جاپان ۸ روسي سفارتکار له هېواده اوېستل
Apr 08, 2022 17:56 Asia/Kabul
د جاپان حکومت د يوکرائن په خلاف د روسيې د عملياتو د دوام په ردعمل کښې اته روسي سفارتکار له هېواده اوېستل.
د روئيټرز د رپوټ له مخې د جاپان خارجه وزارت نن په يوې بيانيه کښې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: البته د روسيې سفير په ټوکيو کښې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
جاپان همدارنګ نن د اته ډلې د مشرانو د تېرې ورځې له بيانيې او له روسيې څخه د کوئلې د وارداتو د ممنوعيت لپاره د اروپائي اتحاديې له موافقې وروسته وويل چې له روسيې څخه د دغه مهم کان د واردولو د محدوديت لپاره د يو لړ اقداماتو د څېړنې په حال کښې دے.
له بلې خوا د روسيې خارجه وزارت د دغه خبر په تائيدولو سره واضحه کړه چې ماسکو به د ټوکيو دغه اقدام ته چې د امريکې او لويديځ په پېروۍ کښې يې ترسره کړې دے مناسب ځواب ورکړي.
ټیګونه