Sep 20, 2020 04:32 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د ایران د اسلامي جمهوریت د تیرې اونۍ مهمو پیښو ته کتنه او د ځینو څیړنه

ګرانو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ تیري ګر صهیونیسټي رژیم د امریکې تر ملاتړ لاندې په خپلو نیواکګرو او پراختیا غواړو سیاستونو سره میلیونونه فلسطینیان له خپل وطنه شړلې دي. دغه بهیر چې په اوږدمهالو او بیلتون غواړو او په اسلامي نړۍ کښې د تفرقې اچولو او نفوذ په اهدافو سره یې له تیرو څه باندې اوو لسیزو راهیسې دوام موندلې، د سیمې ایزې او نړیوالې صلحې او امنیت لپاره یو ګواښ او د فلسطین په ولس باندې څرګند ظلم دی.

په داشان حالاتو کښې له صهیونیسټانو سره د سیمې د ځینو عربو هیوادونو د اړیکو عادي کول د دغې دوامدارې دسیسې یوه بله کړۍ ده چې باید موخې یې بیان شي او هڅه وشي چې د فلسطین په خلکو باندې د روان ظلم او ستم په وړاندې د نړیوالې ټولنې یو واحد غږ واوریدل شي.

په هم دې لړ کښې تیره اونۍ په تهران کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو د عادي کولو په غبرګون کښې د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې بیړۍ غونډه ترسره شوه.

د اسلامي بیدارۍ د ټولنې د عالي شورا دیارلسمه غونډه د مسلمانې نړۍ د څه باندې پنځوسو عالمانو، فقیهانو، پوهانو او سترو شخصیتونو په شتون سره د تیرې چارشنبې یا شورو په ورځ په آنلاین توګه ترسره شوه.

د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي علي اکبر ولایتي د دغې ټولنې د عالي شورا په غونډه کښې د تیرې نیمې پیړۍ مقاومت ته په اشارې سره څرګنده کړه: له غاصب اسرائیل څخه په شپږ ورځني جنګ کښې د عربانو له ماتې وروسته د امریکې په مرستې سره د عربانو او صهیونیسټي رژیم ترمینځ د جوړجاړي او مذاکرې لسګونه غونډې شوې دي. دغو خبرواترو نه یوازې د فلسطین د مظلومو خلکو لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلودله بلکې اپوټه نتیجه یې ورکړې ده. د تاریخي ظلم د څه باندې اوو لسیزو تجربه ښودنه کوي چې د قدس نیواکګران د نړۍ د مستکبرانو د ملاتړ په سیوري کښې هیڅکله د مظلومانو د حقوقو ورکولو ته غاړه نه ږدي. د دغه حالات د ختمولو یوازنۍ لاره د مقاومت او مبارزې دوام او د نړیوالو حقوقو په وړاندې او د فلسطین د ولس له خوا د هغوي د برخلیک د ټاکلو د اصل پیروۍ ته تسلیمیدو ته د نیواکګرو د مجبورولو لپاره د نړیوال ملاتړ ترلاسه کول دي.

د فلسطین ولس د نیواکګرو په وړاندې د خپلې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره تراوسه ډیر څه لګولي دي او له دې وروسته به هم د دغې نیواکګرۍ په وړاندې لا هوډمن ووسي.

*/*/*/*/*/*/*

د امریکا پولیټیکو POLITICO مجلې تیره اونۍ د امریکا د استخباراتي سرچینو او د واشنګټن حکومت ته د نږدې چارواکو له قوله ادعا کړې چې ایران په جنوبي افریقا کښې د امریکا د سفیر د وژلو هڅه کوي.

دغې مجلې د یاد تور په مطرح کولو سره زیاته کړه: په دې بهیر پورې اړوند خبرونه په داسې حال کښې خپاره شول چې ایران د روان کال په اوایلو کښې د ایران د یو پیاوړي قومندان د وژلو په لړ کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پریکړې د بدل لپاره ځینې لارې لټوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده تیره دوشنبه دغې ادعا ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه: د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو په درشل کښې او د ایران په خلکو باندې د دباؤ زیاتولو په موخه د امنیت شورا له لارو چارو د ناوړه استفادې لپاره د دغه رژیم له دباؤنو سره هممهاله د ایران خلاف دروغ جوړول او تور پورې کول یوه د اټکل وړ چاره وه.

هغه زیاته کړه: دا امریکا او په سپینې ماڼۍ کښې اوسنې رژیم دی چې په تیرو کلونو کښې یې د استخباراتي او  پوځي لاسوهنو ، د ټرور د لسګونو پلانونو د پلاننګ او اجرا په شمول له منل شویو نړیوالو رودو څخه د وتلو ، له ډیرو نړیوالو موافقو  د وتلو، د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په خلاف ورزۍ کولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د سرلوړي قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ناځوانمردانه ټرور په شان اقدامات ترسره کړي دي او واشنګټن  په نړیوال ډګر کښې په یو سرغړونکي رژیم بدل شوی دی.

دا پلانونه د امریکايي-صهیونیسټي فکر خونو محصولات دي. مستندات ښودنه کوي چې ډیرې ترهګرې ډلې امریکې جوړې کړې او روزلې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت هماغه ډول چې په ځلونو یې ویلي دي د قاسم سلیماني د بزدلانه او مجرمانه ټرور په ارتباط نړیوالې حقوقي تعقیبونې ته به په ټولو سویو دوام ورکړي او ایران دغه ټرور نه بخښي او نه یې هیروي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ایران د خارجه وزارت ویاند د دغو غرضي او هدفمندو تورونو په ردولو سره امریکایي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې په نړیوال ډګر کښې د ایران خلاف د تکراري او ورستو طریقو کار اخیستل پریږدي.

په جنوبي افریقې کښې د ایران سفارت هم د دغې ادعا په ځواب کښې په خپل ټویټر اکاونټ کښې د امریکې د خارجه وزیر مایک پمپئو د څرګندونو د یوې ویډیو په خپرولو سره چې د خپل هیواد د استخابارتي ادارو په درغلۍ او دروغو داده کیږي، ولیکل: دغه زوړ سیاست نور نو څوک نه مني، په تیره بیا په داسې حال کښې چې نن سبا د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم په دغو دروغجنو کښې او حتی ستر دروغجن ګرځیدلې دی.

*/*/*/*/

په ایران کښې ایټمي پوهه مخ په ودې روانه ده او په دې لړ کښې ځینې تازه بریاوې هم ترلاسه شوې دي. تیره اونۍ د فردو په ایټمي کمپلکس کښې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي او د دغې ادارې د ځینو نورو مرستیالانو او مدیریانو په شتون سره د ګازي سانټریفیوج په طریقه د پایداره ایزتوپونو د تولید د پروژې دویمې مرحلې د بیخ بیناؤ د جوړولو د پیل دستورې ترسره شوې.

د دغې پروژې وړومبۍ مرحله د روسیې په ملګرتیا سره په سانټریفیوج مشین او IR1  سره د پایدارو ایزوتوپونو د امکان سنجولو تر عنوان لاندې په کامیابۍ سره اجرا شوې وه.

د ایران اسلامي جمهوریت په هغو لږ شمیر هیوادونو کښې شامل دی چې د پایدارو ایزوتوپونو د تولید او بډایه کولو او ورپورې د اړوندې ټیکنالوجۍ توان لري.

د روغتیا او صحت، راډیو درملو او د کوانتومي ټیکنالوجیو په شمول په ماډرن ټیکنالوجیو کښې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې تحقیقاتي فعالیتونه په دې وروستیو کلونو کښې ډیر زیات شوې دي او ایران په دې برخو کښې ارزښتناکې لاسته راوړنې لرلې دي.

دغه بریاوې او لاسته راوړنې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د دومدارې ملګرتیا په چوکاټ کښې ترلاسه شوې دي.

*/*/*/*/*/*/*/

په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي کاظم غریب آبادي په هم دې لړ کښې د واکمنې شورا په موسمي غونډه کښې په خپله وینا کښې څرګنده کړه: د ایران او آژانس ترمینځ د ملګرتیا اوسنۍ پراخه سویه داسې په اسانه نه ده ترلاسه شوې او نه دي پریښودل پکار چې د یوشمیر تنګ نظرو د سیاسي ګټو په خاطر کمزورې شي.

ایران په یو پړاؤ کښې په رضاکارانه ډول له تیرو څو کلونو راهیسې الحاقي پروټوکولونه اجرا کړې دي.

په نړیوالو او حقوقو چارو کښې د ایران د خارجه وزیر مرستیال محسن بهاروند هم چې تیره اونۍ د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنانو د شورا په غونډه کښې د ګډون په موخه ویانا ته لاړ، د دغه آژانس له ستر سیکتر رافائل ګروسي سره په کتنه کښې یې وویل: که چیرې ایران د ایټمي موافقې له ټاکل شویو حقوقو برخمن نه شي نو ورڅخه د هغې د ټولو شیانو د خیال ساتلو تمه هم نه ده پکار.

د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له خوا خپرې شوې احصائیې ښودنه کوي چې په نړیواله کچه د دغه ارګان د تفتیشونو ۲۲ فیصده په ایران کښې ترسره شوې دي او ایران د آژانس د غړو هیوادونو ترمینځ ترټولو شفاف او پاک صلحه ایز ایټمي پروګرام لري.

بهاروند د ایران د حقوقو او ژمنو ترمینځ د انډول رامینځته کیدوضرورت ته په اشارې سره څرګنده کړه: که امریکا وغواړي چې په یواړخیزه توګه د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د ماشې مکانیزم یا سنیپ بیک فعال کړي نو د ایران د پارلیمان طرحه به په قانون د بدلیدو په بڼه کښې، د ایټمي موافقې د محدودیتونو د ختمولو په شان یو اقدام سره، حکومت، په ورته مقابلې وګماري.

*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی