمنتو ته د اروپائي لورو  بې وسۍ ته په پام سره،د شپیتو ورځو د نیټې په اعلانولو سره  دخپلو ژمنتیاؤ د کمولو ګامونه  پورته کول پيل کړل .د اسلامی ایران چارواکو په کرتو وئیلي دي  چې که  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  پاتې نور لوري،فیصله وکړي،خپلې ژمنتیاوې  د  موافقې د مادو په اساس اجراکړي، نو  د  ایران دایټمي موافقې د ژمنتیاؤ د کمیدا ګامونه به بیرته پخوا ځای ته وګرځي .

(سیماب)

 

************************** *********************