د حضرت عیسی مسیح علیه السلام زوکړه
نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده چې د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې لمانځله کیږي یا جشنونه ترسره کیږي
نن د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې کلیزه ده چې د نړۍ په زیاترو هیوادونو کښې لمانځله کیږي یا جشنونه ترسره کیږي. نو تاسو ګرانو مینه والو ته د خدای تعالی د دغه ستر پیغمبر د میلاد په مبارکۍ ویلو سره، په دې هکله یوې ځانګړې لیکنې ته ستاسو پام رااړوو، هیله ده چې د خوښې او استفادې وړ مو وګرځي.
*/*/*/*/*/*
د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه چې د لمریز کال د مرغومي د میاشتې څلورمه کیږي، د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې کلیزه ده او په دغه ورځ د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې جشن ترسره کیږي. حضرت عیسی مسیح علیه السلام د اسلام په مبین دین کښې او په مسلمانانو کښې هم ځانګړی احترام او درناوی لري او په قرآن کښې د (عیسی) نامه ۴۵ ځایه ذکر شوې ده او ۱۵ ځایه د (مسیح) په لقب یاد شوی دی. حتی د قرآن کریم یوه پوره سوره هم د دوي د قدرمنې مور بي بي مریم سلام ا... علیها په نوم ده. د قرآن پاک د تعلیماتو له مخې حضرت عیسی علیه السلام د اسلام له ګرانقدره پيغمبر نه مخکښې ترټولو وروستی پیغمبر و او د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د راتلو زیری یې ورکړی و. حضرت عیسی علیه السلام د (انجیل) په نامه اسماني کتاب لري.
په دې وجه که څه هم دا د عیسایانو اختر دی خو په مسلمانانو کښې هم ډیر دروند دی. ځکه نو د حق او عدالت د لارې ټولو لارویانو ته د دې ورځې مبارکي وایو او راځو له یوې لنډې دمې وروسته.
د حضرت عیسی علیه السلام د زیږیدو د څرنګوالي په اړه قرآن کریم د سوره مریم له شپاړسم نه تر دري دیرشم پورې آیتونو کښې یوه ډیره ښکلې قِصه بیانوي چې له مخې یې حضرت عیسی علیه السلام په زانګو کښې خبرې شروع کړې او خلک یې حیران کړل. د قرآن پاک د آیتونو له مخې کله چې خلکو حضرت مریم(س) په دې وجه چې څنګه یې بې له میړه اولاد زیږولی دی، رټله نو هغې پاکې بي بي په زانګو کښې پروت ماشوم ته مخ واړوه او ویې فرمایل: له ده نه پوښتنه وکړئ.
خلکو په حیرانتیا سره یو بل ته وکتل او ویې ویل: مونږ په زانګو کښې له پروت ماشوم سره څنګه خبرې وکړو؟
دغه وخت حضرت عیسی علیه السلام غږ وکړ: "قَالَ إِنِّی عَبْدُ اللَّهِ آتَانِیَ الْکِتَابَ وَجَعَلَنِی نَبِیًّا/وَجَعَلَنِی مُبَارَکًا أَیْنَ مَا کُنْتُ وَأَوْصَانِی بِالصَّلَاةِ وَالزَّکَاةِ مَا دُمْتُ حَیًّا/وَبَرًّا بِوَالِدَتِی وَلَمْ یَجْعَلْنِی جَبَّارًا شَقِیًّا/وَالسَّلَامُ عَلَیَّ یَوْمَ وُلِدْتُ وَیَوْمَ أَمُوتُ وَیَوْمَ أُبْعَثُ حَیًّا. (د سوره مریم له ۳۰ نه تر ۳۳ پورې آیتونه)
ترجمه: (ناڅاپه حضرت عیسی خبرې شروع کړې او) ويې ويل: په تحقيق سره زۀ د خدای بنده يم ما ته يې کتاب را کړی دی او زۀ يې نبي ګرځولی يم. او زۀ چې چرته وم برکتناک يې ګرځولی يم او تر څو چې ژوندې يم د لمانځه او زکات سپارښتنه يې راته کړې ده. او زۀ يې له خپلې مور سره نيکي کوونکی ګرځولی يم او زۀ يې سر کش بد بخت نه يم ګرځولی. او درود دې وي په ما باندې په هغه ورځ چې وزيږولی شوم او په هغه ورځ چې مړکيږم به او په هغه ورځ چې بيا به ژوندې پورته کړی شم.
د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې دا ښکلې قصه چې کله د اِنجیلونو له قصې سره پرتله کوو نو وینو چې یوازې (متی) او (لوقا) انجیل د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې خبرې کړې ده چې داسې ده:
کله چې د سیمې واکمن اعلان وکړ چې غواړي د خلکو سرشماري وکړي نو ځکه کوم کسان چې نورو ښارونو ته کډه شوې دي، په مردم شمارۍ کښې د ګډون لپاره دې خپل زیږنځي ته ستانه شي. په دغو کسانو کښې یو یوسف نجار و چې خپل ښار بیت لحم ته ستون شو او د اناجیلو په وینا یې لږه موده مخکښې له حضرت مریم سره کویدن کړې وه او هغه یې هم له ځان سره بوتله او په لاره کښې ورته پته ولګیده چې حضرت مریم امیندواره ده او په دې خبره ډیر خوابدی شو. دغه وخت د خوب یا بیدارۍ په حالت کښې یوه فرښته ورته راغله او ویې ویل: ستا میرمنه پاکلمنه ده، په دې وجه کله چې یوسف نجار له خوبه راویښ شو نو له مریم څخه یې بخښنه وغوښتله او یوځاې بیت لحم ته لاړل او د ماشوم زیږولو لپاره یې بل ځاې ونه مونده نو بي بي مریم په یوه غوجل کښې حضرت عیسی علیه السلام وزیږوه.
په لوقا انجیل Gospel of Luke او متی انجیل Gospel of Matthew کښې راغلي دي: کله چې یوسف نجار او حضرت مریم بیت لحم ته ورسیدل نو تیاره خوره شوې وه. هغوي ټولو سراي ګانو ته لاړل خو په هیڅ یوه کښې هم خالي کوټه نه وه. بلآخره مجبور شول یوې غوجلې ته لاړ شي او شپه هلته تیره کړي. د نیمې شپې په حضرت مریم باندې د زیږون درد راغی ا و د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې وخت راورسیده. دغه وخت څو تنه ګډبانه چې د ګډو او پڅونو له څرولو تازه راستانه شوي وو، په لاره کښې د خدای تعالی له یوې فرښتې سره مخامخ شول او دغې فرښتې هغو ته د داسې موعود او ماشوم د زوکړې خبر ورکړ چې په دغه ښار کښې زیږیدلی دی. دغې فرښتې له هغوي وغوښتل چې ښار ته لاړ شې او خلک د دغه ماشوم په زوکړې خبر کاندي.
بیخي په دغه وخت درې هوښیا او عقلمند سړي هم د ښار په لور روان وو چې په اسمان کښې یې یو ځلیدونکی ستوری ولیده. په پخوانو قصو کښې عقیده په دې وه چې د هر باچا په زیږیدو سره په اسمان کښې یو ستوری بلیږي، په دې وجه د باچا ماڼۍ ته لاړل او هغه ته یې د ستوري حال ووایه. باچا په دې خبر بیخي خوشاله نه شو ځکه چې د خپل مقام او موقعیت لپاره یې د ویرې او اندیښنې احساس کوه. خو په ظاهره یې خوشالي څرګنده کړه او د موعود ماشوم د لیدلو غوښتنه یې وکړه او هغه درې کسان یې په ماشوم پسې ولیږل. هغوي حضرت مریم، جوزف یا یوسف او نوزیږی ماشوم پيدا کړل او په خوشالۍ سره یې د ماشوم او د هغه د مور احترام وکړ.
دغو دریو کسانو ماشوم ته کُندر، سره زر او حجازي مُرّ ډالۍ کړل. د مسیحي آیین د پلویانو په ډیرو نقاشیو کښې له حضرت مریم او د هغې له ماشوم سره د ملاقات په وخت د هغو دریو سړیو په لاسونو کښې دغه شیان لیدل کیږي. خو د دغو ډالیو له لیږلو سره سره، باچا په بیت لحم کښې له دوو کالو نه د کم عمر د ټولو ماشومانو د وژلو حکم صادر کړ خو د بي بي مریم کورنۍ مصر ته لاړه اوپه ناصره کښې دیره شوه. */*/*/*/*/*/*/
خو د دغه روایت په مقابل کښې د قرآن کریم روایت دی چې مخکښې مو ذکر کړ. په قرآن پاک کښې د عیسی یا مسیح کلمه په ځلونو راغلې ده او هر ځل چې په کښې د عیسی نوم راغلی دی نو د عیسی بن مریم په توګه دی ترڅو د یوسف نجار په نوم د حضرت عیسی د پلار په هکله د عیسايي فرقو ځیني روایتونه رد کړي.
هم داشان په قرآن کریم کښې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زیږیدو ځاې یې د (شرقي مکان) په نامه یو ځاې معرفي کړی دی چې فرمايي: "وَ اذْکُرْ فِی الْکِتابِ مَرْیَمَ إِذِ انْتَبَذَتْ مِنْ أَهْلِها مَکاناً شَرْقِیًّا".
هم داشان د اسلامي تعلیماتو له مخې حضرت مریم د یهود باچا (میرودس) له ویرې حضرت عیسی مصر ته بوتله او دولس کاله هلته پاتې شوه او د میرودس د مړینې د خبر له اوریدو وروسته شام ته ستنه شوه او په خپل وطن (ناصره) کښې دیره شوه. په ناصره کلي پورې د هم دې انتساب په وجه د هغې منونکو ته نصارا وايي.
قرآن کریم هم داشان، لکه څنګه چې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې بحث په وضاحت سره بیان کړی دی، د سوره آل عمران په ۱۵۷ آیت او د سوره نساء په ۱۵۸ مبارک آیت کښې یې د حضرت عیسی علیه السلام په صلیب د تړل کیدو بحث یې هم په ښه توګه بیان کړی دی چې هغه حضرت نه په صلیب تړل شوی دی او نه وژل شوی دی.
قرآن فرمايي: دا کوم کس چې په صلیب وځړول شو، عیسی نه و بلکې خدای تعالی د هغه د یو دښمن شکل او څیره (چې د واکمنانو له خوا د انعام په لالچ کښې یې د حضرت عیسی پټن ځاې هغوي ته ښودلی و) د حضرت عیسی په شان کړه او خلکو د هغه حضرت په ګمان، دغه سړی په صلیب وخیژوه او حضرت عیسی علیه السلام اسمان ته عروج وکړ او له سترګو پناه او غایب شو. د شیعه مسلمانانو په عقیده، حضرت عیسی علیه السلام به په آخرالزمان کښې له امام زمان حضرت مهدي علیه السلام سره یوځاې ظهور وکړي او د حضرت عیسی علیه السلام دښمن یعنې دجال به د هغه حضرت په لاس ووژل شي.
داشان د مسلمانانو په عقیده، حضرت عیسی علیه السلام یو اولوالعزم او د شریعت خاوند پیغمبر دی. مور یې د جنت په څلورو غوره میرمنو کښې شامله ده او خپله د پاکانو له نسل څخه دی چې له ځان سره یې مهرباني راوړې وه. هغه راغی چې جهل او ظلم ختم کړي او په زړونو باندې د ایمان او پوهې رڼا ولګوي.
مسلمانان د حضرت عیسی مسیح علیه السلام لپاره د یولړ معجزو قائل دي چې په کښې، د خپلې مور د دفاع لپاره په ګهواره یا زانګو کښې خبرې کول، د مړو ژوندي کول، د پیدایشي او مادرزادو ړندو او ناروغانو ښه کول او په بې جانه خَټه کښې ژوند پوکل شامل دي. په عین حال کښې قرآن کریم حضرت عیسی مسیح علیه السلام یوازې (عبدالله) یعنې د خدای بنده او پیغمبر بولي او په هغه کښې د خدای د مجسم کیدو یا د هغه د زوي توب هر ډول عقیده نفي کوي.
د اسلام د مبین دین او د قرآن کریم په تعلیماتو کښې د حضرت عیسی علیه السلام احترام او ځانګړی مقام د هغه امکان او فرصت برابرول دي چې په کارولو سره یې د اسلام او عیسائیت ګډو اصولو ته لازیاته پاملرنه کیدې شي او کارنده والی یې زیاتیدی شي. حضرت مریم سلام الله علیها د اسلام او مسیحیت ترمینځ یو ستر او ګډ اصل ګڼل کیږي. هم داشان حضرت عیسی علیه السلام په اسلام کښې یو ژغورونکی او لاره ښوونکی دی چې د روایتونو له مخې، د امام زمان علیه السلام د ظهور په وخت به د هغه حضرت ملګری وي. په دې وجه د هغوي ټولې لارښوونې د اسلام او مسیحیت ګډ اصول ګڼل کیږي چې ورباندې په تکیې سره په انساني ټولنو کښې ډیرې ستونزې هواریدې شي. له هغو څخه د حضرت مسیح په هکله د قرآن کریم او د مقدس کتاب په ګډو آیتونو کښې ځیر او دقت دی چې د تشدد د ورځ تربلې پراختیا پر ځاې، یوبل ته د ټولنو د لازیاتې نزدې کیدو زمینه برابرولی شي. له کفر او ظلم او ټولنیزو ستونزو سره مقابله، د بې وزلۍ کنټرولول، د مظلومانو مرسته او د صلحې او امنیت د راوستلو کوشش او د کرونا وبا سره په مبارزه کښې د عیسايي او مسلمانانو په شمول د ټولې نړۍ د مختلفو هیوادونو لازیاته ملګرتیا او تعامل نن سبا هغه ستونزې دي چې د الهي دینونو په وحدت او یووالي سره یې په اړه چاره لټول کیدې شي.
د لوې خدای سلام او صلوات دې وي په حضرت عیسی او د هغه په عظیم الشانه مور حضرت مریم(س) باندې چې د الهي رحمت تږو ته یې یو داسې شخصیت وړاندې کړ.
د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې په مناسبت درته یوځل بیا مبارکي وایو.
*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی