Apr 16, 2023 10:47
ګلونو اورېدونکو زمونږ نېکې پېروزینې ومنئ، د قران د پلوشو له یو پروګرام سره مو په خدمت کې یو. که تاسو ته یاد وي په تېر پروګرام کې مو ذاریات سوره پآیته ورسوله، سر له ننه غواړو د قران مجید ورپسې سوره یعنې طور درته وړاندې کړو. دغه سوره په مکې کې نازله شوې او د آیتونو کلي چورلیز یې د اکثرو مکي سورو په شان، د قیامت او په قیامت کې د نیکو او بدو کسانو د انجام په اړه دی. په ننني پروګرام کې به د دغه سورې له لومړي تر دولسم آیتونو پورې تلاوت، ژباړه او تفسیر درته وړاندې شي، ستاسو د ملګرتیا په هیله.