بی نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i108602-بی_نقابه_امریکا
دغه طرحه په داسې حال کی تصویب شوه چی د کانګرس د جمهوری غواړی لږکی مشر کوین مک کارټی له دغې طرحې سره په مخالفت کې اته نیم ساعته وینا وکړه چی د دغې وینا موده چی له زیارت ورځې پیل شوه ، ریکارډ مات کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2021 13:20 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

دغه طرحه په داسې حال کی تصویب شوه چی د کانګرس د جمهوری غواړی لږکی مشر کوین مک کارټی له دغې طرحې سره په مخالفت کې اته نیم ساعته وینا وکړه چی د دغې وینا موده چی له زیارت ورځې پیل شوه ، ریکارډ مات کړ .

 

د بایډن په وسیله د زر میلیارډ ډالری بیخ بینایی بودجې د طرحې لاسلیکول

د امریکا په پارلیمان کې د بایدن حکومت د ۱.۷۵ زره میلیارد ډالری بودجې دبل تصویبیدا

دنشه ایزو موادو د مصرف له امله د مړینې د امریکا د نوی ریکارډ جوړیدا

په امریکا کې بې مخنیې ګرانۍ

او په امریکا کې د وسله والو تاوتریخوالیو زیاتیدا د امریکا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا ولسمشر بایدن د ګل په ورځ د لارو ، پلونو ، ریل ګاډی پټلۍ ، بندرونو ، د بریښناد کرښو او اوبو د شبکو د جوړولو او رغاولو لپاره د یو زر میلیارډډالری بیخ بینایی طرحه لاسلیک کړه . د یو زر میلیارد ډالری بودجې تصویبیدا چی په وروستیو اونیو کې د جمهوری غواړو له ځیبنو نیوکوسره سره  ترسره شوه ، سبب شوه چی د امریکا ولسمشر هغه د دواړو ګوندونو لپاره یو بریالیتوب اعلان کړی . دا طرحه په داسې کې په کانګرس کې تصویب شوه چی بایدن هغه هماغه شان چی غوښتل یې تصویب نکړې شوه .د بایدن د لومړنۍ بودجې طرحه د امریکا د بیارغاونې لپاره کایوه دوه زر میلیارد ډالره وه چی امریکا سنا یوازې له زر میلیارد ډالرو سره موافقه وکړه . د دغې بودجې مخالفان باوری دي د امرکیا دولت نیت لری له دې یوازې ۱۱ فیصده د هیواد د بیخ بینایی جوړښتونو د رغاولو لپاره ولګوی او پاتې بودجه ټاکل شوی ده د حکومت د درندو پورونو لپاره ولګول شی . مخالفان وایی د دغې طرحې اجرا ممکنه ده په امریکاکې له مخکی زیات د ګرانۍ سبب شی . دا په داسې حال کی دی چی همدااوس په امریکا کې ګرانۍ په دریو لسیزو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی ده . د بایدن دولت دخپلې بودجې دوهمه طرحه د روغتیایی او اجتماعی خدماتو د شبکو د پراختیا لپاره وړاندیز کړی ده . دغه طرحه مخکې ۳ زره میلیارد ډالره وه چی د دواړو ګوندونو د استازیو په مخالفت سره ۱۰۷۵ زره میلیارد ډالرو ته راکمه شوه . د دغې طرحې مخالفان وایی د بایدن دولت د بودجې په ډیرو طرحو سره خپل بې مخینی پورونه جبران کړی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

دیموکرات استازی په نهایت کی بریالي شول د جمهوری غواړو له خنډونو رامینځته کولو سره سره د بایدن دولت د بیخ بینایی بودجې وړاندیزی بل تصویب کړي . په دې لړ کې د اب و هوا له بدلونونو سره د مقابلې او تامین اجتماعی نظام د پیاوړی کولو لپاره د بایډن د ۱۰۷۵ زره میلیاردی بودجه د جمعې په ورځ په کانګرس کی تصویب کړي . دغه بل د ۲۱۳ مخالفانو په وړاندی په ۲۲۰ موافقو رایو سره تصویب شو . دغه طرحه په داسې حال کی تصویب شوه چی د کانګرس د جمهوری غواړی لږکی مشر کوین مک کارټی  له دغې طرحې سره په مخالفت کې اته نیم ساعته وینا وکړه چی د دغې وینا موده چی له زیارت ورځې پیل شوه ، ریکارډ مات کړ . دغه بل اوس سنا ته وړاندی کیږی ، هغه ځای چی تراوسه پرې مینځ لارو او لیبرالانو موافقه نده کړی . د درستو جمهوری غواړو سناتورانو احتمالی مخالفت ته په پام سره  دغه لایحه یا بل د تصویب لپاره د سنا له سلو غړیو ۵۰ موافقو سناتورانو مثبتې راې ته اړتیا لری چی د امریکا د ولسمشر د مرستیالې میرمن کاملا هریس چی د سنا مشره هم بلل کیږی ، په زیات احتمال تصویب شی . د امریکا د کانګرس د بودجې دفتر د زیارت په ورځ  اعلان وکړ د دغه بل اجرا سبب کیږی چی د امریکا د بودجې کمښت  له ۲۰۲۲ تر ۲۰۳۱ کلونو کې ۳۶۷ میلیارډ ډالره زیاتیږی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د امریکا له ناروغیو د مخنیوی او کنټرول مرکز اعلان کړی دی چی د دغه هیواد په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره  د ۱۲ میاشتو په پړاو کې له حده زیات د نشه ایزو موادو د مصرف له امله د مړینې اندازه له ۱۰۰ زرو کسانو اوختی ده . دسلامتیا د ملی مرکز مشر اینډرسن وایی په یوه کال کې د نشه ایزو موادو له حده زیات مصرف له امله د مړینې شمیر له حده زیات شوی دی . د فنتانیل په شمول د صنعتی او کیماوی نشه ایز موادو په دغه مړینه کې ۷۵ فیصده رول لری .

بایدن په دې اړه په یوه بیانیه کې وویل حتی د کرونا ناروغۍ ترمینځ امریکا نشی کولې دومره مړینه چی په درسته امریکا کې یې کورنۍ تر اغیز لاندې راوستی دي ، سترګې پرې پټې کړي .

په عین حال کی د امریکا له نشه ایزوموادو سره د مبارزې سازمان د دغه هیواد په تور بازار کې په ستمبر میاشت کې د فنتانیل یا متامفتامین موادو سره د دردختمونکیو ګولیو د خرڅولو په نسبت خبردارې ورکړ .

د نشه ایزوموادود ناوړه مصرف  د ملی موسسې مدیر ډاکټر نورا ولکو په دې زمینه کې وایی هغه څه چی وینود بحران د دغو بیلګو اغیزې او په کمو بیو د خطرناکو درملو ظهور دی . په دومره پراخ کوکیچ کې  هغه کسان چی مخکې یې نشه ایز مواد مصرفول ممکنه ده زیات مصرف کړي او د هغو کسانو روږدیدا چی ممکنه ده په ښه کیدا دی ، زیاته شي .

د کرونا له وضعیته مخکې حالاتو ته د ټولنې په ورستیندا سره کارپیژاندي وایی که درملنې ته د رسیدا د ښه کیدا لپاره اقدامات ونشي ، خلک به له حده زیات نشه ایزو موادو په مصرف سره هماغه راز خپل ژوند له لاسه ورکوی.

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا د نړۍ د تر ټولو ستر اقتصاد په درلودلو سره په تیرو شپږو میاشتو کې د بایدن په حکومت کې بی مخنیې انفلیشن یا ګرانۍ تجروبه کړی ده . د مصرفونکی د بیې شاخص  چی د ګرانۍ د اندازې معلومولو لپاره تر ټولو مشهور شاخص حسابیږی ، ښی چی د ۲۰۲۰ کال له اکتوبره تر روان کال اکتوبر پورې د مصرفی خدماتو او محصولاتو بیې ۶.۲ فیصده زیاتې شوی دي چی په کابو ۳۱ کلونه تر ټولو زیاته اندازه بلل کیږی . همدارازشمیرنې ښی چی دغه ګرانۍ د امریکا د اقتصاد ټول اړخونه تر اغیز لاندې راوستی دي . د ګرانۍ کړکیچ په میلیونونوامریکایان د مسکن له بازاره ویستلی دي او د ګاډو په شان  څیزونو اخیستل یې دډیرو کورنیو لپاره ناممکن کړي دي په دې ډول چی له اګست میاشتې تر ستمبره پورې د ګاډیو اخیستل ۷.۳ فیصده کم شوی دي . په امریکا کې ګرانۍ او د خوراکی موادود بیو زیاتیدا ، د کاری ځواک کمیدا او په دغه هیواد کې د ریستورانونو خاوندان  د ګاهکانو له ورستیندا او د کرونا محدودیتونو په نسبی کمیدا سره سره د ناکامۍ له ختمیدا سره مخامخ کړي دي . په امریکا کې په وروستیو میاشتو کې د مصرفی بیو او ګرانۍ زیاتیدا سره د بایدن کاری کړچارچی د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې  څه د پاسه ۶۰ فیصده وو ، په اوڅاره توګه کم شوی دی .

د جمهوری غواړی ګوند د کانګرس استازی جف وان درو د بایدن او میرمن هریس په اقتصادی سیاستونو په سختې نیوکې سره  وویل دغه کسان هیڅ په اقتصاد نه پوهیږی بایدن زمونږ د تاریخ تر ټولو بدترین ولسمشر دې او هغه بلا چی هغه او میرمن هریس په دغه هیواد راولی باور نه کونکی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکاکې د ګرانۍ بی مخنیې زیاتیدا سبب شوی ده چی د بایدن دولت په دې زمینه کې غړونه وکړی . د سپینې اقتصادی سلاکار بریان دیز وویل د ګرانۍ زیاتیدا د کرونا له امله نړیواله ستونزه ده او د امریکا د ولسمشر بایدن له سیاستونو سره هیڅ ارتباط نلری . دیز وویل د بایدن دولت په دغه ژمنې په اړه چی مخکې یې ورکړی او ویلی وو چی ګرانۍ لنډ مهاله وی ، تیروتنه نده کړی .

د تیلو او خوراکی موادو د بیو په زیاتیدا سره  د ۲۰۲۱ کال په اکتوبر میاشت کې  په امریکا کې د مصرفونکی بیې شاخص له تمې زیات شوی دی او له ۱۹۹۰ کال یې زیاته اندازه ثبت کړی ده . دغه زیاتیدا ښی د ګرانۍ د اندازې زیاتیدا به تر راتلونکی کال دوام ولرلې شی .

په امریکا ګرانۍ د کرونا ددلتا ډول د زیاتیدا له امله په اقتصادی دباو سره بیا کړکیچونه زیات کړی دي . په امریکا کی ګراني په یوه ستره ستونزه بدل شوی او خلکو ترمینځ یې پراخ اعتراضونه او خپګانونه راپاروأی دي . ۶۰ فیصده امریکایان باوری دي چی د امریکا اوسنې حکومت د ګرانۍ په زیاتیدا کې ګرم دې . د امریکا رزرو فیدرال ګرانۍ د تیلو د بیې د زیاتیدا په دلیل بولي . په امریکا کې د ګرانۍ اوڅاره زیاتیدا د امریکایان پراخ اعتراضونه راپارولی دي او په بایدن حکومت یې اعتراضونه زیات کړي دي .

د امریکاپخوانې مالیې وزیر لری سامرز په دې زمینه کې وایی د بایدن دولت په وړاندیزی بودجه کې د روان کال لپاره د ګرانۍ اندازه دوه فیصده اټکل شوی ده ، دا په داسې حال کې ده چی حاضر دمه دغه اندازه د اټکل شوی اندازه درې برابره ده .

««««««««««««««««««««««««««««««

په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالیو شمیر هماغه راز په زیاتیدا دې او د ۲۰۲۱ کال له پیل کابو اتلس زره کسان وژل شوي دي . یوازې په فلادلفیا کې د روان کال له پیل تر اکتوبره۱۵۰۰ کسان په ډزو ویشتل شوي دي چی کابو ۴۰۰ پکې وژل شوي دي . ددغه ښار د ښونځیو زده کونکي وایی چی ښونځی ته له ورتلو ویره لري .

د فلادیلفیا د پولیسو کمشنر دنیل اوتلاو وایی سږ کال مو له واټونو ۶ زره وسلې راغونډې کړې او د غیرقانونی وسلو د ګرځولو په دلیل د نیول شویو کسانو شمیر ریکارډ مات کړې دې . مونږه دلته له یوه کلتور سره مخامخ یو . دلته د تاوتریخوالی کلتور شاهد یو چی په هڅه کې یو ورسره مقابله وکړو .

داسې تاوتریخوالی یوازې په فلادیلفیا پورې اړه نلري او د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونوکې دود دي . د کرونا ویروس له خپریدا سره سره په زرګونو امریکایان له وسله وال تاوتریخوالی سره مخا مخ دي او یوازې په یوه اونۍ کې ۴۳۰ کسان وژل شوی او څه د پاسه زر کسان هم ژوبل شوی دي .

د امریکا د وسله وال تاوتریخوالیو د ارشیو اجرایی مدیر مارک براینټ وایی د هغو کورنیو شمیر چی په ۲۰۲۱ حکال کې تر دې وخته اغیز لاندې راغلي دی له ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو زیات دې .

د دغه ارشیو د شمیرنو په اساس د ۲۰۲۱ تر نومبره د وسله والو تاوتریخوالیو له امله څّ د پاسه ۱۷ زره امریکایان وژل شوي دي چی پکې د ځان وژنې موردونه ندي شامل . همداراز په دغو ډزو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان ژوبل شوی دي . پر دې سربیره د کورنیو تاوتریخوالیو شمیر هم د کرونا له پیلیدا راهیسې  زیات شوی او په ۲۰۲۱ کال کې د تیرو دو کلونو په نسبت د کورنیو قتلونو اندازه هم ۲۵ فیصده زیاته شوی ده . ددغه ارشیو شمیرنې ښی چی په کورنیو او د واټونو په وژلو سربیره  په امریکا کې د ډله ایزو ډزو شمیر هم  زیات شوی دی . د روان میلادی کال له پیل  راهیسې په امریکاکې څه د باسه ۶۰۰ ډله ایزو ډزو پیښې شوي دي چی پکې ۴ یا زیات کسان وژل شوی دي . همداراز په ۲۰۲۰ کال کی د قتل جنایت د تیرکال په نسبت ۳۰ فیصده زیات شوی دی چی  د تیرې پیړۍ د شپیتمې لسیزې  له لومړیو په امریکا کی د قتل د جنایت ریکارډ مات کړې دې .

پای