May 01, 2016 12:00 Asia/Kabul
  • د غويي د دولسمې نیټې ورځپاڼې

ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.

د تهران ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې په تهران کښې د بیلجیئم د سینیټ د مشرې په کتنه کښې د ایران د ولسمشر خبرې راخیستې دي چې ويې ویل: برجام به یوازې د ژمنو په دقیقې اجرا سره مضبوط شي.
د خبر په دوام کښې لولو چې  د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، تهران د بلجیم په شمول له اروپائي اتحادیې سره د ملګرتیاو پراختیا ته چمتو دی.
ډاکټر حسن روحانی پرون په تهران کښې د بلجیم د سېنېټ د مشرې مېرمن کرېستین ډوفرین په کتنه کښې وویل، ایران د بلجیم په شمول د اروپائی اتحایې له غړیو هېوادونو سره سره په دوو اړخیزو، سیمه ایزو او نړیوالو زمینو کښې د ملګرتیاو زیاتولو ته چمتو دی.
روحانی د دوو اړخیزو تعلقاتو په پراختیا او ژورتیا کښې د دواړو هېوادونو د پارلېمانونو په رول باندې په تاکید سره وویل، ایران او بلجیم پکار دی له بائیکاټونو په وروسته فرصت کښې د دوو اړخیزو اقتصادی او تجارتی ملګرتیا د زیاتولو لپاره له خپلو بالقوه امکاناتواو ظرفیتونو کار واخلي.
ولسمشر روحاني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې په ایټمي موافقه کښې د اروپائي اتحادیې مثبت رول ته اشاره وکړه او څرګنده یې کړه: ایټمي موافقې د لارې پاې نه بلکې پیلامه ده او ستنې یې یوازې د موافقو او ژمنو په دقیقې او پروخت اجرا سره کلکیږي.
د اسلامي ایران ولسمشر په دوام کښې ترهه ګري د نړۍ یو ستر مشکل وبلۀ او تاکید یې وکړ چې د ترهه ګرۍ د اقتصادی او کلتوری جرړو ترڅنګه د فقر، جهالت، تبعیض او د نورو په هېوادونو کښې د قوتونو مداخلتونه هم د ترهه ګرۍ له جرړو څخه دی. روحانی زیاته کړه په افغانستان ، عراق او سوریې کښې د ترهه ګرۍ دپراختیا په اړه د اروپا بې پامی د دې سبب شوه چې لمبې یې اروپا ته هم ورسی.
مېرمن کرېستین ډوفرین هم وویل، بلجیم په مختلفو ډګرونو کښې له ایران سره د تلعقاتو پراختیا غواړی. د بلجیم د سېنېټ مشر همدارنګ له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې د تهران له دریځونو څخه په قدرونې سره تاکید وکړ ایران په سیمه کښې د ثبات او قرارۍ د عامل په توګه کولې شی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کښې یو مهم رول ولوبوی او بروکسل په دې اړه د تهران تر څنګه ولاړ دی.
**    همدې ورځپاڼې په یوبل خبر کښې بیا لیکلي چې ملګرو ملتو دتهران او واشنګټن د مالي شخړې له حلولو سره دمرستې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
خبر زیاتوي چېد ایران د بهرنیوچارو وزیرمحمد جواد ظریف تیره پنجشنبه پس له دې چې د امریکې سترې محکمې په یوحکم کښې اعلان وکړ چې د ایران له کنګل شوې پانګې څخه دوه میلیارډه ډالر دې په بیروت کښې د هغو ترهګرو حملو د امریکايي قربانیانو کورنیو ته ورکړی شي چې واشنګټن ادعا کوي تهران یې ملاتړ کړی دی، د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون ته د یو لیک په لیږلو سره له هغه وغوښتل چې د دې شخړې په هوارولو کښې خپل رول ولوبوي.
ښاغلي ظریف په دغه لیک کښې چې په ملګرو ملتو کښې د ایران د نماینده پلاوي لخوا خپور شوی، له بان کي مون غوښتي دي چې په امریکايي بانکونو کښې د ایران د بندو شویو پیسو او پانګې په آزدولو کښې مرسته وکړي او واشنګټن دې متقاعد کړي چې له ایران سره په نړیوالو سوداګري او مالي تعاملاتو کښې دخالت بند کړي.
د ملګرو ملتو ویاند سټیفن ډوژاریک د ظریف لخوا دلیک ترلاسه کول تائید کړي او ويې ویل : روښانه ده چې مونږ به دا مسئله وڅیړو.
**    له تهرانه چاپیدونکې جمهوري اسلامي ورځپاڼې د نورو خبرونو ترڅنګ د عراق په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي په کتنه کښې د ایران د نظام د مصلحت پیژاندې ټولنې د مشر خبرې راخیستې دي چې ويې ویل: امریکایانو ته ووایئ چې د زور وینو پړاو ختم شوی دی.
آیت ا... هاشمي رفسنجاني پرون په تهران کښې د عراق په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش په کتنه کښې د عراق له روانو حالاتو او له هغو ډیرو ظلمونو د اندیښنې په ښودلو سره چې د دغه هیواد په خلکو کیږي، وویل: هغوي یو وخت د بعث ګوند او صدام تر قهرجن استبداد لاندې وو چې له ګاونډیانو سره د دښمنۍ له جوړولونه علاوه یې هیواد د ورانۍ په لور بوتله.
د ایران د نظام د مصلحت پيژندونکې ټولنې مشر د امریکې لخوا د عراق د نیواک د ډیرو زیاتو زیانونو په بیانولو سره وویل: که څه هم د صدام په شان ظالم یې وپرزوه خو د عراق د خلکو د جوړښت او نظام له ګډوډیدو وروسته یې دغه هیواد همدغه شان پریښوده خو د نفوذ عوامل یې باقي پاتې شول.
**    ښه ګرانو دوستانو! را به شو د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته. د حکومت دننه د پنځم ستون د موجودیت په اړه اندیښنې او د کارګرانو د نړېوالې ورځې په مناسبت د بې کارانو د بد وضعیت په اړه انتقادونه د کابل چاپ د ننیو ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.
سرخط:
د لستوڼي د مار په وړاندې چو په خوله پاتې کېدل د ځان وژنې په معنا ده، دا د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې د حکومت دننه د پنځم ستون ګواښونو ته ځانګړې شوې.
په سرمقاله کې راغلي، د افغانستان د حکومت د لستوڼي ماران دومره ډېر دي چې ممکنه ده د نړۍ په کچه ساری ونه لري او د همدې مارانو چیچل د نورو په پرتله ډیر زهرجن وي.
د سرمقالې لیکوال ویلي همدغه د لستوڼي ماران پنځم ستون هم ګڼل کېږي چې هدف یې په دوامداره توګه د نظام تخریب او د حکومت د ریښو له منځه وړل دي.
ورځپاڼې که څه هم د پنځم ستون یا حکومت ته د لستوڼي د مارانو نومونه نه دي اخیستي خو ویلې یې دي، همدغه کړۍ دي چې وسله والو مخالفینو ته شین څراغ ورکوي او هغوی په دې توانیږي چې په کابل کې لویې حملې پلان کړي.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې بیا لیکلي چې د پاکستان په وړاندې د افغان ولسمشر له نوي دریځ سره د سولې خبرې هم پېچلې شوې او داسې ښکاري چې له نوو خنډونو سره مخ شوې.
په مطلب کې راغلي، د اشرف غني نوې ستراتیژۍ تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې او داسې ښکاري چې له دې ستراتیژي سره به د څلور اړخیزې کمیټې بحثونه هم متاثر شي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په حواله لیکلي چې د نظام دننه د هغو کسانو په پیدا کولو لګیا دي چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکه لري.
په مطلب کې راغلي، د پاکستان او طالبانو په وړاندې د حکومت د دریځ له بدلون سره د حکومت دننه دا اراده هم پیاوړې شوې چې د وسله والو مخالفو ډلو له ملاتړو سره به هم جدي چلند کوي.
همدې ورځپاڼې بیا د کارګر نړیوالې ورځې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې بې کاره کارګران او مصروفه مسئولان.
په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د کارګر ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د ځوانانو ترمنځ بې کاري یوه لویه ستونزه ده.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې د افغان کارګرانو ناوړه وضعیت ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د ملي وحدت حکومت له رامنځ ته کېدو وروسته بې کاري زیاته شوه او په اکثرو سیمو کې کارګر خطرناک کارونه کوي او همدغه کارګر وظیفوي خوندیتوب هم نه لري.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی