الهی نومونه
https://parstoday.ir/ps/radio/world-i112994-الهی_نومونه
او هغو مکر وکړ او خدای تعالی له هغو سره مکر وکړ او خدای بهترین مکر کونکې دې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 03, 2022 16:48 Asia/Kabul
  • الهی نومونه

او هغو مکر وکړ او خدای تعالی له هغو سره مکر وکړ او خدای بهترین مکر کونکې دې .

دوستانو که مو یاد وی په ځینو تیرو پروګرامونو کې مو درسره د جلال او جمال او متقابله نومونو په اړه خبرې کړی دي او ویلی مو دی چی جلالی نومونه هغه نومونه دي چی د خدای تعالی د  پرتم او شوکت ، لوی او برتری ښودنه کوی او په هغو کې قهر ، غلبه او برلاسی توب وجود لري . په مقابل کې جلالی او جمالی نومونه دي چی پکې رحمت ، لطف او خوشحالی لیدل کیږی . په ظاهر کې دغه نومونه د یوه بل په مقابل کې دي خو دغه توپیر د تقابل او د بل داثارو د له مینځه وړلو په معنا ندي . لکه څرنګه چی د اول او اخر نومونه چی د مفهوم له نظره متقابل او توپیر لري خو په مصداق او عینی حقیقت کې د یوه حقیقت ښودنه کوي .

د ضار او نافع نومونه هغه نور متقابله نومونه دي .

د ضار نوم د تاوان رسونکی او نافع نوم د ګټې رسونکی په معنا دي . دغه دوه نومونه هم که څه هم په ظاهر کې د یوه بل په مقابل کې دي  خوپه هر یوه توان او ضرر کې چی د خدای تعالی په ضار نوم کې دې ، د خدای د نافع نوم ګټه وجود لری .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

ضار د ضر له جرړې د تاوان او د پانګې د له لاسه ورکولو په معنا دی . ضرر هغاه نقصان دې چی هر څیز ته رسیږي ، د هغه څه په شان چی په مالی تاوان کې ویل کیږی . په قرانی ادبیاتوکې ضرر هم اعتقادی کیدلې شی او هم د انسان ځان یا د مال ، شتمنۍ او بچیانو په شان نعمتونو ته متوجه کیدلې شي . د ضار نوم په دوی کې په هر یوه کې انسان ته تانوان رسولې شی .

د خدای تعالی په اړه ضار یعنی هغه کس چی د مصلحت ، امتحان ، سزاکولو او غچ له لوری د تاوان او نقصان سبب کیږی او یا د ګټې خنډ کیږی او یا یې نعمتونه کمیږي . د بقرې سورت په ۱۵۵ ایت کې راغلی دي ، وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ

مونږه به په حتمی ډول اوله استثنا پرته  تاسو ټول د ویرې ، لوږې ، یا د ځانونو او مالونواو د محصولاتو ( ونو ، د ژوند ګټو او میرمتنې او بچی ) په کمولو سره و ازمایو او ته ای پیغمبره هغو کسانو ته چی د دغو چارو په وړاندې صبر وکړی ، ځیرې ورکړه .

دغو او ورته ایتونو ته په پام سره ټول تاوانونه د حکمت ، سنتونو او قوانینو په اساس ترسره کیږی . لکه څرنګه چی د حضرت موسی ع او حضرت خضر په کیسه کې د دغو تاوانونو په ځینو حکمتونو پوهیدلې شو .

د دغو دو پیغمبرانو په سمندری سفر کې حضرت خضر کشتۍ کې سورې باسی او د هغې د خاوندانو د تاوان سبب کیږی . په داسې حال کی چی د سوره کهف د ۷۹ ایت په اساس ، کشتی د یوې غریبې  ډلې وه چی په هغې سره به یې په سمندر کې کار کاوه . خضر ته پته وه چی د هغو شاته ظالم باچا دې چی هره سالمه کشتۍ ځانته کوی ، نو ځکه یې کشتۍ خرابه کړه چی خاوندان یې له لاسه ورنکړی . په دې ډول د دغه ظاهری تاوان تر شا ستره ګټه چی هماغه د یوه غاصب باچا له منګولوژغورنه وه ، موجوده وه .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په خپل ضار نوم سره د خدای تعالی تجلی له نورو زیاته په تیری ګرو او ظالمانو ده ، لکه څرنګه چی په روایتونو کې خدای تعالی د یا ضار المعتذین په نوم سره یعنی اې تیری ګرو ته تاوان رسونکیه ، راغلی دی . کله هم خدای تعالی د ظالمانو د بیا بیا ګناهانو په وجه نه یوازې هغو ته عذاب نه ورکوی بلکې د هغو نعمتونه نور هم زیاتوی تر دې چی د قیامت په ورځ یو ځل په ضار نوم سره په هغو نازلیږي او سزا کوی یې . لکه څرنګه چی خداوند متعال له  مکر کونکیو سره مکر کوی او د انفال سورې په ۳۰ ایت کې فرمایی  :وَيَمْكُرُونَ وَيَمْكُرُ اللَّهُ ۖ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

او هغو مکر وکړ او خدای تعالی له هغو سره مکر وکړ او خدای بهترین مکر کونکې دې .

له همدې امله د مومن کس په توحیدی باور کې ټول څیزونه د خدای له لوری دي او هیڅوک له هغه پرته له انسانه تاوان نشی لیرې کولې او که هغه وغواړی انسان ته خیر ورسوی نو هیڅوک له انسانه د هغه لطف او خیر نشی ستنولې . همدغه باور سبب کیږی چی مومن له ګواښ ، ازار ، د ظالمانو ، ملحدانو او کافرانو له تور نه ویریږی . ځکه چی ډیر ښه پوهیږی چی هیڅوک د ضار خدای  له مرضی او ارادې پرته هغه ته تاوان نشی رسولې . خدای تعالی د فرقان سورت په ۵۵ ایت کې فرمایی ،

 وَ يَعْبُدُونَ‌ مِنْ‌ دُونِ‌ اللَّهِ‌ مَا لاَ يَنْفَعُهُمْ‌ وَ لاَ يَضُرُّهُمْ‌

او مشرکانو د خدای په ځای د هغو څیزونو عبادت کاوه چی نه یې ورپاره ګټه درلوده او نه یې ورته تاوان رسولې شو .

په دغه ایت کې د مشرکانو د معبود ځانګړنه بی خاصیت والې بلل شوی دی  ، تر دې چی نه یوازې ګټه نلری بلکی حتی تاوان هم نلری .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د نافع نوم د نفع له ټکی د ګټې رسونکی په معنا دی . ټولې ګټېد نافع خدای په لاس کې دی اوڅوک له بل څخه د هغو د زیاتولو یا کمولو قدرت نلری . د هغه ګټه رسول د هغه د ګټو د کمیدا سبب نه کیږی او هغه د ګټې مقدار او اندازه د حکمت ، رحمت اورافت په اساس ده چی ټول موجودات په یو ډول او اندازه ترې برخمن دي . نافع خدای هرډول امکانات که هغه مادی دی او که معنوي چی انسان د کمال په لور حرکت لپاره ورته اړتیا لري ، برابر کړي دي او انسان ته په مادی او معنوی وسایلو او اسبابو سره ګټه او یاری رسوی ترذ څو د بندګۍ په لاره او خپل اصلی ځای کې چی هماغه د خلیفه الهی مقام دې ، ورسی . نقل شوی دی چی یوه ورځ حضرت موسی ع د غاښ له درده د خدای تعالی په درګاه کې فریاد وکړ . خدای تعالی ورته وحی وکړه چی فلانې بوټې په غاښ کیږدوه . حضرت موسی ع بوټې راوړه او په غاښ یې کیښوده او سملاسی یې د غاښ درد ښه شه . یوه موده وروسته یې بیا غاښ درد شروع کړ نو حضرت موسی ع هغه بوټې راوړ اوپه غاښ یې کیښوده نو درد یې زیات شو ، نو هغه وخت یې وویل ای پالونکیه مګر تاسو حکم ندې کړې چی له دغه بوټی د درد د ښه کیدا لپاره استفاده وکړم او ما ته دې لارښونه ونکړه ؟خدای تعالی ورته وحی وکړه چی ای موسی زه شفا ورکونکی او د تاوان لیری کونکی او ګټه رسونکې یم . خو لومړې ځل دې زه په نظر کې وم او ماته دې مخ کړ ، نو درد مې د ښه کړ خو اوس دې بوټې په دې کې نظر کولو پرته چی زه ګټه رسونکې یم استفاده کړ او ما ته دې غږ ونکړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

 

د اعراف سورت په ۱۸۸ ایت کې راغلی دي

  قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ

ای پیغمبره ووایه زه د خپل نفس لپاره د هیڅ ګټې یا تاوان مالک نهه یم مګر هغه څه چی خدای یې وغواړی .

د نافع خدای ګټې رسول د تاوان له مینځه وړل دي . که خدای تعالی د ګتې رسولو غوښتونکې او یا تاوان رسولو غوښتونکی شی نو هیڅوک یې انسان ته د هغو د رسولو مخه نشی نیولې او مومن ګټو ته د رسیدا لپاره له حرام لارې نه ورځی بلکې د ضروری اسبابو په برابرولو او په خدای په توکل سره د کارونو نتیجه نافع  ، حکیم او وکیل خدای ته سپاری . داسې کس نه یوازې نورو ته د نیکی ، خیر او ګتې خنډ نه کیږی بلکې نور د خپلې خدای ړورکړی ګټو او نعمتونو برخمنه کوی . همداراز د ګتې په هر مقدار چی ورته رسی ، شکر ګزار او راضی دی ځکه چی شکر کول د نعمت د زیاتیدا سبب کیږی  .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پروګرام وخت پاې ته ورسید د خدای په امانۍ په ترڅ کې تل په شان دعا ته لاس پورته کوو او عرض کوو ، اې پالونکیه ای د ضار نوم خاونده ، مشرکانو او ګناهکارانو ته تاوانونه او دردونه رسوی او په تاوان رسولو کې عدالت کوی او له تاوان څخه یې ګټه ورکوی . هماغه ډول چی درستو نړیوالو ته ګټه رسوی او د ټولو په حق کی مهربانی کوی  ، له تا غواړو چی خپل نافع نوم په مونږه ولوروی تر څو له تا پرته پر بل چا تکیه او باور ونلرلې شو . ای خدایا مونږه د خپلو ټولو بندګانو لپاره ګټه رسونکی وګرځوی ، په داسې حال کی چی د تا ټولو ارادو او مقدراتو په وړاندې راضی ووسو ، په تحقیق سره چی تا په هر څه قادر او توان یې .

پای