May 04, 2016 12:51 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه
    ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کښې په تهران کښې د کتاب د نړيوال د نندارتون د پرانېستے په مراسمو کښې د ولسمشر ډاکټر حسن روحاني وېناوې راخېستې دي.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کښې وليکل، ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون په تهران کښې د کتاب د نړيوال نندارتون د پرانېستې په مراسمو کښې وويل، کتاب به په نړيوال ډګر کښې ملي قدرت ته لا وده ورکړي.
ولسمشر وویل، دنیا نن د ایران په اسلامی جمهوریت اود هغۀ په ژمنو باندې اعتماد کوی هغه د دې په بیانولوسره چې ایران به د خپلو اعتقاداتو په بنیاد په خپلو ژمنو وفادار وی وویل، ایران ته د مختلفو هېوادونو د ولسمشرانو سفر او د لوړ مهالو تړونونو لاسلیکول په ایران باندې د اعتماد په معنا دی.
----------
ورځپاڼې د يو خبر له مخې په تهران کښې  د ايران د اسلامي جمهوريت او جنوبي کوريا د چارواکو په يوې خاصې ناسته کښې په مختلفو څانګو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا د پراختيا لپاره په لسګونو تړونونه او سندونه لاسليک شول.
-------

اطلاعات ورځپاڼې وليکل،  ، ايران او جرمني د تعلقاتو او ملګرتياو پينځه تفاهم ليکونه لاسليک کړل.
-----
د ايران د اېټمي انرجۍ د  ادارې مشر ډاکټر صالحي د چک هېواد د لوړ رتبه چارواکو په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو د زياتولو په لړ کښې خبرې اترې وکړې.
---------
ورځپاڼې د امريکائي سرچينو په نقل سره وليکل، واشنګټن وويل،د نېټو فوځيان د روسيې په پولو کښې د دغه هېواد له يرغلي چلند سره د مقابلې لپاره ځاے پرځاے کيږي.
-------
اطلاعات ورځپاڼې د فلسطيني رسنيو له قوله وليکل، د قدس ښار په زړه سيمه کښې يو فلسطيني يوصهيونېسټ په چاقو سره سخت زخمي کړ. او له موقعې څخه په تېښته کښې کامياب شو.
------
ورځپاڼې د يمن د انصارا... ولسي غورځنګ د مشر عبدالمالک الحوثي په حوالې سره وليکل صهیونېسټان د يمن د خلقو په خلاف جنګ کښې د سعودي په ګټه نېغ په نېغه ګډون کوي.
--------
اطلاعات ورځپاڼې وليکل، د زرګونو ايراني زائرينو په شمول په لکونو مسلمانانو د عراق په کاظمين  کښې د امام موسی کاظم (ع) د شهادت په مراسمو کښې ګډون وکړ.
------
ورځپاڼې د داعش د سرچينو په حوالې سره وليکل،  دغې طرهه ګرې ډلې د يوې بيانيې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دغه ډله به په اسرائيلو نه بلکه په غزې باندې حملې شروع کړي.
----------
د تهران چاپ ابرار ورځپانې د پاکستان د پيپلز ګوند د مشر بلال بوټو زرداري په حوالې سره وليکل، نواز شريف پکار دي له خپل پوسټه استعفی ورکړي.
-------
ورځپاڼې وليکل ، ملګرو ملتو په يمن کښې له ښکېلو خواو وغوښتل چې د خبرو اترو مېز ته دې کښېني.
--------
ابرار ورځپاڼې وليکل، د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي وويل، په دغه هېواد کښې د بمونو د چاودنو او پکې د ګڼ شمېر بې ګناه خلقو د وژلې په غبرګون کښې وويل، د دغو چاودنو عاملينو ته زمونږ ځواب به ډېر سخت وي.
------
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې وليکل د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د حجت الاسلام محمدي ګلپائګاني او د شهيدبابائي د مېرمن چې په روغتون کښې داخل دي پوښتنې لپاره لاړ. او د هغوي د روغ صحت لپاره يې دعاګانې وکړې.
---------
 ورځپاڼې وليکل،د نظام د مصلحت د ټولنې مشر آيت ا... هاشمي رفسنجاني د ايران په پارلېمان کښې د اتلسو ښځو استازيو له شتون څخه په هرکلي سره وويل، په ايران کښې د ښځو مقام او حېثيت وده کړې ده.
-------
د ورځپاڼې د ليکنې له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزير ډاکټر محمد جواد ظريف د پينځه جمع يو ډلې له هېوادونو وغوښتل چې د ايران د بېنکي معاملو په لړ کښې دې موثره ګامونه اوچت کړي.
------
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې وليکل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د جنوبي کوريا د ولسمشرۍ په کتنه کښې وويل د نړۍ هېوادونو ته پکار دي چې  د امريکې له نفوذ سره مقابله وکړي.
--------
ورځپاڼې وليکل، د ايران ولسمشر حسن روحاني په تهران کښې د آېسلېنډ د نوي سفير په کتنه کښې وويل، تهران له آئېسلېنډ سره د تعلقاتو له زياتېدو او ژورېدو څخه هرکلے کوي.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې وليکل د دغه هېواد د فوځ مشر جنرل راحيل شريف د اېم کيو اېم د مشر فاروق ستار د مرستيال آفتاب احمد د مرګ د تحقيقاتو حکم ورکړ.
----------
ورځپاڼې وليکل، د پاکستان د خېبرپختونخوا د هري پور ښار په يوه سيمه کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې د يوې ښځې په شمول درې ترهه ګر هلاک شول. له ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښې يو پوليس هم ووژل شو.
------
جنګ ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل په پېښور کښې سړي خورو منګکانو درويشت تنه نور زيانمن کړل.
------
ورځپاڼې وليکل د سوريې په حلب ښار کښې په يو روغتون باندې د ترهه ګرو د راکټونو په حمله کښې اويشت تنه مړۀ او ګڼ شمېر ژوبل شول.
------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف له قوله وليکل، نوے خېبر پختونخوا مې ونه ليده، د دغې صوبې حکومت عوام په وعدو غولولي دي.
--------
ورځپاڼې د تحريک انصاف د مشر عمران خان له قوله وليکل، د خېبر پختونخوا بنو سيمې ته د وزيراعظم د سفر په موقع د تعليمي ادارو د بندوونکو په خلاف دې اقدام وکړې شي.
----------
مشرق وليکل، د پاکستان د فوځ مشر جنرل راحيل شريف د يولسو ترهه ګرو د پانسۍ حکم جاري کړ.
--------
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د سولې د خبرو په اړه ځني مطالب چاپ کړي دي.
سر خط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په یو مطلب کې لیکلي چې، د سولې عالي شورا وايي د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې خبرې پای ته رسېدو ته نېږدې شوي او تمه ده چې تر یوې نیمې اوونۍ به د سولې هوکړه لاسلیک شي.
سرخط د سولې د عالي شورا د بهرنیو چارو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له خولې لیکلي چې دا خبرې ډېرې بریالۍ روانې دي او تمه ده چې ډېر ژر د یوې یا یوې نیمې اوونۍ په اوږدوکې د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې هوکړه لیک د ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شي.
------
 ابل پوسټ خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د ملا منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې تیاری ښودلی چې د افغان حکومت د سولې مخامخ خبرې وکړي.
کابل پوسټ دغه څرګندونې د پاکستاني ورځپاڼې اکسپریس تربیون په حواله لیکلي دي.
--------
اصلاح دولتي ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي دومره جګړې تر کله او تر څو به افغانان قرباني ورکوي. د مطلب د لیکونکي په باور افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه باید د سولې، ارامۍ او خپلې بقا لپاره هیڅ ډول همکاري له یو بل نه ونه سپموي. په مطلب کې دغه شان راغلي چې، توروریزم یوه نړیواله ناوړه پدیده ده چې پوله نه پېژني نو د نړۍ ټول هېوادنه باید په دغه مبارزه کې سهیم شي.