بی نقابه امریکا
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i109606-بی_نقابه_امریکا
د یوې نوی مطالعې نتیجې ښی چی په امریکا کې له وسلو سره د تاوتریخوالی کلی اندازه د تیر کال په پرتله دیرش فیصده زیاته شوی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2021 12:47 Asia/Kabul
  • بی نقابه امریکا

د یوې نوی مطالعې نتیجې ښی چی په امریکا کې له وسلو سره د تاوتریخوالی کلی اندازه د تیر کال په پرتله دیرش فیصده زیاته شوی ده .

 

د امریکا د اقتصادی ودې د اټکل کمیدا

په امریکا کې د تاوتریخوالی د قربانی ماشومانو د شمیر زیاتیدا

د کرونا په دوران کې په امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالی زیاتیدا

او په عربستان د نویو وسلو له خرڅولو سره د امریکا د سنا موافقت د امریکا د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د ګلډمین ساکس امریکایی بینک په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا د اقتصادی ودې اټکل د کرونا د اومیکرون ډول خپریدا ته په پام سره له ۴.۲ فیصدو ۳.۸ فیصدو ته راکم کړ . دغه لرلید د کرونا د نوی ویروس د خطرو او بی ثباتی د زیاتیدا په وجه کم شوی دی . د ګلډمین ساکس اقتصاد پوه جوزف بریګز وویل د کرونا نوې ډول د امریکا د اقتصاد غوړیدا کموی خو تمه کیږی چی یوازې د خدماتو په لګښت کم منفی اغیز وشیندي .

د ګلډ مین ساکس د بانک د اعلان په اساس که نور هیوادونه دیر محدودیت رامینځته کړي نو د ویروس نوې ډول د وړاندی کولو کمښت زیاتولې شی . البته د دغه بانک په راپور کې راغلی دی چی د بهرنیو تجاری شریکانو ترمینځ د واکسینشن د ودې زیاتیدا د وړاندی کولو د سخت کمښت مخنیوی وکړی . دا په داسې حال کی ده چی د یوې نوی نظر غوښتنې نتیجې ښی چی اتیا فیصده امریکایان باوری دي د دغه هیواد د شیانو د وړاندی کولو په زمینه کې ګډوډې او زیاتې ګرانۍ دغه هیواد له کړکیچ سره مخامخ کړی دی . د مونموث پوهنتون د نظرغوښتنې خپلواکه موسسې مشر پاتریک موری په دې باره کې وایی د ګرانۍ او د لګښتونو زیاتیدا له امله اندیښنه په امریکا کې د وروستیو بحثونو اصلی موضوع ده . د اقتصادی کارپیژاندو په وینا د بایدن د محبوبیت کمیدا د ګرانۍ اوبیو د لوړیدا په وجه دې ځکه چی دغې چارې درست امریکایان تر اغیز لاندی راوستي دي . د شیانو د بیو زیاتیدا داسې مسله نده چی د امریکا دټولنې زیاتره او غالبه برخه پرې سترګې پټې کړې شي  .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

له وسلو سره د تاوتریخوالی ارشیو له لوری د خپرو شویو وروستیو شمیرنو په اساس په روان میلادی کال کې  وسله وال تاوتریخوالی د څه د پاسه ۱۴۰۰ ماشومانو اوځلماینو د وژلې سبب شوی دی چی دا په دغه هیواد کې له وسلو د استفادې د خراب وضعیت ښودنه کوی . له وسلې سره د تاوتریخوالی ارشیو وویل د دسمبر تر ۵ په امریکا کی د ډوزو له امله له ۱۷ کلونو کم ۱۴۱۰ ځلمیان وژل شوي دی .دغه شمیر د ۲۰۱۹ کال  لپاره ۹۹۱ تنه وو چی  اوس د شمیر د اوڅاره زیاتیدا ښی . سږکال په درسته امریکا کې ۴۱۰۰۰ کسان وژل شوي دی . دا شمیرنې ښی چی ۲۰۲۱ کال د امریکا په وروستیو شلو کلونو کې له دې امله تر ټولو بدترین کال وو . په امریکا د وسله والو جرمونو اندازه هم ډیره زیاته شوی ده . په وسلو سره وژل کیدااو د تاوتریخوالی زیاتیدا دغه هیواد د بشری حقوقو د حلاف ورزیو په بدترین وضعیت کې د راوستې دې . په نیویارک کې د فاکس نیوز خبریال براین یانس په دې اړه په یوه راپور کې وویل شمیرنې دروغ نه وایی . په امریکا کې له جرمونوسره اړونده شمیرنې د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونو کې د ښاریزو د احساس ښودنه کوی . په بیلا بیلو سیمو کې بیلا بیل جرمونه په بی مخینې توګه په زیاتیدا دي او ښاری مسولان هڅه کوی له دغو تاوتریخوالیوسره د مقابلې لپاره لارې چارې ولټوی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د یوې نوی مطالعې نتیجې ښی چی په امریکا کې  له وسلو سره د تاوتریخوالی کلی اندازه د تیر کال په پرتله دیرش فیصده زیاته شوی ده .

یوازې په فلادلفیا کې د روان کال له پیل تر اکتوبره۱۵۰۰ کسان په ډزو ویشتل شوي دي چی کابو ۴۰۰ پکې وژل شوي دي . ددغه ښار د ښونځیو زده کونکي وایی چی ښونځی ته له ورتلو ویره لري .

د فلادیلفیا د پولیسو کمشنر دنیل اوتلاو وایی سږ کال مو له واټونو ۶ زره وسلې راغونډې کړې او د غیرقانونی وسلو د ګرځولو په دلیل د نیول شویو کسانو شمیر ریکارډ مات کړې دې . مونږه دلته له یوه کلتور سره مخامخ یو . دلته د تاوتریخوالی کلتور شاهد یو چی په هڅه کې یو ورسره مقابله وکړو .

داسې تاوتریخوالی یوازې په فلادیلفیا پورې اړه نلري او د دغه هیواد په بیلا بیلو ښارونوکې دود دي . د کرونا ویروس له خپریدا سره سره په زرګونو امریکایان له وسله وال تاوتریخوالی سره مخا مخ دي او یوازې په یوه اونۍ کې ۴۳۰ کسان وژل شوی او څه د پاسه زر کسان هم ژوبل شوی دي .

د امریکا د وسله وال تاوتریخوالیو د ارشیو اجرایی مدیر مارک براینټ وایی د هغو کورنیو شمیر چی په ۲۰۲۱ حکال کې تر دې وخته اغیز لاندې راغ

د دغه ارشیو د شمیرنو په اساس د ۲۰۲۱ تر نومبره د وسله والو تاوتریخوالیو له امله څّه د پاسه ۱۷ زره امریکایان وژل شوي دي چی پکې د ځان وژنې موردونه ندي شامل . همداراز په دغو ډزو کې څه د پاسه ۳۴ زره کسان ژوبل شوی دي . پر دې سربیره د کورنیو تاوتریخوالیو شمیر هم د کرونا له پیلیدا راهیسې  زیات شوی او په ۲۰۲۱ کال کې د تیرو دو کلونو په نسبت د کورنیو قتلونو اندازه هم ۲۵ فیصده زیاته شوی ده . ددغه ارشیو شمیرنې ښی چی په کورنیو او د واټونو په وژلو سربیره  په امریکا کې د ډله ایزو ډزو شمیر هم  زیات شوی دی . د روان میلادی کال له پیل  راهیسې په امریکاکې څه د باسه ۶۰۰ ډله ایزو ډزو پیښې شوي دي چی پکې ۴ یا زیات کسان وژل شوی دي . همداراز په ۲۰۲۰ کال کی د قتل جنایت د تیرکال په نسبت ۳۰ فیصده زیات شوی دی چی  د تیرې پیړۍ د شپیتمې لسیزې  له لومړیو په امریکا کی د قتل د جنایت ریکارډ مات کړې دې .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د امریکا سنا د نهې په ورځ په عربستان له هوا ، هوا ته پرمختللی مینځ واټنه ۲۸۰ توغندویو د بندیز طرحه رد کړه او په ریاض یې د دغو توغندویو له خرڅولو سره موافقت کړی دی . د سنا د رای اچولو په غونډه کې ۶۲ سناتورانو نوموړی طرحې ته مثبته رایه ورکړه او ۲۵ هم ورسره مخالفت وکړ د تیر نومبر په ۱۹ د سنادریو غړیو وویل د سنتا یوشمیر غړي د بایډن د ولسمشرۍ په پړاوکې په عربستلان د وسلو د خرڅولو له معاملط سره مخالف دي . سپینې ماڼۍویلی دی په عربستان د مینځ واټنه له هوا ، هوا ته د ۲۸۰ توغندویو له خرڅولو سره د بندیز لپاره د سنا له فیصلې سره مخالف دی .

د امریکا په داسې حال کی په ریاض د وسلو له خرڅولو سره موافقت کړی دی چی د بشری حقوقو ۴۶ نړیوالو سازمانونو له کانګرس غوښتی دي په سعودی رژیم د بایډن حکومت په وسیله د وسله له ۵۶۰ میلیون ډالری تړون سره مخالفت وکړی . دغه سازمانونو ټینګار کړی دا موافقه په دې معنا ده چی امریکا عربستان له سزا معاف کړی دی او په یمن کې د هغه له جنایتونو ملاتړ کوی . د ریاض او واشنګټن په اړیکو کې د بیا کتنې په اړه د بایډن حکومت له لومړنیو ادعاګانو سره سره واشنګټن د ریاض په وړاندې ورو ورو د دریځ بدلولولو ته مجبوره کړی دی او دا  په لویدیځه اسیا کې د امریکا د اوږدمهاله او جیوپولټیکی ګټو په خاطر ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

په ۲۰۲۱ کال جنورۍ میاشت کې  دامریکا د ولسمشر بایدن له راتلو او د ریاض او واشنګټن په اړیکو کې د بیاکتنې په اړه د خارجه وزیر بلینکن په شان د لوړرتبه چارواکو له دریځونو وروسته تمه کیده چی په دغه زمینه کې اساسی بدلونونه ترسره شي خو اوس جوته شوی ده چی له دغو ژمنو سره سره د عربستان په وړاندې د امریکا سیاست هماغه راز په تیر مدار څرخی ، ڼو ځکه دواړو هیوادونو ترمینځ پوځی ملګرتیاو او مرستو دوام پیدا کړی دې .

عرب سیاسی کارپیژاندې طه الانی وایی له دې سره سره چی د بایډن حکومت د ټرمپ په پرتله د ریاض په وړاندې متفاوت سیاست غوره کړ او هڅه کوی د فارس خلیج حوزې له حکومتونو سره په خپلو اړیکو کې بیاکتنه ولرلې شی ، د واشنګټن او ریاض ترمینځ پوځی مانوری ندي دریدلي .

له دې سره سره چی د بایدن دولت په یمن کی د سعودی ایتلتاف له طالبنانه جنګ د دوام په دلیل په عربستان  د وسلو خرڅول په موقته توګه بند کړل خو دغه سیاست یوازې د یرغلیزو وسلو په وړاندی اعمالیږی . په همدې دلیل او پلمه په عربستان د یمنیانو د حملو د دوام په پلمه د بایدن دولت د سعودی رژیم د روحیې پیاوړ ی کولو ته دوام ورکوی . د عربستان په وړاندې له سختو دریځونو د امریکا شاتګ په داسې حال کی دی چی بایدن هغه وخت چی په سعودیانو د وسلو خرڅول ځنډولی وو ، وویل امریکا هیڅکله خپل اصول د دې لپاره نه  بدلوی چی تیل واخلی او وسلې خرڅې کړي  . په عین حال کی داسې ښکاری دغه ژمنه یوازې له هوا ، مځکې ته د یرغلیزو وسلو د خرڅولو تر ځنډ پورې محدوده شوی ده .

پای